مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دښځوورکول په بدی ؤکی

سوال :-دپښتنورواج ده چی دخپل منځی دښمنی ختمولولپاره هغه مقابـل لوری ته چی دمړی پوريي پری باندی وی دغه بل مقابل دهغه مړی په بـدله کی ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟
ځواب :- داداسې نارواعمل اولــــوی ظــلم ده چی پــــه تمــــام جهـان کی يــي ساری نه لیدل کیږی بلکی دجاهلیت په زمانه دمشرکانوپه اعمالوکی چی دښځو متعـــــلق يي ډیــــــرزیات دانـــــسانیت خـــلاف ظلـــمونه کول هم کوم اثرنه لیدل کیږی چونکی داپه اصل کی دحورو انســانانوخرڅـــول دی چـی په شریعت کی ډیر سخت حـرام دی دحوروانسانانودخرڅوونکوســــــره الله تعالی دجهنم وعده کړیده الله تعالیﷻ انســــان بیـــــا مسلمان ډیرغزتمــــند پیـــــداکړیده لکه چی الله تعالیﷻ فرمايي ولقــــــدکرمنابـــــــنی ادم لهذا دهغو درجه له چارپایانو سره بــرابــرول دقران اوحدیث اوعقل سلیـــم خــــــــلاف ده اوبـــل په دی عـمل سره د دغې ښځې ټول عمربرباد شی ددغی ښځی رضایت هم ختـم شی اومــــهريي هــــم له منـــځه ولاړشی اودادخــداي پاک ددی ایـــات خــلاف ده .
واحل لکم ما وراء ذالکم ان تبتغواباموالکم الخ یعنی حلال دی تـاسولره ددینه ماسواء چی طلب يي کړی په بدله دمهرکی یعنی الله تعالیﷻ فرمايي چی تاسوله نوروپردیوښځوسره نکاح کولای شی دهغونه ماسواء کوم چی مونږحرام کړیدی خوپه بدله دمهرکی ورسره نکاح کولای شی لهذاداعمـل دقـــران او حــــدیث خــــلاف ده اودخـــپل قریب سره داسې ظلم کول ډیره بې رحمی ده الله تعالیﷻ دی مسلمانان دداسی ناوړه رواجونونه خلاص کـړی

دنوی نورزدلمانځلوحکم
سوال :- داکــــــــثرمســـلمانانورواج ده چی دحمل دمیاشتی لمړی ورځ نوی نوروز ډیرپه جـــــوش اوخـــروش سره لمـــانځی اوپه دی ورځ مـیلی جوړوی همدارنګه په کورونوکی څه شیان پخوی اوبیايي نوروکورونوتــه دتحفی یاتبریکی په شکل وروړی داعمل شریعت محمدی څنګه محکوموی ؟
ځواب :- چونکی داعمل دمجسومشرکانوعمل ده لهـــذاله هغوسره دتشبه په وجـــه علماوودغـــه عمل ډیرخطرناک بلـلی چی هغه لیکی چی که چیری
داهديي اواجتماع دی دغی ورځی دتعظیم په وجه اجراء شی نوبیاکـــفر ده او که دتعظیم په وجه نه وی صرف دیـورواج په خاطروی بیادغه عمل کـــفر نده خوالبته نکول يي ښه کارده دبزازیي عبارات په دی هکله په لاندی ډول دی المسلم اذااهدی یوم النیـــزوزالی مــــسلم اخـــرشیأولم یردبه تعظیم ذالک الیوم ولکن جری علی مااعـتاده بـعض الناس لایـکفرولکن لاینبغی له ان یفعل ذالــــــک ویفعله قـــــــبله اوبعده لان لایکون تشـــــبهابــــاولئک بل ځای لیـکی وماجرت العادة فی سمرقندبنصب امیرنوروزواجتماع الـــــناس وخروجهم الی اب رحمة واجتماعهم ثلاثه ایام واهدی الناس الی امیرنوروزفلاشـک انهم اذاارادواتعظیم الیوم بذالک کفر یعنی کوم چی په سمرقندکی کوم رواج ده چـــی دنــوروزلپــاره یوامـــیردروی اوخلــګ امیردی نوروزتـه تحفی پیش کوی په دی کی شک نشته چــــی کـــه چیـری په دی سره ددوی اراده تعـــظیم ددی ورځی وی نوداکفـــرده لهــــذادداســی مهـلکواعمالونه ډیراجتناب پکارده . والله واعلم

دننواتې دپسه حکم
سوال :-یوله رواجونودپښتنوڅخه دارواج هم ده چی دخپل منځې دښــمنی اوخفګان ختمولولپاره هغه مقابل خفه لوری ته چی دغه لوری پری ملامت شوي وی پسونه دننواتې په نامــه ورولې تــــرڅوهغه خوشحاله شې بیاهغه خلګ دغه پسه حـلالوی اوپــخوی يي اوپدی روغه جوړه کی موجودخلګ يي خوری په شریعت کی د پښتنو ددی عمل حکم څه ده ؟
ځواب :- کـــه دمفـــسیرینــواوفقهاووعبارت مخته کیږدواوغورپری وکړو نورامعلومیږی چی داعمل ناجائزاودغه غوښې حرامې دی تفسـیــرکابلی دالله تعالی ﷻ ددی قول لاندی لیکی ومااهل به لغیرالله مطلب داچی دالله تعالی ﷻ دنامه نه ماسواء دکوم بـــت یاجـن یا مرشدپه نامه يي وټاکې دهغه دتقرب اورضاغوښتنی په نیت يي ذبح حـــلال کړی دهغه دخوښـــی په نیت دهغه ځناورساه ایستل مطلب وی ددی ټولودغوښوخوړل حرام دی ولو که دحلالیدوپه وخت کی دالله تعالی ﷻ نوم پری ویل شوی هم وی هـــمدارنګه تفسیر معارف القران لیکې کوم یوځـــناورچی دغیرالله دنزدیکت اورضــا
حاصلولولپاره حلال شی یعنی دهغه دوینی تویولوغرض داوی چی داغیر خوشحاله شی اودذبحی حـــلالیدوپروخـــت دالله ﷻ نوم پری واخستل شی لکه چی ډیـــرناخـــبره مسمانان دبزرګانـــواوپیرانوپـــه نامه دهـــغوی درضا حاصلولولپاه ځناورذبح کوی اودالله تعالی ﷻ نوم پری اخـــلی داشــکل هم په اتفاق دعلمأووسره حرام ده اوذبح (حــــــلال)شــوی شی مردارده . همدارنګه نفسیربیـــضاوی اوتفـــسیرقرطـــبی هــم ددی ایات لاندی داسی نفســـیرکړی دتفــــاسیـــرودعبـــاراتومطلب داشوچی کوم ځناوردچادرضـا غوښتنی اوخوشحالی دپاره حلال شی دهغی غوښی خوړل حرام دی اګرکه دالله تعالی ﷻ نوم پری ویل شوی هم وی اودرمـختارپه کتاب ذبائح کی پــه دی هکله داسی لیکې ذبح لقدوم الامیرونحوه کواحـــدمن العظمایحرم لانه اهل به لغیرالله ولوذکراسم الله درمــختار کتاب ذبــائح - کوم ځناور چی ذبـــح حـــلال شــی دامیردراتګ په خاطــــــریادنورو لوړرتبه خـــلګولـــــپاره حرامیږی ولوکه دالله تعالی ﷻ نوم پری ویل شوی هم وی ځکه چی په دی ذبح دغیردنامواوزشوی درمخـتارله دی عباراتونه ورسته ددغه ځناور او دهغه ځناورچی دمیلمستیاپه خاطــرحلال شوی وی فرق بیان کړیده چـــــی دمیلمستاپه پسه کی دغوښو خوړل مـــطلب وی اوپه همدی نیت حلالیږی نوغوښې خوړل يي جائزدی اوپه دغه ذکر شوی صورت کــی د غوښوخوړل مطلـــب نه وی بلـــکی ذبحه حـــلالیدل مطلب وی چی هغه خوشحاله شی نو ځکه دااهـــل به لغـــیرالله شونومــردارده او غـــوښی يــي حـرامی دی انتهی همدارنګه دننواتې په پسه کی هم حلالــیدل اوخوشحالیدل مـــطلب وی او خوړل دغوښو طبعاپکښی راځې بالاخره د مذکروعباراتوپه رڼاکی ویـلای شوچی دپښتنوداعمل ناجائزاودی ننواتی دپسه غوښی حرامی دی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery