مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دالبقري دسورت د۲۳،او۲۴،مبارکوایاتوتفسیر اوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم (۷)برخه ،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

---------------------------------------------------------------

پوسه چی کله چي الله (جل جلاله) په ذکرسويو اياتوکښي وبندګانوته أمرپه عبادت خپل وکړ ، او له شرک څخه يې منع کړل او د خپل وحدانيت دپيژندني طريقه يې ورته بيان کړه نو اوس په دغوراتلونکيواياتوکښي الله (جل مجده) دقرآن دحق والي د پيژندني اودارنګه دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دنبوت دمعرفت طريقه بيانه وی ،ځکه چي عبادت د الله تعالی بې له معرفت څخه دنبي عليه السلام اودقران کريم اوبي له تعليم څخه دنبي کريم اوبي له عمل څخه په قران کريم نسي کيدلاۍ.

لفظي ترجمه :
( وَ ) او ( إن ) که چيري ( کُنتُم ) ياست تاسي یعنی ای دمکی کفارو( في ) په ( رَيبٍ ) شک کښي ( مِمَّا ) له وجي دهغه ،،يعني له وجی دهغه قرآنه( نزَّل) چي ټوټه ټوټه نازل کړئ دئ ( نَا ) موږ یعنی هغه قران ( علی ) پر ( عَبدِ ) بنده ( نَا ) ځموږ ، یعنی چي هغه بنده حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) دئ ( فأتُوا)نوراتګ وکړۍ ( بِ ) په ( سورةٍ ) يوه کوتاه سورت ( مِن ) له ( مِثلِ ) مثل څخه ( هِ ) دده ، يعني دقرآن ( وَ ) او(ادعوا) دروبولۍ ( شُهدآءَ ) مددګاران( کُم) ستاسي مِن له( دُونِ ) غيره( اللهِ) دخدائ (جل جلاله)( إن ) که چيري( کُن) ياست ( تُم ) تاسي( صادِقين )23 رشتياويونکي ، يعني په دې خبره ستاسي کښي اې کافرانو چي دغه قرآن دخدائ له طرفه نه دئ نازل سوۍ .

يعني اې مشرکانوکافرانو که دغه خبره په زړو کښي درګرځي چي دا قرآن به محمد (صلی الله عليه وسلم) له خپله ځانه جوړکړئ وي ، اوپه دې کښي شکمن ياست چي دا قرآن همدا موږ پر خپل بنده محمد (صلی الله عليه وسلم) باندي نازل کړئ دئ نو ددې شک د ليري کولو لپاره اوددې خبري د يقيني پيژندني لپاره چي دغه قرآن الله (جل جلاله) نازل کړئ دئ دغه اسانه لارده چي تاسي خپل ټول کوښښ په کار واچوئ اوخپل مددګاران چي ستاسي بتان دي هم دروننګه وۍ په دې باب چي ددغه قران په مثل يو کوتاه سورت جوړ کړئ . ځکه که دغه قرآن محمد (صلی الله عليه وسلم) له ځانه جوړ کړۍ وي نوبيا خو تاسي هم دابيخي کولاۍ سۍ چي دقران دسورتوپه مثل يوسوت جوړکړئ ځکه چي تاسي خوهم فصحاءاوبلغاء عرب ياست ، نوکه ستاسي دغه شک پر ځائ وي ، اوتاسي صادقان ياست په دې خبره کښي چي داقرآن محمد (صلی الله عليه وسلم) له ځانه جوړ کړئ دئ نو ضرور بايد دغه کار وکړۍ يعني ددغه قرآن ديوه کوتاه سورت په ډول تاسي هم يوکوتاه سورت جوړ کړئ .

تفصيل اوعلـــــــمي خبري :
(وان کنتم )
يعني اوکه چيري ياست تاسي په شک کښي .
پوسه چي د (ان) دکلمي اود(ريب) دکلمي په ارتباط دلته دوه سوالونه کيږي ، اول سوال دادئ چي د(ان )کلمه خودشک په مقام کښي راوړله کيږي، اودامقام خو مقام دشک نه دئ ځکه چي دکافرانوانکارخوله حق والي څخه دقران کريم په يقيني ډول متحقق اوثابت ؤنولهذا بايد د(ان( د کلمي پرځاۍ باندي د(اذا)لفظ راوړل سوئ وائ ، ددي سوال يوجواب دادئ چي دان دکلمي په راوړلوکښي الله پاک دکافرانو وغټ حماقت اوجهالت ته اشاره فرمايلي ده په دي ډول چي ددغه قران کريم حقيت اوداچي دي دالله پاک له طرفه نازل سوئ دئ دده داعلي درجي فصاحت اوبلاغت په اعتباراودارنګه دده د مضامينوپه اعتباراودحقونښانواودلائلوپه لحاظ داسي واضح دئ چي انکار ورڅخه اودارنګه شک کول په ده کښي دډيرسخت جهالت اويادډيرسخت تعصب اوعناد ثمره ده، البته که په مشکوک اومترددډول ويوچاته شک اوريب ديوعذرپه وجه په قران کريم کښي پيداسي نودده ددغه مشکوک شک دليري کولو لپاره يوه لارداده کومه چي په دغه ايت کښي بيان سويده، دوهم سوال دادئ چي د ( في ريب ) دلفظ په بدل کښي بايد ( في انکار ) فرمايل سويواۍ ځکه چي موږمخکښي داخبره ذکرکړه چي کافران په قرانکريم کښي شکمن نه وو بلکي ورڅخه منکروه ددغه سوال جواب دمخکني سوال له جواب څخه فهميدلاۍ سي .

( ممانزلنا علي عبدنا )
يعني له وجهي دهغه چي نازل کړئ دئ ټوټه ټوټه موږپر بند ه زموږباندي (چي محمد صلي الله عليه وسلم دئ ) دلته په يوڅوخبروځان پوه کول پکاردي.

اوله خبره داده چي د(مما)لفظ په اصل کښي( من ما) ؤ ، دمن کلمه دلته اجليه ياپه بل عبارت تعليليه ده ، اودماکلمه موصوله ده اودنزلنا جمله يې صلة ده، اوعائد يې له صلي څخه حذف سوئ دئ چي تقديريې په دي ډول دئ نزلناه .
دوهمه خبره داده چي دنزلنا لفظ له تنزيل څخه جوړدئ، تنزيل اوانزال دځينوعلماؤپه قول په يوه معني دي چي ومطلق نازلولوته ديوشي ويل کيږي ، اوځيني علماؤددوۍ په منځ کښي په دي ډول فرق ثابت کړئ دئ چي تنزيل و داسي نازلولو ته ديوشي ويل کيږي چي په لږلږ اوپه ټوټه ټوټه سره وي ، اوانزال وداسي نازلولوته ديوشي ويل کيږي چي په يوه وار سره وي ،دقران کريم په نزول کښي دغه دواړه قسمه نازلول موجوددي ځکه چي قران کريم له لوح محفوظ څخه وبيت العزت ته کوم چي په اول اسمان کښي دکعبي شريفي پربرابري باندي ديوي بيت الله نوم دئ درمضان مبارک په مياشت کښي دليلة القدر په شپه کښي په يوه کرت نازل کړسوئ دئ اوله بيت العزة څخه پرحضرت محمد صلي الله عليه وسلم باندي ددرويشتوکلوپه موده کښي لږلږاوټوټه ټوټه نازل سوئ دئ .

سوال : دنزلنا لفظ دانزلنا پرلفظ باندي په څه وجه دلته غوره کړسوئ دئ .
جـواب:مفسرينو ددي داوجه ذکرکړيده چي کافرانوبه ددوۍ ددي خبري داثبات دپاره چي قران دخداي پاک کلام نه دئ يودليل داوايه چي که داقران دخداي پاک کتاب واۍ نوبايدمکمل په يوه کرت نازل سوئ واۍ لکه نوراسماني کتاونه چي په يوه کرت نازل سويدي نوله کومي وجهي چي دوۍ شک اوانکار کاوه هغه تنزيل دقران کريم ؤ نه انزال ، اوزما په فکرددي يوه بله په زړه پوري وجه سته هغه داچئ دتفعیل باب دتکثيردپاره هم راځي نوڅرنګه چي دقران کريم په نزول کښي هم کثرت راغلئ دئ ځکه چي يونزول يې دبلاکيف ذات دالله جل جلاله له طرفه ولوح محفوظ ته ؤ آوبل نزول يې له لوح محفوظ څخه وبيت العزت ته وو اوبل نزول يې له بیت العزت څخه پرنبي عليه السلام ؤ ، اوبيادغه اخيري نزول هم له دوولارو څخه ډيرواقع سوئ دئ ، اول له دي لاري چي درمضان مبارک په مياشت کښي به هره شپه دمکمل قران کريم تکرارحضرت جبريل عليه السلام له نبي عليه السلام سره کاوو ،اودوهم له دي لاري څخه چي دقران کريم نزول دده داجزاوو په اعتبار ډيردئ ځکه چي په ټوټه ټوټه سره نازل سوئ دئ .

اودنزلنا فعل دمتکلم مع الغيرپه صيغه سره دتعظيم په وجه ويل سوئ دئ ځکه چي فاعل يې الله جل جلاله دئ چي واحد دئ اودلوۍ عظمت والا ذات دئ.
دريمه خبره داده چي له حضرت محمدصلي الله عليه وسلم څخه الله جل جلاله دعبدپه لفظ سره تعبيرکړئ دئ .

اودرسول يادنبي په لفظ ، اويا دمحمد صلي الله عليه وسلم وغيره په نومويې تعبيرنه دي ورڅخه کړئ له مختلفو وجهو څخه ،اوله وجه داده چي په دغه تعبيرکښي اشاره ده ودي ته چي وکوم شي ته چي حضرت محمدصلي الله عليه وسلم خلګ رابولي چي هغه عبادت دالله جل جلاله دئ هغه شي داسي شي دئ چي په اول قدم کښي ده په خپله عملي کړيدئ .

دوهمه وجه داده چي په دي کښي اشاره ده ودي ته چي هرڅوک چي دالله پاک ودين ته يوڅوک رابولي نو اول پخپله بايددخداي تعالي ددين تابعداري په ځان کښي راولي.
دريمه وجه داده چي عبديت دنبي دنوروکمالاتو موقوف عليه دئ .
څلورمه وجه داده چي عبديت درسالت اودنبوت ترصفتوپه نبي کښي اشرف صفت دئ ځکه چي دعبديت په صفت کښي نبي له مخلوق څخه وخالق ته متوجه وي، اودنبوت اودرسالت په صفت کښي له خالق څخه ومخلوق ته متوجه کيږي .
پنځمه وجه داده چي په دغه تعبيرکښي الله پاک بندګان ودي ته متوجه کړي دي چي ددغه نبي په شان کښي لکه چي تفريط حرام دئ کوم چي کافران يې کوي دغه راز بايد دده په شان کښي هغسي افراط هم ونکړسي کوم چي يهودواونصاري وودحضرت عيسي عليه السلام يا دحضرت عزير عليه السلام په شان کښي کړئ دئ.

اواضافت دعبد وضميرته د(نا) لپاره دفائده کولو دتعظيم دمضاف دئ اود(نا) لفظ چي دجمع دمتکلم ضميردئ .
اوپه ځاۍ کښي دضميردواحدمتکلم فرمايل سوئ دئ لپاره ده اظهاردعظمت دمتکلم دئ چي الله پاک دئ .
پوسه چي په يوه قرائت کښي دعبدنا په بدل کښي عبادنا دجمع په لفظ سره راغلئ دئ پردغه تقديربه مرادورڅخه نبي عليه السلام اوامت دده دواړه سي .

(من مثله )
پوسه چي دمِن په کلمه کښي پنځه احتماله دي اول داچي تبعيضيه سي دوهم دا چي بيانيه سي ،دريم داچي زائده سي ، البته بناپرقول داخفش ځکه چي دي دا جائزبولي چي دمِن کلمه په مثبت کلام کښي زائده راسي ، لکه چي په منفي کلام کښي په اتفاق زائده راتللاۍ سي پردغودروسرو تقديروباندي د ( مثله ) ضميرو ( مانزلنا) ته راجع دئ اوتقديردکلام دلف اونشرمرتب په طريقه په دي ډول کيږي (بسورةٍ کائنةٍ من جملة مثل مانزلنا، يا بصورة عبارة من مثل مانزلنا، يا بصورة مماثلة لما نزلنا ، څلورم احتمال دادئ چي کلمه دمِن ابتدائيه سي هغه ابتدائيه چي مدخول يې منشأدماقبل وي نه هغه ابتدائيه چي په ابتداء الغاية سره شهرت لري ، پردغه تقديربه ضميردمثله ضميرو ( عبدنا) ته راجع کړکيږي اوتقديردکلام به په دي ډول سي ( بصورة ناشئة من مثل عبدنا ) ، اوپنځم احتمال دادئ چي کلمه دمِن صلة اوظرف لغوه سي دپاره د(فأتوا) پردغه تقديربه هم د مثله ضمير وعبدنا ته راجع بلل کيږي مګر ارجاع دضميردمثله وما نزلنا ته له ډيرووجهو څخه ارجح دئ اول له دي وجهي څخه چي موافق دي له نورواياتو دتحدي سره خاص بيا له هغه ايت سره چي په عين شکل په سورت يونس کښي راغلئ دئ ، اوضميردمثله پکښي په يقيني ډول وقران ته راجع دئ ځکه چي دعبدنا لفظ هلته مقدم نه دئ ذکر سوئ، دوهم له دي وجهي چي دلته خبره اوبحث په منزَّل کښي دئ نه په منزل عليه کښي دريم له دي وجهي چي پردغه تقدير چي دغه ضميرومانزلناته راجع سي نودغه کلام په تحدي کښي ابلغ ګرځي تردي چي وعبدته راجع سي لکه چي په ادني تأمل سره داخبره فهميږي ، څلورم له دي وجهي چي قران کريم خو في نفسه معجزدئ اوپه نسبت وټولو جنيانواوانسانانوته معجِزدئ نه يوازي په نسبت ونبي عليه السلام اوومثل دده ته ، پنځم له دي وجهي چي له رجوع څخه دضميردمثله وعبدنا ته ددي خبري توهم کيږي چي دقران کريم په يوه کوتاه سورت هغه څوک راتګ نسي کولاۍ کوم چي دنبي عليه السلام په ډول بي تعلمه اوامي رالوۍ سوئ وي ، اوکوم څوک چي تعليم يافته وي نوهغه کولاۍ سي چي دقران کريم په مثل يوسورت جوړکړي ،شپږم له دي وجهي چي له رجوع سره دمذکور ضمير وعبدنا ته دغه قول دخداي پاک هم مناسب نه دئ چي وادعوا شهداءکم فتأمل .

(وادعواشهداءکم )
پوسه چي دغه حکم الله جل جلاله وکفاروته په دي خاطرکړئ دئ چي ميدان اودائره دمقابلي ودوۍ ته پراخه سي چي بياپه مقابله کښي دوۍ لره دمغلوبيت په صورت کښي بل هيڅ صحيح عذراو وجه پاته نسي پرته له دي چي يابه دحق تابعداري کوي اوتعصب اوعناد به شاته غورځوي اودابه مني چي بيشکه قران کريم دالله جل جلاله کتاب دئ ، اوياکه تعصب اوعناد پري نږدي نوبه په يوه باطله بهانه پسي لاسونه نيسي ،لکه چي همدغه ډول پيښه هم سوه چي کله دوۍعاجزه سول نوپه دي بهانه پسي يې لاسونه ونيول چي په موږ محمدصلي الله عليه وسلم سحراوجادو وکړ يعني نوځکه موږپه دغه مقابله کښي عاجزه سوو .

همدارنګه پوسه چي ددعا ماده په قران کريم کښي (۲۱۱) دوه سوه اويوولس ځايه راغلي ده او په مختلفو معني ګانوکښي مستعمله سويده .
۱ ـــ حاجت غوښتل لکه دسورت اعراف په (۵۵) پنځه پنځوستم اودسورت مومن (۶۰) په شپيتم ايت کښي .
۲ـــ په معني دنداء کولو، لکه دسورت بقري په (۲۶۰)دوه سوه شپيتم ايت کښي .
۳ـــ په معني دتبليغ کولو ، لکه دسورت حم سجدة په (۳۳) دروديرشم ايت کښي.
۴ــ په معني ددعوت دشر، لکه دسورت يوسف په (۳۳)دروديرشم ايت کښي .
۵ــ په معني د فريادکولو، لکه دسورت اعراف په (۵) پنځم ايت کښي.
۶ــ په معني دعبادت اودطاعت کولو، لکه د سورت نساء په (۱۱۷)يوسل اوولسم ايت کښي .
۷ــ په معني درابللووډوډئ ته، لکه دسورت احزاب په (۵۳)دروپنځوستم ايت کښي .
د(شهداء) لفظ جمع دشهيددئ کوم چي دشهادت له لفظ څخه مشتق دئ .

پوسه چي ماده دشهادت په قران کريم کښي په ډيرو معني ګانوکښي مستعمله سويده
۱ــ په معني دليدلو اودحاضريدلو، لکه دسورت بقري په (۱۸۵)يوسل پنځه اتيايم ايت کښي .
۲ــ په معني دفيصلي کولودالله جل جلاله، لکه دسورت ال عمران په (۱۸)اتلسم ايت کښي .
۳ــ په معني دحکم کولو، لکه دسورت يوسف په (۲۶)شپږويشتم ايت کښي .
۴ــ په معني دشاهدي اداکولوداندامودانسان پرانسان باندي په ورځ کښي دقيامت، لکه دحم سجده په (۲۰)شلم ايت کښي .
۵ــ په معني داقرارکولو، لکه دسورت انعام په (۱۳۰)یوسلوديرشم ايت کښي .
۶ــ په معني ده شاهدي ويلوپرصدق درسول عليه السلام لکه دال عمران په (۸۶)شپږاتيايم ايت کښي .
۷ــ په معني دګواهي اداکولو دقاضي په حضورکښي، لکه دسورت نساءپه(۱۵)پنځلسم ايت کښي .
۸ــ په معني دعلم، لکه دسورت بقري په(۸۴) څلوراتيايم ايت کښي .
۹ــ په معني دخبرورکولو، لکه دسورت توبي په(۱۰۷) يوسل اواوم ايت کښي .
۱۰ــ په معني دشهادت دملائکو په دنيا کښي، لکه دسورت نساء په(۱۶۶) يوسل شپږشپتم ايت کښي
۱۱ــ په معني دقسم کولو،لکه دسورت بقري په (۲۰۴)دوه سوه څلورم ايت کښي
۱۲ــ په معني دتائيد کولو، لکه دسور هودپه (۱۷)اولسم ايت کښي .
۱۳ــ په معني دبيانولودتوحيددخداي پاک، لکه دسورت احزاب په(۴۵)پنځه څلويشتم ايت کښي .
۱۴ــ په معني دتوجه اودحضوردزړه، لکه دسورت ق په (۳۷) اوديرشم ايت کښي .
۱۵ــ په معني دشهادت دنبي عليه السلام اودامت دده پرنوروامتيانوباندي په ورځ کښي دقيامت، لکه دسورت بقري په(۱۴۳) يوسل دروڅلويښتم ايت کښي .
۱۶ــ په معني دوصيت کولو، لکه دمائده دسورت په (۱۰۶)يوسل او شپږم ايت کښي .
۱۷ــ په معني دشهيدکيدلوپه لارکښي دالله جل جلاله .لکه دال عمران دسورت په(۱۴۰)يوسل اوڅلويښتم ايت کښي .
۱۸ـــ په معني دحاضروشيانو، لکه دسور انعام په(۷۳)درواويايم ايت کښي .
۱۹ـــ په معني دکلمودشهادت دوحدانيت دالله جل جلاله اودرسالت دنبي عليه السلام، لکه دمعارج دسورت په (۳۳) دروديرشم ايت کښي .
۲۰ـــ په معني دمدت کولو، لکه دلته چي د(شهداءکم) دلفظ معني په مددګارانو وکړه سي.

له شهداءکم څخه دلته مرادڅوک دي؟
قاضي بيضاوي رحمه الله تعالي له دغه لفظ څخه دلته دمتعددومعني ګانودهري يوي اراده کول صحيح ګڼلئ دئ .

۱ـــ داچي په معني دحاضرينوسي، يعني اودروبولئ حاضرين ستاسي .
۲ـــ دوهم داچي په معني مددګارانوسي، يعني اودروبولئ مددګاران ستاسي له انسانانو،اوله پيرانانو، اوله باطلومعبودانوستاسي .
۳ـــ داچي په معني دګواهانوسي، يعني اوراوغواړئ ګواهان ستاسي چي بياپردي باندي ستاسي دپاره ګواهي ورکړي چي بيشکه کوم کلام چي تاسي په مقابله کښي دقران کريم جوړکړ نوهغه په مثل دقرانکريم دئ .
۴ـــ داچي په معني دمعبودانواودبتانوددوۍ سي .

(من دون الله )
پوسه چي د دون لفظ په اصل کښي وتحت اووکښته ته ويل کيږي، اوپه قران کريم کښي په ډيرومعني وو راغلئ دئ، لکه له يوشي څخه تجاوز کول، اولکه ادني، اولکه قريب ، اولکه غيراوسوي ، دلته په معني دغيراوسوي دئ، يعني من غيرالله وسواه .

(ان کنتم صادقين )
يعني که چيري ياست تاسي اي کافرانو صادقان (په دي کښي چي دغه قران دخداي کلام نه دئ بلکي محمد صلي الله عليه وسلم له خپل ځان څخه جوړکړئ دئ )
پوسه چي جزاءدددغه شرط محذوفه ده ځکه چي ماقبل کلام دلالت باندي کوي اودصادقين متعلق هم محذوف دئ، اوتقديردکلام په دي ډول دئ( ان کنتم صادقين في قولکم اِن القران من کلام البشروليس من عندالله فأتوابسورة من مثله وادعوا شهداءکم من دون الله )

همدارنګه پوسه چي دصادقين لفظ له صدق څخه جوړدئ، اوصدق په علمي تعبيردجمهوروپه قول مطابقت دخبري دئ له واقع سره عام له دي څخه که دغه خبره ددغي خبري دمتکلم له عقيدي سره مطابقه وي اوکه نه وي، اودنَظام معتزلي په نزد صدق دخبرمطابقت دخبردئ دمتکلم له اعتقادسره عام له دي څخه چي له واقع سره مطابقت لري اويايې نلري، اودجاحظ په نزد صدق دخبرمطابقت دخبردئ له واقع اوله اعتقاده دمتکلم له دواړوسره، په قران کريم کښي دصدق لفظ په ځيني ځايو کښي مقابل دکذب راغلئ دئ، اوپه ځيني ځايوکښي په معني دصواب اوحق راغلئ دئ کوم چي مقابل دخطادئ اوپه ځيني ځايو کښي په معني دوفاکولوراغلئ دئ ، وهکذا
پوسه چي کوم اياتونه دتحدي په باره کښي په قران کريم کښي راغلي دي هغه په دي شرحه دي .

۱ـــ دادئ (فأتوا بکتاب من عندالله هواهدي )
۲ـــ دادئ( قل لئن اجتمعت الانس و الجن علي يأتواببمثل هذالقران لايأتون بمثله ولوکان بعضهم لبعضهم ظهيراً )
۳ـــ دادئ( فأتوابعشرسور مثله مفتريات).
۴ـــ دادئ (فأتوابسورة من مثله) ،ددغو مبارکواياتوپه ارتباط يوبل ضروری تفصيل، پوسه چي دهرنبي په زمانه کښي چي به دخلګو په منځ کښي کوم شی ډيرغالب ؤ اودوۍ به په هغه شي کښي يودبله مقابله سره کوله نو دهغه نبي مهمه معجزه به هم په ظاهره له جنس څخه دهغه شي وه دمثال په ډول دحضرت موسی عليه السلام په زمانه کښي سحراوجادو ډيرؤ چي خلګوبه دسحراودجادو په ذريعه ډيرنادر اوخارق العادته کارونه ښکاره کول نوالله پاک دحضرت موسی عليه السلام اکثره معجزې هم په ظاهره شکل کښي وهمدغه خارق العادته کاروته ورته دموسي عليه السلام په لاس سره وخلګوته ښکاره کړې لکه يدبيضا يعني داچي ده مبارک به خپل لاس په بغل کښي داخل کړاوبيابې بيرته رالری کړ نوداډول تک سپين اوله نورڅخه ډک به وګرځيدۍ چي دنمرنور اوروښني ورته عاجزه وه اولکه عصادده چی پرځمکه باندی بې وغورځوله نوژوندی ماربه ورڅخه جوړسواولکه داچی درياب یې په لکړه وواهه نودؤولس کوڅی اولاری پکښی جوړی سوی اويالکه داچی ډبره بې په لکړه ووهله نودؤولس چينی به ورڅخه راووتلی اودارنګه دحضرت عيسی عليه السلام په وخت کښی طبابت ډيروونوپه دی سبب دده ډيری غټی معجزی هم دطب له جنسه څخه وې لکه دمور زاده ړانده اودارنګه دپيس دمرض والامعالجه کول اويادمړيوراژوندی کول اوداسلام دپيغمبر په زمانه کښی دفصاحت اودبلاغت اودشعر اودنظم اودنثرمقابله غالبه وه نوپه دی وجه داسلام دپيغمبرپه معجزوکښی ترټولومهمه معجزه له همدغه جنسه څخه وه چی قران کريم دۍ، دقران کريم داعجاز وجی ،اوله وجه داعجازدقران کریم داده چی په باب د ا یجازاود اطالت کښی په اعلی درجه دبلاغت اودفصاحت کښی قرارلری يوه قصه ئی په يوه ځای کښی په مفصلوالفاظوسره بیان کړی وی اوپه بل ځای کښی ئی بیا همدغه قصه په ډیرو کوتاه الفاظوسره بیان کړ ئی وی اوسره له دی چی مقصودپه دواړوصورتوکښی یوډول اداکړ سوی وی دوهمه وجه دايجازدقران کريم داده چی دده اسلوب اوترز دعربودکلام له اساليبوسره اودارنګه ددوی داشعاروله وزنو سره کامل مفارقت اوپري کړون لری دهم دغو دوو وجوپه سبب به عربواودمکی کفارو په خپلومجلسوکښی دقران کريم پرفضيلت باندی اقرارکاوه اوپه دی باره کښی بی دخپل تحير اوتعجب اوعجزاظهارکاوه اودابې ويل چی قسم په خدای دۍ چی دغه قران لره ډيرغټ حلاوت اوخوږ والی ثابت دۍ دريمه وجه داعجازدقران کريم داده چی په ده کښی دتيروامتواودارنګه ددوی دانبياووسيرتونه په واقعی ډول بيان سویدي سره له دې چی دغه قران دداسی چاپه ژبه وخلګوته ويل کيده چی هغه نه هيڅ ډول تعلم کړيوواونه له يوه معلم سره ده هستوګه کړيوه اوڅلرمه وجه داعجاز دقران کريم داوه چی په قران کښی ډیرآیاتونه په داسی ډول دی چی په هغوی کښی له مستقبلو شیانوڅخه اخبارسویدۍ اوبیا په همهغه ډول هغه شیان واقع سویدی اوځنی ئی له دی څخه ووسته واقع کیدونکی دی دمثال په ډول الله پاک په قرآن کښی فرمایلی دی چی ورته ووایه یعنی ای رسوله وخلګوته چی خامخا که سره راټول سی انسانان اوپیریان پر دی با ندی چی دوی راتګ وکړی په مثل ددی قران نودغه راتګ به ونسی کړای که څه هم ځنی ددوی ځنونورولره پشتی اومددګار سی ا وبیاخبره،همهغسی سوه ځکه چی تراوسه پوری سره له سخته عداوته دکفاروله قرآن اواسلام سره دقرآن پاک ددی اخبارخلاف کارنسورامنځ ته دارنګه لکه دمخه چی ئی بیان وسوالله پاک په قرآن پاک کښی دمکی وکفاروته فرمایلی دی چی که چیرته تاسی په دی کښی شک لرۍ چی دغه قرآن موږنازل کړیدۍ یعنی ځموږله لوری ئی نه بولۍ بلکی دمحمدله طرفه ئۍ جوړسوی کلام بولۍ نوتاسی ددغه قران په مثل یوکوچنۍ سورت جوړکړۍ اوکه مودا سې ونکړل اوهیڅ کله به داسی ونکړای سۍ الخ نولکه څنګه چی الله پاک ودوی ته دااخباروکړچی هیڅ کله به تاسی ددی توان ونلرۍ چی دقران په مثل یوکوتاه سورت جوړکړۍ نوبیاهم هغسی پیښه سوه

 لفظي ترجمه

 (فَ) وروسته(إِنْ) کچيري( لَمْ تَفْعَلُوا) نه وکړ تاسی يعني دغه کارمونه وکړکوم چي راتګ دۍ په يوه کوتاه سورت سره چي په مثل دقران وی (وَ) او(لَنْ تَفْعَلُوا) هيڅ کله به ونکړۍ تاسی يعني دغه کار( فَاتَّقُوا)نووويريږۍ يا ئې داسی معنی وکړۍ چی نووساتۍ يعني ځانونه خپل ( النَّارَ) له اورڅخه (الَّتِي)هغه اور (وَقُودُ)چي خاشاک (هَا)دده (النَّاسُ)خلګ دۍ (وَ) او(الْحِجَارَةُ) ډبری دی (أُعِدَّتْ)چي تيارکړسویدۍ (لِلْكَافِرِينَ)دپاره دکافرانو (24)يعنی ای دمکې کفارو وروسته له دې څخه چی تاسی دقران کريم دمقابلې لپاره خپلی مټی راونغاړۍ او خپل ټول مددګاران هم دخپلوځانوملګری کړۍ او خپل باطل معبودان بتان وغيره هم دروننګه وۍ اوديوه کوتاه سورت په جوړولو کوم چي دقران کريم په مثل وی پيل وکړۍ او بياعاجز اوناوسه وګرځۍ اوپه ذکر سوی ډول يوکوتاه سورت جوړنکړۍ نو بياخو داخبره درته ثابته سوه چی دغه قرآن دالله کلام دۍ اودالله له لوری پرمحمدصلی الله علیه وسلم باندی نازل سویدۍ نوبیا خپل ځا نونه له هغه اور څخه وساتۍ کوم چی دهغه بوټی اوخاشاک انسانان اوډبری دی اودهغو خلګودپاره تیارسویدۍ کوم چی کافران دی اودالله له کتاب او دالله له رسول څخه انکارکوی یعنی په دی ډول خپل ځانونه وساتۍ چی په دغه قرآن اوپه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم باندی ایمان راوړۍ

ددغه مبارک ايت د کلماتو په ارتباط تفصيل اوعلمی خبری دلته ترک سوي دی اوپه راروانو برخوکښي درج سوي دی
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery