،(سمعت) پوسه چي دغه فعل دعلِم يعلَم له باب څخه دۍ اودری قسمه
مصدرونه لری اول سمعاً دوهم سماعاً دريم سماعةً اوددريوسرومعنی اوريدل دی البته
دسمعاًلفظ له مصدری معنی څخه پرته دری نوری معنی وی هم لري اول سامعه قوه کومه چي
په غوږوکښي الله جل جلاله ايښی ده دوهم غوږ دریم غوږونه ددغه فعل په متعدی والی کښي
اختلاف دۍپه دې ډول چي ځني علماء لکه فارسي وايې چي دغه فعل ودؤ ومفعولوته متعدی
کيږی کوم چي اول ددغودؤوبه مسموع منه اودوهم به مسموع وی دمثال په ډول په دي قول
کښي چي سمعت زیداً يقول، دزيداً لفظ دسمعت اول مفعول دۍ اومسموع منه دۍ اوديقول لفظ
يې پرځاۍ باندی ددوهم مفعول دۍ اومسمو ع دۍ او داقول چي سمعت زيداً اخاک نه صحيح
کيږی ځکه چي داخاک لفظ کوم چي دوهم مفعول دۍ دمسموع والی صلاحيت نلري اوصحيح قول
دادۍ چي دغه فعل ويوه مفعول ته متعدی کيږي اوکوم لفظ چي ددغه فعل له مفعول څخه
وروسته راسي لکه په مذکورمثال کښي چی ديقول لفظ دۍ نوداپه موضع دحال کښي بلل کيږي
اوياحال بلل کيږي نه مفعول،، عيني مع توضيح جليل، (علی المنبر) پوسه چي په دغه
جاراومجرور کښي دمتعلق په اعتبار دوه احتماله دی اول داچی متعلق ئی د قائم لفظ سی
کوم چی مقدر دۍ اودغه احتمال متبادردۍ چی غالبا پر منبرباندی دوعظ خبری په ولاړه
کیږی خاص بیادخطبی ویل او ددی احتمال هم سته چی متعلق ئی لفظ دجالس مقدر سی خوپر
دواړوتقدیرودغه جار اومجروردجمهوروپه نزد ظرف لغوه دۍ ځکه چی متعلق ئی فعل عام نه
دۍ اودسيدسندصاحب په نزد ظرف مستقردۍ ځکه چي متعلق يې مقدردۍ که څه هم فعل خاص
دۍ،د،،منبر، لفظ دميم په کسره سره له نَبرْ څخه جوړدۍ کوم چي وارتفاع اولوړيدلوته
ويل کيږي له باب څخه دضرب يضرب دۍ اوجوهری په صحاح کښي ویلي دی چي نبر په معني د
رفع يعني پورته کولودۍاودارنګه صاحب دعباب هم ويلی دي اودوۍ دواړو داهم ويلي دي چي
دمنبرلفظ له همدغه نبرڅخه جوړدۍ کوم چي په معني درفع دۍ نو که دارتفاع لفظ هم متعدي
فرض کړسي نودنبرلفظ يواځی متعدی مصدردئ اوکه دارتفاع لفظ لازمي فرض کړسي نوبيا
دنبرلفظ متعدی اولازمي دواړه بايدوبلل سي ومنبرته ځکه منبرويل کيږي چي يوخو دَیْ
لوړوی اوبل پرده باندي په لوړاوازسره خبری کيږي پوسه چي دمِفْعَل اودمِفعال
اودمِفعلةٌ وزنونه داسم آله وزنونه دی دمنبرپه لفظ کښي قياس فتحه دميم وه خوداچي په
کسره دميم سره ويل کيږی نوداله قياس څخه خلاف دۍ، پوسه چي دنبي عليه السلام دپاره
په مدينه منوره کښي په ابتدائې وختوکښي منبرنه ؤجوړسوۍ بلکي دهجرت په پنځم ياپه
شپږم کال دده مبارک دپاره منبرجوړکړسو اوحضرت عمر رضی الله تعالی عنه چي دغه مبارک
حديث وخلګوته پرمنبرباندي ووايه نوداله وجي دسخت اهتمام دده ؤو په شان سره ددغه
مبارک حديث،
دمنبرنبوی فضيلت،، له عبدالله بن زيد څخه روايت دۍ چي رسول الله صلي الله عليه وسلم
فرمايلی دی(مابين بيتي ومنبري روضة من رياض الجنة)بخاري ومسلم، يعني هغه ځاۍ
اومسافه چي په منځ کښي دکورځمااودمنبرځما ده يوه باغچه ده دباغچوڅخه دجنت، همدارنګه
له حضرت ابوهريره اوابوسعيدرضي الله عنهما څخه روايت دۍچي رسول الله صلي الله عليه
وسلم فرمايلي دی(مابين بيتي ومنبري روضة من رياض الجنة ومنبري علی حوضی) بخاري
ومسلم، يعني مابين دکوراودمنبرځما يوه باغچه ده له باغچوڅخه دجنت اومنبرځما سربيره
پرحوض کوثرځمادۍ، همدارنګه له حضرت جابربن عبدالله څخه روايت دۍ چي رسول الله صلی
الله عليه وسلم فرمايلی دی(مابين حجرتي ومنبري روضة من رياض الجنة وان منبري علی
ترعة من ترع الجنة) کذافي الوفا لابن الجوزي، يعني مابين دحجری ځمااودمنبرځمايوه
ترعه ده له ترعوڅخه دجنت،،پوسه چي ترعه وداسي باغچي ته ويله کيږی کومه چي پريوه
مرتفَع اولوړځاۍباندي جوړه سوې وی،
(يقول) پوسه چي دغه فعل سره دفاعل خپله کوم چي د هو مستترضميردۍ په محل کښي دنصب ده
اوحال ده له لفظ څخه درسول الله صلی الله عليه وسلم،
(انما)پوسه چی علماؤ په دی خبره کښی اختلاف کړیدۍ چی دانما کلمه مفیده دحصر ده اوکه
نه ده بلکی صرف تاکید فایده کوی جمهورداهل لغت ددی قائل دی چی انما دحصرفایده
کوونکی ده او دارنګه علماؤ دعلم معانی ذکر کړی دی چی یوه لارله لارو څخه دحصرکلمه
دانماده ددوۍ يودليل دادۍچي دانما کلمه متضمنه ده معني دمااوالی لره اومااوالی قصر
اوحصرفايده کوي نوکلمه دانمايې هم فايده کوي دليل ددی خبری چي انما متضمنه ده معنی
د من اوالی لره دري شيان دی اول داقول دمفسرينودۍچي په تفسيرکښي يې ددغه ايت چي (انماحرم
عليکم الميتة)المائده\۳، کړيدۍ چي معني ددغه ايت داده چي (ماحرم عليکم الاالميتة)
يعني نه دۍحرام کړۍ الله جل جلاله پرتاسي باندی هيڅ شي ماسواله مرداری څخه الی
اخرالاية، اودوهم شي دادۍ چي دنحوي علماؤذکرکړيدي چي دانمالفظ دپاره داثبات دهغه شي
دۍ کوم چي له ده څخه وروسته ذکروي اودپاره د نفی دماسوی دمذکوردۍ اودریم شی دادۍ چی
له انما څخه وروسته انفصال دضمیرصحیح کیږی لکه له مااوله الاڅخه وروسته چی صحیح
کیږی علامه عینی دادمحققینو قول بللی دۍ بیا ددوی په منځ کښی اختلاف راغلی دۍ په دې
کښي چی انما افاده دحصر دمنطوق په اعتبارسره کوی اوکه دمفهوم په
اعتباراوبعضوعالمانودعلم اصول ویلی دی چی دانمالفظ تنهاتاکیدپه کلام کښی فائده کوی
نه حصراوامام ابن عطیه ویلی دی چی دانمالفظ په خپله مفیددحصر ندۍ مګردقرائنوپه وجه
حصرفایده کولای سی[ الاعمال] دعمل جمع دۍله باب څخه دعَلِم يَعلَم، پوسه چي دلته
دوه سوالونه کيږي اول سوال دادۍ چي په حديث کښي دانماالاعمال پرځاۍ باندي
دانماالافعال لفظ ولي نه دۍ فرمايل سوۍ اودوهم سوال دادۍ چي دعمل اودفعل په منځ کښي
فرق څه دۍ ددوهم سوال جواب په دې ډول دۍ چي عمل اوفعل له متعددو وجهو څخه فرق سره
لري اول فرق يې دادۍ چي فعل عام دۍ اوعمل ترخاص دۍ ځکه فعل واحداث اووايجاددشي ته
ويل کيږي عام له دې څخه که دغه شي يوکاروی لکه لمونځ کول يا ډوډۍ خوړل اوکه بل شي
وی لکه ايجاددتيارې يادموټر اوعمل واحداث ته دکارويل کيږي اودوهم فرق يې دادۍ چي
عمل وهغه کارته ويل کيږی چي يوڅه دوام غواړی اوفعل وهغه کارته ويل کيږي چي ودوام ته
حاجت نلري اودريم فرق يې دادۍچي عمل دمکلف وفعل ته ويل کيږي او دفعل لفظ عام دۍ که
فعل دمکلف وي اوکه دغيرمکلف وی اوڅلورم فرق يې دادۍ چي دعمل لفظ د ذي عقله شي
وکارته ويل کيږي اودفعل لفظ عام دۍ وکارته د ذي عقله اودغيرذي عقله ودواړوته ويل
کيږي،، عينی وحاشية السندهي علی البخاري،
(بالنیات)دادنیة جمع دۍ مشهور دادۍ چی دنیات لفظ په شدد یا سره دۍ اوامام نووی په
بی شده یاسره هم ددغه لفظ حکایت کړیدۍ اوځینوشارحینوویلی دی چی دغه لفظ چۍ په شددیا
سره سی نوبیائی فعل نوی ینوی راځی اومعنی بی قصدکول سی اوکه بی له شده څخه سی
نوبیائی فعل ونی ینی راځی کوم چي اصلی معنی ئی وروسته کیدل، سستی کول، کمزورۍ کیدل
دی خوصاحب دعینی داقول په دی سره ردکړیدۍ چی مصدردونی ونیاًراځی نه نیة،
،دنیت دلفظ لغوی اوشرعی معنی،پوسه چي نيت په لغت کښي وقصداووارادې ته ويل کيږي قاضی
بيضاوی دنيت لغوي معنی په دې ډول کړيده،النية عبارة عن انبعاث القلب نحومایراه
موافقا لغرض من جلب نفع او دفع ضر حالاً اومآلاً،، يعني دنيت لفظ دلغت په اعتبار
عبارت دۍ له رالټيدلواوله راپاريدلوڅخه دزړه وطرف ته دهغه کار چي ويني يې صاحب ددغه
زړه دغه کار موافق له غرض خپل سره چي هغه غرض عبارت دۍ له راجلبولوڅخه دګټي اوفايدې
او ياله دفعه کولوڅخه دضررعام له دې څخه چي دغه نفعه ياضررواقع کيږي في الحاله
اوياپه راتلونکی وخت کښی آن دقيامت ترورځی پوری، عينی،فتح الباری،کرمانی،
اوپه شريعت کښي نيت وهغی ارادې ته ويل کيږی چي ديوه کاروطرف ته متوجه کړه سی له
وجهی دطلب درضادالله پاک اوله وجی دپرځاۍ کولو دحکم دخداۍ پاک، انظرالکتب المذکورة،
نونيت دلغوی معنی په اعتبار عام دۍ اودشرعي معنی په اعتبارخاص دۍ پوسه چی یو دنیت
لفظ دۍ اوبل داراده اودعزم اودقصد لفظونه دی حافظ ابوالحسن المقدسی ویلی دی چی دغه
څلور واړه لفظونه په یوه معنی دی اودمحققینو په نزد نیت اواراده په خپل منځ کښی فرق
سره لری هغه دادۍ چی په اراده کښی صرف دهغه شی په وجودکښی راوستل ملحوظ وی کوم چی
اراده ورته سوئی وی اودفاعل اواراده کوونکی غرض پکښی ملحوظ نه وی اوددی پر خلاف په
نیت کښی بیا غرض دفاعل ضرور ملحوظ وی اوعموماً غرض ورسره ذکر کيږی مثلاًداسی ويل
کيږي نويت فعلاً کذا لکذا همداسبب دۍ چي دنيت لفظ دالله پاک په شان کښي نه
مستعمليږی يعني داسی نه ويل کيږي چي نوی الله لکذا ځکه چي افعال دالله جل جلاله
معلول په اغراضوسره نه دی البته کوم علماء چی داوايې چي افعال دالله پاک هم په
اغراضوسره معلول دی نوهغوۍ دنيت دنه استعمال وجه د الله پاک په شان کښي داوایې چي
دنيت دلفظ استعمال په الله جل جلاله کښي شرعاً نه دۍثابت سوۍ نوځکه يې په الله جل
جلاله کښي استعمال صحيح ندۍ، پوسه چی ددغه مبارک حدیث ټولی جملی هره یوه وزیات
تحقیق ته ضرورت لری داولی جملی دالفاظو تفصیل خومی درته وکۍ ؤس ددغی جملی وپاته مهم
تحقیق ته متوجه سه چی په دی شرحه دۍ،
اول دحديث ددغی ړومبنۍ جملې چي کومه متبادره معنی اومطلب دۍ نوهغه په اتفاق دعلماؤ
نه مراددۍ اونه صحت لری ځکه چي ظاهره اومتبادره معنی خویې داده چي هيڅ عمل اوکار بي
له نيت څخه نسی کيدلاۍ اونه موجود ديدلاۍسی او دامفهوم خو په ښکاره ډول له واقع څخه
خلاف دۍ ځکه چي ډيرکارونه بې قصده اوبې ارادې له انسان څخه صادريږی
دوهم څرنګه چي ددغي جملې حمل پرخپله ظاهری معنی باندی صحت نلری نو خامخابه په دغه
جمله کښي داسی تأويل اوتقديرکړکيږی چي دجملې معنی صحت په پيداکړی،
دريمامام شافعی صاحب دلته دصحت دلفظ تقديرکوی، ای انماصحة الاعمال باالنيات،، يعني
خبرداده خاص چي صحت دعملومربوط په نيتوپوری دۍ يعنی بې له نيت څخه هيڅ شرعی عمل صحت
نلری همداسبب دۍ چي امام شافعی صاحب په اوداسه کښي نيت فرض بولی اودامام اعظم رحمه
الله دمذهب اکثر عالمان دانما له لفظ څخه وروسته دثواب دلفظ تقدیرکوی ،ای انماثواب
الاعمال بالنیات ، یعنی خبره خاص همداخبره ده چی ثواب د عملومربوط ترنیتوپوری دۍ
یعنی په یوه نیک عمل هلته وعمل کوونکی ته ثواب ورکړ کیږی چی دۍ په هغه کښی صحیح نیت
ولری اوکه يې په همدغه عمل کښي نيت صحيح نه وی اويايې ګرسره نيت نه وي کړۍ
نوبياددغه عمل ثواب وده ته نه ورکول کيږی همداسبب دۍ چي دامام اعظم رحمه الله تعالی
په نزد په اوداسه کښي نيت شرط نه دۍ، په مسئله کښي دنيت داوداسه دمجتهدينو
دمذهبوبيان په دې ډول دۍ،اول امام ابوحنيفه،امام ابویوسف امام محمد امام زفر سفيان
ثوری امام اوزاعي وغيره وايې چي په اوداسه کښي نيت واجب ندۍ اوامام مالک او امام
شافعی او امام احمد اوځني نورمجتهدين وايې چي نيت په اوداسه کښي واجب دۍ،
څلورمځني علماء دمذهب زموږپه مذکوره جمله کښي دحکم لفظ مقدر بولی اوځني علماء دوجود
د
لفظ تقديرکوی خوله وجودڅخه شرعي وجودمراده وی اوځنی علماء دعبرت لفظ مقدره وی اوځنی
علماء دصحت لفظ مقدره وی اوله اعمال څخه اعمال مقصوده مراده وی،ای انماحکم الاعمال
يا انما وجودالاعمال يا انما عبرة الاعمال ياانماصحةالاعمال المقصودة بالنيات
فائده،
دلته په یوڅونوروخبروځان پوهه ول مهم دی
،اوله خبره داده چی دین له پنځوشیانوځخه جوړدۍ اول اعتقادات
دوهم اخلاق
دریم عبادات
څلرم معاملات
پنځم عقوبات په فقه کښی
له اولودووشیانوڅخه بحث نه کول کیږی البته له باقی دریوشیانوڅخه په فقه کښی بحث کیږی په دغودریو شیانوکښی چی کوم اول شی دۍ چی عبادات دې نوپه هغه کښی په اتفاق دټولوامامانو نیت شرط دۍ لکه لمونځ روژه زکوة وغیره اوپه معاملاتو کښی لکه نکاح ،بيع ،خصومات،ترکات،امانات ،اودارنګه په عقوباتوکښی لکه قصاص، دسرقی اودغلاحدوغيره په اتفاق نيت شرط نه دۍ اوپه زير بحث حديث کښی دالاعمال لفظ په اعتباردظاهرودغوپنځوشيانو وټولوته ورشامل دۍ نوهغه امامان چی په اوداسه کښی نيت شرط بولی موږ وهغوی ته داوايوچی لکه څرنګه چی تاسی معاملات اوعقوبات دانماالاعمال له مدلول څخه دلته خارجه وۍ دارنګه موږاودس هم په دی سبب چی عبادت مقصوده نه دۍ بلکه وسيله دعبادت دۍ دذکرسوی لفظ له مدلول څخه خارجه وو،انظرفيض الباری ،دوهمه خبر داده چی دلته دری لفظونه دي. اول طاعت. دوهم عبادت. دريم قربت ،په طاعت کښی نه نيت شرط دۍ اونه دمعبود پيژندنه دمثال په ډول يوانسان کوم چی له الله څخه ناخبره اوجاهل وی په کائناتوکښی فکر اوسوچ وکړی او وروسته ددی سوچ په نتيجه کښی دالله جل جلاله معرفت ورته حاصل سی نوددغه انسان ودغه فکراوسوچ ته طاعت ويل کيږی سره له دې چی په دغه وخت کښی چی دَیْ په کائناتو کښی دغه فکرا وسوچ کوی نه دنیت اهلیت لری اونه معبودچی الله پاک دۍ پیژنی نوپه همدې وجه طاعت ترعبادت اوترقربت دواړوعام دۍ اوقربت هغه دۍ چی په ده کښی معرفت دمعبود شرط دۍ اونیت پکښی شرط ندۍ دمثال په طور تلاوت دقرآن پاک که بی له نیت څخه وکړسی خوتلاوت کوونکی په دی باندی ایمان لری چی دادخدای پاک کلام دۍ نوودغه تلاوت دده ته طاعت اوقرب ویل کیږی مګرعبادت نه ورته ویل کیږی اوعبادت هغه دی چی په ده کښی نیت اومعرفت دمعبود دواړه شرط دی لکه لمونځ وغیره نوقربت ترعبادت عام سواوعبادت تردواړوخاص سودریمه خبره داده چی نیت دغرض مطلوب په اعتبار پردری قسمه دۍ اول هغه نیت دۍ چی غرض ورڅخه تمیز دعبادت وی له عادت څخه لکه دلمانځه نیت اودوهم هغه نیت دۍ چی مقصود ورڅخه تمیزدیوه عبادت وی له بل عبادت څخه لکه نیت دلمانځه دسهارمثلاچی په دی سره تمیز راځی دسهار دلمانځه له نورولمونځونوڅخه دغه دواړه قسمه دنیت دفقهاؤ له مصطلحاتوڅخه دی اودریم قسم هغه نیت دۍ چی مقصودورڅخه تعین دمعبودحق دۍ له معبودباطل څخه دغه قسم نیت دادۍچی په عبادت کښی خاص دالله درضا نیت وکړسی اوغیرورسره شریک نکړسی داقسم نیت دقرآن پاک له اصطلاحاتو څخه دۍ څلرمه خبره داده چی دلته په حدیث کښی له نیت څخه لغوی معنی مراده ده نه شرعی ځکه دلته په حدیث کښی نبی علیه السلام دوه قسمه عمل ذکرکړیدۍ اول هغه چی په هغه کښی رضا دالله مقصودوی چی هجرت وخدای اوورسول دده ته دۍ دوهم هغه عمل چی په هغه کښی حصول ددنیا یاحصول دنکاح له یوی ښځی سره مقصودګرځه ول سوی وی لکه هجرت ودنیایاوښځی ته ددی دپاره چی په نکاح ئی کړی پنځمه خبره داده چی ددغه مبارک حدیث په ځینوروایاتوکښی داعمال لفظ دجمع اودنیت لفظ دمفردپه صیغه سره راغلی دۍ ځینوعالمانوددی داوجه ویلی ده چی دعمل صدورله جوارحو څخه کيږی اوجوارح متعدداوډیردي اودنیت صدورله زړه څخه کیږي اوزړه یوشي دۍ اودارنګه په ځینورواياتوکښي دالاعمال بالنیات لفظ بی له کلمې دانماڅخه راغلی دۍ خوپردغه تقدیرهم حصرمطلوب فوت ندۍ ځکه چی مقام اوتعریف دلفظ داعمال په حرف تعریف سره پرحصرباندي دلالت کوي،