٢٠څپرکى
هغه ورځ چې نړۍ ته يې بدلون وركړ
د 2001 لمړى كال دسپټامبر 11 پداسې حال كې چې لمرپه آسمان كې ځليده لږ ترلږه په
پاكستان کې دپيښو يوه ډكه ورځ وه .ددغې ورځې په مازديګرپه كراچۍ كې وم او دپاكستان
دبنسټ ايښودونكي قايد اعظم محمــــــــدعلي جناح دزيارت په ښكلي باغ كې مې
دكاربهيركوت . زه پدغه ښاركې داوسيدا له كبله خوښ وم . خونه پوهيدم چې دنړۍ په بل
اړخ كې دالوتكې په مټ يوه ستره پيښه رامنځته كيږي چې زما او دپاكستان دژوند تګلورى
به بدلوي . نه پوهيدم چې ډيرژربه ديوه بل جنګ لومړۍ كرښې ته وردننه شم .هغه هم
دسيوري سره جګړه .
تردې نږدې دوه كاله وړاندې زمونږ دالوتكې دتوطيې په پيل كې زما پوځي سكرټرپه غوږ كې
راته پس پس كړى وو، چې پيلوټ تاسوخپلې خونې ته غواړي . اوس يوځل بيازماخواته راغى
اوپه غوږ کې ېې راته پس پس وكړ. : په نيويارك كې دنړيوالې سوداګرۍ ديوه برج سره يوه
الوتكه جنګيدلې . دنړيوال تجارتي مركز سره له 1993 كال را وروسته چې ترهګرويې
دالوځولوهڅه كړې وه ښه اشناشوى وم . په هغه چاودنه كې ودانۍ ته دپام وړ زيان ورسيد،
او 6 تنه پكې ووژل شول .په 1995 كې ددغه ترهګربريد يوطراح (( رمزي يوسف )) پاكستان
ته راتښتيدلي وو. چې زمونږ دامنيتي ځواكونولخواونيول شو.
په پيل كې مې د 11 سپټامبرپيښه دومره جدي ونه بلله . فكرمې وكړچې كيداى شي كومه
وړوكې خصوصي الوتكه به ورسره لګيدلې وي. دباغ دكار د بهيرڅارلوته مې دوام وركړ.
خوپه مغزوكې مې په څوڅو وارې داسې راتاوشو چې داكومه فوق العاده ستره عجيبه اوغريبه
پيښه نه وي ، اويابه پيلوټ نالايقه وو چې له دومره سترې ودانۍ سره يې الوتكه جنګولې
. يابه الوتكه له كنټروله وتلې وي بله چاره به نه وه .
كله چې كورته راوګرځيدم نيغ دكراچۍ دقول اردو په جلسه كې كښيناستم ، په غونډه كې
سخت بوخت وو ، چې نظامي سكرټرمې دتلويزيون په عيارولولاس پورې كړ .
پداسې حال كې چې يوڅه حيران شوي وو پوښتنه مووكړه (( څه بيړنۍ خبره شوې )) ؟ هغه
وويل ښاغلى لطفاً ووينۍ چې په تلويزيون كې څه تيريږي ؟
CNN مو پيداكړ . هغه څه مې چې په تلويزيون كې وليدل باورمې نه كاوه . د دود ستره
غوپه دنړيوال سوداګريزمركز له دواړوبرجونوڅخه پورته كيدلې ، سخت وحشت وه . يوه
وړوكې خصوصي الوتكه داپيښه نشي كولاى . بلكې له مسافرو بار دوو بوينګ الوتكوداپيښه
رامنځته كړې وه . الوتكه تښتول شوې وه اوقصداً لدغو ودانيوسره جنګيدلې وې . ديته
پيښه نشوويلاى . دادترهګروبې شرمه كاروه . خبرشوچې دوه نورې الوتكې هم تښتول شوي چې
يوه يې دامريكاددفاع له وزارت پنتاګون سره جنګول شوې .اويوه بله په پنسلوانياكې په
كرنيزوځمكوكې لويدلې . كارپوهانوپه يوه وخت كې وويلې بله يوه دسپينې ماڼۍ په
لورتللې دا ديوه جنګ اعلان وو .
لاهم تلويزيون ته ناست وو چې وموليدل يوبرج كيناست اوڅودقيقې ورسته دوهم برج هم
وران شو. باورنه كيده دالوتكې دتيلودسوزيدوله كبله دود سيمه نيولې وه اودنړۍ دلويو
ودانيوخاورو اونورو ورانوشويو شيانوداسې صحنه رامنځته كړې وه لکه چې كوم اتومي بم
چاوديدلى وي .
دبريدونو زورمعلوميده. دنړۍ ترټولوځواكمن هيواد پخپل كور كې پخپلوتښتول شويو
الوتكوتربريد لاندې راغلي وو. له الوتكې دمرمۍ په څيركاراخيستل شوې وو . دايوه لويه
غميزه وه، چې دنړۍ دسترځواك احساسات يې راوپارول . امريكاډاډمنه وه چې لكه ټپي خرس
غوندې تريخ غبرګون به وښيي . اوكه ددې بريد پړه القاعده وبلل شي نودازخمي خرس به
نيغ په نيغه دپاكستان په لور رامنډه كړي .
القاعده زمونږ په ګاونډي افغانستان كې دنړۍ دډيرومنفوروكسانويعنې
طالبانوترملاتړلاندې وو . نه يوازې دابلكې مونږ په نړۍ كې يوازينى هيواد وو چې له
طالبانواودهغوى له مشرملامحمــــدعمرسره موډيپلوماتيكې اړيكې لرلې . مونږ دسپټامبر
11 ديوه نامعلوم راتلونكي په فكركې واچولو. خوفكرمووكړچې نړۍ به نورهيڅكله يوډول نه
وي .
په كراچۍ كې دوالي دفترته ولاړم دبهرنيوچارووزارت سپارښتنه وكړه چې دسپټامبرد 11
نيټې دناورين په اړه بيانيه وركړم. ژرمې يوڅه وليكل اود ملي تلويزيون له لارې مې
وويل چې مونږ دغه عمل غندو اوزياته مې كړه چې له ترهـرۍ سره به په مختلفوډولونو
مبارزه وکړو . پداسې غمجنوحالاتوكې دامريكا په خواكې ولاړيو اودتوان تركچې به لدغه
هيواد سره مرسته وكړو .
سباسهارمې دوالي په دفتركې يوه مهمه ناسته رهبري كوله .پوځي ياورمې وويل ((
دامريكادبهرنيوچارو وزيركولن پاول ټيليفون كړى . ورته مې وويل چې وروسته به زه
پخپله درته زنګ ووهم . خوياورمې ټينګاروكړچې له غونډې بهرشم اوټيليفون ته ځواب
وركړم . پاول ډيرساده اوروښانه وويل (( له مونږ سره ياست اوكه زمونږ پروړاندې ياست
)) دايوتريخ ګواښ ياالتيماټوم وو. د يو شميررپوټونو دخپريدوبرخلاف دغه خبرې
جزياتوته ونه رسيدې . هغه ته مې وويل پاكستان دترهګرۍ له اړخه ډيرځوريدلى ، نوبناءً
مونږ به دترهګرۍ پروړاندې دامريكاپه خواكې ودريږو . اوپه ګډه به دترهګرۍ سره
وجنګيږو .پدغه ټيليفوني اړيكې كې نورهيڅ خبرې ونشولې. وخت مې درلود چې ژور فكروكړم
چې تردغې پيښې وروسته به څه راپيښ شي .
كله چې سبا اسلام آباد ته راغلم د (( آى . اس . آى )) عمومي مشر چې داوخت په
واشنګټن كې وو دټيليفون په كرښه يې دامريكادبهرنيوچارو له مرستيال وزيرريچارد
آرميتاژ سره دخپلې غونډې په اړه معلومات راكړل. د آى . اس . آى دمشرپروينا آرميتاژ
دكولين پاول دخبرو په دوام په غيرديپلوماتيكواظهاراتو سره وويل ( پاكستان نه يوازې
داچې بايد پريكړه وكړي چې له امريكا اوكه له تروريستانوسره دی بلكې كه
دترهـروخواموخپله كړه بيانودداسې بمباريوپه تمه اوسي چې دډبرو زمانې ته به ستانه شي
).
دغه بې شرمه ګواښ ټكان وركونكى خوروښانه وو .چې متحده ايا لاتو تصميم نيولى چې جدي
ځواب وركړي .
مادپاكستان په وړاندې دواړه غوره كيدونكې خواوې په منصفانه تحليل اودپوځي
اصولوپراساس كيښودې اودهغه مثبتې اومنفي خواوې مې وتللې .
دورځپاڼودمقالودليكلواوفيلمونودجوړولو لپاره رحم اوعاطفه ډيرښه شى دى .خوداساسي
تصميمونولپاره پرې نشودريدلاى . يورهبردتصميم اوپريكړې دكولوپروخت بايد دخپل هيواد
اود ميليونونو وګړو د راتلونكي په اړه پوره معلومات ولري. پداسې حالاتوكې يومشربيخي
يوازې كيږي. شايد دغه مشرزياتو سپارښتنواومشوروته غوږ شي . خوپه پاى كې هغه بايد
پخپله يوازې پريكړه وكړي اوهغه مهال دشرايطو په سختۍ پوهيږي .
هغه پريكړه چې مادترهګرۍ په وړاندې وكړه دخپل هيواد دملي ګټو اوخپلوخلكودنيكمرغۍ
پربنسټ وه . زمالپاره تل پاكستان دخپلوكارونوپه لومړيتوبونوكې دى . هڅه مې وكړه له
پريكړې مخكې دشرايطوتحليل ولرم. په يوه فرضي جګړه كې مې امريكاته دخپل دښمن فكروكړ
. كه دامريكاله متحده ايالاتوسره مومرسته نه واى كړى، نودهغوى له قهرجن غبرګون سره
به مخامخ شوي واى . نوسوال داوو كه دهغوى دايتلاف ملګري نشو، اېا له هغوى سره
مقابله کولى شو. اودبريد لپاره به يې تاب راوړو. البته چې ځواب منفي وو . په درې
دليلونوموله امريكاسره دمخامخ كيدو توان نه درلود :
اول : دامريكادپوځي قوت په پرتله زمونږ دنظامي ځواك كمزورتيا، پدغه اجتماعي بريد كې
زمونږ ځواكونه بيخي له مينځه تلل .
دويم : زمونږ اقتصاد كمزورى وو . پاكستان تيل نلري اوددې وړتيايې هم نه درلوده چې
دامريكادبريد په صورت كې خپل اقتصاد همدا ډول ټينګ وساتي .
دريم : ترټولوبد دليل زمونږ ټولنيزه كمزوري وه. مونږ دمنسجمواويوالي دشرايطودنه
لرلوله كبله چې ټول ملت موسره يوفعاله جبهه کړي ځوريدلو. اوله هيڅ پلوه له
امريكاسره دمخامختياتوان نه لرو. دجنګ په ترڅ كې موهمدارنګه خپلې ملي ګټې په پام كې
وې . په پيل كې هند هڅه كړې وه چې امريكاته دخپلوپوځي اډو په وركړې ځان مخكې كړي.
كه مونږ له امريكاسره نه واى دريدلي نوامريكادهندوړانديزته هركلى كاوه. نوهغه مهال
به څه رامنځته شوي وه ، هغه مهال به هند دكشميردمسلې په اړه طلايي چانس ترلاسه كړى
واى .
کېداى شي هندوانو هلته يو لړ محدود عمليات کړي واى . د امريکا او ملرو ملتونو د
سازمان په مرسته به ېې پولوته مشروعيت ورکړى واى. او اوسنى وضعې ته به ېې دائېمي
شکل ورکړى واى . امريکا هم دهند ددغې طرحې پرته بله لاره نه درلوده .
دويم : - زموږ د ستراتېژېکو سېمو امنېت له گواښ سره مخامخ کېده . موږ نه غوښتل د
هستوي وسلو په برخه کې دهند په وړاندې د خپل پوځي ځواک توازن له لاسه ورکړو. او يا
خپلې دغه لاسته راوړنې ورانېدو ته وسپارو . داچې دامريکا متحده اېالات هيڅکله دهغو
اسلامي هيوادو سره چې اتومي وسلې لري جوړه نه ده . نور به پټه نه وي او بې له شکه
به امريکايان له دې فرصت نه گټه واخلي او بريد به وکړي . چې زموږ هسته ېي وړتيا به
ېي له منځه وړې واى . چې هند به هم په دې کار کې د امريکا سره جوړه گام پورته کړى
واى.
درېمه مساله : - د پاکستان اقتصادي بنسټونه و . چې اېا د طالبانو لپاره د پاکستان
ورانو ل ددغه هېواد منافع کېداى شي ؟
ايا طالبان په دې ارزېدل چې له کبله ېې موږ ځان قرباني کړى واى؟
ددغه پوښتنې ځواب ( يو کلک نه دى) .
داسمه ده چې له افغانستانه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته په بې رحمى سره متحدو
اېالاتو افغانستان يوازې خوشي کړى و او پدې توگه مو د طالبانو د راپيدا کېدو سره
مرسته وکړه .حتا هغه مهال امرېکا په لېونتوب کې د طالبانو تائېد کړى و.
زموږ هيله داوه چې طالبان به داسلام د رېښتيني اصولو او مذهبي سرښندنو پر اساس
افغانستان ته سوله او يو والى راولي ، خو هغوى بې ځايه مذهبي تعصب ته ورگډ شول . چې
د تېاره فکره نېمه ملاېانو يا اخندانو لخوا تلقين کيده . داسې تعصب چې دعصري کېدو ،
دانش ، اسلامي روحيې او دپاکستان د اکثريت خلکو مخالف و.
کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل پاکستان پردغې ډلې خپل نفوذ له لاسه
ورکړ. هغه سوله چې دوى افغانستان ته راوړه ، د هدېرې سولې او ارامۍ ته ورته وه . خو
سره له هغه مو ږ د ژېو ستراتېژيک دلېل پر اساس له هغو ملاتړ وکړ. که مو اړېکې ورسره
خرابې کړې واى په لوېدېځه پوله کې به مو هم د ځان لپاره دښمن پيدا کړى و. او بيا به
په افغانستان کې دواک سيا سي تشه راغلې واى ، چې له کبله به ېې د شمالي ټلوالې او د
پاکستان ضد عناصر واکمن شوي واى.
د شمالي ټلوالې سره د اېران ، هند او روسېې مرسته وه . خو د سپټامبرد ١١ د ناورين
په را رسېدو سره نور ددغې اندېښنې تر فشار لاندې نه و. بلکې نوې خطر ناکې اندېښنې
پيدا شوې وې. په دې وخت کې مو له طالبانو واټن ونېو. په هرصورت طالبانو نور د پاتې
کېدو چانس نه درلود. نو ولې موږ دداسې بدوي ريژېم لپاره خپلې ملي گټې قرباني کړو.
چې کېداى شي ژر مات شوي واى .
خو که په دغه جړه کې دامريکا په خواکې درېدلي واى د پاکستان لپاره به ېې ډېرې گټې
درلودلاى . په پيل کې به توانېدلي وچې له خپلې ټولنې تندلاري توب لېرې کړو او بهرني
ترهـر له خپل چاپيريال څخه وشړو.
پا کستان يوازې ددې کار توان نه درلود . د امريکا دمتحدو اېالتونو په مالي او
تخنيکي مرستې کېداى شو چې تر هـروته ماتې ورکړو. موږ له کلونو راهېسې د طالبانو ،
القاعدې او دهغوىد ملرو د ترهـرۍ قرباني شوي يو . د پاکستان پخوانيو حکومتونو له
مذهبي ډلو سره شکمن چلند درلود چې تندلاري يې زموږ په هېواد کې زېاتول . جنرال ضيا
رسما دهغوى د سېاسي ملاتړ په جبهه کې ودرېد ، او نواز شريف هم ورته چاره تر سره کړه
.
دځان په اړه باېد وواېم چې زه تل يو عصري مسلمان يم او هيڅکله د بنسټ پالو د لېد
لوري او ټلارې سره جوړ نه يم. د ٢٠٠١ کال په فبرورى کې مې يو شمېر مذهبي تندلارې
ډلې غېر قانوني کړې او د هغوى پر ضد مې يو لړ گامونه پورته کړل. ځکه دغو ډلو مذهبي
افراطېت خپراو . خو د سپټامبر د ١١ پيښې له تندلارو سره دمخامخ کېدو قوى فرصت مساعد
کړ .
دويم داچې د ترهـرى سره دمبارزې په ډگر کې لومړى کرښې ته په ور دننه کېدو سره کېداى
شي بهرنى پاڼه ونې وتښتي . خو معلومېده چې اقتصادي گټي يې درلودې. لکه پاکستان ته د
پورونو بښل او پر دغه هېواد د اقتصادي بندېزونو لېرې کول .
درېمه مسله داچې پاکستان د هستوي ازموينو وروسته گوښى شوى و .نو يو ځل بيا د سېمې
اصلي لوبغاړى کيده .
په پاکستان کې کورنى غبرگون به څه ډول وي ؟ ېقينا چې دامريکا په مشرى ايتلاف ته د
پاکستان په ورگډېدو به هغوى زموږ مخالفت وکړي او سړکونو ته به لارېونونه را وباسي .
په شمال لوېدېځ ايالت سرحد کې چې له افغانستان سره گډه پوله لري د تند غبرگون هېله
کېده .
سند په ځاڼړي توگه کراچى او بلو چستان به ددغه تصميم په اړه بې طرفه پاتې کېدل . خو
د پاکستان زړه پنجاب به څرڼه وي ؟ اېا هلته به هم خلک منفي غبرگون وښيي ؟ ما فکر
کاو چې تر ډېره به په دغه اېالت کې غبرگون منفي نه وي . که مې کولاى شو چې
پنجابېانو ته دا وپوهوم چې ولې مې د امريکې غاړه ونېوله هغوى به زما دلېل درک کړى
واى. په ځاڼړي توگه دا استدلال چې ولې اود کومې گټې لپاره يو زبر ځواک دخپل ځان په
وړاندې ودروو؟
پنجابيان ډېر ( پراگماتيک ) خلک دي .خو د کراچى خلک ډول ډول دي . ځکه په دغه ښار کې
گڼ سوداگرېز مرکزونه دي ، چې ځيني يې د سرحد د تند لارو په واک کې دي . په ېقين سره
په سړکونو کې د لارېونونو هيله کېده .
خو ما ويل د کراچى ډېر اوسېدونکي به د اعتراض کونکو ملاتړ ونه کړي . دخلکو د فرهڼ
او ټولنېز فرهڼ په اړه د ښه پوهېدو له کبله مې داسې فکر کاو چې زما په هېواد کې به
د هيلو اوچت لاريونونه او غبرگونونه ښکاره نشي .
دا يو منصفانه تحلېل وچې له احساساتو پرته مې د خپل هېواد دملي گټو لپاره ونيو. د
ريچارډ ارمېتاژ د غېر ډېپلو ماټېکې ژبې له کارولو سره سره يې زما په پرېکړې کوم
اغېز ونه شينده . متحدو ايالتونو هم هغه څه کول چې دملي گټو سره يې برابر و. او موږ
هم دخپلو ملي گټو پو بنسټ گامونه او چتول . خپله ساتنه او خپلې گټې ددغه تصميم په
سر کې و . ويلو ته يې اړتېا نشته چې دارمېتاژ څرگندونو ډېر په قهر کړم.
دا دېوه سرتېري له زغمه پورته خبره وه . چې د چا گوت څنډنې او گواښ ته ځواب ورنکړي
، خو وروسته مې ولېدل چې ارميتاژ د پاکستان ښه دوست دى .
د ٢٠٠١ کال د سپټامبر په ١٣ نېټه په پاکستان کې دامريکې سفېر ( وېنډي چمبرلېن) يو
پاکټ راکړ چې دامرېکې لخوا پکې ٧ غوښتنې شوې وې . دغه غوښتنې دامريکي د بهرنيو چار
ود وزارت لخوا زموږ د بهرنيو چارو وزارت ته د برېښنا ليک له لارې هم لېږل شوې وې چې
په دې ډول دي .
١�په خپلو پولو کې دالقاعدې فعالېتونو ته پاى ورکړى ، د پاکستان له لارې د وسلو د
سمندري ليږد لاره پرې کړى . او د بن لادن ټولو لوژيستيکي مرستو ته پاى ورکړي .
٢-- امريکايي الوتکو ته په خپله خاوره کې د ناستي او ځغاستې اجازه ورکړى، چې ټول
اړوند پوځي او استخباراتي عمليات له دغه ځايه تر سره شي .
٣�د اړتېا وړ سيمې لکه سمندري بندرونه ، هوايي ډگرونه او د پولو په اوږدو کې
ستراتېژيکې سېمې دامريکا او ايتلاف داطلاعاتي نظامي ځواکونو ته برابر کړى چې د
ترهـرو او دهغوى دملاتړو په وړاندې ترې ضروري عمليات تر سره کړي .
٤�ژر ترژره دې د افغان کډوالو په اړه ټول اسناد ، مدارک او اطلاعات امريکا ته ورکول
شي . چې د امرېکا او دملرو په وړاندې يې دپلان شويو ترهـرو برېدونو مخه ونيول شي .
او ځواب ورکول شي.
٥�د سپټامبر د ١١ او نور ټول هغه ترهـر برېدونه وغندى چې دامريکا او ددوى دملرو په
وړاندې شوي او کيږي . ټولو هغو کورنيو څرگندونو ته پاى ورکړى چې د ترهـرى په ملاتړ
کيږي.
٦�طالبانو ته د تيلو ، نفتو او نورو ټولو موادو مخه ونيسى . او افغانستان ته دې
داوطلبه جڼيالي نه پريښول کيږي ، چې د طالبانو جڼي وړتېا او ېا دتر هـرى د گواښ په
لوړتېا کې ځېنې گټه اخيستل کېږي
٧�په افغانستان کې د القاعده شبکې او اسامه بن لادن د فعالېت او ورسره د طالبانو او
افغانستان دملاتړپه اړه قوى شواهد او اسناد و په پيدا کولو سره باېد پاکستان له
طالبانو سره سياسي اړيکي پرې کړي ، او د طالبانو ملاتړ ته به پاى ورکوي . همدا رڼه
د القاعدې او اسامه په له منځه وړلو او دامريکي په راتلونکو ورته پروگرامونو کې به
پا کستان له هغه هېواد سره مرسته کوي .
............
يو شمېر دغه غوښتنې خندونکې وې . لکه دامريکا پر ضد د ترهـرى په ملاتړ د کورنيو
بېانونو بندول .
دا ډول غوښتنې د هغه قانون په تفسير پورې تړلې چې د ترهـرى تبلېغ يا د وينا ملاتړ
بلل کيږي. تر کومې باېد وړاندې ولاړ شو چې د بېان ازادي ماته نشي . په افغانستان کې
د القاعدې او اسامه د فعاليت پر وړاندې د قوي شواهدو پيدا کول او دافغانستان او
طالبانو دملاتړ غوښتنې مو هم ضد او نقيض وموندې . ځکه که متحدو اېالتونو لاهم د
شواهدو په پيدا کولو بوخت وي څرڼه کولاى شي دومره ډاډه وي چې ( اسامه بن لادن) او
په افغانستان کې د القاعدې شبکه د سپټامبر د ١١ دناورين عاملان دي .
همدارڼه ما فکر وکړداغوښتنه چې د طالبانو په مشرى دافغانستان سره زموږ د سېاسي
اړېکو هغه مهال پريکول چې که افغانستان اوطالبان له القاعدې او اسامه سره خپل ملاتړ
ته دوام ورکړي هم په واقېعت نه وو ولاړ . ځکه چې د طالبانو تر ماتې پورې نه يوازې
دامريکا متحدو اېالاتو افغانستان ته د لاس رسي لپاره اړتېا درلوده بلکې داډول
پريکړې د يوه هيواد په کورنيو چارو پورې تړلې موضوع ده . او نشو کولاى هغه په بل
هېواد ومنو يا ديکتي کړو. خو د سوال ځاى نشته چې دغه ليک يا سند په ډېرې بېړې سره
برابر شوى و . موږ د ترورېستي فعالېتونو د پريکولواو بندولو سره په مختلفو ډولونو
کې هېڅ ستونزه نه درلوده . وړاندې تردې چې امرېکا د ترهـرى قرباني شي موږ دغه
مبارزه پيل کړه .
خو موږ نشو کولاى دوېم او درېم نمبر غوښتنې ومنو. څرڼه کېداى شو دامريکا متحدو
اېالتونوته داسې د الوتنې او ناستې اجازه ورکړو چې زموږ ستراتېژيکې سېمې په خطر کې
نه وي .ما وړاندېزوکړ چې د حسا سو سېمونه دې لېرې له ېوې وړوکې کونج نه الوتنې وکړي
. او همدارڼه دامو هم نشو کولاى چې هغوى ته خپل هوايي ډگرونه ، سمندري بندرونه او
پر پوله ستراتيژيکې نقطې ورکړو چې هغوى يې وکاروي . د سمندري بندرونو او دجڼي
الوتکو دهوايي ډگرونو دورکړې غوښتنه مو رد کړه .
موږ يوازې د بلوچستان د ( شمسي) او د سند د( يعقوب اباد ) ددوو هوايي ډگرونو نه د
گټې اخېستو اجازه ورکړه . چې خپلې لوژستېکي اړتېاوې ترېنه پوره او خپلې الوتکې پکې
ترمېم کړي . خو له دغو اډونه باېد برېدونه نه واى شوي . موږ دوى ته دهيڅ شي پوره
اجازه ورنکړه .د پاتې غوښتنو لپاره لاره چاره پيدا کېږي . خو شحاله شوم چې د امرېکا
متحده اېالاتو زموږ متقابل وړاندېز بې له کوم نظره ومانه .ما له هغه درواغجن سپکاوي
څخه چې وايي ما دامرېکا ټولې غوښتنې د کولن پاول د ټېلېفوني اړيکو پر مهال ومنلي
ټکان وخوړ. پاول هېڅ شرط په ما نه وواېښى . دغه غوښتنې د برېد په درېمه ورځ د متحدو
اېالاتو د سفېر لخوا ماته راوړل شوي .
کله مې چې خپل تصميم ونيو ، دغه وړاندېز مې کابېنې ته وړاندې کړ . هغه ډول چې هېله
يې کېده د ځينو وزېرانو لخوا دا اندېښنې راپورته شوې چې ولې ورسره سلا مشوره نه ده
شوې . په ورپسې ناسته کې د قول اردو د قومندانانو سره هم شکونه راپورته شول . په
دواړو غونډو کې مې خپل تحلېل په جزئېاتو سره وړاندې کړ. چې ولې او څرڼه مې دا ډول
پريکړه وکړه . ټولو سوالونو ته مې چې ځواب ورکړ او ټول شکونه يې ليري شول . نو گډ
نظر ته سره ورسېدو. د سپټامبر په ١٩ مې د ملي راډېو او تلويزيون له لارې دغه پريکړه
خلکو ته اعلام کړه . هغه ډول مې چې فکر کاوغبرگونونه محدود او د کنټرول وړ و.
وروسته مې د ټولنې د بېلا بېلو قشرونو سره لېدنې پيل کړې. د سپټامبر له ١٨ څخه د
اکټوبر تر٣ پورې مې د روڼ اندو ، د ورځپاڼو د مشرانو ، دپوهنتون د استادانو ،
زدکونکو او دکارگرو د ټولنو له مشرانو سره وکتل .
د اکټوبر په ٨ مې د چېن له يوه پلاوي سره خبرې وکړې او په دغه تصمېم مې له هغوى سره
بحث وکړ.وروسته بېا په هېواد کې د پوځ ټولو قطعو ته ولاړم او له سرتېرو سره مې خبرې
وکړې . ټول په حقه اندېښمن وچې که په افغانستان بمبار وشي ډېر بې گناه مسلمانان به
ووژل شي . ما دغه وېره ددې خبرې په کولو سره چې لومړى به هڅه وکړم ملاعمر له
افغانستانه د اسامه او دهغه دملرو ويستلو ته اړ کړم چې دغه اندېښنې ارامه کړي ، چې
هغه مهال به افغانستان د امرېکا له پوځي برېدونو خلاص شي . اوس نو ټوله کېسه پر ٢
کسانو ملاعمر او اسامه راڅرخي .