مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جـنـايـات

احرام بندحاجى كه خوشبويى استعمال كړه كفاره ورباندى لازمه شوه، كه ئې خوشبويى پركامل اندام باندى ولګول يااضافه تر كامل اندام ولګول نودم ورباندى لازم دى، پوره اندام لكه سر، ورون، پنډۍ، ذكر، لاس اوداسى نور، كه ئې خشبويى پرلږحصه باندى داندام ولګول صدقه (خيرات) ور باندى لازم دى، كه احرام بنده حاجى ګنډلى جامه واغوندى لكه قميص، پرتوګ اوداسى نور، يائې ټوله ورځ سرپټ كړ دم ورباندى لازم دى، كه ئې سرتر يوى ورځى كم پټ كړصدقه (خيرات) ورباندى لازم دى، كه احرام بنده حاجى بيله عذره دسرڅلورمه برخه ياډيره برخه وخريل دم ور باندى لازم دى، كه احرام بند حاجى دسردڅلورمى برخى نه لږ برخه وخريل پرهغه باندى صدقه شته، امام ابوحنيفه (رح) وايى كه احرام بندحاجى دغاړى دحجامت ځاى (هغه ځاى چه د وينى كښلوښيښه پرايښودل كيږى) وخروى دم پرلازم شو، امام ابويوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چه دم نه لازميږى بلكه صدقه (خيرات) پرلازم دى، امام حنيفه (رح) وايى كه احرام بند حاجى د دواړو لاسو او د واړو پښو نوكان غوڅ كړه يائې ديوه لاس پنځه نوكان غوڅ كړه يائې ديوه لاس يا د يوى پښى پنځه نوكان غوڅ كړه دم ورباندى لازم دى، كه ئې ترپنځونوكانوكم غوڅ كړه نوصدقه ور باندى لازم ده يعنى دهرنوك په بدل كښى به نيمه كاسه غنم يا دهغه بيه وركوى، همدارنګه امام حنيفه (رح) اوامام ابويوسف (رح) وايى كه ئې د دوولاسو او د دووپښوڅخه پنځه نوكان غوڅ كړه صدقه ورباندى لازم ده، امام محمد (رح) وايى دم ورباندى لازم دى، كه احرام بندحاجى دكوم عذرپه سبب خوشبويى ولګول يائې سر وخروى يائې ګنډلى جامه واغوستل يو پسه دى حلال كړى يادى درى كاسى غنم يادغنموبيع شپږ مسكينانو ته وركړى يادى درى روژى ونيسى، كه احرام بندحاجى ښځه مچ كړه يائې په شهوت سره لاس په ووهه كه انزال شى يا انزال نشى دم ورباندى لازم دى، كه احرام بندحاجى پرعرفات له دريدونه مخ كښى په يوه لاركښى د دوو لارو وطى وكړى حج ئې فاسدشو اودم ورباندى لازم دى، دغه حاجى به ټول احكام دحج پوره كوى اوهم به په راتلونكى كال دحج قضاء راوړى، كه دغه حاجى له خپلى ښځى سره قضائي حج اداكوې لازم ندى چه ورنه جداشى احتياط به كوى چه بياداسى ونكړى، كه همدغه حاجى له عرفات نه وروسته له خپلى ښځى سره يوځايوالى وكړى نوحج ئې فاسدنه دى بلكه د اوښى حلالول ورباندى سته يعنى يوه اوښه به حلالوى . كه حاجى وروسته له سرخريلو او دطواف زيارت نه مخكى له خپلى ښځى سره يوځايوالى وكړى پسه ورباندى لازم دى، كه حاجى په عمره كښى دڅلورشوطه طواف نه مخكى له ښځى سره يوځايوالى وكړ عمره ئې فاسده شوه دغه عمره دى هم پوره كړى بيادى قضاء هم راوړى اودجنابت پسه به هم حلالوى . كه حاجى وروسته له څلور شوطه طواف نه دښځى سره يوځايوالى وكړعمره ئې صحيح ده خودپسه دم ورباندى شته، كه حاجى په هيره سره د ښځى سره يوځايوالى وكړ يعنى حج ئې هيروو عذرنه ګڼل كيږى ځكه چه دغه هيره اوقصد په احكاموكښى توپيرنلرى، مګرامام شافعى (رح) وايى چه په هيره سره جماع فاسدونكی نده، كه حاجى بى اودسه طواف قدوم وكړنوصدقه ورباندى شته (دحج په بحث كښى چه صدقه ذكرشويوى مطلب ئې نيمه كاسه غنم يايوه كاسه اوربشى يادهغه بيع ده)، كه حاجى طواف قدوم په جنابت سره وكړ دپسه دم ورباندى لازم دى، كه حاجى طواف زيارت په بى اودسى سره وكړدپسه دم ورباندى لازم دى، كه ئې په جنابت سره وكړ اوښه به حلالوى، خوښه به وى چه غسل وكړى اوبيرته طواف له سره وكړى نوبيادحيوان حلالول ورباندى نشته، كه حاجى طواف صدرپه بى اودسى سره وكړصدقه ور باندى شته اوكه ئې په جنابت وكړ د پسه دم ورباندى شته، كه حاجى دطواف زيارت درى شوطه ياتر درى شوطه كم پريښول دپسه دم ورباندى شته، كه ئې داخترپه ورځوكښى بيرته دغه طواف له سره وكړنوهيڅ ورباندى نشته، كه ئې داخترتر ورځووروسته دغه طواف بيرته له سره راوګر ځوې صدقه ورباندى شته، كه حاجى ددغه طواف څلورشوطه پريښودل نواحرام بنده پاته دى ترڅوچه طواف زيارت پوره كوى كه حاجى درى شوطه دطواف صدرپريښودل صدقه ورباندى لازم ده، كه ئې ټول طواف صدرپريښود يائې څلورشوطه بيله عذره پريښودل نودپسه دم ورباندى لازم دى، كه ئې بيرته له سره را وګرځوى نوهيڅ ورباندى نشته اوبايد چه بيرته ئې راوګرځوى ځكه چه دغه طواف واجب دى، كه حاجى دصفا او مروه ترمابين سعيه پريښودل دپسه دم ورباندى لازم دى مګرحج ئې پوره دى ځكه چه دامام حنيفه (رح) په مذهب سعيه واجب ده اودامام شافعى (رح) په مذهب فرض ده . كه څوك په عرفات كښى دامام ترمخه راكښته شودپسه دم ورباندى لازم دى، كه په مزدلفه كښى ددعا دپاره پاته نشو دم ورباندى لازم دى، كه حاجى د شيطانى څلو دويشتلو په ورځوكښى ټوله ورځى دغه څلې ونه ويشتل دم ورباندى لازم دى، كه ئى دشيطانى څلود ويشتلو په ورځوكښى يوه ورځ دغه څلى ونه ويشتل هم دم ورباندى لازم دى، كه له درو شيطانى څلونه ئې يوشيطانى څلى ونه ويشتى صدقه پرلازم ده همدارنګه كه حاجى داخترپه ورځ جمرۀ عقبه (دلوى شيطان څلى) په ډبروونه ويشتى دم ورباندى لازم دى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى كه چادسرخريل وځنډول اوداخترورځى ورنه تيرى شوى دپسه دم ورباندى لازم دى، ياران (رح) وايى چه هيڅ ورباندى نشته، همدارنګه امام حنيفه (رح) وايى كه ئې طواف زيارت وځنډوى يعنى كه ئې داخترپه ورځوكښى طواف زيارت ونكړدپسه دم ورباندى لازم دى، كه احرام بندحاجى ښكار وكړاوحيوان ئې مړكړ يائې بل چاته دښكارښوونه وكړه اوهغه ښكاروكړحيوان ئې مړكړ، كه ښكار ياښونه دښكارپه هيره سره وه ياپه قصد سره وه ياپه سهوه سره وه كه اول ښكاركونكۍ وى ياوروستى ښكاركونكۍ وى په نيز دامام ابوحنيفه (رح) اوپه نيز د امام ابويوسف (رح) جزا ورباندى شته، دښكارجزاقيمت دهغه ژوندى حيوان دى په هغه ځاى كښى چه وژل شويدى، كه د وژنى په ځاى كښى قيمت نه معلو ميدى يعنى هلته خلګ نه وه چه بيع ئې معلومه كړى نو وهغه ځاى ته نژدى په بل ځاى كښى دى دوه دعدل كسان بيع معلومه كړى بياحاجى اختيارلرى كه پدغه پيسوهديه پلورل كيدل نوهغه دى وپلورى حلال دى كړى او مسكينانوته دى وركړى (هديه يو كلن سيرلى ياترشپږمياشتو بالاپسه دى) خودهديى حلالول به حمتى په حرم كښى وى دحرم نه دباندى دهديى حلالول روانه دى، يادى په دغه پيسو غنم يا اوربشى وپلورى او هر مسكين ته دى نيمه كاسه دغنمويايوه كاسه داوربشووركړى، خيرات دغنمو اواوربشوله حرم نه دباندى هم روا دى، يادى په بدل دهرى نيمى كاسى دغنمو يا د هرى كاسى د اوربشوروژى ونيسى، كه غنم ترنيمى كاسى كم پاته شوه يا اوربشى تريوى كاسى لږ پاته شوى هغه دى هم خيرات كړى يادى په بدل كښى يوه روژه ونيسى ځكه چه په شريعت كښى ترورځى كمه روژه نشته اود روژو نيول بيله مكى شريفى بل ځاى هم روادى، مګرامام محمد (رح) اوامام شافعى (رح) وايى چه دښكار شوى حيوان مثل واجب دى يعنى كه هوسۍ ښكارشويوى په بدل كښى ئې پسه دى، دكوږ په بدل كښى پسه دى، د سوى په بدل كښى شپږ مياشتنى سيرلى دى، د دښتى موږك په بدل كښى څلورمياشتنى سيرلى دى اودشترمرغ په بدل كښى اوښه ده .
كه ښكارشوى حيوان يامرغه ياخزنده ژوندى وو مګرټپى شوى وو يائى ويښتان يابڼكى ورنه بيل كړيوى يائى يواندام ورنه غوڅ كړى وو نوښكاركونكۍ به دهغه تاوان وركوى يعنى يوځل دى د هغه د روغ صحت بيه معلومه كړى بيادى له عيب سره بيه معلو مه كړى د دواړوبيو توپيردى خيرات كړى كه ښكارله ټپ ياله عيب څه مړشونودروغ ښكاربيه به خيرات كوى، كه ښكارشوى حيوان ياالوتو نكۍ ياخزنده دشكيدلوبڼكوسره ياپريكړل شوى اندام سره ځان په الوتنه ياپه منډه له چانه ساتلى نشواى پوره بيه به ئې خيراتوى ځكه چه دغه عمل دښكارهلاكت دى، كه دښكار ټپ جوړشو او تاثير ئى پاته نه شونوبياهيڅ ورباندى نشته، همدار نګه كه دښكاربڼكى ياويښتان بيرته شنه شوه بياهيڅ ورباندى نشته، كه احرام بندحاجى دمرغه هګۍ ماته كړه يائې پخه كړه دهګۍ بيه به خيراتوى ځكه چه له پخى هګۍ نه بچی نه زيږى همدارنګه كه دهګۍ دماتولوسره مړبچى پيداشونودهغه بچی بيه به خيراتوى ځكه چه احتمال شته چه هغه بچى به ژوندى وو دهګۍ په ماتولوسره به مړشويوى، په وژلو د مار، لړم، موږك مردارخوركارګه، ټپوس، ليوه، ليونى سپى او داړونكى سپى جزا نشته (باښه دټپوس پشان، لنډۍ دمارپشان، غنډك دلړم پشان اومږه دموږك پشان ده)، همدارنګه په وژلودغوماشى، كيكى منګړ، ميږى جزانشته ځكه چه دغه شيان مضردى او ددوى وژنه ښكارندى، كه څه هم دميږى وژل روادى خوچه مضرنه وى وژل ئې ښه نه دى، كه دچاپه كوركښى حبشان ميږان وه اودكورخلګ ورنه په عذاب وه دهغوى مرګ په كيمياوى موادو روادى، كه څوك دكيمياوى موادو له استعمال نه ويريږى نودقرآن كريم دالنمل د سورت اتلسم (١٨) آيت ﴿ يايهاالنملادخلوامسكنكم لايحطمنكم سليمن وجنوده ﴾ دى دكاغذپرمخ وليكى اوپه اوبودى پريمنځى درى ورځى دى دغه اوبه دميږانوغارته ورواچوى، كه احرام بنده حاجى له خپل احرام يابدن څه شپږه مړه كړه ليږڅه خيرات دى وكړى لكه يوه لپه غنم يااوربشى ياداسى نور، په جوهره اوكوكب درى كښى ليكلى دى كه دغه شپږه پرځمكه پرته وه اوحاجى مړه كړه جزاورباندى نشته، كه احرام بنده حاجى ملخ مړكړدخپلى خوښى يو څه شى دى خيرات كړى دحديث شريف لفظ دى چه يوه دانه خرماترملخ ښه ده، امام ابوحنيفه (رح) وايى چه ملخ د صيدالبحرله قسمه دى نوبايد وژنه ئې جزاونلرى لكه ماهى اوداسى نور، كه احرام بندحاجى هغه حيوان ياالوتونكى مړكړچه غوښى ئې نه خوړل كيږى لكه زمرى پړانګ، ليوه، ټپوس، باز، څرخك اوداسى نور، جزائې قيمت دهغه حيوان يامرغه ده خودهغوى قيمت دى دپسه ترقيمت نه بالاكوى، كه يوه له دغو درنده ګانوپرحاجى باندى حمله وكړه اوحاجى هغه مړكړهيڅ جزاورباندى نشته ځكه چه حاجى دتعرض نه منع دى ولى دفع دتعرض ورته رواده، كه پرحاجى باندى اوښ حمله وكړه اوحاجى هغه اوښ مړكړنوداوښ خاوندته به تاوان وركوى، كه احرام بندحاجى دښكاردغوښو خوړلوته مجبوره شو اوښكارئې مړكړنو پرده باندى جزا شته، باك نشته چه احرام بنده حاجی پسه، اوښ، غويى چرګه كسكرۍ (غټه هيلۍ چه الوتى نشى) حلال كړى، كه ئې كورنۍ هوسۍ ياكورنۍ كوتره چه پرپښوئې بڼكى وى مړه كړه پرحاجى جزاشته ځكه كه په اصليت كښى دغه حيوان يامرغه وحشى دى خووژل ئې ښكاردى كه څه هم په كوركښى ژوندكوى. كه احرام بنده حاجى ښكارحلال كړ دغه ذبح حرامه ده يعنى دغوښوخوړل ئې هرچاته حرام دى، كه كوم حلال سړى ښكارحلال كړخوحاجى دښكارښونه نوه ورته كړى اونه ئې دښكار امر ورته كړى وو نوحاجى ته ددغه ښكاردغوښوخوړل روادى، كه حلال حاجى په حرم كښى ښكاروكړ اوهغه ئې حلال كړ بدله ورباندى لازمه ده، كه چادحرم په ځمكه كښى خدايى شنه شوى واښه ياونه وريبل دهغه دقيمت خيرات ورباندى لازم دى، كه دغه واښه ياونه وچ شويوه په ريبلوكښى ئې جزانشته كه دغه واښه ياونه چاكرلى وه اودهغه ملكيت وه دخپل ملكيت په ريبلوكښى هيڅ جزانشته. قارن حاجى (چه له ميقات نه ئې دحج اودعمرى په نيت احرام تړلى وى) دهرذكرشوى جنايت په بدل كښى ورباندى دوه دمه دى يعنى يودم دحج اويودم دعمرى دپاره دى، مګركه له ميقات نه بيله احرام تړلوتيرشى اووروسته احرام په نيت دحج اودعمرى وتړى په دغه صورت كښى يودم ور باند شته ځكه چه له ميقات نه بيله احرام تړلوتيريدل جنايت دى، خوپه هغه وخت كښى حاجى قارن نه وو كله چه احرام په نيت دقران وتړى نوقارن شى، پرمفردحاجى باندى (چه له ميقات نه ئى احرام په نيت دحج تړلى وى) ورباندى يو دم دى، كه دوه احرام بنده حاجيان دحرم دښكارپه وژلوكښى شريكان شوه پرهريوه باندى پوره جزاشته، كه دوه حلال حاجيان (چه احرام بنده نه وى) دحرم په ښكاركښى سره شريكان شوه پردواړو يوه جزاده ځكه چه پرحلال حاجى دفعل جزانشته خودمحل (ځاى) جزا ور باندى شته چه هغه ښكاردى، څرنكه چه ښكاريودى نوجزائې هم يوه ده، كه احرام بنده حاجى ښكارخرڅ كړيائې رانيوى بيه ئې باطله ده اوپرخرڅونكى اورانيونكى پوره جزالازمه ده، په جوهرة كښى ذكرشويدى كه ئې ښكارهغه وخت وكړچه احرام بنده وو اوهغه وخت ئې خرڅ كړچه له احرام نه خلاص شوى وو بيه ئې رواده جزاورباندى نشته .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery