مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخاری شريف اودشرحي فضل الباري لړۍ (۲) برخه

- علامه محمد معين الدين ابوالفضل

بسمه تعالی . محترمووروڼو ددي لړي په اوله برخه کښي دحديثو دڅلور قسمه علومو په عربي ژبه تعريفونه اودهغوۍ ژباړه موږوتاسي ته بيان کړه په دي برخه کښي ځني نورمقدماتي بيانونه درته کوم چي ددغه ټول بيانونه کوم چي په دغه برخه کښي درته راځي دتيري برخي له توضيح اوله اتمام سره تعلق لري .

اول بيان په قول اوپه فعل اوپه صفت اوپه تقريرکښي درسول الله صلي الله عليه وسلم دي .
پوسه چي قول درسول الله صلي الله عليه وسلم دده مبارک ومبارکوارشاداتو اوويناؤ ته ويل کيږي لکه دا ارشاد دده مبارک چي ( الدين النصيحة ) رواه مسلم ج۱ص۵۴ اوترمذي ج۲ ص۱۴ اونسایې ج۲ص۵۸۱،او احمد په مسندخپل کښي ج۱ ص۳۵۱ .
يعنی دين نصيحت اوخيرخواهي دئ، يعني په دي معني چي مسلمان به خير خواه وي هم به دخداي خيرخواه وي اوهم به درسول خيرخواه وياو هم به دخداي دکتاب قران کريم خيرخواه وي، اوهم به دنيکوامامانو اواميرانوخيرخواه وي، اوهم به دعامومسلمانانوخيرخواه وي .

افعال درسول عليه السلام :
وهغوکاروته دده مبارک ويل کيږي کوم چي له ده څخه صادرسوي وي اوده مبارک کړيوي لکه په دغه مبارک حديث کښي چي (ان رسول الله صلي الله عليه وسلم جَمع في حجة الوداع المغرب والعشاء بالمزدلفة)بخاري ج۱ ص۲۲۷،اومسلم ج۱ ص۴۱۷
يعني بيشکه رسول الله عليه وسلم سره جمع کړل په حجة الوداع کښي دماښام اودماخستن لمونځونه په مزدلفه کښي يعني دماښام اودماخستن لمونځونه يې دواړه په مزدلفه شريفه کښي دماخستن په وخت کښي وکړل .

احوال درسول عليه السلا م :
احوال درسول عليه السلام عبارت دي له صفاتوڅخه درسول عليه السلام ، اوصفات درسول عليه السلام دوه قسمه دي ،اول اختياري صفتونه، اودوهم غيراختياري صفتونه ، اختياري صفتونه دده مبارک له رحمت اوشفقت دده دالله جل جلاله پرمخلوق باندي اولکه عبادت اوتواضع اوحلم دده مبارک ،اوغير اختياري صفتونه دده مبارک ‍‍‍‍ عبارت دي دده مبارک له جسماني صفتوڅخه ،لکه دمثال په ډول دا چي دي مبارک ميانه قده ؤ وغيره .

پوسه چي علماءدعلم رواية الحديث دده مبارک ددغودواړوقسموصفتوروايت اوذکرکوي ، اوفقهاءرحمهم الله تعالي تنها دده مبارک له اختياري صفتوڅخه بحث کوي داپه دي سبب چي ددوۍ مقصد ترهغوصفتوپوري داسلام دپيغمبرتعلق لري کوم چي له دوۍ څخه د شرعي احکامواستنباط کيږي اوهغه دده مبارک اختياري صفتونه دي .
تقاريرياتقريرات درسول عليه السلام:
دتقرير دلفظ جمع ده ،تقرير په اصل کښي دتفعيل دباب مصدر دئ چي په معني د قرارورکولو دئ ،او په عام عرف کښي تقرير بيانول دي دمعني په عبارت سره لکه تحريرچي بيانول دمعني په کتاب سره دئ، دمحدثينو په اصطلاح کښي تقرير درسول عليه السلام ودي ته ويل کيږي چي يوه داسي شخص به چي دشريعت به تابع ؤ درسول عليه السلام په حضورکښي يوکاروکړاويابي يوه خبره وکړه اورسول عليه السلام به په هغه کار ياخبره باندي سکوت وکړ ،اوپرهغه باندي بي انکارونکړ نوودغه سکوت ته دده مبارک تقرير ويل کيږي .
پوسه چي سکوت درسول عليه السلام پريوه کاريايوه خبره باندي حجت اودليل دصحت اوجواز دهغه کاراودهغي خبري دئ اودارنګه دهرنبي سکوت هم دغه حکم درلودئ ،مګر پرته له نبي څخه د بل هيچا سکوت حجت اودليل نسي ګرځيدلاۍ .
لمعات التنقيح ج۱ ص۲۲

دوهم بيان په موضوع کښي دعلم حديث دئ .
پوسه چي دموضوع لفظ په اصل کښي کښي داسم مفعول صيغه ده چي وايښول سوي شي ته ويل کيږي ،اودغه لفظ دحکماؤ په اصطلاح کښي وهغه محل ته ويل کيږي چي له هغه شي څخه مستغني وي کوم چي په ده کښي يې حلول کړيوي چي عربي تعبير يې په دي ډول دئ.

(الموضوع هوالمحل المستغني عن الحال) دمثال په ډول انسان موضوع بلل کيږي ،اودده رنګ اوصفتونه اعراض بلل کيږي .
اودمنطيقيانوپه اصطلاح کښي موضوع واول جزته د قضيې حمليې ويل کيږي کومه چي نحويان ورته جمله اسميه خبريه وايې ،لکه زيد قائم په دغه جمله کښي دزيدلفظ موضوع بلل کيږي اودقائم لفظ ته ددوۍ په اصطلاح کښي محمول ويل کيږي .

اودنحويانو په اصطلاح کښي موضوع وهغه شي ته ويل کيږي لفظ وي اوکه غير لفظ وي چي ديوي معني دپاره وضعه سوئ وي .
اوپه مشترکه اصطلاح کښي دټولوعلومو موضوع دعلم وهغه ته ويل کيږي چي په دغه علم کښي ددي له ذاتي عوارضوڅخه بحث کيږي کوم چي عبارت دي له هغوصفاتو اواحوالوڅخه ددغي موضوع چي ودي ته يعني ودغي موضوع ته ددي دذات له وجي ياددي دمساوي له وجي عارض سويوي.

علامه کرماني فرمايلي دي چي موضوع دعلم حديث ذات درسول عليه السلام دئ ، يعني په دي حيث چي دي رسول دئ .
پوسه چي ذات درسول عليه السلام له دي حيثيته چي دي رسول دئ دمطلق علم حديث موضوع دئ نه دعلم رواية الحديث ځکه چي موضوع دعلم رواية الحدیث مرويات اوروايات دي له حيثيت څخه دمتصل والي دحديث اودمنقطعوالي دده په اعتبار دسندسره .
مقدمة اوجزالمسالک ص۷

اوموضوع دعلم درايةالحديث هم روايات او مرويات دي خومګر له حيثيته دشرحي اودبيان دالفاظو دمروياتواو له حيثيته داستنباط داحکامو شرعيه ؤله دوۍ څخه .
اوموضوع دعلم اصول الحديث دحديث متنونه اودحديث سندونه دي.

دريم بيان په غرض اوپه غايه کښي دعلم حديث دئ .
پوسه چي غرض وهغه ته ويل کيږي چي دهغه دتحصيل په وجه ته يوفعل اوکار وکړي اوغايه وهغه ته ويله کيږي چي ستاپرکا رباندي مرتبه سي دمثال په ډول ته وبازارته ددي دپاره ولاړ سي چي يوشي رانيسي نودغه تګ چي تاوبازارته ددغه شي درانيولودپاره وکړنووتاته ذوالغرض اوستا ودغه تګ ته ذوالغاية ويل کيږي ،اورانيول ددغه شي چي وتاته منسوب کړي نوغرض ورته ويل کيږي ،اوچي ستاودغه کارته يې منسوب کړي نو غاية ورته ويله کيږي.

دعلم حديث غرض اوغاية فَوزاوبري دئ په سعادت ددارينو .
کرماني ج۱ ص۱۲ .
اوځنوعلماؤفرمايلي ي چي غاية اوغرض دعلم حديث مشابهت پيداکيدل دي دنبي عليه السلام له اصحابو سره ،ځکه چي اصحابوبه درسول عليه السلام حديثونه اوريدل اوپيادول بي اونوروته بي رسول نويوڅوک چي په علم حديث مشغول وي نوهغه هم په دغوصفتوسره موصوف ګرځي .

نورمقدماتي بيانونه به په(۳)دريمه برخه کښي درته راسي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery