تفسيرفضل الرحيم
أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ
وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (44) .
لفظي ترجمه :
( أَ)ايا (تَأْمُرُونَ)امر
کوۍ تاسي (يعني اې ملايانو دبني اسرائيلو! ) ( النَّاسَ)خلګ
( بِالْبِرِّ )په نېکۍ (وَ)او(تَنْسَوْنَ)هېروئ
تاسي ( أَنْفُسَ)ځانونه (كُمْ)ستاسي
[يعني په خپله هيڅ نيکي نه کوۍ ، وخپلوځانوته هيڅ توجه او حکم په نېکۍ سره نه کوۍ ،
ګوياخپل ځانونه په قصد سره هيره وۍ ] ( وَ)حال دادئ (
أَنْتُمْ) تاسي ( تَتْلُونَ
)تلاوت کوۍ (الْكِتَابَ) دکتاب ستاسي [چي
تورات دئ] (أَ)ايا(فَ)نو(لَا)نه
(تَعْقِلُونَ) پوهېږۍ تاسي [يعني په دې چي قول اوعمل
چي سره برابر نه وي نوداڅونه لوۍ جرم اوبدکاردئ] (44) .
تفصيل او علمي تحقيق :
دغه آيت دبني اسرائيلو دعلماؤ په شان کښي الله جل جلاله فرمايلئ دئ ، دبني اسرائيلو
علماء عمومًاپه دغه غضب اخته وه چي نور خلګ بې دخير پر کارو امر کول اوپه خپله بې
نه کول ، يوه طائفه په دوۍ کښي بيا داسي وه چي په پټه بې وځينو خلګوته داويل چي دغه
محمد (صلي الله عليه وسلم) حق نبي دئ ايمان باندي راوړئ ، دارنګه په اصحابوکښي بې و
هغو خلګو ته چي له دوۍ سره بې تعلق درلو دئ ويل چي دغه نبي حق نبي دئ ګورۍ ! چي له
دغه ايمان څخه چي پرده باندي مو راوړئ دئ وانه وړۍ ، پردغه خپل ايمان باندي ټينګ سۍ
، ونورو ته خو بې دغه ويل مګر په خپله يې ايمان نه راوړئ اوصرف داکاريې د نجات سبب
بالئ چي موږ ونوروته په نيکي اوپه ايمان راوړلو پر محمد (صلي الله عليه وسلم) باندي
امر کوو ، نوکه موږ نيکي ونکړو اوايمان رانه وړو هم داسي يو لکه چي نيک کارونه موږ
وکړو اوايمان راوړو ؛ ځکه چي «الدال علي الخير کفاعله» يعني کوم سړئ چي ونورو ته
ښوونه دخير وکړي نوداسي بلل کيږي لکه چي په خپله هغه کارونه وکړي .
دغه مبارک ايت ددغو علماؤ ددغې غلطي طريقې اوباطلي مفکورې په رد کښي الله پاک نازل
کړئ دئ ، له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دئ چي رسول عليه السلام و ويل چي په
شپه داسراء (معراج) کښي پر يوه داسي قوم راغلم چي شونډان د دوۍ داور په غچيانو ور
پرې کېدل ، ما و يل چي اې ځما وروره ! اې جبرائيله ! دغه خلګ څوک دي ؟ ده راته وويل
چي دا داهل دنيا له خلګو څخه هغه خطيبان دي چي دوۍ به نورو خلګوته په نيکۍ سره امر
کاوو اوخپل ځانونه بې هېره ول .
والسلام ومن الله التوفيق .