په لـمـانـځـه كـښى بـى اودسـه كـيـدل
كه لمونځ كونكۍ په لمانځه كښى بى اودسه شى يادبولوڅاڅكى ورنه خارج شى سلام
دى نه ګرځوى له لمانځه نه دى راووزى خبرى، خورك، چښنګ يابل داسى عمل دى نه
كوى خپل اودس دى نوى كړى بل نيت ته ضرورت نشته بيرته دى په لمانځه كښى شريك
شى، كله چه امام سلام وګرځوى نودئ دى تيرشوى ركعت ياركعتونه داسى اداكړى
لكه په امام پسى، كه لمونځ ځانګړى وو داودس نوى كيدونه وروسته دى بيرته
لمونځ له هغه ځاى نه شروع كړى اوپاته لمونځ دى پاى ته ورسوى، كه پخپله امام
بى اودسه شى سمدستى دى بيله خبرويومقتدئ پرخپل ځاى ودروى چه قوم ته پاته
لمونځ په جمع وركړى اودئ دى خپل اودس نوى كړى، كله چه له اودس نه بيرته
راستون شوكه جماعت باقى وو ګډون دى ور سره وكړى، كه جماعت تمام شوى وولمونځ
دى له هغه ځاى نه شروع كړى چه ورنه خارج شوى وو، پاته لمونځ دى داسى اداكړى
لكه په امام پسى، مګرلمونځ بيرته له سره راګرځول افضل كار دى، كه څوك په
لمانځه كښى ويده شواوشيطان احتلام ورپيښ كړغسل دى وكړى لمونځ دى لـه سره
راوګـرځـوى، كـه چـاتـه په لمانځـه كښى ليونتوب ورپيښ شو يابيهـوښه شـو
يائې پـه زوره
وخندل نواودس دى نوى كړى اولمونځ دى بيرته له سره راوګر ځوى، كه چاپه
لمانځه كښى په قصد يا په سهوه خبرى وكړى لمونځ ئې باطل شو، كه په آخره
ناسته كښى ترالتحيات وروسته بى اودسى ور پيښه شوه نوبيله سلام ګرځولودى له
لمانځه نه ووزى خبرى، خورك، چښنګ يابل دلمانځه مخالف عمل دى نه كوى اودس دى
وكړى بيرته دى بيله نيت نه لمانځه ته داخل شى فقط سلام دى وګرځوى ځكه چه
دغه سلام واجب دى، كه له التحيات نه وروسته په قصدسره اودس مات كړى ياخبرى
وكړى يابل داسى عمل وكړى چه منافى دلمانځه وى لمونځ ئې پوره شو ولى چه
دلمانځه له افعالوڅخه شى پاته نه شوكه څه هم واجب سلام پاته دى خوپه مابين
كښى ئې منافى پيداشوه .
امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى كه چاتيمم كړى وواوپه لمانځه كښى ئې له
التحيات نه مخكى يائې له التحيات نه وروسته اوبه وليدلى لمونځ ئې باطل شو
ولى چه امام حنيفه (رح) له لمانځه نه وتل په صنع دلمونځ كونكى فرض ګڼى،
مګرياران (رح) وتل له لمانځه نه په صنع دلمونځ كونكى فرض نه ګڼى نوداوبو
ليدل ئې وروسته ترلمانځه شوه، همدارنګه كه چاپرموزومسح كړيوه مدت دمسح ئې
په لمانځه كښى تيرشو يائې موزه له پښى نه په لږ عمل سره وختل يا امى وو
يوسورت دقرآن ئې زده شو (ورپيادشو) يالوڅ ووچاجامى وركړى يائې په اشاره
لمونځ كوى بياپرركوع او سجده قادرشو يا ور پياد شوه چه ترمخه ددغه لمونځ
پرده بل قضائې لمونځ پاته دى ياقارى امام په لمانځه كښى بى اودسه شواو امى
سړى ئې خليفه كړيا دسهارپه لمانځه كښى لمرپرراوختى يا دجمعى په لمانځه كښى
دمازديګروخت پرداخل شو يائې مسح پرپنډكۍ كړيوه هغه پنډكۍ ولويده اوزخم
جوړوو يا ښځه مستحا ضه وه استحاض ئې جوړشو ددغوټولولمونځ باطل شو، امام ابى
يوسف (رح) اوامام محمد (رح) وائې چه ددغو ټولوكسانولمونځو نه پوره شوه .
دوولس (١٢) مسئلى دى چه امام اعظم (رح) اوياران (رح) اختلاف پكښى لرى، اصل
مقصددادى چه امام اعظم (رح) وتل له لمانځه نه په فعل دلمونځ كونكى فرض ګڼى
كه څه هم دغه عوارض له التحيات نه وروسته پيښ شوه، نوڅنګه چه وتل له لمانځه
نه په صنع پاته دى اودلمانځه په مابين كښى په پيښيدلو د دغو عوارضولمونځ
باطليږى نواودس هم باطل شو، ياران (رح) وايى چه وتل له لمانځه نه په صنع
فرض نه دى نولمونځ كونكۍ چه په قدردالتحيات كښينستى لمونځ ئې پوره شو، دغه
عوارض لكه د باندى ترلمانځه چه پيښ شوه نوله لمانځه نه دباندى په دغو
عوارضولمونځ نه باطليږى .