د بشري حقونو له قانون څخه سرغړونه:
په افغانستان کې د ۱۹۹۲ � ۱۹۹۳ز کال نښتې غیرنړیوالې نښتې وې ، دغه نښتي کورنۍ وسله
والې نښتې وې چې د ژنیوا د کنوانیسون او د بشري حقونو دودیز قانون یوازې د دولتي
ځواکونو او غیر دولتي ځواکونو په اړه د پلي کېدلو وړ دی. ( د شخړې قانوني اړخونه د
ځانگړو کسانو د سزا قابلیت لاندې په څلورمه برخه کې ویل شوې ده).
ډیري هغه پیښې چې پورته وویل شوې د جنگي جنایت په اډانه کې شمیرل کیږي. هغه ړانده
بریدونه چې له امله یې د ملکي وگړو وژنه پیښیدای شي ، او یا هغه په لوی لاس بریدونه
چې پکې ملکي وگړي او د ملکي وگړو بنسټونه له منځه ولاړ شي د نړیوالو بشري حقونو د
قانون تر پښو لاندې کول بلل شوي او د جنگي جنایت په نامه یادیږي. په بله څرگنده
وینا ، نړیوال دودیز قانون دا اجازه نه ورکوي چې د یوازیني پوځي موخې لپاره دې څوک
ټول ښار تر اور او برید لاندې ونیسي[1] ، قانون د جگړو له ښکیلو غاړو غواړي چې د
بریدونو پر وړاندې دې د ملکي وگړو د ژوند د خوندي ساتلو په موخه تر شونې کچې له
احتیاط څخه کار واخلي ، په دې کې له هغو میتودونو او وسلو څخه په نه کار اخیستلو
ټینگار شوی چې له مخې یې د ملکي وگړو ژوند ته گواښ رامنځته کیږي او د جگړې خواووې
باید له هغو بریدونو څخه ځان لیرې و ساتې او یا دې بریدونه و ځنډوي چې ملکي وگړو ته
د غیر ضروري تاوانونو لامل گرځي. د هغې ترڅنگ په لوی لاس بریدونه او د ملکي وگړو
پراخه وژنه چې د توغندیو او توپونو د پرله پسې او ناپایه بریدونه امله رامنځته کیږي
د بشریت پرضد د جنایت په نامه بلل شوی دي. [2]
د انفراي کسانو ، جنگیاليو او ان د ملکي کسانو جنایتکاره چلند د جنگي جنایت په نامه
پیژندل کیږي او هر څوک د خپلو کړو وړو پازوالي په غاړه لري. بولندویان د هغو امرونو
او هڅونو په تړاو په جنایت کې ښکېل او د جنگي جنایتکار په نامه پیژندل کیږي چې تر
لاس لاندې کسانو ته یې د تر سره کولو امرونه ورکړي دي. د بولنې " قوماندې " پازوالی
یو بولندوی په جنگي جنایت کې هغه وخت پړ گڼي چې د هغه تر لاس لاندې کسان یې تر سره
کوي ، که بولندوی پوهیده ، پوهیږي او یا یې دلیل درلود او یا دلیل لري چې دده تر
بولنې لاندې دغسې جنایات تر سره کیږي او د هغه د مخنیوۍ لپاره یې هېڅ گام نه دی
اوچت کړی او یا یې تر لاس لاندې کسانو ته د تر سره شوي جنایت په ځواب کې سزا نه وي
ورکړي نو بولندوی د جنگي جنایتکار په نامه پیژندل کیږي. [3]
د کابل په لویدیځ کې د اتحاد ، وحدت او جمعیت د دښمنیو په اړه انکار نه منونکي
لاسوندونه شته چې هرې ډلې په پرله پسې ډول او په لوی لاس ملکي وگړي او د ملکي وگړو
استوگنې سیمې په توغندیو ویشتلي ، دوی د ملکي وگړو پر دغو سیمو په بې پروایيۍ او په
ړندو سترگو بریدونه کړی دي. ډیر لږ لاسوندونه شته چې دغو ډلو د خپلو دښمنیو په
ناندریو او شخړو کې ملکي وگړو ته د تاوان د مخنیوۍ په لاره هڅه کړې وي او یا یې پر
ملکي سیمو د بریدونو مخنیوۍ کړی وي.
یوه افغان ژورنالیست چې پورته مو هم د هغه له خولې یادونه وکړه د بشري حقونو د څار
ټولنې ته وویل چې هغه په ۱۹۹۲ ز کال کې په خپلو سترگو لیدلې چې د اتحاد او وحدت
ډلو په لوی لاس د ملکي وگړو پر هغو کورنو د توغندیو بریدونه کول چې یوې ډلې به
نیولې ول.[4] هغه دا هم وویل کله چې د جمعیت ډله د ۱۹۹۲ ز کال په پای کې د اتحاد له
ډلې سره یو ځای شوه هغوی په ړندو سترگو او په پر له پسې ډول د کابل په لویدیځ کې د
ملکي وگړو پر سیموډزې او بریدونه کول. هغه وايي :
" د کابل د تلویزیون " آسمايي " [ آشا مايي � ژ ] او د مأمورینو د کارتې د غونډۍ
له پاسه د توغندیو ویشتنه او د شوبلو ډزې یوه عادي ورځنۍ خبره وه چې هغوی به د دشت
برچي او دهمزنگ سیمې تر اور لاندې نیولې وې. همدارنگه د توپ د غونډۍ له پاسه [ له
۱۹۷۳ ز کال مخکې به د پاچا په وخت کې د غرمې توپ ویشتل کېده] د جمعیت ډلې توپ ځای
پرځای کړی وو. هغوی د دغو غرونو له غونډیو له پاسه هر ځای تر اور لاندې نیوه.[5]
د نظار د شوری یوه پخواني لوړپوړي چارواکي منلې چې د جمعیت سرتیرو د مأمورینو د
کارتې ( د تلویزیون د غره له لویدیځې لوړې څوکې ) څخه شپه او ورځ د توغندیو او
شوبلو ډزې کولې او د ۱۹۹۲ � ۱۹۹۳ ز کال په اوږدو کې یې له دغه ځایه د ملکي وگړو
کورونه او ملکي بنسټونه تر اور لاندې نیول.[6]
" د بشري حقونو د څار ټولنې ته یوې نړیوالې ژورنالیستې د وحدت ، اتحاد او جمعیت
ترمنځ د جگړو په اړه وویل [ " دغو ډلو " ملکي وگړو ته د تاوان په مخنیوي کې ډیر لږ
هڅې کړي دي]. [7][ مسعود او سیاف یوې خواته ، او هزاره گان بلې خواته. دهمزنگ د
جگړې د ډگر بیلوونکې کرښه وه. هغوی په هر چا او هرڅه یې چې مخې ورتلل ، ډزې کولې.]
"[8]
له روغتیاپال س.ک. څخه مو مخکې یادونه وکړه ، هغه د بشري حقونو د څار ټولنې ته دا
هم وویل چې د جمعیت ځواکونو د ټلویزیون د غره له پاسه د کابل مرکز تر سره اور لاندې
نیولی وو :
" داسې وختونه به راغلل چې د جمعیت سرتیرو به د ټلویزیون د غره له پاسه د علاألدین
پر سړک [ د کارته سه عمومي سړک] پر هر شي ډزې کولې. هغوی یوازې پر هغه شي چې خوځېده
ان پیشو گان او سپیان به یې هم ویشتل.
یو وخت مې په یاد راځي چې کلنیک ته د طبي وسایلو لپاره تللی وم ، کله چې زه یې د
غره له پاسه ولیدلم ډزې یې پیل کړې.
هغوی ته هرڅه چې د انسان په بڼه ښکارېدل ، ډزې یې پرې کولې. هغوی هر ډول وسلې
کارَولې لکه توغندي ، د توپ مرمۍ او د توپکو ډزې. داسې وختونه به راغلل چې سړک به
په مرمیو ډک شو. "[9]
یوه انځور اخیستونکي ژورنالیست چې د ۱۹۹۲ز کال کې یې په کابل کې په پرله پسې ډول
کار کاوره او له بیلابیلو پوځي پوستو څخه لیدنه کوله ، د بشري حقونو د څار ټولنې ته
وویل چې د جمعیت ځواکونو د هماغو غرونو او غونډیو له پاسه د ملکي وگړو سیمې تر اور
لاندې نیولې وې :
" هو! هغوی به د ټلویزیون [ آسمایي / آشامایي] د غره له پاسه هر وخت ډزې کولې. د
لیونتوب په ناروغۍ اخته کسانو به د خپلو ساعت تیریو لپاره هر څه کول. هغوی به د غره
له پاسه تر خپلو سترگولاندې ملکي بنسټونه او د ملکي وگړو کورونه د سره اور تر باران
لاندې ونیول. یوازې او یوازې د ساعت تیرۍ لپاره. هغوی د ژوو بڼ ته نېږدې د ترافیکو
د ریاست ترشا ټول کورونه ، د سیلو تر شا کورونه تر اور لاندې ونیول. هغوی پر دولتې
او د وزارتونو پر ودانیو ډزې نه کولې ، هلته د دوی ملگرو پوستې درلودلې او د شگو او
خاورو د کڅوړو مورچلونه یې جوړ کړي ول. هغوی یوازې د وحدت پر مورچلونو ډزې نه کولې
، ټول کورونه یې تر اور لاندې نیولي ول. په هغو کورونو کې یوازې هزاره گان نه ول ،
هلته تاجیکان هم ول چې د جمعیت د ډلې هم توکمه ول." [10]
د وحدت ، اتحاد او جمعیت ډلو د بیلابیلو وسلو له گډولې څخه یو نوی سیستم جوړکړی وو
چې نخښې یې په ځیر نه شي ویشتلای ، له دغو وسلو څخه به دوی نخښه و نیوله خو کله چې
مرمۍ له دغه سیستم څخه وتله ، هرځای چې لگېدله ، وبه لگېدله ، په دغو وسلو کې د "
سکر" توغندي ، د " یو � بي � ۱۶ " او " یو � بي � ۳۲" " ایس - ۵ " د چورلکې توغندي
ویشتونکو هم گډون درلود چې د شوبلو پر سر به یې ایښودل. د توغندي ویشتونکي د سیستم
د نخښې ویشتلو دغسې ډول وړتیا ته له تخنیکي اړخه " گنگ" [ زموږ په عوامو اصطلاح کې
بې خریطه ډزې بلل کیږي � ژ] یا غیر دقیق ویل کیږي. [11] یو پوځي کار پوه وايي چې "
سکر " توغندي د بوتلي توغندیو په څیر دې چې له ځان سره یو انجن لېږدوي [12] دغه
سیستمونه د لاس او گریوان جگړو لکه ښاري جگړو یا سړک په سړک جگړو لپاره نه دي جوړ
شوي : په لاس او گریوان جگړو کې لکه په ښاري جگړو کې دغه ډول سیستیمونه کار نه کوي
او نه شي کولای چې د پوځي او ملکي نخښو ترمنځ توپیر وکړي. د " ایس � ۵ " د توغندیو
ویشتلو دغوسیستیمونو چې په ځانگړي ډول د کابل په ښار کې یې جوړ او په کاریې و
غورځول ، څرگنده کړه چې دغه ډول وسله بیکاره او په هغه ډول چې وکارول شوه څرگندوي
چې دغه وسله د ملکي او پوځي نخښو تر منځ نه شي کولای. [13]
د جمعیت ، اتحاد او وحدت د بولنې " قوماندې " د دقیق او څرگند جوړښت په اړه چې په
پورتنیو جگړو کې د هغوی د ښکیلتیا په اړه نغوته وشوه ، ډیرې څیړنې ته اړتیا لیدل
کیږي. موږ په څلورمه برخه کې د جمعیت ، اتحاد او وحدت د ځواکونو د بولنې د جوړښت او
د ځانگړو بولندویانو د پازوالۍ " مسؤولیت" په اړه په څه نا څه ډول خبرې کړې دي.
که د اسلامي گوند د ځواکونو ( توپچي ځواک ته پام وکړو) نو د هغوی توپونه او توغندي
په دې ډول کارَول کېدل چې په لوی لاس یې د ملکي وگړو سیمې په نخښه کولې او د پوځي
نخښه په ځیر ویشتنه کې پاتې راتلل ، او که د هغوی ( د توغندیو د ویشتلو بڼه پام کې
ونیسو) هغوی خپل توغندي په بې باکۍ ویشتل او دغسې ډول وسلې په هغو ځایونو کې چې د
ملکي وگړو گڼه گوڼه وي نه باید کارَول شوی وای ، هغوی ټول ښار د یوې واحدې نخښې په
توگه په نخښه کړی وو.
د اسلامي گوند د توپچي وړتیا په اړه لاسوندونه شته او دې ته نغوته کوي چې دغه گوند
د پوځي نخښو د ویشتلو وړتیا درلودله خو یا یې په بې باکۍ له دغې وړتیا څخه کار وانه
خیست او یا یې په لوی لاس د خپل توپچي ځواک مخه په ملکي وگړو او د ملکي بنسټونو پر
خوا را اړولې وه او دا له نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه ده. اسلامي گوند د نورو په
پرتله د نړیوالو مرستو لویه برخه تر لاسه کوله او مجاهد ځواکونه یې د پاکستان ،
امریکا او انگلستان تر ټولو ښه روزنه تر لاسه کړې وه او دغه ځواک په هغه وخت کې تر
ټولو ښه روزل شوی ځواک وو. د توغندیو او توپچي ځواک په برخه کې د اسلامي گوند ډیري
بولندویان او جنگیالي پاکستاني ، امریکايی او انگلیسي کارپوهانو روزلي ول. هغو
ژورنالیستانو چې د کابل په سویل کې د اسلامي گوند د ځواکونو له سیمو څخه هر وخت
لیدنه کوله وايي چې هغوی " ډي- ۳۰ ۱۲۲ ملي میتري " توپونه لیدلي ول چې اسلامي گوند
پر کابل د برید پر مهال کارَول � د توپچي ځواک دغه سیستم نخښه په ځیر ویشتلای شي.
[14] د اسلامي گوند د ځواکونو د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ ز کال ویډیویي انځورنه او گزارشونه دې
ته نغوته کوي چې هغوی کولای شوای پوځي نخښې ځای پر ځای او په ا ځیر په نخښه کړي :
د بي بي سي د ۱۹۹۲ز کال د مې د مېاشتې ویډیويي انځورونه څرگندوي چې د اسلامي گوند
ځواکونو د جنبش او جمعیت د ځواکونو مورچلونه په ډیر ځیر په کابل کې ویشتل.[15]
تیرینس وایټ [16] د فرانسپرس خبریال گزارش ورکړ چې د اسلامي گوند ځواکونو د ۱۹۹۳ ز
کال په پیل کې[17] د کابل په سویل کې د جمعیت مورچلونه په ډیر ځیروویشتل. خو ددغه
گزارش په گډون نور گزارشونه څرگندوي چې د اسلامي گوند توپچي ځواک او توغندیو ملکي
بنسټونه په نخښه کړي ول او دې ته نغوته کوي چې یا یې په لوی لاس ملکي بنسټونه په
نخښه کړي ول او یا یې ټول کابل په بې باکۍ په نخښه کړی وو. د جگړو د دوام د مهالیز
واټن اډانه ، پراخوالی او د نخښو پرله پسې خطا وتنه په ډیرې پياوړتیا په دې ټینگار
کوي چې د اسلامي گوند د توپچي ځواک د نخښې ویشتنې په درجه بندۍ کې یا د وسلو په
سیستم کې کومه ستونزه نه وه. پر ملکي بنسټونو او د ملکي وگړو پر کورونو داسې وسلې
ویشتل شوې چې په ډیر ځیر یې نخښه ویشتلای شوای او د دغه ډول وسلو کارول له نړیوال
بشري قانون څخه سرغړونه ده. د حکمتیار ځواکونو هم " بي ایم � ۴۰ " ، ' بي ایم � ۲۲
" او " بي ایم ۱۲ " توغندي ویشتونکي او شوروی " سکر" توغندي پر کابل د برید په مهال
کارولي دی.[18] هاغسې چې مخکې مو ورته گوته ونیوله ، د توغندیو دغسې سیستمونه " گنگ
" بلل شوي دي چې نخښه په ځیر نه شي ویشتلای: دغه ډول وسلې د نیږدې او لاس او گریوان
جگړو لپاره نه دي جوړې شوې او په ښارونو کې نه شي کولای نخښې په ډیر ځیر وولي او نه
شي کولای د نخښه نیولو پر مهال د ملکي او پوځي ځایونو ترمنځ توپیر وکړي.[19] په
کابل کې ددغه ډول سیستم کارَول چې په ړندو سترگو تر سره کیده له نړیوال بشري قانون
څخه څرگنده سرغړونه بلل کیږي.
د بریدونو لړۍ او کرکترستیک څرگندوي چې حکمتیار او دهغه بولندویانو ټول ښار په نخښه
کړی وو او یا یې ټول ښار د یوې واحدې نخښې په توگه په نخښه کاوه. [20]
د جنرال محمد نبي عظیمي یادښتونه د جولای او آگست د مېاشتو د توغندیو د باران په
ترڅ کې څرگندوي چې د حکمتیار ځواکونو ملکي سیمې په لوی لاس بمباردَولې :
" د حکمتیاردرندو وسلو بیا پر کابل د گولیو او اور وریا پيل کړه. د ۱۹۹۲ زکال د
جولای وروستۍ ورځې او د آگست د مېاشتې پېلنۍ ورځې د جگړو د لوړ پړاو ورځې وې. کله
چې جگړې سوکه شوې د حکمتیار توغندي ویشتونکي اوتوپچي ځواک پياوړي بریدونه وکړل.
همدا اوس د " تخت شاهي " لوړې څوکې د حکمتیار په لاس کې دي ، دغه لوړې څوکې د سویل
له لوري د کابل پر ښار سپرې دي. دوی هلته د بې سیم د اړیکو مخابرې درلودلې. د
حکمتیار د توپچي ځواک ملا ، روزل شویو افسرانو ورټینگوله... حکمتیار کولای شوای
پوځي نخښې وولي. خو هغه غوره بلله چې ښار او بې دفاع وگړي تر اور لاندې ونیسي تر څو
د مسعود او رباني پر وړاندې د خلکو په منځ دباو او ناخوښي زیاته کړي. " [21]
یوه ژورنالیست چې پر کابل د پرله پسې بریدونو شاهد وو د بشري حقونو د څار ټولنې ته
وویل : " هغوی پر پوځي سیمو بریدونه نه کول . کله چې د توغندیو ډزې پیلیدلې ،
توغندي به د ښار په هره برخه کې مښتل. د ښار په هرگوټ کې به د توغندیو د چاودیدلو
غږونه اوریدل کېدل." [22] د ملکي وگړو د وژل کیدا او د هغوی لوړه شمیره دې ته نغوته
کوي چې پر ملکي سیمو ډزې په لوی لاس تر سره کېدلې...." هو زه گومان کوم چې هغوی یو
شمیر پوځي ځایونه وویشتل ، خو هر څه چې ول ډیر توغندي د ښار پر بیلابیلو برخو لگېدل
او ملکي وگړو ته ډیر کلک تاوانونه اوښتل ، تاسو ولاړ سـﺊ روغتونونه وگورﺉ." [23]
مارک بایوټ [24]چې د جمهوریت په روغتون کې د روغتیايي چار چارواکی وو د بشري حقونو
د څار ټولنې ته وویل : " هره شېبه او هر چیرې به دا ویره وه چې توغندی به کله او
چیرې و موښلي.... کله به چې تا پښه دباندې کښیښودله ته نه پوهېدلې چې توغندی به کله
ستا پر ککره ومښلي. هغوی په ړندو سترگو توغندي ویشتل ، توغندي به هر لوري لگېدل :
پر سړکونو ، مارکیټونو او کورونو .... تر ټولو غټه ستونزه دا وه چې د توغندیو د
لگېدلو ویره هره شېبه او هر چیرې هرچا ته په تیندکو وه. په داسې ډول ، یوه پټه
سیاسي لیوالتیا لیدل کېدله چې ټول ښار د یوې نخښې په توگه په توغندیو په نخښه کړي
او د اور باران پرې جوړ کړي- دا باران پر ټول ښار او د ملکي وگړو پر کورونو کېده.
هر لوري او هر چیرې د گولیو او توغندیو باران وو." [25]
له یوه ژورنالیست څخه چې مخکې مو یادونه کړه او تل یې د کابل په سویل کې د اسلامي
گوند له مورچلونو څخه لیدنه کوله د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل داسې بریښي چې د
توپچي ځواک د نخښه ویشتلو مخه باید په لوی لاس د ملکي وگړو پر سیمو راتاو شوي وي :
" مو به تل له افسرانو سره خبرې کولې � هغوی د نخښه ویشتلو وسایل او کشافان درلودل.
هغوی ټینگار کاوه چې دوی پوځي ځایونه په نخښه کړي دي او هماغه ځایونه ولي. خو
افسران پوهیدل چې څه تیریږي. مسعود او حکمتیار دواړو روزل شوي افسران درلودل. هغوی
نخښه ویشتلای شوای. د نخښې ویشتلو زاویه ، کښته او پورته والی بدلیدلای شوای. خو
هغوی [ د اسلامي گوند ځواکونو] ښار په نخښه کړی وو. هغوی په ښار کې کشافان او
جاسوسان درلودل : اسلامي گوند کولای شوای پر ښار ننوځي یا په ښار کې نفوذ وکړي ، دا
کار هغوی ته آسانه وو. خو موخه دا وه چې د ملکي وگړو په ترهولو ویره خپره کړي "
[26]
پورتنې لاسوندونه دې ته نغوته کوي چې اسلامي گوند او حکمتیار د کابل ټول ښار په
نخښه کړی وو تر څو ملکي وگړي و ترهوي او ویې وژني.
په دغو بریدونو کې د ځانگړو بولندویانو د ونډې د سپړلو لپاره ډیرو څیړنو ته اړتیا
شته. د افغانستان لپاره د عدالت پروژه چې یوه خپلواکه غیردولتي ډله ده او له ۱۹۷۹ز
تر ۲۰۰۱ ز کال پورې یې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه پلټنې کړي باور لری
چې په اسلامي گوند کې د حکمتیار تر څنگ لاندنینو بولندویانو هم د عملیاتي بولنې
پازوالي په غاړه درلودله چې له خپلو پوځي پوستو څخه یې د گزارش د مهالیز واټن په
اډانه کې پر کابل د توپچي ځواک او توغندیو بریدونه کړي دي :
بولندوی تورن خلیل � د اسلامي گوند د توپچي ځواک لوړپوړی افسر چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ ز
کلونو په اوږدو کې یې د توغندیو او توپجي ځواک د اور د څارنې پازوالي په غاړه
درلودله ، نوموړی د کابل په سویل کې د چهار آسیاب د سویل د تیلو د ز یرمتون بولندوی
وو
بولندوی امان الله � د " سما" د فرقې بولندوی ، دغه فرقه د کابل په سویل کې په
ریشخورو کې پرته وه.
بولندوی زر داد � د " شورواکي په لیسه کې " [27] د پرتې پوځي اډې بولندوی
انجنیرزلمی � د کابل په سویل کې د چهلستون سویل ته " د هیندکي د کوتل په غاښي کې
"[28] د " لشکر ایثار " د پوځي اډې بولندوی.
نوررحمان پنجشیری � د کابل په سویل ختیځ کې د " شاهک " [29] د کلي بولندوی ، د دغه
کلي څارنه د " سما" فرقې کوله.
جنرال وليشاه � د نجیب الله د ړنگ شوي دولت افسر چې په ۱۹۹۲ زکال کې اسلامي گوند
پناه ور وړه ، نوموړی د کابل په سویل کې د لوگر د " سنگ نوشتې " د پوځي اډې بولندوی
وو.
پوځي سلاکاره ډله " شوری نظامي " � بولندویان : فیض محمد ، کشمیر خان او سباوون
د حکمتیار په گډون د اسلامي د گوند د دغو بولندویانو د قانوني پازوالۍ په اړه نوره
کره کتنه په څلورمه برخه کې لوستلای شـﺊ.
[1] Section IV below. Provisions of Article 51 of the Geneva Conventions
Additional Protocol I,
which are considered generally to amount to customary international law for
international or noninternational
conflicts, prohibit indiscriminate attacks �by bombardment� which treat �as a
singlee
military objective a number of clearly separated and distinct military
objectives located in a city. . . .�
Protocol I (1977) Additional to the Geneva Conventions of 1949 (�Protocol I�),
art. 51 (5).
[2] For more on the definition of crimes against humanity, see section IV below.
[3] څلورمه برخه وگورﺉ
[4] د لا زیاتو مالوماتو لپاره څلورمه برخه وگورﺉ
[5] هماغه ځای
[6] Human Rights Watch interview with S.A.R., former Shura-e Nazar official,
Kabul, July 20, 2003.
[7] Human Rights Watch interview with Suzy Price, correspondent for the British
Broadcasting
Corporation and Reuters, New York, April 1, 2004.
[8] هماغه ځای
[9] Human Rights Watch interview with S.K., Afghan medical worker in Karte Seh
(West Kabul)
during early 1990�s, Kabul, July 9, 2003..
[10] Human Rights Watch interview with R.N., photojournalist, New York, December
18, 2004.
[11] Human Rights Watch telephone interview with Colonel Ron Bailey, weapons
system expect, United
States Marine Corps, December 20, 2004. Human Rights Watch interview with A.G.,
military analyst,
New York, April 9, 2004.
[12] د بشري حقونو د څار ټولنې د جمعیت د ډلې د ۱۹۹۲ ز کال د توغندیو ویشتونکي
سیستم انځورونه د وسلو جوړولو کارپوه ته وښودل
د توغندي ویشتونکي دغه ډول سیستم په ساده ژبه یو بې پروا او بیکاره سیستم دی چې
نخښه نه شي ویشتلای او توغندی چې هر چیرې ورڅخه ولاړهماغتله ځي : هغوی د روسي
چورلکي له " هیند" څخه د توغندي ویشتونکي سیستم را اخیستی او د ټانک پر سر یې ایښی
دی. خو ستونزه دا ده چې په دغسې سیستم کې چورلټ ځیروالی نشته او نخښه نه شي ویشتلای.
ته کولای شی چې د ټانک خول کښته پورته کړﺉ ، زوایه ته یې بدلون ورکړﺉ خو دغه سیستم
له ټانک سره کار نه کوي ځکه د ټانک له کښته پورته کیدو یا د ټانک په نخښه ویشتونکي
کې د زاویې په بدلون د توغندي ویشتونکي زاویه بدلون نه مومي هغه لاسي او خود کاره
نه دي ، هغه اتوماتیک دي او د لیرې واټن لپاره دي.دا د توپ هغې مرمۍ ته ورته ده چې
یوازې پرته له نخښې نیونې اور ور واچوﺉ. ته کولای شي چې نخښه دې یوې خواته و نیسې
خو دا چې توغندی چیرې ځي ستا له واکه نه ده ، هرې خواته چې ولاړ ، ځي درڅخه.
Human Rights Watch telephone interviewwith Colonel Ron Bailey, weapons system
expert, United States Marine Corps, December 20, 2004.
[14] Human Rights Watch telephone interview with John Jennings, April 10, 2004;
Human Rights Watch
telephone interview with Anthony Davis, July 9, 2004.
[15] This information is based on viewing by Human Rights Watch of stock film
footage from April and
May of 1992, on file with the libraries of the British Broadcasting Corporation.
[16] Terence White
[17] Terence White, �South Kabul under intense rebel bombardment, many
casualties,� Agence France-
Presse, January 21, 1993 (Chelsitoon palace gardens in south Kabul, �once
likened to a Greek temple
setting, were being chewed up by the very accurate Hezb artillery barrage�).
[18] Human Rights Watch telephone interview with John Jennings, April 10, 2004;
Human Rights Watch
telephone interview with Anthony Davis, July 9, 2004. The Afghan Justice Project
(see footnote 75
and accompanying text) also interviewed witnesses who described Hekmatyar�s
weaponry to include
BM-21 rocket launchers.
[19] Anthony DavisHuman Rights Watch telephone interview with Anthony Davis,
July 9, 2004.
انتوني دیویس چې د جینز ډیفینس ویکلي شننونکی دی په ۱۹۹۲ز او ۱۹۹۳ ز کلونو کې په
کابل کې د حکمتیار د " سکر" د توغندیو د کارَولو او ځیروالي په اړه داسې وايي : "
دا دوسله وال ځواک وسلې دي ، نه د نیږدې واټن جگړو لپاره. دغه وسلې ډیرې پیچلې دي.
ته کولای شـی چې وې ولې خو نخښه ورباندې نه شی نیولای ، هر لور چې ولاړ ، ځي."
[20] See text in Section IV below outlining prohibitions on indiscriminate
attacks including attacks �by
bombardment� which treat �as a single military objective a number of clearly
separated and distinct
military objectives located in a city. . . .� from Protocol I (1977) Additional
to the Geneva
Conventions of 1949 (�Protocol I�), art. 51 (5).
[21] Mohammed Nabi Azimi, Ordu va Siyasat, pp.626-627 [translation by Human
Rights Watch].
[22] Human Rights Watch telephone interview with Jeremy Bowen, correspondent
with the British
Broadcasting Corporation in Kabul in 1992, April 12, 2004.
[23] هماغه
[24] Marc Biot
[25] Human Rights Watch telephone interview with Marc Biot, official at
Jamhuriat hospital in Kabul in
1992-1993, July 10, 2004..
[26] Human Rights Watch telephone interview with John Jennings, Associated Press
correspondent in
Kabul 1992-1993, April 10, 2004.
[27] Lycee Shorwaki
ما ژباړونکي ته دغه نوم سم نه ښکاري ، که لوستونکي ورسره مخامخ کیږي ، هیله من یم
چې د هغه سمونه لپاره دې د بینوا د ویبپاڼې له چلوونکي سره اړیکه ونیسي (ژ)
[[28] Kotal Hindki pass
ما ژباړونکي ته دغه نوم سم نه ښکاري ، له لوستونکي ورسره مخامخ کیږي ، هیله من یم
چې د هغه سمونه لپاره دې د بینوا د ویبپاڼې له چلوونکي سره اړیکه ونیسي (ژ)
[29] Shahak,
ما ژباړونکي ته دغه نوم سم نه ښکاري ، له لوستونکي ورسره مخامخ کیږي ، هیله من یم
چې د هغه سمونه لپاره دې د بینوا د ویبپاڼې له چلوونکي سره اړیکه ونیسي (ژ)