مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دسهوى دسجـدى بيـان

سجده دسهوى په زيادتوب اونقصان سره وروسته له سلام نه لازم ده، امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى دسهوى سجده پسله سلام نه ده كه له زيادت نه وى كه له نقصان نه، دامام شافعى (رح) په نيز دسلام نه مخكى ده اودامام مالك (رح) په نيزكه له نقصان نه وه مخكى ترسلام ده اوكه دزيادت نه وه وروسته ترسلام ده، اختلاف محضى په اوليت كښى دى مګردواړه روادى، دفقه شريفى په بعضى كتابوكښى ذكرشويدى كه لمونځ كونكۍ ځا نګړى وونو د سجده سهوى ترمخه دى پر دواړو طرفو سلام وګرځوى بيادى د سهوى سجده وكړى، كه امام وو نودراسته طرف له سلام ګرځو لووروسته دى دسهوى سجده وكړى ځكه كه دواړو لوروته سلام وګرځوى ښايى هغه مقتديان چه اول دلمانځه ورنه تيرشويوى وپاته ركعتوته ولاړشى، په فتاواى قاسميه كښى په حواله دنورو فتاواووليكلى دى چه ځانګړى لمونځ كونكۍ دى هم پسله راسته لورى سلام نه دسهوى سجده وكړى ځكه كه پردواړه خوا سلام وګر ځوى نوله لمانځه څخه خارج شوبياسجده نشى كولاى .
دسهوى دسجدى ترتيت داسى دى چه په آخره ناسته كښى دى التحيات ترمحمد عبده ورسوله پورى ووايى نوپرراسته لور دى سلام وګرځوى په تكبير ويلو سره دى دوى سجدى وكړى او په هره سجده كښى دى سبحان ربى الا على ووايى چه كم شميرئې درى ځلى دى بيادى التحيات ترآخره، درودونه اودعاداللهم ربنا ووايى بيادى دواړه خواته سلام وګرځوى نولمونځ خلاص شو قبليدل ئې دالله (ج) كاردى .
كه دلمانځه واجب عمل په سهوه سره پاته شى يافرض عمل په سهوه سره وځنډيږى نودسهوى سجده واجبيږى لكه په سهوه سره دالحمدلله پريښودل، پريښودل ددعاى قنوت، په آخره ناسته كښى د التحيات پريښودل، داخترپه لمانځه كښى پريښودل دتكبيرونو، په كوم لمانځه كښى چه قرائت خفيه ويل كيږى او امام ئې په لوړ آوازووايى ياپه كوم لمانځه كښى چه قرائت په لوړآوازويل كيږى اوامام ئې خفيه ووايى ځكه چه داټول واجب عملونه دى دسهوى سجده واجبيږى، كه په قصدسره پاته شى لمو نځ فاسدشو، همدارنګه كه په سهوه سره پسله اولى ناستى نه قيامه وځنډ يدل ياپه ولاړه كښى قرائت وځنډيدى ياله قيامى نه ركوع وځنډيدل ياله قومى نه سجده وځنډيدل ياپه آخرركعت كښى له سجدى نه وروسته ولاړشوآخره ناسته وځنډيدل په دغو ټولوعملونوسره دسهوى سجده واجبيږى، كه دغه عملونه په قصدسره وځنډول شى نولمونځ فاسدشو، په سهوه دامام پرمقتدى باندى هم سجده دسهوى واجبيږى ځكه چه مقتدى دامام تابع دى كه امام دسهوى سجده ونكړه نومقتدئ دى هم نه كوى ځكه چه له امام نه مخالفت روانه دى، كه مقتدئ سهوه شى سجده د سهوى نه پرامام لازم ده اونه پرمقتدى ځكه كه امام سجده وكړى نومتابعت دمقتدى ئې وكړاوكه مقتدئ سجده وكړى نومخالفت دامام ئې وكړ، كه لمونځ كونكۍ په لومړۍ ناسته كښى سهوه شووروسته ورپيادشوه چه لومړۍ ناسته ده كه وناستى ته نژدى وو ناسته دى وكړى التحيات دى ووايى اوكه ولاړى ته نژدى وو د ناستى هڅه دى نه كوى جګ دى شى پاته لمونځ دى پوره كړى په آخركښى دى دسهوى سجده وكړى، كه مقتدئ په آخره ناسته كښى سهوه شويعنى ناسته ئې ونه كړه وپنځم ركعت ته جګ شو ترڅوچه دپنځم ركعت سجده ئې كړى نه وى بيرته دى كښينى د لمانځه په آخركښى دى دسهوى سجده وكړى، كه ئې دپنځم ركعت سجده وكړه لمونځ ئې باطل شواوفرض ئې په نفل سره بدل شول نولازم ده چه شپږم ركعت هم ورسره يوځاى كړى ځكه چه په نفل لمونځ كښى طاق ركعتونه نشته، كه ئې دڅلورم ركعت ناسته وكړه اوله التحيات نه وروسته ئې سلام ونه ګرځاوه دلومړۍ ناستى په فكروپنځم ركعت ته جګ شوپه قيامه كښى ورپيادشوه چه پنځم ركعت ته جګ شويدى نوركوع اوسجده دى نه كوى بيرته دى كښينى سمدستى دى ښى خواته سلام وګرځوى او د سهوى سجدى دى وكړى الحتيات، درودونه اودعا داللهم ربنادى ووايى دواړو خواووته دى سلام وګرځوى لمونځ ئې پوره شو، كه ئې دپنځم ركعت سجده وكړه نوبيادى شپږم ركعت هم ورسره يوځاىكړى دسهوى سجدى دى وكړى ناسته دى تكميله كړى دواړوخواووته دى سلام وګرځوى لمونځ ئې پوره شو آخردوه ركعته ئې نفل شول، دسهاراوماښام په لمونځوكښى هم دغه ترتيب دى .
كه څوك په ژوندكښى اول ځل دلمانځه دركعتوپه شميركښى شكمن شوچه درى ركعته مى وكړه كه څلورنولمونځ دى بيرته له سره راوګرځوى ځكه چه رسول (ص) وايى ﴿فليستقبل صلوة﴾ يعنى لمونځ دى بيرته راوګرځوى، كه شك اول نه وولمونځ كونكۍ ډير شكمن كيدى نوكوم شميرته چه ئې ګمان ډير وو هغه صحيح دى ځكه چه رسول (ص) فرمايى ﴿ من شك فى صلوته فليتحر الصواب ﴾ يعنى كه څوك په لمانځه كښى شكمن شونوپه حق كښى دى فكر وكړى، كه ګمان وهيڅ شميرته ډيرنه وو نو پر كم شميردى يقين وكړى يعنى كه شك په درى اوڅلوركښى وويقين دی پردرى وكړى كه شك په دوه اودرى كښى وويقين دى پردوه وكړى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery