تفسيرفضل الرحيم ،۱۸برخه،
،،
------------------------------------------
لفظي ترجمه:
(وَ)او(قُل)وويل(نَا)موږيعني
وآدم عليه السلام ته مووويل (يَا) اې (آدم)
آدمه(اسْكُنْ)واوسيږه،سکونت غوره کړه (أَنْتَ)ته
(وَ)اويعني اوسکونت دي غوره کړي،ودي اوسيږي(زَوْجُ)ښځه
(كَ)ستايعني چي بي بي حواء رضي الله تعالي عنهاده (الْجَنَّةَ)په
جنت کښي (وَ)او(كُلَا)خورۍ
يعني تاسي دواړه (مِنْ)له (هَا)ده
څخه يعني له جنت څخه مراددادۍ چي له ميوودجنت څخه خورک کوي (رَغَدًا)پريمانه،پراخ
يعني خورک کوي خورک کول فراخ (حَيْثُ)هرچيري يعني په
جنت کښي هرچيري (شِئْ)چي خوښه سي (تُمَا)ستاسي
دؤو (وَ)او (لَا)مه (تَقْرَبَا)نزديکيږۍ
تاسي دواړه (هَذِهِ)ودغي (الشَّجَرَةَ)درختي
ته (فَ)نوبه يعني کچيري تاسي ودغي درختي ته ورنزدې سۍ
اوخورک ورڅخه وکړۍ نوبه (تَكُونَا)سۍ تاسي دواړه (مِنَ)له
(الظَّالِمِيْن) (35)
ظالمانوڅخه،پوسه چي کله چي واقعه دسجدې کولودملائکووآدم عليه السلام ته اوشخړه
دانکاردابليس له سجدې کولوڅخه وآدم ته اودارنګه سلسله دملعون کيدلودده پاي ته
ورسيده نوآدم عليه السلام تنها په ځمکه کښي اوسيدۍ اوپرته له حيواناتوڅخه ئې بل شي
په ځمکه کښي نه ليدۍ اوهمجنس يې نه درلودۍ اوپه خپل زړه کښي بې داآرزواوخواهش
کاووچي کاشکي مي يوهم جنس درلودلاي چي صحبت اومجلس مي ورسره کولائ نو الله پاک چي
ارحم الراحمين رب دۍ دده دخواهش په وجه پرده باندي رحمت وکړاو ددوهمي جمعي په ورځ
په داسي حال کښي چي ديْ ويده وو ملائکودالله د حکم مطابق دآدم عليه السلام چپه بغل
څيري کړ اوله هغه ځاي څخه يې يوه ښائسته دښه شکل خاونده ښځه راوه ايستله چي په يوه
لمحه کښي يې قداوقامت برابرسوبيا فرشتوبيرته دآدم عليه السلام څيري سوۍ بغل سره
پيوسته کړ اوپدې واقعه کښي وآدم عليه السلام ته هيڅ کوم ربړ اوتکليف نه دۍ رسېدلي
کله چي حضرت آدم عليه السلام له خوب څخه رابيدارسو نودغه ښځه يې وليدله چي وبغل ته
يې ناسته وه نوپوښتنه يې ورڅخه وکړه چي ته څوک يې د الله جل جلاله له طرفه ورته و
ويل سول چي داځما مينځه ده لپا ره دانس اوالفت نيولوستا مي پيداکړه حضرت آدم عليه
السلام وغوښتل چي ودېته لاس ور وغځه وي نو د الله جل جلاله له طرفه حکم ورته وسو چي
ترهغه پوري به وحوا ته لاس نه وروړې چي د دې مهر اوو رول دي اداکړي نه وي آدم عليه
السلام عرض وکړ چي اۍ الله د دې مهر اوورول څه دي الله جل جلاله ورته وفرمايل چي
ورول يې دادي چي پر محمد صلي الله عليه وسلم اوپر اهل د ده باندي لس واره درود و
وايې آدم عليه السلام بياوالله تعالي ته عرض وکړ چي محمد څوک دي الله پاک ورته
وفرمايل چي محمد خاتم دانبياوو دۍ اوستاله اولاد څخه دۍ اوکه د ده پيدايښت ځما
منظور نه واي نوته مانه پيداکولې نوبيا حضرت آدم عليه السلام پرحضرت محمد صلي الله
عليه وسلم باندي درود و وايو اوبيا دملائکوپه شاهدي اوګواهي سره د دوي په منځ کښي
نکاح وتړله سوه داکارونه ټول دجمعې په ورځ کښي ترسره سول دهمدغي ورځي په اخيرکښي
الله جل جلاله وپرشتوته حکم وکړ چي حضرت آدم عليه السلام اوحوا دواړه په قسم قسم
زېوراتو اودښايست په شيانو ښائسته کړئ اوپرډول دبادشاهانويي دزروپرتخت باندي کښېنوئ
او وجنت ته يي داخل کړي ، داهغه څه دي چي شاه عبدالعزيز رحمه الله په فتح العزيز
کښي ذکر کړيدي ، همدارنګه پوسه چي پدې خبره کښي اختلاف دي چي دحضرت حوا پيدايښت
تردې دمخه سويدۍ چي حضرت آدم عليه السلام وجنت ته ورداخلېدۍ اوکه په جنت کښي سويدۍ
لکه چي امام رازي په تفسير کبيرکښي داسي فرمايلي دي ، واختلفوافي الوقت الذي خلقت
زوجته فيه ،فذکر السدي عن ابن عباس وابن مسعود وناس من الصحابه ان الله تعالي لما
اخرج ابليس من الجنة واسکن آدم الجنة فبقي فيها وحده وما کان معه من يستأنس به
فألقي الله تعالي عليه النوم ثم أخذ ضلعا من اضلاعه من شقه الأيسرووضع مکانه لحما
وخلق حواء منه فلما استيقظ وجد عندرأسه امرأة قاعدة فسألها من انت ؟ قالت : امرأة
قال ولم خلقت ؟ قالت لتسکن الي فقالت الملائکة مااسمها ؟ قال حواء ، قالو ولم سميت
حواء ؟ قال لأنها خلقت من شئ حي ،وعن عمر وابن عباس رضي الله عنهما قال : بعث الله
جندا من الملائکة فحملوا آدم وحواء عليهماالسلام علي سرير من ذهب کماتحمل الملوک
ولباسهما النور علي کل واحد منهما اکليل من ذهب مکلل بالياقوت واللؤلؤ وعلي آدم
منطقه مکللة بالدروالياقوت حتي ادخل الجنة .فهذاالخبريدل علي ان حواء خلقت قبل
ادخال آدم الجنة والخبر الأول يدل علي انها خلقت في الجنة والله اعلم بالحقيقة .پوسه
چي دقران کريم ځني اياتونه پردې خبره باندي دلالت کوي چي حضرت حواء رضي الله تعالي
عنها له حضرت آدم عليه السلام څخه الله جل جلاله پيداکړه چي اول له هغواياتوڅخه
دسورت نساء دغه مبارک آيت دۍ ( الذي خلقکم من نفس واحدة وخلق منها زوجها ) يعني هغه
خداي چي پيداکړي يې ياست تاسي له نفسه يوه څخه ، چي آدم عليه السلام دۍ ، اوپيداکړې
يې ده له همدغه يوه نفسه څخه ښځه د ده ، چي حواء رضي الله عنها ده ،اودوهم آيت
دسورت اعراف دغه قول دخداي پاک دۍ ( وجعل منها زوجها ليسکن عليها) يعني اوپيدايې
کړه له دغه يوه نفسه څخه ښځه د ده د دې دپاره چي سکون اوارامي ونيسي ودېته اوهمدا
رنګه احاديث دنبي عليه السلام پردې باندي قاطع دلالت کوي چي حواءرضي الله تعالي
عنها له حضرت آدم عليه السلام څخه الله جل جلاله پيداکړېده لکه داقول درسول عليه
السلام [ ان المرأة خلقت من ضلع الرجل فان اردت ان تقيمها کسرتها وان ترکتها انتفعت
بها واستقامت ] يعني بېشکه ښځه ، حواء ،پيداکړه سوېده له پښتئ څخه دسړي ،د آدم عليه
السلام ،يعني نوشان د دې داډول دۍ لکه دپښتي ،نو کچيري تا داسېده کوله نوماته بې
کړې اوکه دي چيري پرېښو وه دايعني پرخپل حال باندي نوبه نفع واخلې پدې باندي
اومستقيمه به سي دا ،تفسيرکبير ،تنبيه پوسه چي په موجوده زمانه کښي کافران اوځني
صرف په نامه سره مسلمانان نارينه اوښځي داخبره دپسخند په ډول تعبيره وي چي حواء له
آدم څخه پيداکړه سوې ده اوحتي په ځنوراديو ګانو کښي هم کله کله دپسخند په ډول پردې
خبره باندي بحثونه سوي دي داقسم خلګ داسلام دښمنان دي اوکه يوڅوک دجهالت په وجه
داخبر وکړي چي داخبره صحيح نه ده چي حواء له آدم څخه پيداکړه سوې ده نوضرور بايد
تجديد دايمان وکړي اووپردغه خپله خبرباندي توبه وکاږي
تفصيل اوعلمي خبري
(اُسکن)
پوسه چي د�اسکن�لفظ په اصل کښي له �سکني� څخه هم احتمال داخذلري اوله سکون څخه هم،
�سکني� و،�اتخاذالمسکن� يعني و نيولو دځاۍد سکونت،ته ويل کيږي ،اوسکون وترک ،پرېښوول
دحرکت ته ويل کيږي،په دغه آيت کښي د�اسکن�لفظ له �سُکني�څخه جوړدۍ نوبه د�اسکن�معني
داسي سي چي،ونيسه ته اوستاښځه جنت ځاۍ دسکونت،نه له �سکون� څخه،ځکه چي بياد�اُسْکُنْ�
معني داسي کيږي چي ساکن سه ته اوستاښځه يعني په جنت کښي حرکت مه کوئ نودامعني
خوصحيح نه ده ځکهچي منع له حرکت څخه په جنت کښي خويوقسم دعذاب دئ اونعمت نه دئ.
(انت)
دانت لفظ چي په اسکن کښي دمستترضميرتائيددئ ددې لپاره راوړل سويدئ چي د�زوجک� عطف
پرمستترضميرباندي صحيح سي ځکه چي ضميرمستتر متصل ضمير دۍ اوعطف پرضميرمتصل باندي بې
له تاکيده په منفصل ضميرسره نه صحيح کيږي او په � اُسْکُنَا� سره يې په يوه صيغه
ودوۍ دواړوته خطاب ونه فرمايو،له پاره ددې چي داخبره ښکاره سي چي آدم عليه السلام
اودارنګه هرنر،مېړه اصل دئ اوحواء رضي الله عنها اوهره ښځه يې تابع ده
(الجنة)
د�الجنة�په لفظ کښي الف اولام لپاره دعهدخارجي دي،اشاره ده وهغه جنت ته چي دقيامت
په ورځ به مومنان ورځي،رزقنا الله الرحمن الرحيم اياها،
(ذالک)
پوسه چي اهل سنت والجماعت په دې عقيده دي چي جنت اودوږخ له پخوالا خدائ پاک
پيداکړيدي اوکوم جنت چي آدم عليه السلام اوحواءرضي الله عنهااول وارداخل سول
اوبياورڅخه راووتل همدغه جنت ووچي مقابل ددوږخ دئ،اومعتزله چي يوناروا اومبتدعه ډله
ده وايې چي جنت اودوږخ تراوسه پوري نه دي پيداسوي اوکوم جنت چي حضرت آدم عليه
السلام اوحواءرضي الله عنهاپکښې وو هغه يوباغ ووپه ځمکه کښي دفلسطين اوياپه منځ کښي
دفارس اودکرمان چي دآدم عليه السلام اوحواءرضي الله عنه دابتلادپاره خدائ پاک
پيداکړيوو.
بياچي دوۍ ته داعتراض په ډول وويل سي چي دوۍ دواړه چي الله جل جلاله له جنت څخه
ايستل نود�اهبطوا�په لفظ سره يې امرورته وکړ،،اواهباط خوله لوړه ځايه وکښته ځاي ته
کيږي نومعلومه سوه چي داهغه جنت ووکوم چي په اسمانوکښي دئ چي دارالثواب دئ .
نودوۍ ددې سوال په جواب کښي وايې چي �اهباط�ونقل کولوته له يوه ځايه وبل ځاۍ ته هم
ويل کېږي لکه په دې قول دخداۍ پاک کښي �اهبطوا مصرا�،.
(رغدا)
دغه لفظ د�واسعا� په معني دئ صفت دئ دمصدرمحذوف، اي اکلارغداً،اومجموع مفعول مطلق
دئ،
د�کلا� دپاره،
(حيث شئتما)
يعني په هرځاۍ کښي له جنت څخه چي ستاسي خوښه سي،
پوسه چي لفظ د�حيث� وضع دئ لپاره دمکان مبهم، دلته عام مکان ورڅخه مراددئ ځکه مکان
مبهم دعموم تقاضا کوي اوپه خصوص قرېنه هم نسته،دغه ظرف تعلق تر�کُلا�نيسي نه
تر�اُسْکُنْ� ځکه مقصود له دغه ظرف څخه عموم ده اجازې په خور ک کولو کښي ودوۍ
دواړوته له هرقسمه خورکه دجنته لپاره ددې چي دوۍ ته له هغي درختي څخه چي ورڅخه منعه
سول دخوړلوعذر نسي پاته،ځکه چي ټول خورکي شيان دجنت ورته رواسول ماسواله هغي يوې
درختي، مولاناعصام الدين دلته يوه عجيبه دقيقه خبره کړېده هغه داچي،تر�کلا�پوري له
دې وجي تعلق نيسي چي پردې دلالت وکړي چي په ډکه خېټه خورک مه کوئ، ځکه چي د�شئتما�
لفظ چي له�حيث� سره ضم سويدئ پردغه مفهوم دلالت کوي ځکه په ډکه خېټه خورک په مشيت
سره نه کيږي،نودعصام دقول مطابق به په آيت مذکوره کښي ددغه آيت مضمون راسي چي (کلواواشربواولاتسرفوا)
يوبزرګ فرمايلي دي، ګرچه خداګفت کلوا واشربوا ، ليک نګفته است کُلوا تاګلو
پوسه چي په ډک نس خورک هم شرعاً ممنوع دئ اوهم دډاکټري او طبي په مسلک کښي ممنوع
دئ،ځکه چي دااسرا ف دئ او دمرضوپيداکونکئ دئ،پوسه چي الله جل جلاله داسي نه دي ويلي
چي (ولاتأکلامن هذه الشجرة،الخ) بلکي داسي يې وفرمايل چي(ولاتقربا)يعني مه نزدې
کيږئ داپه دې سبب چي په منع کولوکښي ددوۍ مبالغه راسي ځکه يوڅوک چي ته له يوه
کارڅخه منع کوې نوچي داسي ورته ووايې چي داکارمه کوئ تردې داډېرتاکيدفايده کوي چي
ورته ووايې ودې کارته مه ورنږدې کېږه لکه چي په منع کښي له زنا څخه الله جل جلاله
فرمايلي دي (ولاتقربوالزناء)الآية، اوپه دې کښي وبندګانوته داتعليم هم دئ چي هغه
کارونه چي په شرعه کښي ممنوع دي له هغوڅخه دځان ساتلوطريقه داده چي وشاخواته يې
ورنږدې نه سي ځکه چي نږدېکت ويوشي ته سبب ددې ګرځي چي په هغه شي سره سړي مبتلاسي .
دغه کومه د رخته وه؟
په دې باب متعددروآيتونه راغلي دي له حضرت کعب اوابن عباس رضي الله عنهماڅخه روآيت
دئ چي دادغنمودرخته وه اومشهورهم دغه قول دئ،خودلته داسوال پيداکيږي چي دغنموبټي
خودرخته نه بلل کيږي،
جواب يې په مختلفوډولوکيږي اول جواب چي زماپه ذهن کښي راغلئ دادئ چي دجنت شيان
خوددنياله شيانوسره صرف په نامه کښي ګډدي نوښايي چي دغه بوټئ دغنمودي ددرختي په شکل
کښي وو اومفسرينويې په نوروډولوهم جواب کړيدئ،اوله حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله
عنه څخه روآيت دئ چي دادانګورودرخته وه اوله حضرت ابن جريح رضي الله تعالي څخه
روآيت دي چي دادانځردرخته وه،اوله حضرت علي رضي الله تعالي عنه څخه روآيت دئ چي
دادکافوردرخته وه،مولاناعصام الدين رحمه الله تعالي په يوه رقم کښي چي په
ځينونسخودبيضاوي شريف کښي موجوددئ فرمايلي دي چي مايوځاۍ ددغي شجري تفسيرپه علم سره
وليدئ بيايې په فهم کښي حيران سوم ترڅوچي په خوب کښي واسمانوته وختلم اوآدم عليه
السلام مي وليدئ بيامي له ده څخه پوښتنه وکړه چي ته په جنت کښي الله جل جلاله له
کوم شي څخه منع کړيوې ده راته وويل چي زه يې له علم استدلالي څخه منع کړيوم ځکه چي
په جنت کښي خومعرفت دخدائ پاک وماته دمشاهدي له لاري حاصل وو خوبهتره خبره داده چي
په تعين کښي ددې درختي څه نه وويل سي لکه چي د مخه يې ماذکروکړ،پوسه چي علماووپه دې
کښي اختلاف کړيدئ چي دغه نهي تحريمي وه،يعني الله جل جلاله دغه درخته پرآدم عليه
السلام اوحواءرضي الله تالي عنه باندي حرامه کړېوه اوکه تنزيهي وه، يعني له درختي
څخه خورک ورته حرام نه ووخو خلاف اولي وونوپه دې سبب د�فتکونامن الظالمين�په معني
کښي هم اختلاف راغلئ دئ ځکه هغه څوک چي دغه نهي تحريمي بولي نودمذکوري جملې معني په
دې ډول کوي چي که تاسي له دې درختي څخه خورک وکړ نودګناکولوپه وجه به له ظالمانو
څخه سئ،يعني ګنهګاران به سئ اوهغه څوک چي دغه نهي تنزيهي