مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقرې دسورت د (۳۸)آيت لفظي ترجمه اوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم : ۲۱برخه .
تفسيرفضل الرحيم : :

لفظي ترجمه :
( قُلْ)و ويل (نَا)موږيعني وآدم او وحواء ته ( اهْبِطُوا ) کښته سۍ (مِنْ)له (هَا) جنت څخه، يعني ومزکي ته ( جَمِيعًا)ټول ،يعني په داسي حال کښي چي ټول ياست او يوهم پاته نه سۍ ( فَ)نو(إِمَّا )کچيري (يَأْتِيَنَّ)راغي خامخا (كُمْ) وتاسي ته ( مِنِّي) له ما څخه يعني له طرفه ځما څخه ( هُدًى) هدآيت ،يعني لارښو ونه په واسطه درسول اوکتاب ځما( فَ)نو(مَنْ)هغه څوک( تَبِعَ )چي پيره وي وکړي (هُدَا)دهدآيت (يَ)ځما ( فَ)نوبه (لَا)نه وي ( خَوْفٌ)وېره ( عَلَيْ)پر (هِمْ) دوئ باندي ، يعني پر دوئ باندي به دقيامت په ورځ کښي هيڅ قسم وېره نه وي (وَ)او(لَا)نه به (هُمْ)دوۍ (يَحْزَنُونَ) (38) غمجن کيږي .

يعني وروسته له دې چي يووار خومو له مخه وآدم عليه السلام اودده وملګريوته چي په دغه ساعت کښي په جنت کښي ول چي حواء رضي الله تعالي عنها اوابليس ملعون ؤ حکم وکړ چي له جنت څخه ومځکي ته کښته سۍ ، دوهم ځل مو بيا دتاکيد لپاره هغه حکم ورته مکررکړ ، خوپه اول ځل مو دوۍ په دې وپوهه ول چي په زمکه کښي به ستاسي ژوندپه دې ډول وي چي ځني ستاسي به دځينو نورو دښمنان وي، او په دوهم وار مو په دې پو ه کړل چي په ځمکه کښي به ستاسي ژوندپه دې ډول وي چي ځما له طرفه به دځنو کارو په کولو اودځنوکاروپه نه کولو مکلف ګرځۍ، ځما له خوا به هدايت، شرعي احکام ، دپيغمبرانو او کتابو په ذريعه درځي ، نو که هرچاپه تاسي کښي ځما داحکاموتابعداري وکړه په منلواوپه عمل کولو سره نوبيا چي کله دقيامت ورځ سي اودوۍ دوباره راژوندي سي نوبه دوۍ ته هيڅ وېره له عذاب څخه او له ضائع کېدودعملو نه وي ، اونه به په دې غمجن کيږي چي ددنياژوندئې له لاسه ووتئ اويايې په دنياکښي عبث عمرتېرکړ ؛ ځکه خوعبث عمرئې نه دئ تېرکړئ اونه به په دې غمجن کېږي چي بېرته راژوندي سول ـ

تفصيل اوعلمي خبري :
پوسه ! چي که ددوو جملو په منځ کښي کامل اتصال ؤ نو هم يوه پرهغه بله نسي عطف کيدائ اوکه ئي ترمنځ کامل انقطاع ؤ نوهم يوه پرهغه بله نسي عطف کېدلا ئ ؛ ځکه چي دمعطوف اودمعطوف عليه تر منځ به نه کمال اتصال وي اونه به کمال انقطاع وي ، دلته د�قلنا اهبطوا،الخ � جمله يا تاکيددئ دله مخه جملې نو ددوۍ دوو ترمنځ کمال اتصال موجوددئ نوځکه حرف عطف نه دئ ورسره راغلئ ،او يا مقصود ور څخه دادئ چي کښته کېدل ددوۍ لپاره دمکلف کېدودي ، اواول امرپه دې باندي دلالت کوي چي کښته کېدل ددوۍ به وداسي حال ته وي چي هغه به ددوۍ ترمنځ دعداوت حال وي اووځمکي ته چي ورسي نوهلته به هم دهمېش دپاره نه وي نوپردغه تقدير ددغودووجملوترمنځ په دې وجه چي مقصدونه ئې سره جلادي کمال انقطاع راغله نوبيا هم دعطف مانع موجودسو .

پوسه ! چي په اوله جمله کښي امر تکويني دئ اوپه دوهمه کښي تکليفي دئ، اوځنو علماوو ويلي چي اول امرلپاره دراوتلو ددوۍ ووله جنت څخه واول اسمان ته اودوهم امر لپاره دراکښته کېدو ددوۍ ووله اول اسمان څخه چي سماء دنيا ورته ويل کيږي وځمکي ته، خودغه قول له دوو وجهوضعيف بلل سويدئ : اول له دې وجي چي له اهباط څخه په دواړوځايوکښي اهباط وځمکي ته مراددئ ځکه هبوط ونزول الی الارض ته ويل کيږي ،لکه صاحب دکشاف چي ذکرکړيدي، دوهم له دې وجهي چي ددغوځينو په قول به خامخا ضميردمنها په دوهم امرکښي واسمان ته راجع وي سره له دې چي داسمان ذکرمخکي نه دئ راغلئ بلکي دجنت ذکرراغلئ دئ .

(جميعاً)
دجميعالفظ ، په لفظ کښي دماقبل لپاره حال وي اوپه معني کښي تاکيدوي دماقبل نوپه دې سبب مقتضي داجتماع په يوه زمانه کښي ندئ لکه په دې قول کښي�جاءواجميعا�په خلاف ددې قول �جاءوامعا� ـ

(فمن تبع) :
پوسه چي داشرطيه جمله جزاد�فامايأتينکم الخ �ده اوپه دغه فعل مضارع پسي نون تاکيديه ثقيله ځکه پيوسته سويدئ چي يوله هغوځايوڅخه چي په مضارع پسي په هغوځايوکښي دتاکيدنون پيوسته کيږي دادئ چي مضارع له داسي اِن شرطيه څخه وروسته راغلې وي چي دهغه تاکيدپه مَاسره سوئ وي ، لکه دلته، ځکه �فاما� په اصل کښي � فا ن ما� ده .
پوسه ! چي سره له دې چي دهدآيت راتلل خوپه علم دالله جل جلاله کښي يقيني وو سره له دې ئې په اِنْ شرطيه سره مصدرکړئ دئ کوم چي پرمحتمل اومشکوک کلام باندي داخليږي ،په دې وجه چي نظر و بندګانو ته اودارنګه په خپل حدذات کښي ئې راتلل محتمل ؤ .

پوسه چي د � هداي� لفظ اسم ظاهرپه ځائ کښي دضمير راغلئ دئ ځکه چي د٫٫هدي٬٬ لفظ مخکښي ذکرسوئ دئ ، اووضع دظاهر پرځائ دضميرنکته غواړي ٫ نونکته دلته داده چي له اول هدي څخه هدآيت درسولانواوکتابوپه واسطه مراددئ ،اوله دوهم څخه عام مراددئ که درسولانو اوکتابوپه واسطه وي اوکه دعقل په واسطه وي .
( بيضاوي مع زيادة من حواشيه وغيره ) .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery