علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
----------------------------------------------
محترمووروڼوددریم حدیث دهغه عبارت له جملې څخه چی په تېره برخه کی ئې لفظی ترجمه
سویې ده ددغه په قوس کی راوړل سوی عبارت علمی تحقیق درته کوم(
أَوَّلُ مَا بُدِئَ بِهِ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ
الْوَحْيِ الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ)
پوسه چی دغه مبارک حدیث په ظاهره مرسل معلومېږی ځکه چی حضرت عائشې رضی الله عنها
داواقعه داسی بیان کړیې ده لکه داچی په هغه وخت کی حاضره وه سره له دې چی داواقعه
دحضرت عائشې ترولادت لاهم ړ ومبۍ وه ګواکی دې مبارکی داواقعه له کوم بل صحابی څخه
اورېدلې ده ،مرسل دصحابی دجمهوروعلماؤپه نزدپه حکم کی دموصول حدیث دۍ اوددې احتمال
هم سته چی حضرت عائشې رضی الله عنهادی براه راست له رسول علیه الصلوة والسلام څخه
دابیان اورېدلَیْ وی پردغه تقدیربه دغه حدیث متصل سی ،
عمدة القاری ،ص ۴۷ج۱
(أَوَّلُ مَا بُدِئَ بِهِ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ الْوَحْيِ الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ فِي النَّوْمِ)
یعنی اول دهغه چی شروع وکړه سوه په هغه سره ورسول علیه السلام ته له وحی څخه خوبونه
صالحه ؤپه خوب کی (مِنْ الْوَحْيِ)دلته دمن کلمه یاتبعیضیه ده اویابیانیه ده نوبه
دمن په کلمه کی لطافت موجودسی ځکه چی ددوواحتمالومحتمله ده اودایوقسم له قسموڅخه
دلطافت دۍنوکه تبعیضیه سی نوبه دحدیث عبارت پردې باندی دلالت وکړی چی رؤیاصالحه هم
دوحی له جملې څخه دی نوبه اصلی معنی په دې ډول سی ،اول مابدءبه رسول الله صلی الله
علیه وسلم الذی هوبعض من اقسام الوحی الرؤیاالصالحة الخ،اوکه من بیانیه سی نوکه
بیان سی له پاره داول مابدئ الخ نوبیابه هم له حدیث څخه مذکورمضمون وفهمېږی اوکه
بیان سی دکلمې دمانوبیاقطعاپرمذکورمضمون باندی دلالت نکوی هواحتمال یې لری ،قزازوبیانیه
من ته ترجیح ورکړیې ده،
فتح الباری،ج ،ا،ص۲۲و،۲۳
اودجمهوروپه نز ددانبیاؤخوب وحی ده ،لکه چی له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه
روایت دۍ چی ده ویلی دی چی (رؤیا الانبیاءوحی)خوب دنبیانووحی ده،،
رواه الطبرانی کذافی مجمع الزوائدللهیثمی،ج،۷ص۱۷۶
(الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ)پوسه چی دبخاری شریف د کتاب التفسیرپه بعضی روایتوکی
اودارنګه دبخاری په کتاب التعبیرکی د�الصالحة�پرځای باندی�الصادقة� راغلَیْ دۍ نوبه
له مجموع روایتوڅخه دنبی علیه الصلوة والسلام دخوبودپاره درې صفتونه ثابت سی ،اول
واضحه چی د،مثل فلق الصبح،له لفظ څخه فهمېږی،دوهم صالحه ،دریم صادقه دواضحه مطلب
دادۍ چی نبی علیه الصلوة والسلام چی به کوم خوب په ابتداء دوحی کی ولیدنودهغه
تعبیربه بېخی واضح ؤاوپه معنی کی بې کوم مشکل نه ؤ،اودصالحه مطلب دادۍ چی دغه
خوبونه چی ده مبارک به لیدل خوشحاله کوونکی خوبونه ؤدسروراودخوشحالئ خوبونه
ؤ،اودصادقه مطلب دادۍ چی دغه خوبونه به رښتونی خوبونه ؤچی څنګه خوب بې ولیدنوهغه
ډول به پېښه سوه دانبیا ؤ خوبونه دآخرت په اعتبارهم صادقه دی اوهم صالحه دی
مګرددنیاپه اعتباردنبی هرخوب صادق دئ مګرداسی ندئ چی هرخوب یې صالح هم ؤاوله
نبیانوڅخه پرته دمومنانوخوبونه چی دی نودصالحه اودصادقه ترمنځ یې عموم اوخصوص من
وجه دئ که دصادقه معنی په مالایحتاج الی التعبیرسره وسی اوکه یی تفسیرپه مالیس
باضغاث احلام سره وسی نوبیا صادقه ترصالحه عام دئ مطلقاًځکه یوخوب به اضغاث احلام
ګډوډ خوب نه وی اودخوشحالی خوب به هم نه وی نوصادقه دئ اوصالحه ندئ،،پوسه چی پردې
خبره باندی چی دانبیاؤخوب وحی دئ یوسوال کېږی هغه دادئ چی حضرت ابراهیم علیه السلام
چی دخپل زوی دذبحه کولوخوب ولیدنوکه دنبی خوب وحی وای نوبایدده فوراًعمل په کړی وای
سره له دې چی ده داسی ونکړل بلکه له خپل زوی اسماعیل علیه السلام سره یې داخبره
ومشورې ته واچیوله ،ددغه سوال جواب په دې ډول سویدئ چی دابراهیم علیه السلام له دغی
مشورې څخه دامطلب نه ؤچی که دده خوښه وه نوبې حلالوم اوکه یې خوښه نه وه نوبه
داکارنکوم بلکه دزوی امتحانه ول یې مقصدؤ،دلته یوبل سوال هم کېږی هغه داچی دذبحِ
خوب یې ولیدنوبیاداذبحه ولی واقع نسوه ،ددغه سوال یوجواب دادئ چی ابراهیم علیه
السلام دخوب په تعبیرکی خطاوتَی دزوی له ذبحی څخه مراددپوسه ذبحه وه ځکه داسی ډېره
پېښېږی چی په خوب کی یوشی ولیدل سی اوتعبیریې په بل شی سره کېږی داجواب شیخ اکبرقدس
سره ورکړیدئ اوځنوعلماؤضعیف ګڼلی دئ اوبل جواب یې دادئ چی په خوب کی یې داسی نه
ؤلیدلی چی زوی ذبحه کړی بلکه صرف دذبحی مقدمې یې په خوب ولیدې اوهغه په خارج کی
واقع هم سوې اودغه رازنورجوابونه هم ورکړه سویدی ،والسلام ومن الله التوفیق