حج په اسلام كښى د اسلام د مقدس دين د عبادت پنځم ركن او د اسلام دخداى
پرستۍ اوعبادت لومړۍ اوپخوانۍ طريقه ده، دحج دكلمىلفظى معنى (قصد او اراده
ده) اودحج مقصددخاص مذهبى قصداوارادې په اثر د يو مقدس مقام سفركول دى، هر
آزاد، عاقل بالغ اوروغ مسلمان چه له ضرورت نه اضافه (داستوګنى تركو، د
كورسامان، جامى اوهغه ضروريات چه بيله هغه چاره نشته) د بيرته راستنيدوپورى
دخپل عيال د نفقى او د تګ اوراتګ خرڅ اوپه سعودى عربستان كښى دخوراك او
چښنګ اونورو ضرورياتومالى توان ولرى اودسفرپه لاركښى امن موجودوى نوپه
ژوندكښى يوځل دحج اداكول ورباندى فرض دى، دښځى سره به دحج په سفركښى محرم
ياخپل خاوند ملګرى وى كه محرم ياخاوند ونلرى كه څه هم حج ورباندى فرض وى
دغه فرضيت ئې ساقط دى، په ردمختاركښى روايت دى كه ښځه بيله محرم ياخاوندنه
حج ته ولاړه اوحج ئې اداكړ له فرضيت نه ئې غاړى خلاص شوى ليكن داسى كول
مكروه دى، كه دښځى دكوراوترمكى شريفى پورى دسفرلارله درو ورځو او شپونه كمه
وه هغى ښځى ته دمحرم ياخاوند ملګرتياشرط نده، حج ته دتلوپه وخت كښى پنځه
ځايونه دى چه هيڅ مسلمان به بيله احرام نه له هغونه نه تيريږى، دمدينى
منورى دخلګو دپاره (ذو الحليفه) ده، دعراق د خلګودپاره (ذات عرق) دى چه
ديوه واړه غـره نوم دى، د شام دخلګودپاره (جحفه) ده، د نجد دخلګودپاره (قرن)
دى چه ديوه غره نوم دى، او د يمن دخلګودپاره (يلملم) دى، په اوس زمان كښى
چه دحج سفرونه ټول په الوتكه كښى دى نوټول حاجيان ترميقاتوترمخه احرام تړى
ځكه چه په الوتكه كښى دميقات درك ښه نه معلوميږى، هغه څوك چه كورئې
دميقاتوپه دننه كښى وى نودهغوميقات د(حل) ځمكه ده يعنى هغه ځمكه چه دهغوى
دكوراودمكى شريفى ترمابين ده، هغه څوك چه كورئې په مكه شريف كښى وى دحج د
اداكولودپاره دهغه داحرام تړلوځاى دمكى حرم شريف دى او دعمرى د
اداكولودپاره ئې د احرام تړلوځاى (حل) دى، كله چه حاجى د احرام اراده وكړى
نوغسل دى وكړى يادى اودس تازه كړى خوغسل تراودس ښه دى بيادى دوى نوى
يامينځل شوى جامى واغوندى چه يوئې لنګ اوبل پټه ده، كه ئې څه خوشبويى
درلودل هغه دى هم په ځان پورى كړى وروسته دى دوه ركعته د احرام لمونځ
اداكړى، له سلام ګرځولو وروسته دى ووايى ﴿ اللهم انى اريدالحج فيسره لى
وتقبله منى ﴾ يعنى اى زماخدايه زه دحج د اداكولواراده لرم ته ئې راته آسانه
كړى اوته ئې راڅه قبول كړى ورپسى دى تلبيه ووايى، كه چاپه ځانګړى توګه حج
كوى دحج نيت دى په تلبيه سره وكړى، دحج تلبيه داسى ده ﴿ لبيك اللهم لبيك
لبيك لاشريك لك لبيك ان الحمد والنعمة لك والملك لاشريك لك ﴾ يعنى په خدمت
درته ولاړيم ياالله په خدمت درته ولاړيم په خدمت درته ولاړيم تالره هيڅ
شريك نشته په خدمت درته ولاړيم په تحقيق سره ټوله ثنا اوصفت اونعمتونه
تالره دى او پاچهى تالره ده هيڅ شريك نشته تالره، حاجى دى په تلبيه كښى له
ذكرشووكلموڅه شى نه كموى كه نورى ښى كلمى ورسره زيادى كړى پروانلرى، كله چه
حاجى پسله غسل نه احرام واغوندى او نيت وتړى اولمونځ وكړى اوتلبيه ووايى نو
احرام بندشو، پررسول مقبول (ص) دى درود ووايى اويوه ښه جامع دعا دى وكړى،
كه د چاعربى دعا زده وى اوپه معنى ئې هم پوهيږى هغه دعادى وكړى اوكه
دچاعربى دعا زده وى خوپه معنى ئې نه پوهيږى يا ئې هيڅ دعربى دعازده نه وى
په خپله مورنۍ ژبه دى دعاوكړى احرام بنده حاجى به له الله (ج) نه ډيره ويره
كوى، هغه عملونه اوخبرى چه الله (ج) منع كړيدى له هغونه به ټينګ پرهيزكوى
لكه جماع، فحش اوبيكاره خبرى، دښځى په مخ كښى دجماع خبرى، غلا، غيبت، له
انډيوالانوسره جنګ دحيوان يا خزنده وژنه، چاته دښكار د ځاى ښونه،
دښكاردحيوان ښونه اوداسى نور همدارنګه ګنډلې جامه، قميص ياپرتوګ به نه
اغوندى لنګوټه ياخولى به نه پرسركوى، چپنه يابالاپوښ ياكرتى به نه اغوندى
موزى يابوټونه به نه په پښوكوى، كه دچاسره د احرام څپلى نه وى موزى دى داسى
پرى (غوڅى) كړى چه د پښوبجلكى پټى نكړى مخ اوسربه نه پټوى خوشبويى دى په
ځان ياپه احرام نه پورى كوى، د سر يا د نور بدن ويښتان دى نه خريى كه څه هم
د بغل يا ترنامه لاندى ويښتان غټ شويوى، د ږرى او بريتو ويښتان دى نه غوڅوى
كه څه هم د ږيرى ويښتان ترقبضه اوږده وى، نوكان دى نه غوڅوى، هغه جامه دى
نه اغوندى چه په (ورس) يازعفران يا(عصفر) سره رنګ شويوى، ورس د يوخوشبويه
واښه نوم دى چه په يمن كښى پيداكيږى اوعصفر هم د يوقسم وښونوم دى چه
دجامودرنګولودپاره استعما ليږى، احرام بنده حاجى ته روادىچه دجنابت يادګرمى
د ليرى كولو دپاره غسل وكړى يا حمام ته داخل شى خوصابون به نه استعمالوى
اونه به په نوكانو ياكيسه سره ځان موږى يوازى به اوبه پربدن تويوى، احرام
بنده حاجى ته اجازه ده چه دسيورى طلب وكړى يادچترى ترسيورى لاندى كښينى،
دپيسو، پاسپورټ يا د سفر د اسنادو دساتنى په هكله دى هميانى تر ملا وتړى
مګر سر اوږيره دى دخطمى په ګل نه وينځى ځكه چه هغه خوشبويه دى، دهرلمانځه
وروسته او لوړځاى ته د ختلوپه وخت ياكومى شيلى ته دكښته كيدوپه وخت يا
دسواره خلګوپه ليدلوسره دى تلبيه ډيره ډيره وايى .
كله چه احرام بندحاجى دمكى شريفى ښارته داخل شى اول دى له مسجدحرام نه شروع
وكړى اوپه ليدلوسره دكعبى شريفى د خونى دى دغه تكبيراودعاووايى ﴿ الله اكبر
الله اكبر لااله الا الله والله اكبر ولله الحمد اللهم افتح لى ابواب رحمتك
وعفوك ومغفرتك واحسانك وكرمك ياالله يارحمن يا رحيم اللهم زدبيتك هـذا
تشريفا وتكريما وتعظيما وزد ياربى لمن شرفه وكرمه ممن حـجه اوعتمر تشريفا
وتكريما وفضلا يا ارحـم الراحـمين وصلى اللـه عـلى سيدنا محمد واله و
اصحابه وعلينا معهم اجمعين ﴾ كه دچادغه دعاپه عربى زده نه وى يائې په معنى
نه پوهيږى ډيره به ښه وى چه په مورنى ژبه د زړه له جوشه دعاوكړى، بيادى له
حجراسودنه شروع وكړى وحجر اسودته مخامخ دى لاسونه تر اوږو پورته كړى او
دلاسوخپړى او ورغوى دى وحجراسودته برابركړى تكبيراوكلمه دى ووايى كه ئې
قدرت ووحجراسوددى مچ كړى اومسح دى كړى (دحجراسود مچول اومسح كول سنت دى
مګرانسانانوته تكليف او آزار وركول حرام دى) دحجراسودله راسته لورى نه دى
دمكى شريفى دروازى ته نژدى طواف شروع كړى په طواف كولوكښى دى دپټى يوسر
پركيڼه اوږه واچوى اوبل سر دى ترښى بغل راوباسى بيرته دى پر كيڼه اوږه
واچوى يعنى ښى اوږه به لوڅه وى، دحاطم شريف د باندى دى پركعبه شريفه اوه
ځلى راوګرځى خوپه اول دروځلو كښى به رمل كوى (په وړو اوچابكو ګاموتګ او
اوږه ښورول رمل بلل كيږى)، په پاته څلورځلوكښى به عادى تګ كوى رمل به نه
كوى، هرځل چه حجراسودته راورسيږى كه ئې قدرت ووهغه به مسح كوى اوطواف دى
دحجراسودپه مسح كولوختم كړى، بيا دى په مقام ابراهيم (ع) كښى دطواف دختم
دوه ركعته واجب لمونځ اداكړى، د مسجدحرام په هره برخه كښى دغه دوه ركعته
لمونځ اداكول صحيح دى، مقام ابراهيم هغه ډبره ده چه دحضرت ابراهيم (ع) د
دوو پښونښانى پكښى پاتى دى، كله چه حضرت ابراهيم (ع) او دده زوى حضرت
اسمعيل (ع) دكعبى شريفى دخونى آبادى كول نوحضرت ابراهيم (ع) به پردغه ډبره
ولاړوو او دكعبى شريفى ديوال ئې لوړوى، ډبره به په قدرت دقادرمطلق پورته او
كښته تلل لكه نننۍ دخټګر ا نوكوازه، دغه ډبره په اول كښى د كعبى شريفى
ددروازى واړخ ته په ديوال پورى وه كله چه دخلګو ټولۍ ډيرى شوى طواف كونكى
اولمونځ كونكى نه سره ځائيدل نوئې مقام ابراهيم واوسنى ځاى ته راوړ
اودهندارى په غرفه كښى ئې كښيښود، دحاجى لومړى طواف دطواف قدوم په نوم
ياديږى چه د مكى مكرمى شكريه ده، دغه طواف سنت دى واجب نه دى، دمكى مكرمى
پراوسيدونكوباندى نشته، بيادى حاجى له مسجدحرام نه دصفا د دروازى له لارى
دصفاوغره ته ولاړشى كه څه هم پرنورو دروازو ورتګ روادى كوم حرج نشته خودصفا
د دروازى له لارى ورتګ افضل دى، څه قدردى دصفا غره ته وخيژى چه بيت الله
شريفه ووينى مخامخ دى وبيت الله شريفى ته ودريږى تكبير، كلمه شريف او درود
دى پرنبى عليه السلام ووايى خپل حاجتونه دى له الله پاك نه وغواړى ( دغه
ځاى ددعا د قبليدودى) د صفاله غره نه دى راكښته شى د مروه دغره پرلورى دى
په عادتى تګ سره روان شى چه دشيلى مابين ته ورسيږى د دووستونو(ميلانو)
ترمابين دى منډه ووهى ځكه چه نبى عليه السلام دلته منډه كړيده (اوس حكومت
دغه شيله ډكه كړيده دوى ستنى شته چه دهرى ستنى پربرابرښى او كيڼ لورى ته
زرغونه څراغونه دى، اول دوه څراغونه دمنډى شروع او آخر دوه څراغونه دمنډى
ختم دى) چه مروه ته ورسيږى نودسعيى يو شوط پوره شو اوشپږ نورپاتى دى، بيادى
د مروه وغره ته لوړ وخيژى كله چه مكه شريفه ووينى نوهغه كارونه دى وكړى چه
دصفاپرغره ئې كړيوه يعنى تكبير، تهليل، درود او دعا دى ووايى پدغه توګه دى
شروع له صفااوختم پرمروه باندى اوه شوطونه پوره كړى، نو د فقر اوالتجاء
لاسونه دى درب الجليل په لوى درباركښى پورته كړى ور(دروازه) دى ور وټكوى په
ژړادى دزړه له جوشه دهغه څه طلب وكړى چه زړه ئې غواړى خوپه غوښتنه كښى دى
امت دحضرت سروركائنات فخرالموجودات محمدرسول الله (ص) نه هيروى، محرم دى
دمكى شريفى په ښار كښى استوګن شى هركله چه ئې زړه وغواړى طوافونه دى كوى د
هر اوه شوطه طواف وروسته دى دوه ركعته واجب لمونځ اداكوى .
امام دى يوه ورځ د ترويى د ورځى ترمخه يعنى دلوى اختر د مياشتى په اوه مه
(٧) دماپښين د لمانځه وروسته دوى خطبى ووايى اوپه دغه خطبوكښى دى خلګوته
ښوونه وكړى چه ومنى ته كله اوڅرنګه ولاړشى اوهلته څه وكړى، عرفات ته كله
اوڅرنګه ولاړشى هلته كوم لمونځونه څنګه ادا كړى، دعرفات پرغنډۍ څه وخت
اوڅنګه ودريږى اوبيرته څه وخت اوڅرنګه راكښته شى همدارنګه دى خلګوته ښوونه
وكړى چه كله اوپه څه توګه په مزدلفه كښى د دعا په هكله ودريږى. امام دى په
سباورځ يعنى دلوى اختردمياشتى په اتمه (٨) په مكه شريفه كښى دسهاردلمانځه
وروسته له حاجيانوسره له ښارنه ووزى ومنى ته دى ولاړشى او د عرافت د ورځى
يعنى دمياشتى دنهمى (٩) ورځى دسهاردلمانځه د اداكيدوپورى دى هلته اوسى،
دسهاردلمانځه وروسته دى د عرفات دپاره سنت غسل وكړى اوعرفات ته دى ولاړشى،
د عرفات ميدان ئې ځكه بولى چه دعرفات پرغره حضرت بابا آدم (ع) اوحوا (رض)
يو اوبل سره پيداكړيدى، كله چه په دغه ورځ لمرزوال وكړى امام دى په يوه وخت
كښى دحاجيانوپه ګډون د ماپښين اومازديګرلمونځونه اداكړى خو دلمونځوترمخه دى
په خطبه شروع وكړى اودوى خطبى دى ووايى په خطبوكښى دى و حاجيانوته دجماعت
دلمونځو، پسله لمانځه نه ددعا دپاره پرعرفات دريدلو، دلسم (١٠) په ورځ په
مزدلفه كښى دسهارترلمانځه وروسته ددعادپاره دحاجيانوراغونډيدلو، دڅلو د
ويشتلو دشكريى دحيوان دحلالولو، دسرخريلو او د طواف زيارت د اداكولو (دغه
طواف فرض دى) ښوونه وكړى، نوپه يوه اذان او دوه اقامتو سره دى دماپښين په
وخت كښى په جماعت سره دماپښين اوماز ديګرلمونځونه اداكړى، امام دعرفات
همهغه دمكى شريفى امام دى، دحنيفى مذهب ډيرخلګ په عرفات كښى په دغه امام
پسى لمونځ نه كوى دوى وايى دكعبى شريفى امام په عرفات كښى مسافرنه دى ليكن
لمونځ مسافرانه كوى، ابوالفضل الحاج مولاناعبيداله ايوبى سليمانخيل قندهارى
وايى چه ماپدغه باب پلټنه كړيده او د مكى شريفى د امام سره مى خبرى كړيدى
امام راته وويل چه موږ دڅلورو واړومذهبومراعات كوو، زه له مكى شريفى نه
وعرفات ته نه راځم بلكه طائف شريف ته ځم بياله طائف نه عرفات ته راځم چه په
څلورومذهبوسره دغه مسافه د سفرده ځكه زه په عرفات كښى مسافريم، پدغه دليل
حنيفيانو ته ښايى چه دعرفات د ورځى لمونځونه په امام پسى په جماعت اداكړى،
امام حنيفه (رح) فرمايى كه حاجى دماپښين لمونځ په جماعت ادا نكړ په خپله
خيمه كښى ئې په ځانګړى توګه اداكړ دغه حاجى به دواړه لمونځونه هريو پخپل
وخت كښى په ځانګړى توګه اداكوى په امام پسى به ئې په جماعت نه كوى، امام
ابو يوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چه دغه حاجى دى دماپښين او
مازديګردواړه لونځونه په يوه وخت كښى په ځانګړه توګه ادا كړى، ديارانو (رح)
له فرمودى نه معلومه شوه چه بل جماعت دى څوك نه كوى، دلمانځه وروسته دى
ټوله حاجيان دعرافات د ميدان په مابين كښى وغره ته ورنژدى شى چه دغه غرپه
جبل الرحمة سره هم ياديږى په جبل الدعاسره هم ياديږى خو د عرفات په شيله
كښى دى څوك نه دريږى، امام دى په عرفات كښى پر اوښ باندى ودريږى دعرفات
دعادى وكړى اوحاجيانوته دى دحج مناسك اواحكام وروښئى، په اوسنى حال كښى
دحجاجو د ډير والى په سبب نه امام معلوميږى نه ئې دعااوريدل كيږى نو هر څوك
دى خپلى دعاوى پخپله كوى، كه څو كسان يوښه عالم پيدا كړى اودهغه لارښونه
تقيب كړى او د هغه له دعاسره دعاوكړى ډيربه ښه وى الله (ج) دعرفات په ورځ
واهل ته دعرفات په ډير لوى رحمت سره متوجه وى نوبندګان دى هم دعفوى او رحمت
په غوښتنه كښى ډډه نه كوى او د نبى عليه السلام دخوښۍ په هكلـه دى دده دامت
دبښنى ډيره ډيره غوښتنه وكړى :
ژاړه ژاړه پــه رشتيــا ---- زړه
خالى كـړه په دعا
ابليس بل هيڅ وخت دومره خواراوذليل ندى ليدل شوى لكه د
عرفات په ورځ، ځكه چه بخښنى او رحمتونه دخداى عزوجل وينى اوپرسرخاورى بادوى،
كله چه لمر ولويږى امام دى له حاجيانوسره له عرفات نه راكښته شى اوپه آرامه
سره دى دمزدلفى پرلورى را روان شى، مزدلفه ئې ځكه بولى چه (ازلاف) نژدى
كيدوته وايى يعنى چه په دغه ځاى كښى حضرت باباآدم (ع) اوحواء (رض) سره نژدى
شوه، چه مزدلفى ته راورسيږى مستحب ده چه هغه غره ته نژدى سكون وكړى چه
دجهاليت په دوره كښى هلته اوربليدى او د (قزح) په نوم سره ياديږى دغه غر د
مشعرحرام په نوم سره هم ياديږى، امام دى دخلګوپه ګډون پردغه غره ودريږى
اوله لوى او مهربان خداى (ج) له لوى دربارنه دى غوښتنى كوى، امام دى د
خلګوپه ګډون دماښام اوماخستن دواړه لمونځونه دماخستن په وخت كښى په يوه
آذان اويوه اقامت سره اداكړى، څرنګه چه د حاجيانوشميرډيردى دامام پيداكيدل
اوپه جماعت كښى ورسره ګډون ډيرمشكل دى نوكه څوكسان سره يوځاى شى اوپه جماعت
سره لمونځونه اداكړى ډير ښه كاردى، كه په ځانګړه توګه لمونځو نه وكړى روادى
ځكه چه دامام حنيفه (رح) په حكم ددغه لمو نځو دپاره جماعت شرط نه دى،
همداراز امام حنيفه (رح) اوامام محمد (رح) فرمايى كه څه هم د ماخستن وخت
داخل شوى وى په لار كښى له عرفات نه ترمزدلفى پورى ددغه دوولمونځو اداكول
روا نه دى يعنى په مزدلفه كښى به ئې اداكوى، په مزدلفه شريف كښى دى هرحاجى
نه څلويښت (۴٩) وړى ډبرى دغټ نخودپشان دشيطانى څلو د ويشتلودپاره ټولى كړى
اوودى مينځى ځكه چه وينځل ددغوډبروسنت دى، كله چه سهارسپيدى وچوى امام دى
دخلګوپه ګډون په تاريكه كښى دسهار لمونځ اداكړى او دلمانځه د اداكولو
وروسته دى دخلګوپه ګډون دعاوكړى، كه دامام پيدا كيدل مشكل وه نوهرڅوك دى
خپل لمونځ اداكړى او دلمانځه وروسته دى په دعاكښى ډيرغوركوى ځكه چه دغه ځاى
او وخت د دعا دقبول دى، بيله دمحسردشيلى نه نورهرځاى د دعا ځاى دى . په
صحيح حديث كښى ذكرشويدى چه رسول (ص) ابليس وليدى چه پدغه شيله كښى ئې خاورى
پرسربادولى، بيادى امام دلمرختونه مخكى دخلګوپه ګډون له دغه غره نه راكوزشى
څوځانونه منى ته ورسوى، كله چه منى ته ورسيږى نودجمرۀ عقبه (دلوى شيطان څلى)
چه دمكى شريفى خواته ولاړدى په اوه (٧) ډبرو وولى او د هرى ډبرى سره دى بسم
الله الله اكبر ووايى خوپدغه وخت كښى به تلبيه نه وايى، چه څلى ئې وويشت نه
دى ورته دريږى بلكه ورنه تيردى شى، دامام ابوحنيفه (رح) په مذهب ددغه
شيطانى څلى د ويشتلووخت دلمرختوڅخه ترلمرلويدوپورى دى، امام ابو يوسف (رح)
وايى چه آخر وخت ئې دلمرترزوال پورى دى، په كومو ډبرو چه شيطانى څلى وويشتل
شى دوهم ځل په هغه ډبرو ويشتل مكروه دى، له شيطانى څلى له ويشتلووروسته كه
دشكريى دم پركيدى نوقربانى دى وكړى، كه دچااقتصادپياوړى وى كه څه هم دشكريى
دم نه پركيږى خودشكريى په نيت دحيوان حلالول ډير ثوابونه لرى ځكه چه دحاجى
دحيوان دحلالولوپه بدل كښى حضرت اسمعيل (ع) له حلاليدونه خلاص شويدى، بيادى
سر وخريى يادى دسرويښتان غوڅ كړى خودنارينه دپاره دسرخريل افضليت لرى، كه
ناروغ ياسپين ږرى ياضعيف ويريدى چه د شيطان د ويشتلوپه حالت كښى د خلګو تر
پښو لاندى مړنشم د وكيل ټاكل ورته روادى، له ذكرشووعملونودپوره كيدونه
وروسته حاجى حلال شويعنى هرشى ورته حلال دى خپلى جامى اغوستل خوشبويى لګول،
صابون استعمالول، د بدن د ويښتانوخريل او داسى نورهرڅه ورته روادى،
مګردنراوښځى يوځايوالى اومچول روانه دى، بيادى حاجى په همدغه ورځ ياپه
سباورځ ياپه بل سباورځ يعنى دمياشتى په ١١ يا ١٢ يا ١٣ مكى ته ولاړشى
اوپركعبه شريف دى اوه شوطه د زيارت طواف وكړى چه دغه طواف فرض دى او د ركن
د طواف په نوم هم ياديږى همدارنګه د اضافى طواف په نوم هم ياديږى يعنى له
عرفات نه وروسته طواف، ديوم النحر د طواف په نوم هم ياديږى چه اصلى ورځ ئې
دحيوان دذبح ورځ ده . امام ابوحنيفه (رح) وايى دحج فرضونه درى دى، د زيارت
طواف، د احرام اغوستل اوپرعرفات دريدل، كه هر يوله دغو درو فرضونه وځنډيږى
نوپرحاجى دم لازميږى، ياران (رح) وايى چه حاجى ګنهګاردى خو دم ورباندى لازم
نه دى، كه حاجى دطواف قدوم نه وروسته د صفا او مروه دغونډيو ترمابين سعيه
كړيوه نو د زيارت په طواف كښى دى اوږى نه ښوروى اوسعيه دى هم نكوى ځكه چه د
اوږو ښورول په هغه طواف كښى لازم دى چه سعيه پاته وى، كه حاجى دصفا اومروه
ترمابين سعيه كړى نه وى نوپه دغه طواف كښى به اوږى ښوروى اوسعيه به هم كوى
اوس نو د ن او ښځى يوځايوالى روادى، د زيارت له طواف وروسته دى بيرته منى
ته ولاړشى اوشپه دى تيره كړى په دوهمه ورځ د لمرترزوال وروسته دى درى
شيطانى څلى هريو په اوه (٧) ډبرو وولی او د هرى ډبرى سره دى تكبيرووايى
خوشروع دى دهغه څلى نه وكړى چه ومسجدالحرام ته نژدى دى اودجمرۀ صغرى په نوم
ياديږى، د شيطانى څلى له ويشتلو وروسته دى هلته ودريږى او يوه اوږده دعادى
وكړى، بيادى دوهم شيطانى څلى چه دجمرۀ وسطى په نوم ياديږى وولى له ويشتلو
وروسته دى هلته ودريږى اويوه اوږده دعا دى وكړى، بيادى دريم شيطانى څلى چه
دجمرۀ عقبه په نوم ياديږى اوپرون ئې هم ويشتلى وو وولى خو وروسته له
ويشتلوبه دغه څلى ته نه دريږى او نه به دعاكوى، خپلى خيمى يا اطاق ته دى
ولاړشى شپه دى تيره كړى كله چه سباشو دلمرتر زوال وروسته دى دپرون پشان درى
وارى شيطانى څلى وولى د هر څلى وروسته دى دعاوكړى خودجمرۀ عقبه له
ويشتلووروسته دى دعانه كوى، كه دحاجى تلوار وو چه له منى څخه ووزى نوګناه
نشته دمكى شريفى ښارته دى ولاړشى الله (ج) د البقره دسورت په (٢٠٣) آيت كښى
فرمايى﴿فمن تعجل فى يومين فلااثم عليه﴾ يعنى كه دچابيړه وه له منى نه ومكى
ته په دوو ورځو كښى د(١١) او (١٢) نوګناه ورباندى نشته، امام ابوحنيفه (رح)
وايى كه دچانيت ووچه دشيطانى څلودبياويشتلودپاره په منى كښى پاته شى نوپه
څلورمه ورځ دى دلمرختووروسته او دلمر د زوال ترمخه په مخكنى توګه شيطانى
څلى وولى، كه ئې پدغه ورځ له سپيدونه وروسته او دلمرختونه مخكى وولى هم
روادى مګرياران (رح) وايى چه روانه دى، مكروه دى چه حاجى خپله بستره ومكى
ته واستوى اوپه خپله په منى كښى دشيطانى څلو د ويشتلو دپاره پاته شى، كله
چه حاجى له منى نه ومكى ته كوچ كوى په لاره كښى دى په محصب (ديوځاى نوم دى)
كښى تم شى ځكه چه په محصب كښى رسول (ص) تم شويدى بيادى مكى ته روان شى، كله
چه كعبى شريفى ته ور سيږى اوه (٧) شوطه طواف دى وكړى دغه طواف واجب دى خوپه
طواف كښى به اوږى نه ښوروى، دغه طواف دصدر(رجوع) په نوم ياديږى چه حاجی د
وطن وطرف ته رجوع كوى، د مكى پر اوسيدو نكودغه طواف واجب نه دى، له دغه
طواف نه وروسته دحاجى حج پوره شومبارك دى شى حاجى دى دخپل كورپرلورروان شى
.
كه محرم دحج و مكى ته داخل نشواوعرفات ته ولاړى اوپر عرفات باندى پرهغه
ترتيب ودريدى چه مخ كښى ئې بيان وشو نوله هغه څخه طواف قدوم ساقط شو، ځكه
چه طواف قدوم د مكى دپاره لكه تيحه غوندى دى، محرم دحج چه مكى ته نه دى
داخل شوى كوم شى ورباندى نشته، كه څوك د عرفات په ورځ د لمردزوال په مابين
كښى عرفات ته ورسيدى او د اختر د ورځى تر سپيدوپورى هلته ودريدى حج ئې صحيح
شوكوم شى ورباندى نشته، له چانه چه دعرفات شپه تيره شوه نوحج ورنه تيرشو
يعنى حج ئې ونه شو، كه له محرم نه عرفات داسى تيرشوچه ويده وو يابيهوښى
ورباندى راغلى وه يائې عرفات نه پيژندى دغه دريدل له وقوف څخه كفايت كوى
يعنى لكه پرعرفات چه ودريدى حج ئې صحيح دى، ښځه دحج په ټولواحكاموكښى
دنرپشان ده خو سربه نه لوڅوى، مخ به لوڅوى، په لوړآوازبه تلبيه نه وايى، په
طواف كښى به اوږى نه غورځوى، دصفا اومروه په سعى كښى به چابك تګ نه كوى،
داحرام خلاصولوپه وخت كښى دى سرنه خريى بلكه دسرويښتان دى غوڅ كړى