مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقرې دسورت د(۴۰)آيت تفسيراوعلمي تحقيق


تفسيرفضل الرحيم ـ
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله ودامت برکاته ـ
--------------------------------------


لفظي ترجمه :
(يَا)اۍ (بَنِي)اولاده (إِسْرَائِيلَ)ديعقوب (اذْكُرُوا)درپيادکړئ (نِعْمَتِيَ)نعمت ځمايعني انعام اواحسان ځما (الَّتِي)هغه (أَنْعَمْ)چي کړي دۍ (تُ)ما (عَلَيْ)پر(كم)تاسي باندي يعني اي بني اسرائيلوما چي کوم نعمتونه وتاسي ته درکړيدي هغه په دې ډول درپيادکړۍ چي شکرئې اداکړۍ په منلوسره درسول اوکتاب زما چي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم اوقرآن پاک دۍ (وَ)او (أَوْفُوا)وفاوکړئ (بِ)په (عَهْدِي) عهد،وعده زما،يعني اواي بني اسرائيلو په هغه وعده او تړون چي تاسي له ما سراسره له پخوالادتورات دمنلوپه ضمن کښي راسره کړئ دۍ،وفاوکړئ ( أُوفِ )نوبه وفاوکړم زه (بِعَهْدِ)په تړون ياوعده(كُمْ)ستاسي يعني که تاسي په خپله وعده اوتړون وفاوکړۍ نوبيابه زه په هغه وعده او تړون له تاسي سره وفاوکړم کوم چي ماله تاسي سره ستاسي دوعده پالني په صورت کښي کړيدۍ (وَ)او (إِيَّايَ)خاص له ما څخه
( فَ)نو(ارْهَبُو)و وېرېږۍ (نِ) (40)له ماڅخه ـ

بني اسرائيلو څه قِسَم تړون اووعده له الله جل جلاله سره کړې وه چي په ذکرسوي آيت کښي الله جل جلاله ودوئ ته امر کړيدۍ چي تاسي په هغه تړون او وعده اوعهد چي له ماسره موکړيدۍ وفاوکړۍ ؟اودارنګه الله پاک بيا څه قِسم تړون اوعهد له دوئ سره کړۍ وو چي فرمايلي يې دي چي نوزه به په هغه خپل عهد او وعده وفا وکړم چي له تاسي سره مي کړېده ؟

داول سوال جواب دادۍ چي له بني اسرائيلو څخه الله پاک داعهد او وعده اخيستې وه چي که اخيري نبي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم هر وخت پيدا اومبعوث سو نوتاسي به د ده تابعداري کوۍ اود دوهم سوال جواب د ادۍ چي الله پاک بيا په مقابل کښي له دوئ سره دا عهد او وعده کړې وه چي په دې شرط که تاسي داخيري نبي(صلي الله عليه وسلم) متابعت وکړنوزه به بيادوه اجره وتاسي ته درکړم يعني يواجربه په سبب د متابعت ددين دحضرت موسي عليه السلام درکړم اودوهم اجرپه سبب د متابعت ددين دامام الانبياء محمد صلي الله عليه وسلم درکړم ـ

پوسه چي په دغه آيت کي څلورقسمه تعليم الله جل جلاله وبندګانوته کړيدي ،اول داتعليم دئ چي بندګان ضروربايددخداۍپاک په نعمتوکښي کوم چي ودوۍ ته يې ورکړيدي فکرکوي اودهغوشکر اداکوي اودخداۍ پاک داحساناتومننه اوقدردانۍکوي اودوهم داتعليم دئ چي بندګان بايد په خپلوعهدواوعدو وفا کونکي وي اودريم داتعليم دئ چي دبندګانونېک عمل دالله جل جلاله په دربارکښي نه ضائع کيږي بلکي الله جل جلاله دهغه نېکه جزاپه آخرت کښي ورکوي اوڅلورم داتعليم دۍ چي بندګان ضروربايدتنهااويوازي له الله جل جلاله څخه په وېره کښي وي نه له بل چاڅخه ـ

تفصيل اوعلمي خبري :

(بني)
پوسه چي لفظ دبني جمع دابن ده نون ئې په سبب داضافت غورځېدلئ دۍ اولفظ دابن له بناڅخه مأخوذدئ چي وښوولوديوشي ته پربل شي باندي ويل کيږي،وځوۍ ته ځکه ابن ويل کيږي چي دَيْ مبني دپلاردئ په همدې سبب يوڅوک چي يوشي جوړکړي نودابن يادبنت په لفظ سره وصانع ته منسوب ګرځي اويوه خبره چي څوک په فکرسره معلومه کړي نوودغي خبري ته بنت فکرويل کيږي،ـ

(اسرائِيل)

اوداسرائيل لفظ په اصل کښي عبراني لفظ دئ لقبي نوم ديعقوب عليه السلام دئ معني يې عبدالله ياصفوة الله دۍ ځکه اسراء په معني دعبداويادصفوت دئ اوايل په معني دالله (جل جلاله)دئ ،ـ

(اذکروا)
دالفظ له ذکر څخه مشتق دئ ذکرپه ضمه سره دذال يادول دشي دي په زړه سره اوپه کسره دذال يادول دشي دي په ژبه سره ،ـ

(نعمتي)
دنعمتي لفظ دمفرد لفظ دۍ وضمېر دمتکلم ته مضاف دئ خودلته معني دجمع ورڅخه مرادده ،ـ

(بعهدي)
لفظ دعهد په دواړوځايوکښي ومفعول ته مضاف دئ ،ـ

(اياي)
داياي لفظ ما اضمرعامله علي شريطة التفسيردۍ ،ـ

(فارهبون)
دفاکلمه په فارهبون کښي جزائيه ده اصل دکلاپه دې ډول دئ٫٫ان کنتم راهبين فاياي فارهبون٬٬ اورهبة وداسي ويري ته ويل کيږي چي تحرزله يوشي څخه ورسره وي، مظهري مع زيادة تفصيل واختصارـ

پوسه چي کله چي الله جل جلاله په تېرآيت کښي وبني اسرائيلوته امرپه شکر اوذکردنعمتودخداۍ جل جلاله اوپه وفاکولوسره دعهد ا ووعدې اوپه وېره خاص له الله پاک څخه وکړ نوپه راتلونکي آيت کښي يې دوۍ په داسي شي امرکړل چي دهغه په عملي کولوسره هغه درې سره امرونه پرځاۍ کيږي اوپه نه عملي کولوسره دهغودريوسره امرومخالفت راځي ګويابني اسرائيلووويل چي الله جل جلاله ستادنعمتوذکراوپه خپل عهدسره وفا اوخاص له تاڅخه وېره په څه ډول وکړو نوالله پاک په جواب کښي راتلونکي آيت ورته وفرمايوـ

والسلام ومن الله التوفيق ـ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery