څه پرضعيف صاحب څه يې پرليکنه :محمد حسن حقيار
د(ګوانتانامو انځور) دبشر دخواخوږو او نړېوالې ورورولۍ دمدعيانو ؟؟ په لاس د
بشر درټلو، کړولو، سپکولو، ځورولو او دردولو لپاره دهغه جهنم ته ورته ځاى (ګوانتانامو)
ترخې خاطرې دي چې دځمکې پر سر يواځې خپله خپل مثال دى او بس .
دکتاب ليکوال ښاغلى ملا عبدالسلام ضعيف هم هغه څوک دى چې له شک پرته ديو ديني عالم
او په نړيواله کچه ديو پياوړي ديپلومات په توګه ځلېدلى خو دليکوال او اديب په توګه
لا چا نه پېژنده خو دادى حالاتو او اړتياوو ليکوال هم کړ.
زه له دولسو کالو راهيسې له ضعيف صاحب سره پېژنم، دپېژندګلوۍ په پيل کې يا هغه وخت
چې دده سير ت مې نه و مطالعه کړى نو دده دصورت يا فزيکي جسم په لېدلو مې داسې
انګېرله چې ښايي ضعيف صاحب به رښتيا ضعيف نه وي، دى به ډېر کبرجن او په اصطلاح
کلانکاره وي خو کله مې چې پېژندګلوي ورسره ډېره شوه او په يو وزارت کې ده ته د ےمر
او ماته دمامور په توګه دکار چانس پيدا شو نو دده په اړه خپل خيالي اټکل مې ناسم
وموند او درک مې کړه چې ملا عبدالسلام دحق پر وړاندې ډېر ((ضعيف )) دى .
دضعيف صاحب دسياسي کفايت، مديريت، اهليت او شخصيت په اړه ځکه څه نه ليکم چې دى داسې
ورک نومى او ټيټ پوړى څوک نه وو چې ګوندې څوک يې نه پېژني (عيان ته څه حاجت دبيان)
خو دده ديو نږدې همکار او ملګري په توګه ماته هم وياړ دى چې دوست مې ديو بريالي
ديپلومات ، کارپوهه او محترم شخص په توګه وځلېد .
دضعيف صاحب وروستى ماموريت په پاکستان کې چې داسلام دکلا او دمسلمانانو لپاره ديو
ځانګړي هېواد په توګه جوړ شوى دافغانستان ددولت اوافغانانو استازيتوب (سفارت ) وو.
سفيرڅوک وي، څه حقوق، مسئووليتونه اودندې لري دا هغه پوښتنې دي چې له هر لوستوال او
کم لوستي سره يې ځوابونه شته . په دې مانا چې که دوه هېوادونه ان که دوه ولسونه هم
يو له بل سره وران شي او ميليونونه وګړي يې هم په جګړه کې ووژل شي نو سفير يا
استازي يې مصئون وي په مسلمانه ټولنه کې خو پرېږده ان په نا مسلمانه ټولنه کې هم
همدا دود دى ، او دا دود ډېره تاريخي لرغونتيا لري او که چا دادود مات کړي نو
دنړيوالو له ملامتۍ او جګړو سره مخ شوي .
راشده خلفاوو به دکفارو دسفيرانو ډېر احترام کاوه او يو ځل خو يې دکفارو په لاس
دخپل استازي پر وژنه له هغوى سره جهاد اعلان دهغوى دلسګونو تنو ويني تويې کړې.
٢٧ کاله وړاندې ايران دامريکا له ديپلوماتانو سره نامناسب چلند وکړ چې ددښمنۍ اور
يې اوس هم بل دى او دايران ملت پکې سوځي .
خو پاکستاني چارواکيو دافغان دولت او افغان مسلمان ولس له استازي سره چې دواړو
هېوادونو ديو بل حکومتونه په رسميت هم پيژندلي وو، ددې سفير رسمي اعتبار ليک يې هم
منلى، سياسي پاسپورت، ويزه ،دکار اجازه هر څه يې ورکړي و څه وکړل ؟؟
افغانان ډېر ستر ، غيرتي او با شهامته خلک دي او هر وخت يې ديومسلمان ګاونډي په
توګه له پاکستان سره ښې اړيکې لرلې دي دهغوى دتېري پر وړاندې يې له صبر او زغم څخه
کار اخستى ، ناځواني، له ژوبلې ګوتې نيول يې ورسره نه دي کړى. خو په مقابل کې يې هر
وخت پاکستان دافغانانو داحسان او ځوانۍ ځواب په ناځوانۍ ورکړى دى.
راځئ چې له پاکستان سره دافغانانو دځوانۍ او ستر توب دا دوه بېلګې ولولو.
دظاهر شاه دوران ١٩٧١ م کال و، دپښتونستان په سر له پاکستان سره دافغانانو تبليغاتي
او سړه جګړه ښه په درز کې روانه وه چې په همدې وخت کې هند له پاکستان سره ونښت
ددواړو هېوادونو ترمنځ کلکه جګړه روانه وه دافغانستان دکابينې په غونډه کې ځينو
وزيرانو وړاندېز وکړ چې اوس پاکستان له هند سره نښتى دى نو دافغانستان لپاره ښه
چانس دى چې له پاکستان سره جګړه اعلان او دپښتونستان مسئله له نظامي لارې حل کړي .
په هغه وخت کې پاکستان له نظامي پلوه په ډېر کمزوري دريځ کي و چې يواځې له هند سره
يې هم دجګړې تاب نه درلود په داسې حال کې چې دافغانستان برى او دپښتنو دله لاسه
وتلې خاورې بيا ترلاسه کول سل په سلو کې باوري و، خو دکابينې ډېرو غړيو له دې
وړاندېز سره مخالفت وښود ، دليل يې داو چې پاکستان زموږ مسلمان ګاونډى هېواد دى او
اوس په ډېرو ناوړو شرايطو کې قرار لري او ان دوېش له خطر سره مخ دى نو که موږ پرې
حمله وکړو دابه يوې ناځوانۍ ته ورته کار وي موږ بايد دخپل مسلمان ګاونډي له ناوړه
حالت څخه ګټه وانخلو او نه يې بايد له ژوبلې ګوتې ونيسو .
که څه هم پاکستان خپل مخ په اينه کې ليدلى و اوانګېرلې يې وه چې افغانستان به
هرومرو پرې حمله کوي خو کله يې چې دافغانانو داسترتوب او ځواني وليده نو له
حيرانتيا ورته ګوته په غاښ شول .دهند او پاکستان ددې جګړې پايله داشوه چې پاکستان
دهند پر وړاندې ماتې وخوړه ، جنرال نيازي خپله وسله دهندي جنرال (ارورا) پر وړاندې
کېښوده، او شيخ مجيب الرحمن له پاکستان څخه بېل شوى خپلواک بنګله ديش اعلان کړ.
د١٣٥١ هـ ل دسه شنبې په ورځ دمرغومي په ٢١مه چې د١٩٧٢ م کال دجنورۍ له يوولسمې سره
سمون خوري پاکستان په پېښور کې افغان قونسلګرۍ ته خبر وکړ چې دپاکستان ولسمشر
ذوالفقار علي بوټو غواړي همدا نن کابل ته سفر وکړي، بوټو په هماغه ورځ ديو پلاوي په
مشرۍ چې هوايي مارشال رحيم خان، دوسلوالو ځواکونو لوى درستيز جنرال غلام اسحاق خان
( چې وروسته دپاکستان ولسمشر شو) او نور په کې وو دهوايي ځواکونو اړوند الوتکه کې
کابل ته راغى او دخواجه رواش په هوايي ډګر ورته په خپله دظاهر شاه ، صدراعظم ډاکټر
محمد ظاهر، دصدارت مرستيال ډاکټر عبدالصمد حامد ددربار وزير علي محمد لخوا هر کلى
وويل شو .
بوټو په کابل کې څلور ساعته تېر کړل او دګلخانې په ماڼۍ کې يې له افغان مشرانو سره
خبرې اترې وکړې نوموړى دافغانانو له ځوانۍ، مروت او شهامت څخه دومره اغېزمن وو چې
که کچه يې دهغه له دې څرګندونو څخه معلومولى شو. : (( ددې لپاره کابل ته راغلى يم
چې خپل دمننې او احترام مراتب داعليحضرت همايوني، دافغانستان دحکومت او خلکو حضور
ته ددوى دهغه له همدردۍ څخه ډک دريځ په اړه پخپله وړاندې کړم چې زموږ دهېواد په اړه
يې په هغه وخت کې خپل کړى وو چې له يو لوى کړکيچ سره مخ وو ، افغانستان دېته ورته
دريځ په ١٩٦٥ م کال هم غوره کړى و او پاکستان چمتو دى چې دافغانستان ددې ځوانمردانه
اقدام په بدل کې تر ممکنه حده متقابل اقدام وکړي ..))
افغانستان وپنج سال سلطۀ طالبان
دسردار داړد خان دصدارت په زمانه کې بيا هم دپاکستان او افغانستان ترمنځه
دپښتونستان په سر لانجې، اوديو بل پر ضد پروپاګند روان وو چې دپاکستان دبهرنيو چارو
دوزارت مرستيال سکندر مرزا کابل ته په يو رسمي سفر راغى څرنګه چې سکندر مرزا
دافغانانانو مېلمه وو نو افغان حکومت کابل راډيو ته رسماً خبر ورکړ چې دپاکستاني
مېلمه د احترام لپاره دې پاکستان پسې پروپاګنداو ترهغې چې سکندر مرزا دلته وي
دپښتونستان خپرونه بنده کړي.
خو پاکستانيو چارواکيو دافغانانو ددې احسان حق څومره ادا کړ!! دافغان دولت او ولس
له رسمي استازي سره يې څه چلند وکړ اودافغانانو له مجبور حال څخه يې څومره دځان په
ګټه کار واخيست ، دافغانانو څومره وينې يې وڅښلې، دروسانو او دهغوى ګوډاګيانو پر ضد
له افغان جهاد څخه يې څومره ناوړې ګټې واخيستې. ددې ملت له بچيانو(سرښند نکيو
طالبانو) سره يې څه وکړل ؟! دا هغه حقايق دي چې ليکل يې ډېر وخت او حوصله غواړي.
زه ګومان کوم چې دنړۍ تاريخ به داسې بېلګه ونه لري چې يو څوک دې خپل هم مذهبه، په
دين، دود او دستور کې ګډ بېګناګاونډى او په خپل هېوادکې بر حاله سفير دکفارو دخوښۍ
لپاره بل هېواد ته چې په دين، عقيده، ژبه، فکر ... کې ترې بېل او په جغرافيوي لحاظ
دنړۍ بل سرکې وي داسې لاس تړلى وسپاري لکه چې پسه ليوانو ته سپارل کېږي .
راځئ دلته ايمانونه او وجدانونه پرتله کړو يوې خواته داسې ايمانونه چې خاوندان يې
دامريکا ( صهيونيسم) دخوښۍ لپاره هر ذلت ته غاړه ږدي له ازادۍ، خاورې، ننګ او ناموس
هر څه ورتېرېږي او بلې خواته په نوم ((ضعيف)) خو ددومره پياوړي ايمان او بشپړې
عقيدې خاوند چې دګوانتانامو دزندان تکليفونو او شکنجو يې هم ايمان ټکنى نکړ .
نه يواځې دا چې ټکنى او کمزرى نه شو، بلکې لا فولادي شو دايمان او سپنې يې دزحمتونو
او کړاوونو( ےب) وخوړ نوره هم کلکه شوه اوکله چې امريکايې چارواکي ورته په زندان کې
وړاندېز کوي چې له ګونتانامو يا جهنم ته ورته زندان څخه به يې هم خوشې کړي ، لکونه
ډالر او منصب به هم ورکړي خو له دوى سره دې دوست او همکار واوسي نو په ډېرې
زړورتياپيغمبري ځواب ورکوي: (رب السجن احب الى ممايدعونني اليه) يعنې: (( زما ربه
زندان راته غوره دى له هغه څه څخه چې دوى مې ورته بولي .)) چې هغه ديو مسلمان ورور
په ضد له کفر سره مرسته وه .
پاکستانيو چارواکيو دى ولې امريکاته وسپاره؟ ښکاره ده چې دچوکۍ دساتلو او دمادياتو
دترلاسه کولو لپاره .خو ، ښه شوه چې دامريکا ډول ته دنڅېدونکيو پاکستانيانو او
افغانانو په امريکا پورې تړلې هيلې هم پوره ؟؟شوې. دوى خو معاذ الله له الله ج څخه
هم پر امريکا کلک باور درلود . امريکاددوى معبود ګرځېدلى و، دوى انګېرله چې دوزخ او
جنت دواړه دامريکا په واک کې دي دلته به جنت راوړي دامريکا له راتګ سره به دلته د
افغانستان په ويالو کې شهد او شيدې وبهېږي، په دوى هماغه د پخوانيو قومونو کيسه شوې
چې قرےن موږ ته بيان کړې : (( فلما راوه مستقبلا اوديتهم قالوا هذا عارض ممطرنا بل
هو ما استعجلتم به فيه ريح عاصف تدمر کل شئ بامر ربها )) يعنې:(( کله يې چې په
فضاکې ورېځې وليدې چې د دوى کليو ته مخامخ راروانې وې نو دوى وويل چې دا پلنې ورېځې
دي چې پر موږ ورېږي ( نه نه ) ،بلکې دا هغه څه دي چې تاسې يې په غوښتلو کې بېړه
کوله (عذاب دى) په دې کې توند او تېز باد دى چې د خپل رب په امر هر څه له منځه وړي
. ))
لوېديځوالو هم انګېرله چې امريکا به موږ ته د ژوند ټول نعمتونه راوړي نور به نو
زحمت نه وي.... خو دا دى د دوى د اټکل پر خلاف ، امريکا هم پاکستاني ولس او هم
افغان ولس ته اور بل کړ او وينو چې هره ورځ لسګونه بې ګناه هېوادوال وژني، په ناموس
يې تېرى کوي او کومه نخره پاتې ده چې ويې نکړه، نيستي او غربت خپل وروستي پړواوونه
وهي، د هيچا سر، مال او ناموس خوندي ندى، لنډه دا چې امريکا باران نه بلکې توپان
وخوت.
په دې کتاب کې د بشر د مدعيانو لخوا د بې ګناه ، مظلوم او کړيدلي بشر ته د سزا
ورکولو، د هغوى د بې پته کولو د انسانيت د سپکاوي ښه ريښتينى انځور کښل شوى دى .
دا څرګنده ده چې لدوى سره بنديان له دې پرته بله ګناه نلري چې د ځمکې پرسرله الله (
ج ) پرته د بل چا جباريت نه مني، د اوسنيو فرعونانو او نمرودانو په وړاندې د تسليمۍ
او سجدې سر نه ټيټوي ، او په همدې خاطر کړول کېږي، ځورول کېږي. (( وما نقموا منهم
الا ان يومنوا بالله العزيزالحميد)) يعنى : (( او دوى ترې غچ نه اخلي مګرپدې خاطر
چې دوى يواځې په عزيز او حميد خدا ى( ج ) ايمان لري .
ښاغلي ضعيف هم له همدې په خداى ج مئينو کسانو او د الله ج د نور په ډيوه ستي پتنګ
دى، دا کتاب دده د خپلو سترګو ليدلى حال او په ده تېرې شوې ترخې خاطرې دي .
پوره باور دى چې دامريکا دتمدن، ديموکراسۍ، پرمختګ، ازادۍ او دبشر دحقوقو په چېغو
ډېر غوليدلي او دلوېديځ ژوندانه ډېر تږي به ددې امريکايې سراب په ليدلو ماړه او
دوخت ددې لوى فرعون اصلي څېره به ورته ښکاره شي نور نو درانه ضعيف صاحب ته په ده
دتېرو شويو عذابونو او کړاوونو دا جرونو او په افغانستان کې دسوچه اسلامي نظام
دنفاذ دعاګانې کوم.
محمد حسن حقيار
١٣٨٥ هجري لمريز دچنګاښ لومړۍ