لـه نـجـاسـت نـه دپـاكـۍبـيـان
نجاست دوه قـسمه دى يونجاست حكمى دى بل نجاست حقيقى دى، حكمى نجاست لكه بى
اودسى ياجنابت چه ترحقيقى نجاست قوى اوډيردلمانځه مانع دى ځكه مصنف (رح)
اول دحكمى نجا ست بيان وكړ، اوس دحقيقى نجاست لكه بولى شراب، ګنګى او داسى
نوروبيان كوى. حقيقى نجاست پردوه قسمه دى اول مرئى نجاست چه وچ شى په
سترګوليدل كيږى لكه ګنګى، خوشايى اوداسى نور دوهم غيرمرئى هغه نجاست دى چه
وچ شى په سترګونه ليدل كيږى كه څه هم رنګ ئې معلو ميږى لكه شراب بولى، منى
اوداسى نور. پرلمونځ كونكى واجب دى چه نجاست له خپل بدن اوله خپلوجامو اوله
هغه ځاى نه چه لمونځ پركوى ليرى كړى، امام اعظم اوبوحنيفه (رح) اوامام ابى
يوسف (رح) وايى چه دنجاست ليرى كول په اوبو اوپه هرهغه بهيدونكى مائع سره
چه امكان دليرى كولو د نجاست ولرى روا دى لكه سركه، دګلګلاب اوبه (عرق ګلاب)،
دصابون اوبه او داسى نور، مګرپه شيدوسره د نجاست ليرى كول روانه دى، ياران
رحمة الله تعالى عنهما وايى كه موزه ياغاړه لرونكۍ بوټ په حقيقى مرئى نجاست
سره ولړل شى وروسته له نجاست له وچيدلونه دى دغه موزه يابوټ په ځمكه پورى
ومښل شى چه نجاست ورنه ليرى شى لمونځ دى ورسره اداكړى، منى چه حقيقى غيـر
مرئى نجاست دى كه موزه په ولړل شى اودغه منى لانده وه موزه دى ومنځل شى چه
منى ورنه ليرى شى، كه منى پرموزه باندى وچ شوه نومنى دى له موزى نه وګرول
شى كله چه منى له موزى نه ليرى شوه لمونځ ورسره روادى، مګرامام شافعى (رح)
وايى منى پاك دى كه لانده وى اوكه وچ وى پريمنځل دموزى واجب ندى، كه هنداره
ياتوره يابل نورانى جنس په نجاست ولړل شى دپاكيدودپاره په ځمكه سره مسح كول
كفايت كوى ځكه چه نجاست نه په ننوزى او دباندنى نجاست په مسح سره ليرى شو
كه ځمكه په نجاست ولړل شى اودغه نجاست په لمرسره وچ شى نښان (اثر) دنجاست
ورك شى نوپرهغه ځمكه لمونځ روادى، مګر تيمم پرروانه دى ځكه چه دتيمم دپاره
پاكه ځمكه په قرآن سره ثابته ده چه قول دخداى (ج) دى ﴿فتيممو صعيدا طيبا﴾،
د ځمكى پاكى وروسته له وچيدونه په حديث سره ثابت ده قول د عليه السلام دى ﴿
زكواة الارض يبسها﴾، كه بدن ياجامى په غليظ(قوى) نجاست سره ولړل شى لكه
وينه، ګنګى، بولى شراب اوداسى نور اومقدار دنجاست يودرهم ياتريوه درهم ليږ
وى اولمونځ كونكى دغه نجا ست نه وى ليدلى لمونځ وكړى لمونځ ئې صحيح دى، كه
مخ كښى له لمانځه دغه نجاست ووينى بيالمونځ وكړى نولمونځ ئې مكروه دى، كه
مقداردنجاست تريوه درهم بالاووكه څه هم لمونځ كونكۍ له نجاست نه بى خبره وى
لمونځ ورسره روانه دى، كه ئې لمونځ ورسره كړيوو بيرته به ئې راګرځوى، كه
دچاجامى په خفيف نجا ست ولړل شوى لكه دهغه حيوان بولى چه غوښى ئې خوړل كيږى
لكه دپسه بولى يادوزګړى بولى يادغويى بولى اوداسى نور، ترڅوچه څلورمه حصه
دهغه جامى نه وى لړل شوى لمونځ ورسره روادى، كه څلورمه حصه يا اضافه
ترڅلورمى حصى دهغه جامى لړل شويوه نوبيالمونځ ور سره روانه دى .
پاكوالى له هغه نجاست څخه چه وينځل ئې واجب دى پردوه (٢) قسمه دى، اول له
جامى څخه ليرى كول دهغه نجاست چه په سترګوئې جنسيت معلوميږى لكه ګنګى،
خوشايى اوداسى نور په اوبو سره پاكول دى ترڅوچه جنسيت، رنګ او بوى ئې
پرجامه پاتى نه شى، مګركه دپاكۍ دپاره تودى اوبه او صابون استعمال
شواودنجاست اثرورك نه شونوباك ئې نشته جامه پاكه شوه او لمونځ ورسره روا دى،
دوهم له جامى څخه ليرى كول دهغه نجاست چه وروسته له وچيدونه ئې جنسيت په
سترګونه معلوميږى په اوبو سره پاكول دى ترڅوچه دويځونكى يقين شى چه نجاست
ورك شو.
داستـنـجـاء بـيـان
استنجاء په تيګه (ډبره) يالوټه ياپه داسى شى سره چه دتيګى يا دلوټى له جنس
نه وى سنت ده، كوم عدددتيګى يادلوټى نشته كه داستنجاء ځاى په يوه لوټه پاك
شى ياپه دوولوټوپاك شى اصل مقصد پاكوالى دى، خووروسته دلوټى له استعمال نه
په اوبوسره استنجاء افضليت لرى، كله چه دقرآن شريف دسورت توبى يوسل اواتم
(١٠٨) آيت مبارك﴿ فيه رجال يحبون ان يتطهروا﴾ يعنى په قباه كښى خلګ دى چه
دځان دښه پاكولو سره مينه لرى، د سعودى عربستان دمدينى شريفى دقباه د
اوسيدونكوپه توصيف نازل شونورسول الله (ص) وقباه ته ورغى او هغوخلګوته ئې
وويل چه خداى پاك ستاسى دنظافت اوپاكۍ توصيف كړيدى، ستاسى پاكى څه شى ده؟
هغوى په ځواب كښى ورته وويل چه موږ دډبرى تراستنجاء وروسته په اوبوهم
استنجاء كوو، آنحضرت (ص) ورته وويل چه دغه صحيح كاردى . كه نجاست له
استنجاء له ځاى نه تيرى كړى وواوډيرځاى لړل شوى وونوپه ډبره استنجاء صحيح
نه ده ضروربه په اوبوياپه بله مائع استنجاء كوى، اواستنجاء په هډوكى، په
خوشايى، په ډوډۍ اوپه مالګه سره روانه ده، همدار نګه كه عذرنه وى په راسته
لاس هم استنجاء روانه ده، دتشناب كاغذ چه نه ليك ور باندى كيدلاى شى اونه
دكاغذ حيثيت لرى او نه دكوم بل كار وړدى استنجاء په رواده .