مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تفسیرفضل الرحیم

. مفسر ، علامه محمد معين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته.

د(أعوذ بالله ) تفسيراو تحقيق :
--------------------------------------------------------------------------------

بسم الله الرحمن الرحيم
اَلْحَمْدُ لِلَّهِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِيْنُهُ وََنسْتَغْفِرهُ وَنُؤْمِنُ بِهِ وَنَتَوَکَّلُ عَلَيْهِ وَنَعُوْذُ بِاللهِ مِنْ شُرُوْرِ اَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَآتِ اَعْمَالَِنا ،مَن يَّهْدِهِ اللهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلْهُ فَلَاهَادِيَ لَهُ ، وَأَشْهَدُ اَنْ لَّا اِلَهَ اِلَّااللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ .
أمابعد : فَيَقُولُ الْعَبْدُالْعَاصِيْ اَلخاطئ احقرالمخلوقين ابوالفضل محمد معين الدين ابن مقرء القران صاحب البنان المرحوم قاري بلوڅ غفرالله له هذاتفسيرالقران الکريم بلغة البشتو قدبذلتُ کل جهدي فيه في تفسيرايات القران الکريم کلمةً کلمةً ثم في تحقيقهاوتفصيلهاحرفاًحرفا بحیث يکونُ نافعاًاشدالنفع للعوام ومغنياً وکافياً غاية الاغناءِوالکفاية للخواص وفقني الله لاتمامه وجعله الله سبباًلرضاه ولارضائه اياي في دنياه وعقباه ومقبولاًلکل مخلوقاته ونافعاًلعوامهم وخواصهم ورجالهم ونسائهم ،امين ويرحم الله عبداً قال امين .وهاانا اشرع وعلي الله اتوکل

د(أعوذبالله من الشيطان الرجيم ) ترجمه اوتحقيق :
( أَعُوذُ ) پناه غواړم ( بِاللهِ ) په خدائ ( مِنَ الشَّيطَانِ ) له شيطانه (الرَّجِيمِ ) ويستل سوي ،يا سنګسارسوي ــ يعني په لعنت سره د الله جل جلاله ،يا شړل سوي يعني له رحمت څخه د الله (جل جلاله )

يعني په قدرت اوپه حفظ ،اوساتنه د الله پاک سره، له هغه شيطان څخه پناه غواړم کوم چي د الله (جل جلاله) له رحمت څخه شړل سوئ دئ ،اود الله پاک د لعنت په ډبرو سنګسارسوئ او ويشتل سويدئ ـــ يعني له دې څخه په الله جل جلاله پناه غواړم چي شيطان ملعون و دين ،اوياودنياځما ته ضرر راورسوي ،اويادَئ ملعون ماله کولو څخه د هغه کار راوګرځوي چي الله پاک زه په کولو دهغه کارسره مأمور کړئ يم ،اويامي پرهغه کارباندي راوپاره وي ،راپورته مي کړي، باعث مي کړي کوم چي الله پاک زه له کولوڅخه د هغه کار منع کړئ يم .

ځکه شيطان هغه دښمن دئ چي له انسان څخه يې پرته له الله (جل جلاله) بل هيڅوک نه سي دفعه کولائ .

تفـــــصيل
پوسه چي ده اعوذبالله دويلو په حکمتوکښي يو حکمت مفسرينوداذکرکړيدئ چي دقران کريم په تلاوت شروع کول داسي مثال لري لکه يوڅوک چي ديوه بادشاه ودربارته اووحضورته ورداخليږي ، اودا معلوم خبرده چي دبادشاه وحضورته بي له اجازت غوښتلويوڅوک نسي ورتللاۍ نودقران کريم دتلاوت په سرکښي اعوذبالله ويل داسی مثال لري چي ګواکي دغه سړي له الله پاک څخه دده وعظيم حضورته کوم چي هغه دلته عبارت دئ له کلام پاک دده څخه دورداخليدلواجازت غواړي ، نواعوذبالله ويل په حکم کښي داجازت غوښتلوسودورداخليدلوودربارالهي ته ، خوزما احقر په قاصرعلم کښي داخبره راګرځي چي اعوذبالله ويل په حکم کښي ددي دئ چي ګواکي دغه سړي له الله پاک څخه دده ودربارته دورداخليدلواجازه وغوښتله اوالله پاک هم اجازه ورکړه . ځکه چي دبادشاه ودربارته صرف په اجازه غوښتلوسره يوسړي نسي ورداخليدلاۍ ترڅوچي دبادشاه له لوري اجازه ورنه کړه سي، پاته سوه داخبره چي د اعوذبالله ويل په څه وجه وتلاوت کوونکي ته له الهي لوري څخه په حکم کښي داجازت ورکولوهم دئ نوددي جواب دادئ چي څرنګه چي الله پاک فرمايلي دي .

(فَأِذَاقَرَئْتَ الْقُرْاَنَ فَاسْتَعِذْبِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ )یعنی نوهغه وخت چی اراده وکړی ته یعنی ای رسوله دقرائت دقران نوپناه وغواړه په الله سره له شیطان رټل سوی څخه

نوګواکي دالله پاک له طرفه وتلاوت کوونکي ته داسي فرمايل سويدي چي کله چي ته اعوذبالله ووايۍ نوزماله طرفه څخه وتاته اجازه ده چي زما ودربارته راداخل سي يعني زما دکلام په تلاوت شروع وکړي .

دوهم حکمت داعوذبالله په ويلو کښي دادئ چي اعوذبالله ويل داسي مثال لري لکه ويوه بادشاه ته چي ددي دپاره يوڅوک واسطه برابره کړي چي بادشاه دَيْ وخپل حضورته ومني، ځکه چي داعوذبالله په ويلوکښي دشيطان ملعون سخت توهين اومذمت موجوددئ اوله ده څخه دبيزاره کيدلو اظهار دئ اوداثابته خبره ده چي دبادشاه ددښمن توهين څوک وکړي اوله هغه څخه خپله بيزاري ښکاره کړي نودا ودغه بادشاه ته دتقرب سبب ګرځی نو څرنګه چي شيطان ملعون د الله پاک اودهغه ددوستانوپه دښمنانو کښي ترټولو لوۍ دښمن دئ نوپه دي وجه دده توهين اوله ده څخه دبيزارئ اظهار والله جل جلاله ته دنزديکت سبب ګرځي .

دريم حکمت داعوذبالله په ويلوکښي دادئ چي دقران پاک تلاوت وډيروداسي امورو ته ضرورت لري چي که تلاوت کونکئ هغه امورپه ځان کښي رانه ولي نو دثواب پرځاي به دغه تلاوت ود ته سبب دعذاب جوړسي لکه تصفيه دنيت اواخلاص اوحضوردزړه اودغه راز نورادبيات
پوه سه چي د شيطان لفظ په عربي زبان کښي يا له ( شَطَنَ) څخه مأخوذ دئ چي معنی يې ده : ليري سوئ . نوشيطان به په معنی د( بعيد) شي ، يعني ليري له رحمت څخه د خدائ پاک ، ایا ليري له هره خيره او پردغه تقديربه دشيطان په لفظ کښي نون له أصلي حروفو څخه سي .

اويا له ( شَاطَ ) څخه مأخوذ دئ چي په معنی د ( بَطَلَ ) دئ.پردغه تقدير به شيطان په معنی دباطل سي او الف اونون به دواړه پکښي زائد سي . (تفسير بيضاوي او مظهري )
پوه سه چي د شيطان لفظ که څه هم په إبليس او دده په اولاده کښي شهرت لري، خو له دې سره سره و هر مُتَمَرِّد او سرکښه ته کوم چي په خپله هم ګمراه وي اود نورو خلګو په ګمراه کولوکښي هم کوښښ کوي هم شيطان ويل کيږي .
اونظر ودغي معنی ته شيطان پر دوه قسمه دئ : يو شيطان الإنس دئ ،اوبل شيطان الجن دئ لکه چي الله (جل جلاله ) په يوه مبارک آيت کښي فرمايلي دي :

( وَکَذَالِکَ جَعَلْنَا لِکُلِّ نَبِِيٍّ عَدُوًًّا شَيَاطِينَ الِإنْسِ وَ الْجِنِّ )

يعني اواې رسوله لکه چي تالره موږ شيطانان د انسانانو اودپيرانانو دښمنان ګرځولي دي ،دارنګه هرنبي لره موږ دغه دواړه قسمه د شيطانانو دښمنان ګرځولي ؤ .
مطلب دادئ چي هر هغه انسان چي په ظاهره شکل کښي خو انسان وي ،مګرله الله اود الله له دين څخه سرکښه وي ،اودمؤمنانو،مسلمانانو په دښمني کښي لوېدلئ وي .
اولکه څنګه چي په خپله بې دينه وي نور هم بې دينه کوي ،ودغه رازانسان ته هم شيطان ويل کيږي ،بلکه دغه قسم انسان تر أصلي شيطان ،دشيطان په نامه سره ډير لائق دئ .
ځکه چي اصلي شيطان چي جني شیطان دئ له دې وجي چي دَئ په حقيقت کښي له انسان څخه بيل دئ، د انسان ودين اودنياته دومره ضرر نه سي رسولائ لکه څرنګه چي يې إنسي شيطان رسولائ سي .

په موجوده وخت کښي چي انسي شيطانان بیخی ډیردی کوم چی په خپله هم بی لاری دې اونورخلګ هم بیخې په اسانی سره بی لاری کوی نوکه ددوئ پرحال باندی یوڅوک نظر واچوی نوپه دی به ښه پوه سی چی بیشکه چی انسی شیطان ترجنی شیطان ډیربددئ اودابه ورته معلومه سی چي څونه خلګ چي انسي شيطان له سمي لاري څخه اړوي نوجني شيطان دهغه په سلمه حصه کار نه سي کولائ . ځکه څونه خلګ چي په دغه حاضردَور کښي انسی شیطانانودخپلو شيطاني فريبونو په سبب په ډيره لږ موده کښي له سمي لاري څخه واړول اویایې اړه وی اوهمدارنګه څونه ضررچي د مسلمانانوودين اودنيا ته او د دوۍ وننګ او ناموس ته او د دوۍ و عنعناتوته دوئ وررسوی نوجني شيطانانو په پيړيو ،پيړيو عُشرعَشير دهغه نه سوائ کولائ .

پوه سه چي شیطان که انسي وي اوکه جني وی د خروړي اويا دليوني سپي په مثال دئ د يوچا له کور څخه چي خروړئ ياليونئ سپئ پر يو چا باندي راوغورځي نو دغه سړئ ددغه سپي و مالک ته نارې وروهي چي وروره داسپئ دي دروګرزوه
(دأعوذ بالله ) د ويلو مطلب هم دادئ چي پروردګاره دغه ستاخروړئ او ليونئ سپئ چي شيطان الإ نس والجن دئ له ماڅخه دروګرځوه .

په کومو ځايوکښي (أعوذبالله ) ويله کيږي ؟
محترمو که څه هم د( أعوذبالله) ويل خو په هروخت کښي د مسلمان لپاره په کاردئ ،خو ځيني ځايونه د شرعي دلائلوله مخي د) أعوذبالله) ويلو لپاره په مشخص ډول په ګوته سوي دي چي اول له هغو ځايو څخه دقرآن کريم د تلاوت دشروع ځائ دئ ، چي کله يو مسلمان دقرآن کريم تلاوت شروع کوي نوپه سرکښي بي أعوذبالله وايې

په دليل ددې قول د خدائ (جل جلاله) چي :

[فََإِذَاقَرأْتَ الْقُرْآَنَ فَاسْتَعِذْ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ]
يعني کله چي ته ،اې رسوله، د قرآن کريم د ويلواراده وکړې نوړومبئ (أعوذبالله من الشيطان الرجيم) وايه .

۲دوهم : دلمانځه په اول رکعت کښي له (سبحانک اللهم) څخه وروسته .

۳دريم په وخت دغضب کښي، لکه چي له سليمان بن صرد (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي ده وويل چي : دوو۲ نفرو دنبي عليه السلام په حضورکښي په داسي حال کښي چي موږ هم دده په حضورکښي ناست وو ويوه اوبل ته بَد رَد په داسي حال کي ويل چي هريو په غضب کښي ؤ ،اومخ يې تک سور ګرځيدلئ ؤ . نونبي (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل چي : بېشکه زه په يوه داسي کلمه عالم يم چي که چيري هر يوه له دوۍڅخه هغه کلمه ویلې وائ نودغه غصه اوغضب به ورڅخه تللئ وائ ،چي هغه کلمه (أعوذبالله من الشيطان الرجيم) ده .

۴څلرم : په وخت کښي د داخليدو وبيت الخلاء ته لکه چي له حضرت أنس (رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي نبي (عليه الصلاة والسلام) چي به کله اراده د داخليدو وبيت الخلاء ته وکړه ،نو به يې وويل : اللّهم إِنِّي أعُوذُ بِِکَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَباَئِثِ .

يعني اې الله پاکه بېشکه زه پناه غواړم په تا له نرانو دشيطانانو،اوله ښځو د شيطانانو .

۵پـــنـــځم : کله چي انسان دسپي غفا ،يا دخره اِنګاره واوري .لکه چي رسول (عليه السلام) فرمايلي دي : کله چي په شپه کښي تاسي د سپي غفا يا دخره اِنګاره واورۍ نو (أعوذبالله) واياست .ځکه چي دغه سپئ او خر په دغه وخت کښي هغه څه ويني چي تاسي يې نه وينۍ .

۶ شپږم : د خوف او دويري په وخت کښي . لکه چي روايت دئ چي : داسلام پيغامبربه وخپلو أصحابوته داسي تعليم کاوه چي د ويري په وخت کښي دغه کلمې واياست ( أَعُوْذبِکَلِِمَاتِ اللهِ التَّامَّةِ مِنْ غَضَبِهِ وَعِقَابِهِ وَشَرِّ عِبَادِهِ وَمِنْ هَمَزاتِ الشَّيَاطِيْنِ وَأَنْ يَّحْضُرُوْنَ ) .

يعني پناه غواړم په کلمودالله پاک چي تامي اوپوره دي له غضب څخه دده اوله عذاب څخه دده اوله شرڅخه دبندګانودده اوله فريبوڅخه دشيطانانواوله دي څخه چي حاضريږي دوۍ ،يعني شيطانان وماته ،

۷ اووم : پر يو چاباندي د دَم کولوپه وخت کښي . لکه چي روايت دئ چي نبي عليه السلام به پر حسن اوحسين باندي د دم کولوپه وخت کښي داسي ويل

(اُعِيْذُُ کُمَا بِِکَلِمَاتِ اللهِ التَّامََّةِ مِنْ کُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ وَمِنْ کُلِّ عَيْنٍ لَامَةٍ) .

۸ اتم : په وخت د داخليدوکښي و مسجد ته . ځکه نبي عليه السلام چي به کله ومسجد ته داخليدئ نو بې داسي ويل :

(أعُوْذُ بِاللهِ الْعَظِيْمِ وبِِوَجهِِهِ الْکَرْيمِ وَسُلْطانِهِ القَدِيْمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ) .
يعني پناه غوام په الله ډيرلوۍسره اوپه بلاکيفه وجهه ياپه ذات کريم دده سره اوپه باچاهي دده سره چي قديمه ده له شيطانه رټل سوي څخه.

د(اعوذبالله) ښيګڼي،لطائفي،اوباريکئ .

پوسه چي امام فخرالدين رازي د (اعوذبالله) ډيري په زړه پوري ښيګڼي اوباريکئ ذکر کړيدي چي تفصيل یې په دي شرحه دئ .

اوله ښيګڼه يې داده چي کله يومسلمان ووايې چي (اعوذ) نوپه دي سره ده ګواکئ په خپل فقراوحاجت اوپه خپل عجزاوناوسئ اقراراواعتراف وکړچي اي الله پاکه زه فقيريم حاجتمند يم اوعاجزاوناوسه يم اوکله چي بيا (بالله) ووايې نوپه دي سره ده په دووشيانواقراروکړ ،اول په دي چي الله پاک وماته پرراکولودټولوښيګڼو باندي اودارنګه له ما څخه پردفعه کولوباندي دټولوافتواومصيبتو قادردئ . اودوهم په دي سره چي له الله جل جلاله څخه پرته بل هيڅوک ددي توان او وس نلري چي وماته دي ياکوم خيرراورسوي اويادي له ما څخه کوم شر اوافت دفعه کړي .
اودوهمه ښيګڼه اوباريکي يې داده چي داعوذبالله په ويلو کښي ودي ته اشاره ده چي والله جل جلاله ته دقرب اودنزديکت وسيله داده چي بنده خپل ځان په عجز او په احتياج سره وپيژني اووالله جل جلاله ته دخپل عجز اظهار وکړي اوددي اظهاروکړي چي اي الله پاکه ته قادرمطلق يې اوهرڅه ستاپه اختياراوپه قدرت سره کيږي همداسبب دئ چي دطريقت بزرګانو فرمايلي دي چي دولايت اودالله جل جلاله دمعرفت اودپيژندني په مقاماتو کښي اخيري مقام مقام دعجز دئ اودارنګه دوۍفرمايلي دي چي هرڅونه چي بنده والله پاک ته ورنزديکيږي نوهغومره دده دنفس شکستګئ اوعجز زياتيږي .

حضرت بايزيد بسطامي رحمه الله تعالي په يوه مناجاتي کلام کښي فرمايلي دي. بيت
چار چيزاورده ام شاهاکه در ګنج تونيست ــــــــ عاجزي ومسکنت فقروګناه اورده ام .

يعني څلور شيان مي راوړيدي اي بادشاه يعني الله پاکه چي هغه څلور سره ستا په خزانه کښي نسته اول عاجزي دوهم مسکنت دريم فقر اوڅلورم ګناه .
داسلام پيغمبر په يوه مشهورحديث کښي کوم چي امام رازي هم په تفسير کبير کښي ذکرکړيدئ فرمايلي دي ( مَنْ عَرَفَ نَفْسَهُ فَقَدْعَرَفَ رَبَّهُ ) معني ددغه مبارک حديث داده چي هرچا که وپيژندئ ځان خپل يعني په ضعف اوپه قصور اوپه عجز سره نوپه تحقيق سره وپيژندئ ده رب خپل يعني په قدرت اوپه کمال اوپه جلال سره .

دريمه ښيګڼه اونکته اوباريکي داعوذبالله ‍په ويلوکښي داده چي په دي کښي ودي ته اشاره ده چي شيطان ملعون چي دانسان تاريخي اوبنيادي دښمن دئ دَيْ دخپل عداوت اودښمنئ په مقتضي سره په هغه وخت کښي له انسان سره خپل مکراوفريب عملي کوي چي انسان دالله جل جلاله ديوه طاعت اوعبادت اراده وکړي.

څلورمه نکته په اعوذبالله کښي داده چي په اعوذبالله کښي له الهي لوري څخه وبندګانوته ددي خبري تعليم سويدئ چي نافرماني اوسرکښي دالله جل جلاله له حکمه څخه سبب ددونه بدبختئ ګرځي چي بيا دالله پاک هرنيک بنده دده له قربه اودده له حاله اودارنګه دده له شر اوفساد څخه پناه غواړي لکه چي ددي پرخلاف هغه څوک چي دالله پاک اطاعت اوفرمان برداری يې کړې وې نوخلګ دهغه په نزدیکت سره تبرک کوی او په دي کښي کوښښ کوي چي دده دعاګويې اوبرکت اوفيض حاصل کړي

پنځمه نکته داعوذبالله په ویلوکښی داده چی داعوذبالله په ویلوسره وانسان ته هغه تاریخی پیښه پیادورځی کومه چی دادم علیه السلام اودابلیس په منځ کښی په غه وخت کښی چی الله پاک ابلیس وادم ته په سجده کولوسره امرکړاوپه هغه وخت کښ چی ادم علیه السلام اوحواءرضی الله عنها وجنت ته ورداخل کړه سول اوبیادشیطان په توسط له جنت څخه راوایستل سوه،واقع سویده


د ( بسم الله الرحمن الرحيم) : تفسيراوتحقيق
لفظي ترجمه .

(بسم) خاص په نامه سره (الله )دخدائ پاک (الرحمن) ډيرمهربانه په دنياکي پرهرچا( الرحيم ) ډيرمهربانه په آخرت کښي خاص پرمؤمنانوشروع کوم یاتلاوت کوم.

تفصيل اوعلمي تحقيق .
پوه سه چي دالله (جل جلاله) دټولونومونو له جملې څخه په( بسم الله )کښي دغه درې مبارک نومونه چي ،الله، رحمن، اورحيم، دئ په دې وجه خاص کړه سوي دي چي انسان چي هرکارکوي که د دنياکاروي ، اوکه دآخرت نودغه کاردده پر دروشيانوباندي موقوف دئ :
اول برابريدل د أسبابود هغه کار.
دوهم دوام اوبقا ددغو أسبابوله ابتدا د کارڅخه ،بیا تر انتها او ترپايه دکاره .
دريم مرتب والئ دګټو او د فائدو د هغه کار ، پر هغه کار باندي .

ځکه که أسباب د کار و سړي ته برابرنه سي ،نوکار نه سي کيدلائ . اودارنګه که دغه أسباب د کار تر پايه پوري دوام ونه لري نوکار پائ ته نه سي رسيدلائ . اوکه پر دغه کارباندي هغه ثمرې اونتيجې مرتبي نه سي کومي چي له دغه کاره څخه مقصود دي ، نوهم دغه کار عبث اوبې فائدې وګرځيدئ .


دمثال په ډول په دې موجوده روان حال کښي مسلمانان د شر او فساد ،اودکفراوالحاد اود اِرتِداد په مقابل کښي په جهاد مقدس مشغول دي ، نوجهاد د ټولو مسلمانانوپه مشترک ډول يوکاردئ .په دغه کارکښی مسلمانان
په اول قدم کښي ودې ته مجبوردي چي الله تعالی څه ناڅه د جهاد اسباب او وسائل و دوۍ ته وربرابر کړي

اوپه دوهم قدم کښي ودې ته مجبوردي چي الله پاک دغه أسباب او وسائل له دوۍ سره د بري تر وخته پوري دائم ولري .
اوپه دريم قدم کښي ودې ته مجبوردي چي الله ( جل جلاله)د دوۍ پر جهاد باندي هغه ثمرې او نتيجې مرتبي کړي ،دکومولپاره چي په اسلام کښي د جهاد وضعه راغلې ده.

نودکارپه ابتداکښي د کار داسبابو برابروالئ د(الله) دنامه کوم چي اسم ذات دئ اوپه اجمالي ډول يې په معنی کښي د خدائ ( جل جلاله ) دټولو اسماوو او صفاتو معناګاني پرتې دی له تصرفاتو او مقتضاګانو څخه دئ ..
او دوام او بقا دأسبابو له ابتدا دکارڅخه بيا تر پايه دکاره پوري ،مقتضی دنامه د (رحمن) ده .
او پرکارباندي د ثمرو او نتيجو مرتبوالئ مقتضی د نامه د ( رحيم) ده . نوپه دې وجه دغه درې نومونه په بسم الله کښي خاص کړه سويدي .

د بسم الله په اړه يو بل دقيق مضمون :
اولياءکرامو اود طريقت علماؤ فرمايلي دي چي ابتدا د بسم الله چي په مکسور يعني زيرداره حرف سره سوې ده ،په دې کښي الله پاک و مسلمانانو ته ددې خبري اشاره کړې ده چي ستاسي کاميابي اوستاسي د شان لوړوالئ په تواضع او خاکساري کښي دئ .
لکه چي د اسلام پيغامبر فرمايلي دي ( مَن تَواضَعَ لِلهِ رفعَه الله) ، يعني هرچا چي د الله ( جل جلاله ) د رضا دپاره عاجزي او خاکساري غوره کړه ،نو الله ( جل جلاله) به د مقام او د مرتبې په لحاظ و ده ته رَفعَت او لوړوالئ ورنصيب کړي .

اوهمدارنګه اولياءکرامو فرمايلي دي چي ابتدا د(بسم الله ) چي په داسي حرف سره سوېده چي هغه يو ټکئ لري نوپدی کښی اشاره ده ودې ته چي معبُود، خالِق او مالِک ، اوحاکم د کائناتو يوذات دئ چي له هرقسم شريک څخه پاک دئ .
همدارنګه دوۍ فرمايلي دي چي ابتدا د( بسم الله) چي په داسي حرف سره سوې ده چي د هغه ټکئ دلاندي و طرف ته دئ نوپه دیکښی اشاره ده ودې ته چي انسان بايد خپل ټول هغه شهوات او خواهشات وشاته وغورځوي کوم چی له إلهي ارشاداتو سره ټکروی .
همدارنګه دوۍ فرمايلي دي چي دالله (جل جلاله )هرمبارک نوم دیوه خاص قسم موجوددپیداکولوتقاضاکوله اوبیادهرنامه په تقاضاسره خدائ پاک يو قسم مخلوق پيداکړئ هم دئ دمثال په ډول دالله پاک د( رزاق) نامه ددې تقاضا کوله چي يو داسي مخلوق بايد پيداسي چي هغه ورزق اوو روزي ته اړتيا ولري اوبيا وهغه ته روزي ورکړه سي نو ددې تقاضا په مطابق الله پاک روزي خوړونکئ مخلوق لکه انسان پیدا کړوهکذا

د اسلام دپيغامبر تخليق الله (جل جلاله) په مقتضی د نامه د (الله)سره کړئ دئ . ځکه چی د الله نوم دالله (جل جلاله) دټولو أسماؤ او صفاتو پرمعناګانو باندي په اِجمَالِي ډول دلالت کوي نوپه دې وجه دغه مقدس نامه ددې تقاضا کوله چي یوداسی مخلوق پیداکړسی چی هغه دنورو ټولو مخلوقاتو إجمَال و ي اوهغه قسم مخلوق ذات مطهر د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم) دئ کوم چی سبب دپیدایښت دټولوکائناتوګرځیدلئ دئ.

پوه سه چي لفظ د( الله) د ځينو علماؤ په قول نوم دئ د ذات بَحت يعني د خالص ذات دالله پاک بې له ملاحظې د صفاتو .
اودځينو علماؤپه قول نوم دئ لپاره د ذات دالله (جل جلاله) سره له ټولوصفاتوکامله ؤ دده . همداسبب دئ چي د طريقت په استاذانو کښي ځيني داوايي چي په وخت د ذکر د( الله) کښي کوم چي په پنځولطائفو کښي کيږي بايد التفات د زړه وخالص ذات ته دالله کړ کيږي . اوځيني وايي چي په وخت دذکردالله کښی به د الله پاک دذات اودموصوفوالی دذات دده په ټولو کاملوصفتوسره اودارنګه دپاکوالی دده له ټولونقصاناتوڅخه ددغودری واړو ملاحظه کوله کیږی.

پوه سه چی د (رحمن) نوم د( الله ) له نامه سره په دې خصوصیت کښي شريک دئ چي له الله (جل جلاله)څخه پرته نه په زمانه د جاهليت کښي اونه په زمانه کښي د اسلام وبل چاته ويل سوئ دئ لکه څرنګه چی دالله دنامه اطلاق له الله پاک څخه سوی پربل هیچاباندی دهیچاله خواپه هیڅ وخت کښی ندۍ سوۍ، صرف داخبره سته چی د مسَيلمة الکذاب ،کوم چي په دروغو يې د نبوت دعوه کړې وه ، په صفت کښي يوه کافرپه دې شعرکښي چي : أنتَ غَيثُ الوَری لا زِلتَ رَحمانًا ، ومسيلمه ته رحمن ويلئ دئ . خو دا فقط او فقط د تعصب اوعناد په وجه ؤ .

همداسبب دئ چي علماوو فرمايلي دي چي : (رحمن) د لفظ په اعتبار خاص دئ . یعنی که څه هم دمعنی په اعتبارسره عام دۍ ځکه چی دمعنی په لحاظ ومومن اووکافرودواړوته ورشامل دۍ
(رحيــــم ) درحيم په نامه سره له خدائ پاکه ماسوا بل څوک هم يا د يدلائ سي لکه چي الله پاک د اسلام و پيغامبر ته په دغه آيت کريمه کښي چي ( بِالْمُؤمِنِِيْنَ رَؤفُ رَّحِيم) رحيم ويلئ دئ . همدا سبب دئ چي علماؤ فرمايلي دي چي رحيم د لفظ په اعتبار عام دئ .

پوه سه چي مفسرينو ذکر کړيدي چي د خدائ تعالی ټول اسماني کتابونه يعني د مضمون په اعتبار په قرآن کريم کښي دي ، او دقرآنکريم ټول أحکام په ( يس شريف) کښي موجود دي ، او د (يس شريف) ټول أحکام په (الحمدلله) کښي موجود دي ، او د (الحمدلله) شريفي ټول أحکام په (بسم الله) کښي موجود دي ، او د (بسم الله)ټول أحکام بيا په ( باء ) د بسم الله کښي موجود دي .

ځکه چي مقصود له ټولو إلهي أحکاموڅخه الصاق او پيوستون د بنده دئ له الله ( جل جلاله ) سره ،اود (بې جاره ) وضع د الصاق لپاره راغلې ده .

د (بسم الله) د ويلو شرعي حکم :

پوه سه چي د(بسم الله) ويل کله فرض وي لکه په وخت د ذبحه کولو دحيوان کښی ، البته د ذبحی په خت کښي ډيرعلماء داسي وايي چي پوره( بسم الله) به نه ويله کيږي بلکه فقط (بسم الله) ،الله أکبر به ويل کيږي . او په ( جوهره) کښي داسي راغلي دي چي ښه کار دادئ چي د ذبح په وخت کښي ټوله (بسم الله) وويله سي ،
اودارنګه د (بسم الله) ويل فرض دي په وخت کښي د ويشتلو د ښکارپه غيشي سره

اودارنګه د (بسم الله) ويل فرض دي په وخت کښی د خوشي کولو د تعليم يافته سپي په ښکار پسي .
دلته يوسوال پيداکيږي په دې ډول چي که يوسړئ يوپسه مثلاً ذبحه کړي ،اوبسم الله ويل يې هيرسي نودغه پسه حلال دئ ،نوکه په وخت د ذبح کښي بسم الله ويل فرض وائ نو بايد دغه پسه مرداروائ ؟
جواب ددې سوال دادئ چي د هيري په وخت کښي دعذر په وجه د ذبحه کونکي مسلمانتوب پرځائ باندي د (بسم الله) ويلو دريږي .
اوکله د(بسم الله) ويل واجب وي ، لکه د لمانځه په هغو رکعتو کښي چي په هغو کښي (الحمدلله) ويل واجب دي ، خوالبته دهغه چاپه قول چي (بسم الله) د(الحمدلله) جُزء بولي ، مګر ځموږ مذهب دانه دئ .
اوکله بسم الله ويل سنت وي لکه د اوداسه په سر کښي ، اوپه اول کښي د هرهغه کار چي (ذي بال) يعني خاوند د شرف وي ، چي خوراک ،اوجماع هم له دې جملې څخه دئ .
اوکله (بسم الله) ويل مُبَاح وي، لکه د فاتحې او دسورت په منځ کښي ، بناپر قول راجح باندی ، اودارنګه په ابتداکښي د تګ کولو،اودکښينستلو .
اوکله د بسم الله ويل حرام وي ،لکه د زناکولوپه وخت کښي ،او دارنګه دغصب شوي ياد غلا سوي شي د خوړلو په وخت کښي ،له مخه تردې چي دهغه شي ضمأن ادا کړي اويايې مالک وروبخښي .
او کله بسم الله ويل مکروه وي لکه په اول د سورت براءت کښي ، اويا لکه په مردارځائ کښي .

( مراقي الفلاح ص ۲ـ ۳ . سره له څه زيادته )

په کومو ځايوکښي (بسم الله) ويله کيږي ؟ :

محترمومسلمانانو
دپاره د زياتوالي د فائدې ستاسی دوولس ۱۲ځايونه له هغو ځايو څخه درته ذکرکوم کوم چي بسم الله پکښي ويله کيږي :

اول : تر استنجا وهلو له مخه .
دوهم : د اوداسه په شروع کښي .
دريم : دذبحی او دښکارکولو په وخت کښي .
څلرم : په ابتداکښي د خوراک اوڅښاک .
پنځم : د دَم کولو په وخت کښي پر مريض باندي . لکه چي روايت دئ چي حضرت عثمان بن ابي العاص ثَقَفي ورسول عليه الصلاة والسلام ته عرض وکړچي له هغه وخته چي ما اسلام قبول کړئ دئ دبدن په يوه حصه کښي مي درد پيداسوئ دئ . نورسول �عليه الصلاة والسلام � ورته وفرمايل چي ته خپل لاس ستا د بدن پر هغه حصه کښيږده کومه چي درد کوي ،اودرې ۳ واره داسي ووايه چي بسم الله ، او اووه۷ واره داسي ووايه ( أعوذ بالله من شَرِّ ما أجِد وَ اُحَاذِر) .

دارنګه له حضرت ابي سعيد الخدري څخه روايت دئ چي حضرت جبرئيل (علیه السلام) ونبي ( صلی الله عليه وسلم) ته راغئ ، بيا يې ورته وويل چي اې محمده
لکه چي مريض سوئ يې ؟
ده مبارک ورته وفرمايل چي هو !
نو جبرئيل عليه السلام وويل يعني د دَم کولو په نيت (بسم اللهِ ارقِيکَ من کُلَّ شَئ يُؤذِيکَ ، من شر کلِّ نفسٍ او عينِ حاسدٍ ، اللهُ يشفيک بسم اللهِ اَرقِيک ).

شپږم : په وخت د داخليدو او راوتلو کښي له مسجده . ځکه له حضرت انس (رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي : رسول الله( صلی الله عليه وسلم) چي به کله و مسجد ته داخليدئ نو داسي به يې ويل ( بسم الله اللهم صل علی محمد ، اللهم افتح لي ابواب رحمتک ). اوچي کله به له مسجد څخه راوتئ نو بې داسي ويل ( بسم الله ،اللهم صل علی محمد، اللهم افتح لي أبواب فضلک .)

اوم ۷ : د جماع کولو په وخت کښي . ځکه له حضرت ابن عباس (رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي : رسول الله صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : چي که څوک له تاسي څخه په وخت د ارادې کښي د جماع له خپلي ښځي سره داسي ووايي :
(بسم اللهِ ،اللهم جَنِّبنا الشيطانَ ، و جنِّب الشيطان ما رزَقتَنَا) . نو که په دغه جماع کښي د دوۍ لپاره د ولد يعني ځوۍ يا لور فيصله وکړه سي نو وهغه وَلَد ته به هيڅکله شيطان ضرر ونه رسوي .

اتم ۸ : په وخت کښي د سهار او د ماښام . ځکه له حضرت عثمان بن عفان (رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي : رسول الله صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : چي هر بنده چي د هري ورځي په سهار کښي ،او د هري شپې په ماښام کښي درې۳ واره داسي ووايي : ( بسم اللهِ الذي لا يَضُرُّ معَ اسمِه شئ في الأرضِ ولا في السَّماءِ و هُو السميعُ العليم ) نو هيڅ شئ به و ده ته ضرر ونه رسوي .

نهم ۹ : په شپه کښي په وخت دبيدېدلو کي ،چي کله د سرائ او دخونو دروازې رابنده وي ،اويا د لوښو سرونه پټوي ،اويا د مشکولاوو خولې ورتړي ،نودغه کارونه به په بسم الله ويلو سره کوي . لکه چي د حضرت جابربن عبدالله (رضي الله عنه ) په يوه دراز حديث کښي دغه مضمون راغلئ دئ .

لسم۱۰ : په وخت کښي دراوتلو يا د داخليدو و کور ته . لکه چي له حضرت انس بن مالک (رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي : رسول الله صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: چي کله يو سړئ له خپله کوره څخه وځي، نو داسي ووايي :
(بسم اللهِ توکَّلتُ علی اللهِ ،لاحول ولاقوة الا باللهِ) . نو وويل سي په دغه وخت کښي يعني وده ته د فرشتو له طرفه ،يا دالله ( جل جلاله) له لوري چي : هدايت وکړسو و تاته ،اوکفايت وکړ سو ستا ،او وساتل سوې ته .
نوله دغي وجي شيطانان له ده څخه ډير ليري سي . همدارنګه له حضرت جابر بن عبدالله (رضي الله عنه ) څخه روايت دئ چي له رسول عليه السلام څخه ده واوريدل چي ويل يې : کله چي يوسړئ وخپل کورته راداخليږي نود داخليدو په وخت کښي الله تعالی ياد کړي ، او دارنګه يې د خوراک په وخت کي ياد کړي ، نوشيطان ووايي :
يعني و خپلواتباعو ته ) چي تاسي ته د شپې د تيريدو ځائ نسته،اونه دماښام ډوډۍ سته ،يعني په دغه کور کښي . اوکله چي يو سړئ وکورته راداخليږي نو د داخليدو په وخت کښي الله عزوجل ياد نه کړي ،نوشيطان ملعون ووايي چي دشپې ځائ تاسي پيداکړ . اوکله چي دغه سړئ بيا ډودۍ خوري نو د ډوډۍ په وخت کښي هم الله ياد نه کړي ،نوشيطان ملعون وخپلو اتباعو ته ووايي چي تاسي د شپې ځائ هم پیداکړ ، او د ډوډۍ ځائ هم .

يولسم ۱۱ : په وخت کښي د سپريدوپر يوه چارپائ يا په يوه موټرکښي مثلا. ځکه چي رسول صلی الله عليه وسلم) چي به کله پر يوه چارپائ باندي سپريدئ نو بې داسي ويل ( بسم اللهِ الحمدللهِ ،سبحان الذي سخَّرلنا هذا و ما کُنا له مقرنين )
دوولسم ۱۲: ټوله بسم الله ذکر کيږي په ابتداکښي د قرآنکريم ،اودارنګه په وخت کښي دليکلو د خط ويوچاته .

د بسم الله الرحمن الرحيم فضيلتونه
محترمووروڼوهر مسلمان ته چي ځما تفسير ګوري نوورته ضرور دئ چي زما له دغه راز بيانو څخه پوره نفعه اوفائده حاصله کړي ، د بسم الله شريفي له فضيلتوڅخه
اول فضيلت دادئ چي امام دارقطني له ابن عمر رضي الله تعالي عنه څخه روايت کړي دئ چي بيشکه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي جبرئيل عليه السلام چي کوم وخت ماته وحي راوړي نواول څه چي دي يي و ماته وايي هغه بسم الله الرحمن الرحيم دئ. دوهم فضيلت ،ابو نعيم اوابن السلمي له حضرت عائشي رضي الله عنها څخه روايت کړي دئ چي کله چي بسم الله الرحمن الرحيم نازل سو نو د مکي مکرمي غرو دونه په زوره دخداي تبارک وتعالي تسبيح وويلي چي دمکي شريفي ټولو خلګو دغه تسبيحات واوريدل بيا دمکي مکرمي کفارو وويل چي محمد صلي الله عليه واله وصحبه وسلم پر غرونو باندي هم سحر اوجادو وکړ بيا خداي پاک يوقِسم دود پيداکړ چي دمکي مکرمي پر خلګو باندي دسائبان په ډول سايه سو بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم وفر مايل چي هرڅوک چي دزړه په يقين سره بسم الله الرحمن الرحيم ووايي نوغرونه هم دخداي پاک تسبيح ورسره وايي مګر خودغه څوک دغه تسبيح دغرونو نه اوري.

دريم فضيلت ،په درمنثورکښي له ابن عباس رضي الله عنهما څخه داسي روايت ذکر دئ چي رسول الله صلي عليه وسلم وفرمايل هر څوک چي بسم الله الرحمن الرحيم ولا حول ولاقوة الا بالله العلي العظيم ووايې نو الله الله پاک به له ده څخه اويا (70) رقمه بلاوي اوغمونه اوليونتوبونه لري کړي ،څلورم فضيلت ، پو سه چي الله جل جلاله لره دري زره (3000) نومونه دي په دغو دري زره نومونو کښي زرنومونه يوازي وملائکوته معلوم دي اوزرنومونه بيايوازي ونبيانوعليهم السلام ته ورمعلوم وه اودري سوه (300) نومونه په انجيل کښي راغلي وواودري سوه نومونه په تورات کښي راغلي وو اودري سوه نومونه په زبور کښي راغلي وو اونه نوي (99) نومونه په قران کريم کښي دي اويونوم چي اسم اعظم دئ هغه مستوردئ اووهر چاته نه دئ معلوم له عامو خلګو څخه پوشيده اوپټ دئ ددغو دريوزرو (3000) نومونو دټولو معني ګاني په دغو دريو نومونو کښي چي الله او رحمن اورحيم دئ اوپه بسم الله الرحمن الرحيم کښي راغلي دي موجودي دي نو هر څوک چي په صدق اودزړه په يقين سره بسم الله الرحمن الرحيم ووايي ګواکي دغه دري زره نومونه يي وويل .

دبسم الله الرحمن الرحيم دويلو طريقي
اول ، په شپه کښي دشيطان اوپيري اودغله له شره اوداراز دنورو افاتو دحفاظت دپاره دي دخوب په وخت کښي يوويشت(21) واره ويله کيږي .
دوهم ، ددردو دبدن دليري کولو لپاره اودارنګه دسحر اوجادوددفعه کولوياليري کولو لپاره دي تراوو(7) ورځوپوري پرله پسي ويله کيږي پرمريض باندي چُپ کيږي .
دريم (3) درزق دفراخ والي لپاره دي هره ورځ دلمر دراختو په وخت کښي دري سوه اوديار لس (313) واره ويله کيږي سره له سل (100) واره درود شريفه
څلورم (4) دهر حاجت دپوره کيدلو دپاره دي بسم الله ترپايه هره ورځ اوه سوه اواوه اتيا(787) واره ويله کيږي
پنځم(5) که په يوه ورځ کښي دوولس زره (12000) واره وويله سي اوله هرزرواره وروسته دوه دوه رکعته لمونځ کوي نو په تلوار سره بي حاجت پوره سي .
خزينة الاسرار وغيره .


د ( سورة فاتحې ) تفسير او تحقيق :

شان نزول :
مولانا يعقوب چرخي له حضرت أميرالمؤمنين علي ( کرم الله وجهه) او له حضرت عبدالله ابن عباس څخه روايت کړئ دئ چي دغه مبارک سورت په مکه مکرمه کښي نازل سوئ دئ ، او کيفيت د نزول يې په دې ډول دئ چي رسول الله فرمايلي دي چي کله چي به زه و صحرا ته ولاړم ، نو د يامحمد اواز به مي واوريدئ ، اويو نوراني شخص به مي وليدئ چي د زرو پر يوه تخت باندي به چي په منځ کښي د اسمان او د مزکي به ؤ، ولاړ ؤ ، زه به له همدغه اواز څخه وبيريدم ، او وبه تښتيدم .
نوڅرنګه چي دغه حادثه مکرره پيښه سوه،نو و وَرَقه بن نوفَل ته مي دغه واقعه بيان کړه او ورقه بن نوفل يو داسي سړئ ؤ چي په تورات او په انجيل عالم ؤ ، او له علماؤ د نصاری ؤ څخه يې ډير علم حاصل کړئ ؤ ده راته وويل چي کله ته دغه اواز واوري نو مه ورڅخه تښته اوغوږ ورته ونيسه چي څه درته وايي . نوماهم دغه ډول وکول ،نوبيا چي کله د �يا محمد� اواز راغئ ، ما لبيک ووايو ده راته وويل چي زه جبرئيل يم او ته نبي ددغه أمت يې بيا ده را ته وويل چي ووايه
أشهد ان لا إله الا الله ، و أشهد ان محمدا عبده ورسوله .
بيا جبرئیل وده ته ( الحمدلله ) له سره تر پايه وويله .

لفظي تفسير او ترجمه :
(الحَمدُ) هر ثنا اوصفت ( لِلهِ ) خاص الله لره دئ ( رَبِّ ) پالونکئ( العَلَمِين) دټولو عالميانو ، يعني داسي الله چي پالونکئ او تربيه کونکئ د ټولو عالميانو دئ .
َ(مالِکِ) خاوند( يَومِ ) د ورځي( الدِّينِ ) دجزا ،

يعني اوداسي الله چي په هغه ورځ کښي چي و خلګو ته دخير،اودشر جزا ورکړه کيږي ،په ظاهر اوپه باطن کښي دهرشي مالک دئ ، په دې معنی چي په دنيا کښي خو که څه هم حقيقي مالک الله دئ ،مګرخو په ظاهرکښي انسانان مثلاً هم د قسم،قسم شيانو مالکان ګڼل کيږي . دقيامت په ورځ کښي به په ظاهرکي هم له خدائ څخه پرته هيڅوک د هيڅ شي مالک نه وي .

(اِيَّاکَ ) خاص تالره ، يعني اې الله پاکه ( نَعبُدُ) عبادت کوو موږ ،يعني ځکه چي له تا پرته بل هيڅوک لائق د عبادت نه دئ .
(و)َاو( اِيَّاکَ ) خاص له تاڅخه( نَستَعيِنُ ) طلب د مدت کوو موږ .
ِهدِ ) وښيه یاروان کړه ( نَا ) وموږ ته یاموږ( الصِّرَاط ) لار( المُستَقِيم ) برابره ،يعني اې پروردګاره و موږ ته په هر باب کښي د سمي اوبرابري لاري هدايت وکړه .
(صِرَاطَ ) لار (الذين ) دهغوکسانو (اَنعَمتَ) چي انعام کړئ دئ تا (عَلَيهِم) پر دوۍ باندي ــ يعني چي هغه دغه څلورقسمه نزدې بندګان د الله دي چي انبياء،صديقين، شهداء ، اوصالحين دي . (غَيرِ) نه (المَغضُوبِ) هغه خلګ چي غضب کړسويدئ (عَليَهِم) پردوۍ باندي ــ يعني دهغو خلګو دلاري هدايت راته وکړه ، چي هغه غيردي له هغوخلګو چي ستاغضب پردوۍ باندي سوئ دئ ،چي هغه مطلق فاسقان اويا یهودان دي .

(وَلَا) اونه (الضاَلِّينَ ) اونه هغه خلګ چي ګمرهان دي ( آمين) ځما دعاقبوله کړه يعني اې پروردګاره.

تفصيل اوعلمي تحقيق :
(الحمدلله)
پوه سه چي دغه مبارکه کلمه د قرآنکريم د پنځوسورتو په سرکښي ذکرده ،چي هغه دادي : سورت فاتحه ، سورت أنعام، سورت کهف ، سورت سبا، سورت فاطر،.
په فضيلت کښي ددغه مبارکي کلمې ډير روايتونه راغلي دي ،چي له جملې د هغو روايتو څخه يو هغه روايت دئ چي ترمذي ،اوابن ماجه له حضرت جابربن عبدالله (رضي الله عنهما) څخه کړئ دئ ،چي ده مبارک ويلي دي :

چي رسول الله فرمايلي دي:
أفضل الذکر لااله الاالله ، وأفضل الدعاء الحمدلله .

يعني بهترين د ذکر کلمه د لااله الاالله ده، او بهترينه د دعاوو الحمدلله ده .
اوبل روايت هغه دئ چي قرطبي وغيره يې له أنس څخه روايت کړئ دئ ،چي رسول الله فرمايلي دي :

(لوأن الدنيا بِحَذَافِيرِها في يَدِ رَجلٍ مِّن أُمَّتي ،ثُمَّ قالَ الحمدلله لَکانَ الحمدلله افضل من ذلک ) يعني که چيري دا خبره وجود پيداکړي چي دنيا (بتمامها) ټوله کښيښودله سي په لاس کښي د يوه سړي له أمت څخه ځما،بيا ووايي دغه سړئ چي: الحمدلله نو دغه الحمدلله به ډيره بهتره وي له هغه څخه .، يعني داچي الله پاک وده ته ددې الهام وکړ چي دَئ يو واري الحمدلله ووايي ،نودا به د الله پاک له لوري ډير لوۍ احسان وي پر ده باندي ،له دې څخه چي ټوله دنيايې دده په لاس کي کيښودله .
ځکه چي ثواب د الحمدلله فنا نه لري اود دنيا نعمتونه ټول فاني کيږي .

خلاصه اومطلب ددې مبارکي کلمې دادئ چي ټول کامل صفتونه په الله کښي حصر دي . ځکه چي په بل چاکښي لکه نبي یا شهيد، ياصديق ،ياولي که څه هم په ظاهره کښي کامل صفتونه موجود دي ،خوهغه وده ته الله پاک ورکړي دي ،اودده له خپل ځان څخه نه دي . او الله پاک چي په ټولوکاملو صفتو موصوف دئ اوله ټولونقصاناتوڅخه پاک دئ نودادخپل ذات له وجهي دئ اودارنګه هرڅوک چي دکامل صفت خاوندوي نوهغه هم خاص دالله پاک له طرفه دئ ځکه چي وبل هرچاته د کامل صفت ورکونکئ هم خاص دَی دئ .

(رب العالمين)
پوه سه چي دالفظ په ترکيب کښي صفت دئ د (الله) د کلمې دپاره .
امام راغب فرمايلي دي چي د رَب لفظ له (ربوبية) يا له (تربية) څخه جوړ دئ ،چي معنی د دغو دواړو لفظو(انشاء شئ حالافحالا الی حدالتمام) ده .
يعني پيداکول ديوشي حال په حال يعني سوکه په سوکه ترڅوچي دغه شي وحددتمام ته رسيږي.
اوقاضي بيضاوي فرمايلي دي چي د( رب) لفظ له ( تربية ) څخه مأخوذ دئ ،اوتربية رسول دشي دي و کمال خپل ته لږ لږ ، درجه په درجه .


پوه سه چي تربية (يعني پالنه ) پردوه قسمه ده :
اول قسم يې دادئ چي يوڅوک پالنه د يوشي د خپل ځان د فائدې او د ګټي په خاطر کوي ، داقسم تربية د مخلوق شان دئ .
دوهم قسم دادئ چي ديوشي پالنه ددغه شي دفائدې لپاره وسي او وپالونکي ته هيڅ ګټه اوفائده په دې کښي نه وي اوپالونکئ په خپل ذات کښي غني اوبې پروا وي له دې څخه چي له خپلي پالني څخه ګټه اوفايده ترلاسه کړي داقسم تربيه تر الله پوري خاصه ده .

همدارنګه پوسه چي د (رب) لفظ دصيغې په اعتبار يا په أصل کښي صفت مشبه ده ، په معنی داسم فاعل کښي مستعمل سوئ دئ ،او يا صيغه د اسم فاعل ده په أصل کښي ( رابٌّ) ؤ په تشديددباءسره . اويا مصدردئ مبالغةً صفت د الله واقع سوئ دئ .
امام راغب اوابن کثير فرمايلي دي چي د رب لفظ چي مضاف نه وي نوله الله پاکڅخه پرته يې پربل چا اطلاق نه دئ صحيح ،او په اضافة سره يې ،يعني که چيري يو ښکاره مانع موجود نه ؤ پرغير د الله تعالی هم اطلاق صحيح دئ .
دارنګه په تفسيرقرطبي ، روح المعاني ، مدارک، مُسَيَّر کښي هم راغلي دي .

پوه سه چي لفظ د رب په قرآنکريم کښي ۹۶۹نهه سوه اونهه شپيته واره راغلئ دئ اودغه مبارک لفظ ډیري معناوي لري چي هره يوه يې دلته صحيح کيږي چي هغه په دې ډول دي ، مالک، يعني خاوند ، سَيَّد، يعني بادار ، مُصلِح ، يعني اصلاح کونکئ ، مدََُبِّر، يعني تدبيرکونکئ ، معبود ،يعني هغه ذات چي عبادت يې کړکيږي اولائق دعبادت وي، مُرَبِّي ، يعني تربيه کونکئ ،پالونکئ ،

د ( عالمين) لفظ جمع ده د عالَم ، عالــَم په أصل کښي و هغه ته ويل کيدئ چي په ده سره به بل شئ معلوميدئ ،بياپه معنی د ( مَايُعلَمُ بِه الصَّانع ) يعني هغه چي په ده سره الله پاک پيژندل کيږي چي هغه عبارت دئ له مخلوقاتو څخه.
اوځيني وايي چي عالــَم په مخلوق کښي يواځي وهغه چاته ويل کيږي چي دعقل خاوند وي ،چي هغه دغه څلور ډلي دي: انسانان، پيريانان ، ملائکه ،اوشيطانان .

پوه سه چي په سورت فاتحه کښي الله ( جل جلاله) خپل پنځه نومونه ذکر کړيدي :
اول : الله . دوهم : رب العالمين . دريم : رحمن . څلرم : رحيم . پنځم : مالک يوم الدين .

وجه د تخصيص د دغو پنځو نومو داده چي د الله ( جل جلاله) په نعمتوکښي چي کوم ډير عمده نعمتونه دي هغه د همدغه پنځو نومونو آثار دي . ځکه نعمت د وجود يعني داچي الله پاک کوم مخلوقات له نيستۍ څخه و هستۍ ته را ايستلي دي اويایې له دي څخه وروسته پيداکوي نو دا له آثارو څخه د نامه د (الله) دي ، اوبيا چي يې سوکه په سوکه وروسته له وجود ورکولو څخه پرورښ ورکړيدئ اويایې ورکوي تر څوچي وکمال ته رسيږي ،نو داله آثارو څخه د نامه د (رب العالمين ) دئ ،او بياچي الله پاک د مخلوق ګناهونه او نافرمانۍ او عيبونه ورپوټوي ، اوپه نورو خلګو کښي یې نه رسوا کوي نو داله مقتضا اوآثاروڅخه د نامه درحمن دئ ،او بياچي الله پاک د بنده پرمخ باندي د توبې دروازه خلاصه کړې ده ، اوکه چيري بنده په اخلاص باندي توبه وکاږي نوالله پاک دده توبه قبلوي ، ګناه وربخښي ، بلکي اضافه احسان هم ورسره کوي نو دامقتضا د نامه د رحيم ده ،او بيا چي د قيامت په ورځ موافق له اعمالوسره وبنده ګانو ته جزا ورکوي نو دا مقتضا د مالک يوم الدين ده .

( اياک نعبد )

پوه سه چي دلته دنحوي قانون له مخي داسي سوال کيږي چي (اياک) خو د (نعبد) دپاره مفعول دئ ، او په مفعول کښي خو أصل دادئ چي له فعل څخه به وروسته ذکر کيږي ، اوکه چيري له فعل څخه مخکي ذکر سي نو به خامخا ديوه غرض او نکتې له وجی وي ، نو دلته دکومي نکتې له رويه لفظ د اياک ، پر نعبد باندي مقدم ذکرسوئ دئ ؟
جواب په دغه تقديم کښي ډيري نکتې په نظر کښي نيولي سويدي :
اوله نکته داده چي د اياک لفظ څرنګه چي پر الله (جل جلاله) دلالت کوي ،اودغه دلالت يې هم په شکل کښي د خطاب دئ ، اوکوم لفظ چي پر الله پاک دلالت کوي نو هغه سبب د پیداکيدو د ويري وي دذکر کونکي اود اوريدونکي په زړه کښي ، نوڅرنګه چي د الله تعالی په عبادت کښي په کارهم داده چي انسان يې په داسي حال کښي وکړي چي زړه يې له خشيت او إِجْلال څخه اود الله تعالی له ويري څخه ډک وي ، نو لپاره د اشارې ودغي نکتې ته لفظ د اياک مقدم فرمايل سوئ دئ .
دوهمه نکته داده چي دالله تعالی د ذکر له خاصيتو څخه يو خاصيت دادئ چي شيطان ملعون د انسان له زړه څخه ليري کوي ، نوپه دغه تقديم کښي وبندګانو ته ددې تعليم سوئ دئ چي تاسي چي کله د الله(جل جلاله) عبادت کوۍ نو ړومبئ بايدد الله تعالی ذکروکړۍ ددې لپاره چي شيطان ملعون درڅخه ليري کړسي ..
دريمه نکته داده چي په کلام کښي د هغه شي رامخته کول چي حق يې وروسته کول وي اختصاص او حصَر فايده کوي ، همداسبب دئ چي اوس يې معنی په دې ډول کيږي چي خاص تالره عبادت کوو موږ ، يعني نه بل چالره . اوکه چيري اياک له نعبد څخه وروسته ذکر وائ ، نو بيا يې معنی په دې ډول کيدله چي عبادت کوو موږ تالره ، نود خاص والي معنی يې نه ورکوله .

پوه سه چي يو عبادت دئ او بل عُبُودِيَت دئ ، اوبل عُبُودَت دئ ، ځينو علماؤلکه صاحب دمراقي الفلاح ددغو لفظو تر منځ په دې ډول فرق کړئ دئ چي :
عبادت وهغي بندګئ ته دالله پاک ويل کيږي چي ددې لپاره يې انسان کوي چي د قيامت په ورځ د خدائ ( جل جلاله) له عذاب څخه خلاص سي ، او دجنت نعمتونه ورته حاصل سي .
اوعبوديت وهغي بندګئ ته دالله پاک ويل کيږي چي ددې لپاره يې انسان کوي چي تلذذ ، خوند ، او روحاني غذا په حاصلوي ځکه د الله پاک په بندګۍ کښي يو مقام د استلذاذ الطاعات دئ ، دا داسي مقام دئ چي کله انسان ور ورسيږي نو د الله په طاعت سره داسي خوند اخلي لکه يو انسان چي يې په خوراکي موادو کښي په ډيرو خوندورو خورکو سره اخلي . په قرآنکريم کښي په دغه قول دخدائ پاک کښي : چي ( والناشطات نشطا ) او د نبي ( عليه الصلوة والسلام) په دغه مبارک حديث کښي چي : ( ثلاث من کن فيه وجد حلاوة الإيمان ) وهمدغه مقام ته اشاره سوې ده . دعبوديت مقام د عبادت تر مقام بالاتر دئ .

اوعُبُودَت وهغی بندګۍ ته ويل کيږي چي انسان يې صرف په دې خاطر کوي چي الله(جل جلاله) لائق د عبادت دئ ، اوزه لايق ددې يم چي عبادت دده وکړم .

سوال : لمونځ کونکۍخو يو نفر دئ نو دَی خوبايد دقانون له مخي (اياک أَُعبُدُ) ووايي ، نه اياک نَعبد ، ځکه چي د نعبد لفظ د متکلم مع الغير صيغه ده چي د جمع لپاره راځي ؟ .
جواب :خبره خوپه دغه ډول ده لکه رنګه چی تاوویل مګردلته ځکه داډول فرمايل سويدي چي د اياک نعبد په ويلو کښي ډيري نکتې دي :
اوله نکته داده چي ځکه ( اياک نعبد ) فرمايل سويدئ چي د لمونځ کونکي عبادت په عبادت کښي دنورو عبادت کونکو چي په هغوۍ کښي انبياء ، ملائکه ، اولياء هم داخل دي ګډ سي ، نوبه په طُــفَيل دعبادت دهغو عبادت دده هم الله ( جل جلاله) قبول کړي .
او دوهمه نکته داده چي په دې کښي اشاره ده ودې ته چي مسلمانان بايد د الله( جل جلاله ) دغه عظيم عبات په جماعت سر اداکړي .

اودريمه نکته داده چي له هرلمونځ کونکي سره حفظه ،اوکِرام کاتبين ملائکه موجود دي ، نوکله چي دَی لمونځ کوي نو دغه ملائکه هم لمونځ ورسره کوي، نوپه دې اعتبار خو که څه هم لمونځ کونکئ يو وي ، خوسره له ملائکه ؤ جمع ورڅخه جوړيږي .
او څلرمه نکته په دې کښي داده چي الله پاک د نعبد په لفظ کښي ودې ته اشاره کړې ده چي ته چي اي ځما بنده ځما عبادت کوې ، نوته که څه هم يويې وماته د بسته ډلي په صورت اوشکل کښي منظور يې .
داستدراک په ډول دسورت فاتحي اوددغه مبارک سورت داياتوپه اړه ځني نورعلمي بحثونه.
د(الحمدلله) دلفظ دالف لام تعريفي داقسامو اودارنګه دحمددمصدري معني دانواعوپه اعتبار دالحمد دلفظ معني ګاني په دي ډول دي

(الحمد) هرثنا ويل کيدل يا جنس ثنا ويل کيدل يا هر ثنا ويل يا جنس ثنا ويل يا فرد کامل دثنا ويلو يا هره ثنا وينه يا جنس ثنا وينه يا فرد کامل دثنا ويني يا هره ثنا وينه کيدنه يا جنس ثنا وينه کيدنه يا هرثنا ويل دهر ثنا ويونکي يا جنس ثنا ويل د هر ثنا ويونکي يا فرد کامل دثنا ويلو د هرثنا ويونکي يا هرثنا ويل کيدل دهر ثنا ويل سو ي ياجنس ثنا ويل کيدل دهر ثنا ويل سوي يا هر هغه چي حمد ورته ويل کيږي( للــــــــه) ثابت دئ خاص خداي ج لره( رب ) تربيه يا اهل د تربيي يا ډير تربيه کونکئ يا تربيه کونکئ يا پيدا کونکئ يا سردار يا بادشاه يا نعمت ورکونکئ يا اصلاح کونکئ يا معبود يا خاوند( العلمين )د ټولو عالميا نو

علمي تفصيل
پوسه چي( الحمد لله )اته(8) حرفونه دي په حساب د دروازودجنت او دغه مبا رکه جمله دوه تعلقه لري يو تعلق ئي له هغو نعمتو سره دي چي وبنده ته الله( ج )ورکړي دي دغه تعلق ئي عبارت دي له دي څخه چي شکر دهغو نعمتو دئ د همدغه تعلق په اعتبار دغه مبارکه جمله سبب ګرځي د نجات له دوږخو څخه او بل تعلق ئي له اينده نعمتو سره دي چي سبب د زيات والي دنعمتو ګرځي ددي تعلق په اعتبار سبب د حصول د نعمتو د جنت ګرځي
(رب العلمين )
پوسه چي په صيغه کښي د لفظ درب متعدد قولونه دي اول(1) قول دادئ چي لفظ درب مصدر دئ په معني د تربيي دئ او تربيه و( تبليغ الشئ الي کماله الذي کان في استعداده من الازل شيئا فشيئا) ته ويل کيږي يعني رسول د شي وکمال ته دده هغه کمال چي له ازله په علم د خداي ج کښي دده په استعداد او صلا حيت کښي ؤ . سوکه په سوکه يعني په تدريج سره ، پر دغه قول باندي نوتوصيف د الله ج په رب سره يا مبالغة دئ اويا په حذف دمضاف سره دئ يعني ذي رب العالمين اويا رب په معني دمربي دي دوهم (2) قول دادئ چي رب صيغه دمبالغي د اسم فاعل ده چي راب دئ په شدباسره اودريم (3) قول دادي چي رب داسم فاعل صيغه ده اصل يي راب ووپه شددباسره بيا په حذف دالف سره تخفيف پکښي راغلي دئ لکه بار، وبراوڅلورم (4) قول دادئ چي رب صفت مشبه دي خودغه قول رد سوي دئ پدي سره چي په رب العلمين کښي درب اضافت ومفعول ته راغلي دي

اوصفت مشبه خو وفاعل ته مضاف ګرځی نه و مفعول ته ځکه مفعول خو صفت مشبه لره نسته پوسه لکه چي په لفظي تر جمه کښي ما اشاره ورته کړي ده درب لفظ په ډيرو معني ګانو راځي اول (1) تربيه دوهم (2) المربي المبالغ في التربيه دريم (3) مطلق مربي څلورم (4) خالق پنځم (5) سيد شپږم (6) ملک اووم (7) منعم اتم (8) مصلح نهم (9) معبود لسم (10) مالک په هره يومعني دلته صحيح کيږي خواولي دري (3) معني ګاني په ترتيب سره پرباقي معني ګانو ترجيح لري روح المعاني دمذکور تفصيل په ارتباط وګوره البته لږ شاني تغير موجود دي، د( عالمين )په لفظ کښي اختلاف دي ځني وائي چه د عالَم جمع ده او ځني وائي چه د عالم لپا ره اسم جمع ده اوځني وائي چه عالمين هم د مفرد صيغه ده لکه عالم البته داسي مفرد دي چي پر لفظ د جمع باندی راغلي دۍ لکه عرفات اوعرفه چي دواړه په يوه معني دي خو عرفات په صيغه دجمع مؤنث سالم راغلي دي عالم په اصل کښي وهغه ته ويل کيږي چي بل شي په معلوميږي يا پر بل شي باندي علامه وي مشتق دي له علمه يا له علا مي څخه او په عرف کي هغه ته ويل کيږي چي صانع پيدا کونکي يعني خداي پاک په معلوميږي چي مخلوقات دي، دعرفي معني په لحاظ بايد ويوه شخص ته هم عالم وويل سي لکه زيد مګر په استعمال کښي عالم يا مجموع مخلوق ته ويل کيږي لکه عالم المخلوق، عالم المخلوقات اويا ئي پر يوجنس يا پر يوه نوعه د مخلوق اطلاق کيږي لکه عالم الحيوان يا عالم الانسان سوال جمع په ياء او په نون يا په واو او نون سره خو د ذوي العقولو لپاره راځي او عالمين خو ذوي العقو ل وغيرهم ټولو ته ور شامل دئ

جواب اول عالمين چي له عالم څخه مشتق دي وروسته له تخصيصه دلفظ د عالم په ذوي العقولو پوري په دي ډول چي اول دعالم لفظ له ،ما يعلم به الصانع ،څخه ومن يعلم به الصانع ته راوړل سويدئ اوبيا په عالمين سره جمعه سويدئ.
دوهم جواب دلته تغليب دذوي العقولو کوم چي جن اوانس اوملائکه دي پرغيرذوي العقولوباندي راغلئ دئ .
دريم جواب په نسبت والله جل جلاله ته ټول مخلوقات په حکم کښي دذوي العقولودي ځکه چي هرمخلوق دالله جل جلاله تسبیح وایې همداسبب دۍ چی مولانارومی رحمه الله فرمایلی دی ،بامن وتومرده باحق زنده اند،

طريقي دوينا دسورت فاتحي
اوله طريقه (1)که څوک مريض وي نوسورت دفاتحي دي يوڅلويښت (41)واره سره له بسم الله ووايي په دي ډول چي پرلفظ د الرحيم به نه دريږي بلکه دالرحيم دلفظ ميم به له لامه دالحمد سره تړي اوپر مريض باندي دي چف کړي دوهمه طريقه (2) که څوک هرسهار دسنتو وروسته اوله فرضو دمخه يو څلويښت واره (41) بسم الله سره له سورته دفاتحي وايي نو که مسکين وي خداي پاک بي غني کړي اوکه پوره وړي وونو خداي پاک بي له پوره خلاص کړي اوکه مريض وونوخداي جل جلاله بي جوړکړي اوکه ضعيف وو نوخداي جل جلاله بي قوي کړي اودغه رازبي نور ډير مشکلات حل کيږي دريمه طريقه (3) هره ورځ دي دسهار له لمانځه وروسته ديرش واره (30) واره اودماپښين له لمانځه وروسته پنځه ويشت (25) واره اود مازديګر د لمانځه وروسته شل (20) واره اودماښام ده لمانځه وروسته پنځلس (15) واره اودماخستن دلمانځه وروسته لس (10)واره ويله کيږي .

د الحمد لله داوو(7) مبارکو اياتو تناسب د لمانځه له اوو (7) رکنوسره
پوسه چي د الحمد لله شريفي يعني دسورت فاتحي اووه(7) اياتونه دي اودلمانځه رکنونه هم اووه(7) دي اول (1) قيامه يعني ولاړه دريدل . دوهم (2) رکوع . دريم(3) قومه څلورم(4) اوله سجده پنځم (5) جلسه په مابين کښي ددوو سجدو شپږم (6) دوهمه سجده اوم (7) قعده په تشهد کښي ،دسورت فاتحي هر يو ايت دلمانځه په دغو رکنوکښي له يوه خاص رکن سره مناسبت لري په دي اړه دتفصيل دپاره فتح العزيز وګورئ .

(مالک يوم الدين )
پوسه چي په لفظ د مالِک کښي متواتر قرائتونه هم مختلف راغلي دي اوشاذ قرائتونه هم مختلف راغلي دي دشاذو قرائتو داختلاف تفصيل په تفاسيرو کي وګوريه اود متواتروقرائتو اختلاف پدي ډول دئ چي عاصم اوکسائي دغه لفظ مالِکِ په الف سره ويلي دئ اونورو قاريانو مَلِکِ بي الفه ويلي دئ په ترجيح کښي ددغو دوو (2) قرائتو هم اختلاف دئ ځني دمَلِکِ قرائت راجح بولي پرمالِک باندي اول (1) لدي وجهي چي داقرائت داهل حرمينو دئ دوهم (2) له وجهي ددي قوله دخداي پاک چي لِمَنِ المُلک اليَومَ ، يعني داخرت په ورځ به الله پاک وفرمايي چي چالره ده بادشاهي نن ورځ يعني هيچالره نسته بي له خداي جل جلاله څخه اوبل له وجهي ددي قوله دخداي جل جلاله چي مَلِکِ الناسِ يعني بادشاه د خلګو ، اوبل له دي وجهي چي مَلِک عام دئ ترمَالِک ځکه څوک چي مَلِک يعني بادشاه وي مَالِک به هم وي اوداضرور نه دئ چي يوڅوک مَالِک ديوشي وي نوبادشاه به هم وي اوځني علماء بيا دمَالِک وقرائت ته ترجيح ورکوي پرمَلِک باندي چي زموږ احناف هم اکثر په دغه قرائت عمل کوي دغه علماء دمقابل طرف دعلماؤ ددلا ئلو په دي ډول جوابونه ورکوي د اول دليل جواب داسي ورکوي چي داخبره چي دملک قرائت داهل حرمينو دئ سبب دترجيح دملک پر مالک نسي ګرځيداي ځکه موطأ دامام مالک صاحب چي د يوه له حرمينو دئ چي مدينه منوره ده په درجه کښي کښته ده تربخاري شريف سره له دي چي ا مام بخاري صاحب د يوه له حرمينو ندي ددوهم دليل جواب داسي ورکوي چي لکه چي مذکوره ايت پردي باندي دلالت کوي چي الله پاک دقيامت په ورځ کي ملک دئ داراز ځني نور ايتونه بيا پردي باندي دلالت کوي چي الله ج داخرت په ورځ کښي مالک دئ لکه داقول دخداي ج يوم لاتملک نفس لنفس شيئا اوددريم دليل جواب داسي ورکوي چي په ملک الناس کښي ملک ويل سوي دئ اومالک ندي ويل سوي داپه دي سبب چي مخکښي درب الناس توري ذکر سوي دئ چي معني يي داده مالک دخلګو نو که دلته هم مالک الناس وويل سي نو تکراربه لازم سي سوال په الحمد لله کښي خوهم مخکښي رب العلمين ذکر دئ چي معني يي داده مالک دعالميانونوکه په مالک يوم الدين کښي هم مالک وويل سي نو تکرار به لازم سي جواب دلته مضاف اليه درب اودمالک سره جلادئ نوتکرار نه لازميږي داخودعلماؤ دويناوو تحقيق وو بهتر دادئ چي دغه دوه قرائتونه يوپر بل بهتر ونه بلل سي ځکه دادواړه قرائتونه متواتر دي اوهر يو دترجيح وجهي لري اودڅلورم دليل جواب داسي ورکوي چي دمالک اودملک تر منځ عموم اوخصوص مطلق ندي بلکه ددوي ترمنځ عموم اوخصوص من وجهٍ دئ پوسه چي لفظ د(يوم )په عرف کښي وهغه وخت ته ويل کيږي چي له لمر راختوڅخه بيا تر لمر لويدوپوري دئ اوپه شريعت کښي په نزد داهل سنتو ماسوي له اعمشه وهغه وخت ته ويل کيږي چي د صبح صادق دراختوڅخه بياتر لمر لويدو پوري دئ اوومطلق وخت ته هم ويل کيږي اودقيامت وورځي ته هم ويل کيږي خوالبته سره له مقيدوالي په يوقيد سره اودقيامت ورځ وهغه وخت ته ويله کيږي چي ددوهمي شپيلئ څخه داسرافیل عليه سلام شروع کيږي بيا تر داخلیدوپوري دجنتيانو وجنت ته اوددوږخيانو ودوږخ ته دوام لري پوسه چی ديوم په لفظ کښيی یونادر خوصوصيت دادئ چي فا کلمه يي ياء اوعين کلمه يي واو دئ اوداډول په عربي زبان کښي بله کلمه نسته پوسه چي له دين څخه يامراد ملت داسلام دئ نوبه دمالک يوم الدين معنی داسي سي ،خاوند دورځي دښکاره کيدو دګټي دملت داسلام اوياخاونددورځی دښکاره کيدو د حقيت دملت داسلام وهرچاته يعني الله پاک مالک دئ دهغه ورځي چي په هغه ورځ کښي به داسلام دملت ګټه اوداسلام دملت حق والي وهرچاته ښکاره سي اويا دين په معني دانقياد دئ انقياد وتابعداري ته ويل کيږي نوبه معني داسي سي خاوند دورځي دتابع دارئ دټولو مخلوقاتو الله ج لره اويا په معني دجزا دئ يعني خاوند دورځي دجزا اويا په معني دحساب دئ يعني خاوند دورځي دحساب ياپه معني دسياست دئ يعني خاوند دورځي دسياست پراول تقدير الف لام عهد خارجي دئ پر نورو ټولو تقديرو استغراقي دئ انظر تبصير الرحمن جلد اول صـ ،سوال ،مالک يوم الدين صفت دئ د الله لپاره سره لدي چي صفتيت يي نه صحيح کيږي ځکه چي نکيره دئ پدي وجه چي مالک داسم فاعل صيغه ده ومعمول ته مضاف دئ نو په اضافت سره معرفه نه ګرځي جواب دلته اسم فاعل يا په معني دفعل ماضي دئ اويا په معني ددوام اوداستمراردئ اوپه داسي وخت کښي اضافت دده معنوي وي چي اضافت يي معنوي سو نو معرفه سو، سوال ،يوم الدين خو لدي وروسته راځي نو مالکيت دورځي دجزابه والله ج ته په ماضي کښي څنګه ثابت سي اودارنګه معني دمالکيت استمراري به دلته څنګه صحيح سي (جواب) څرنګه چي مالکيت دالله ج ورځي دجزالره اوهغو ټولوشيانو لره چي په ورځ دجزاکښي واقع کيږي يقيني راتلونکي دئ نوپه دي سبب دغه مستقبل مالکيت لکه ماضي اولکه واقع سوئ داسي بلل سوئ دئ اودارنګه دقيا مت ورځ اوهرهغه څه چي هلته پيداکيږي لکه متحقق سوي شئ داسي ګڼل سوي دئ ځکه عرب ډير ځله له متيقن مستقبل څخه په ماضي تعبير کوي اوکه دمالک لفظ په معني د استمرار سي نو معني به داسي سي چي الله پاک خاونددهميشه مالکيت دورځي دجزا دئ يعني کله چي دجزاورځ راسي نو الله پاک هميشه مالکيت دټولو هغو امورو لري کوم چي په همدغه ورځ کښي پيداکيږي پوسه ! که دمالک پر ځاي باندي ملک وويل سي چي صفت مشبه دئ نو بيا سوال مذکور نه کيږي ځکه دصفت مشبه اضافت معنوي وي سوال اضافت داسم فاعل خوومفعول به ته راځي نه ومفعول فيه ته اويوم الدين خومفعول به نه دئ دمالک لپار ه بلکي مفعول فيه دئجواب کله کله ظرف جاري پرځاي دمفعول به ګرځي مجازًا نو بيا منصوب هم راځي بيله تقديره دفي اومضاف اليه داسم فاعل هم راځي پوسه ! چي ظرف پر دوه قسمه دئ يومتصرف اوبل غير متصرف اول (1) هغه دئ چي له ظرفيت سره لازم نه وي لکه لفظ ديوم اولفظ دليلة په دغه قسم ظرف کښي توسع جائزه ده پدي ډول چي مرفوع مستعمل سي يامجرور يامنصوب شي بي له تقديره دفي نوجاري سي پرځاي دمفعول به خوله دي سره سره له معني دظرفيته هم نه خارجيږي له دي وجهي فعل لازمي هم متعدي ورته ګرځي که څه هم ومفعول ته تعدي نسي کولاي اوغير متصرف ظرف هغه دئ چي له ظرفيته سره لازم وي سوال کله چي يومتصرف ظرف منصوب واقع سي نو دا معلومات به له کومي لاري کيږي چي داظر ف بنا پرظر فيت په تقدير دفي سره منصوب راغلي دئ اوکه دتوسع له لاري بي له تقديره دفي منصوب دۍاوجاري پرځاي دمفعول به دي جواب کله چي اسم ظر ف اسم ظاهر وي نوبيا يي فرق دقرائنو له لاري کيږي سوال که يو فعل متعدي و مفعول ته ؤ نو سره له تعدي وخپل مفعول ته ومتصرف ظرف ته هم تعدي کولاي سي اوکه يا جواب که فعل غيرمتعدي وو نو وظرف متصرف ته متعدي ګرځيداي سي اوکه فعل متعدي و يوه مفعول ته ؤ نوسره له تعدي وهغه مفعول ته وظرف متصرف ته هم متعدي ګرځيداي سي لکه حفرت بئرااليوم اوکه فعل متعدي و دوو مفعولو ته ؤنو ځني نحويين ومتصرف ظرف ته بيا تعدي ددي فعل صحيح نه بولي اوځني يي صحيح بولي اوکه فعل متعدي و درو مفعولو ته ؤ نوبيا دغه فعل په اتفاق ومتصرف ظرف ته تعدي نسي کولاي ،اعلم ان معني التوسع في الظروف جعل ،الفعل متعدیا اليها ومتعلقابها باعتبار کونه واقعا فيها بمنزلة نسبته الي المفعول به الواقع عليه لمابينهما من الملازمة والمشابهة والتوسع في الظروف تجوز حکمي في النسبة الظرفيةالواقعة بعد نسبة المفعول به الحقيقي واعلم ايضا ان الظرف المتوسع فيه مما جمع فيه بين الحقيقة والمجاز وهووان لم يکن جائزا لاکن ههنا جائز بالا تفاق لان التجوز ههنا تجوز حکمي لاحقيقي لبقاء الظرف علي معنا ه الظرفي فيه پوسه ! چي دملک په لفظ کښي دري احتماله دي اول دا چي مبالغة داسم فاعل سي دوهم دا چي ملحق سي په اسماء اجناس پوري لکه دسلطان لفظ دريم دا چي صفة مشبه سي دمذکوره بيان په ارتباط تفسير بيضاوي اوتفسير خفاجي وګورئ (اِيَاکَ) خاص تالره (نَعْبُدُ)عبادت کوو موږ (وَاِيَاکَ) اوخاص له تاڅخه( نَسْتَعِيْنُ ) طلب دمعاونت کوو موږ، پدي مبارک ايت کښي ومسلمانانو ته دالله جل جلاله له طرفه مختلفي لارښوني سوي دي اوله لارښوونه داده چي دمسلمان طاعت اوبندګي بايد په داسي ډول وي چي وار په وار والله جل جلاله ته دده دنزديکت اوقربت سبب وګرځي . تر داسي حده پوري چي اخير دخداي جل جلاله سره دونه معنوي قرب پيدا کړي لکه الله پاک ته چي په سترګوګوري دوهمه لارښوونه داسي په دي مبارک ايت کښي موږ ته سوي ده چي أي بندګانو کله چي زماعبادت کوئ نوستاسي باطن اوزړه بايد وماته داډول متوجه وي لکه ماچي په سترګووينئ چي ودغه قسم عبادت ته په شريعت کښي احسان ويل کيږي له خدايه جل جلاله سره دريمه لارښوونه په دي ايت مبارک کښي موږ ته داسوي ده چي أي بندګانو دبندګي اوعبادت لائق به يواځي مابولئ بل څوک به لائق دعبادت نه بولئ اوکله چي ماته عبادت کوي نو هغه به خالص زمالپاره کوي ،ريااونمايش وخلګوته به زما له عبادت سره نه ګډوئ اوخپل عبادت به له هرقسمه شرکه که خفي وي، که جلي وي پاک ساتئ اوکله چي عبادت کوئ نوبايد دغه عبادت سبب دعُجب اودمغرورئ دخپلوځانولپاره ونه ګرځوئ اوهم په دي ايت کښي الله جل جلاله داسي لارښوونه راته کړيده چي أي بندګانو کله چي له ما يوحاجت غواړئ نو بايد دحاجت تر غوښتني له مخه يو قسم طاعت اوبندګي وماته دواسطي اووسيلي په ډول وکړئ اوهمداسي لارښوونه الله پاک راته کړي ده چي حقيقي مددګار اوکومک دررسونکي بايد ما وګڼۍ اوپه هر مشکل کښي له ماڅخه کومک وغواړۍاوهم په دي ايت مبارک کښي داسي لارښوونه الله پاک موږ ته کړي ده چي تر انفرادي عبادت اوتر انفرادي غوښتني زماپه دربار کښي اجتماعي عبادت لکه دجمعي لمونځ اوپه جمعه واري له ماڅخه ديوشي سوال کول زيات معتبر دئ .

علمي تحقيق
سوال = ددغه مبارک ايت له ماقبل سره چي د مالک يوم الدين کلمه ده څه قسم تعلق اومناسبت سته جواب = ددواړو ايتو اول جزءونه چي دمالک اواياک لفظونه دي په مدلول کښي سره متحد دي چي خداي پاک دئ اودنعبد کلمه له اول جزء سره دماقبل مختلف مناسبتو نه لري، اول مناسبت يي مناسبت دمعلول دئ له علت سره ځکه چي مالکيت دالله تعالي موږلره علت دئ دعبادت زموږ الله پاک لره ، دوهم مناسبت يي مناسبت دعبادت دئ له معبود سره ، دريم مناسبت يي مناسبت دفعل دئ له مقصود سره دفعل ،څلرم مناسبت يي مناسبت دفعل دئ له مُجازي سره پردغه فعل باندي اومناسبت دنعبد له يوم الدين سره دادئ چي يوم الدين وخت دئ د حصول دثمرو دعبادت سوال = مخکښي الله پاک له خپله مقدسه ذاته دغائب په الفاظو تعبير کړئ ؤ اودلته يي داياک په لفظ دخپل ځان څخه تعبير وکړ نوپه دي بدلون کښي مقصد څه دئ جواب = مقصد په دي کښي دادئ چي په کلام کښي التفات راسي سوال = التفات وڅه ته ويل کيږي جواب = ځني وايي چي التفات دادئ چي په مقام دخطاب کښي دغائب په صيغه سره تعبير وسي ياددي عکس وسي اويا په مقام دتکلم کښي دغائب په صيغه سره تعبير وسي يايي عکس وسي يا په مقام دتکلم کښي دمخاطب په صيغه تعبير وسي يايي عکس وسي عام له دي که يواري په بله طريقه تعبير سوئ وي اوکه نه اومشهور دادئ چي التفات ودي ته ويل کيږي چي يواري له يوچا په يوه طريقه سره تعبير وسي اوبيا په بله طريقه تعبيرورڅخه وکړسي، په مذکوره ايت کښي په دواړومذهبو التفات موجود دئ سوال = دالتفات عامه نکته کومه نکته ده اودلته په دي مبارک ايت کښي چي التفات راغلۍ دئ نو په دغه التفات کښي خاصه نکته کومه يوه ده جواب = دالتفات عامه نکته چي په هرالتفات کښي بايد موجوده وي هغه تطريه دنشاط دسامع ده يعني تازه کول دشوق دسامع اوکوم التفات چي په دغه مبارک ايت کښي راغلي دئ نو ترهغه پوري خاصه نکته داده چي الله پاک بندګانوته ددي التفات له لاري دالارښوونه کوي چي زماحمد اوشکر اوزما ذکر چي تاسي کوئ هغه بايد په دي ډول وي چي وار په وارمو ماته دونه رانژدي کوي چي اخيرله ماسره دحضور اومشاهدي ومقام ته ورسيږئ . سوال =داياک لفظ خو مفعول دنعبد دئ مفعول خو له فعله وروسته ذکر کېږي دلته يي تقديم دڅه نکتي لپاره سوي دئ . جواب = په دي کښي ډيري نکتي دي اوله نکته افاده د حصر اواختصاص ده ځکه که اياک له نعبدڅخه وروسته ذکر سوي واې نومعني به داسي کيدله چي ( نعبد) عبادت کوو موږ اياک تالره اواوس چي اياک پر نعبد رامخکښي سوي ده نو معني يي داسي کيږي اياک خاص تالره يعني نه بل چالره( نعبد) عبادت کوو موږ ،دوهمه نکته په تقديم داياک کښي تعريض دئ ومشرکانو ته چي هغوۍ دبتانو عبادت هم کاوه ، دريمه نکته پکښي داده چي تقديم راسي دهغه چي هغه په وجود کښي له مخه دئ هم ترعابد اوهم تر عبادت دده په اعتبار دذات نو به وضع اوطبع سره موافق سي ، څلرمه نکته پکښي داده چي عبادت کوونکي ته له اوله وهلته اګاهي ورکړه سې پر دي باندي چي معبود ستا الله جل جلاله دئ ، پنځمه نکته پکښي داده چي عابد ته تنبيه ورکړه سي پر دي باندي چي په وخت دعبادت کښي دَيْ بايد هم په ظاهر کښي اوهم په باطن کښي والله پاک ته متوجه وي اوحضور یې برابر وي اودخداي پاک په تعظيم کښي کاهلي اوسستي بايد ورڅخه ونسي اونه دده زړه اوباطن له خدايه اوله عبادته دده څخه پرته په يوه اوبل شي مشغول سي، اوشپږمه نکته پکښي داده چه اهتمام راسي په هغه شي چي هغه تر هرڅه ومؤمنانو ته مهم دئ په هر حال کښي خاص بيا په حال کښي دعبادت چي هغه عبارت دئ له ذکره دخدايه ، اومه نکته پکښي داده چه دفعه دوسوسو دشيطان راسي ، اتمه نکته پکښي داده چي له اوله وهلته تصريح راسي پر دي باندي چه دغه عبادت الله پاک لره دئ ، نهمه نکته پکښي داده چي عبادت کونکي اګاه سي پر دي خبره باندي چه نظردده ومعبود خپل ته په وخت دعبادت کښي اولا اوبالذات وي اووعبادت ته يي نظر بايد له دي حيثه وي چي دغه عبادت يو نسبت دئ دده اودالله تعالي په منځ کښي . پوسه چي لفظ د(نعبد) جوړ سوۍ دئ له عبادت څخه عبادت په اصل کښي ودي ته ويل کيږي چه يوڅوک په اخيره درجه کښي اظهار دذلت اودعجز خپل په خپل اختيار سره ويوچاته وکړي لپاره ددي چه په اخيره درجه کښي عظمت اولويي دهغه چاښکاره کړي ،کله چي دعبا دت په معني پوه سوي نو اوس په دي پوه سه چي دعبادت لايق هغه څوک دئ چه عبادت کوونکۍ ترهغه لوي اوبالا ترمنعم يعني نعمت ورکونکئ نه لري اوهغه له الله پاک څخه ماسوي بل څوک نسته ځکه وهيچاته هغه ډول نعمتونه چي الله پاک ورکړي دي اوورکوونکۍ يي دئ بل هيڅوک نسواي ورکولاي نونتيجه داسوه چي لايق دعبادت ماسوي له الله تعالي بل هيڅوک نسته نوځکه به موږ داسي وايو چي( اياک نعبد) يعني خاص تالره خدايه عبادت کوو نه بل چالره ،. پو سه چي عبادت کله په معني دطاعت راځي لکه په دي قول کښي (لاتعبدواالشيطان )اوکله په معني ددعاراځي لکه په دي قول دخداي تعالي کښي (ان الذين يستکبرون عن عبادتي) اوکله په معني د توحيد راځي لکه په دي قول دخداي پاک کښي (وما خلقت الجن والانس الا ليعبدون) . سوال = څه وجه ده چي د (نعبد)لفظ دمتکلم مع الغير په صيغه سره ويل سوئ دئ سره له دي چي هر لمونځ کونکۍ په لمانځه کښي سورت فاتحه وايي اوهر لمونځ کونکي خو يو نفر وي .جواب = په دي کښي ډير اسرار دي اول سر دادئ چي لمونځ کونکي سره له دي چي يوسړي دئ اوداسي ووايي چي اياک نعبد نوګواکي ده وخداي پاک ته داعذر اوعجز وړاندي کړ چي خداي پاکه زه قاصر يم اوعبادت مي قاصر دئ ددي وړ نه دئ چي تنهايي وتاته وړاندي کړم نوزه عبادت خپل په ضمن کښي دعبادت دنوروعبادت کونکيو درته ذکر کوم . او خپل ځان په حيث د عبادت کونکي دنورو عبادت کونکيو په جمله کښي درته عرضه وم چي ددوئ دعبادت په طفيل ځما عبادت هم قبول کړي اوددوئ دمنظوريدو په ترڅ کښي زه هم منظور سم.

شنيدم که درروزاميد وبيم __ بدان را به نيکا ن ببخشد کريم ، بدان را در اقبال نيکان زيند ،
وګر نه بدان اهل نيکي نيند، اودوهم سِر دادئ چي لمونځ کونکي يوه اندازه له دروغ ويلو وساتل سي ځکه چي دی په لمانځه کښي مثلا داسي ووائي چه اياک اعبد يعني خاص تالره عبادت کوم اوپه عين حال کښي دغه لمونځ کونکئ دريا په مرض مبتلا وي اوددنيوي منافعو په طمع هميشه واهل ددنيا ته سر کښته کونکئ وي نو سخت کاذب بلل کيږي اوچي عبادت خپل په جمله کښي دعباداتو دصادقينو ذکر کړي نو څه قدر به صادق وبلل سي . دري يم سِر دادئ چه و بندګانو ته تنبيه ورکوله سي چي تاسي ټول بايد په دي کښي سره متفق ياست چي هر يوخاص دالله تعالي عبادت کونکۍ وي اوعبادت دالله تعالي بايد ستاسي مابه الاشتراک وي ، اوڅلرم سِر په دي کښي اشاره ده وبندګانو ته ددي چي لمونځونه بايد په جماعت سره ادا کوئ ، اوپنځم سِر په دي کښي دادئ چي حفظه اوکرام کاتبين ملکو ته هم شامل سي ،اوشپږم سِر په دي کښي دادئ چي الله تعالي بنده ته ددي اشاره کوي چي که دي زما عبادت کاوه نو دلوړ عظمت والا به وګرزي چي ته به تنها دپوره ډلي په سريي ، ولي نعبد تر نستعين له مخه ذکر سو
سوال = په څه وجه الله پاک دعبادت ذکر پر استعانت له مخه کړي دئ . جواب = ددي کار مفسرينو رحمهم الله ډيري وجهي بيان کړي دي ، اوله وجه داده چي که دنعبد جمله راوروسته سوي واي نو بيابه داياتو داخيري حرفونو سجع نه واي برابره سوي ، دوهمه وجه داده چي نستعين دعاده اودعاهلته ښه قبليږي چي دوسيلي په ډول يو طاعت اوبندګي له مخه تر دعا وکړه سي ، دريمه وجه داده چي عبادت هغه شي دئ چي الله پاک يي له موږ څخه غواړي اوپه نستعين کښي ځموږ غوښتنه درج ده نو پکارده چي غوښتنه دالله جل جلاله له مخه سي پر غوښتنه ځموږ اوداسي هم نوري ډيري وجهي سته ( واياک نستعين ) پوسه چي نستعين له استعانت څخه مشتق دئ استعانت طلب دمعونت اودکومک ته ويل کيږي اوکومک پرڅلورقسمه دئ اول قسم يي دادئ چي الله پاک پر کار باندي قدرت وبنده ته ورکړي دوهم قسم يي دادئ چي کار ورته اسانه کړي اواسانه يي په خيال کښي ورولي ،دريم قسم يي دادئ چي وکار ته يي ورنزدي کړي ،څلرم قسم يي دادئ چي پر کار يي باعث کړي اوشايق اوراغب يي کړي وکار ته مثلا دعقل اوشعور اودلاسو اوپښو ورکو ل وبنده ته له اول قسم کومک څخه دئ اوفراغت دزړه ورکول اوموانع دکار ورڅخه لري کول له دوهم قسم څخه دئ اود کار مينه دبنده په زړه کښي پيداکول اوکا ر دبنده په نظر کښي ښائسته وروستل اودکار لذت اوخوند په ده کښي پيداکول له دريم قسم څخه دئ اويومرشد اولارښوونکئ ورته پيداکول چي هر ساعت وده ته پند اونصيحت کوي اوپر کار دعبادت ترغيب اوباعثتوب ورکوي له څلرم قسم څخه دئ ، پو سه چي مقصود له اياک نستعين څخه ياطلب دکومک دئ په عبادت کښي نوبه معني داسي شي چي خاص له تاڅخه أي خدايه طلب دکومک کوو په عبادت ستا کښي اويامقصود ورڅخه طلب دکومک دئ په ټولو روا کارو کښي نوبه معني داسي شي واياک اوخاص له تا څخه نستعين طلب دکومک کوو په ټولو کارو کښي يعني هغه کارونه چي روااودخير کارونه دي

اِهْدِراوښيه نَا موږ ته الصِرَاطَ لار المُسْتَقِيْمَ سيده برابره يايي داسي معني وکړي اهد روان کړه نا مو ږ الصراط پر لار المستقيم برابره باندي يايي داسي معني وکړئ اهد بوزه نا موږ الصراط پرلار المستقيم برابره باندي ، پوسه چي يو ښوونه ده دلاري حقي او يو رسول ولاري حقي ته دي او يو روانول يابيول پر لار حقه باندي دئ که مقصود ښوونه دلاري حقي وه نواهدنا الي الصراط المستقيم ويل کيږي اوکه مقصود رسول ولاري حقي ته وو نواهدنا للصراط المستقيم ويل کيږي اوکه مقصود بيول ياروانول پرلارحقه وونو اهدنا الصراط المستقيم ويل کيږي دغه ډول شاه عبد العزيز قدس سره په خپل تفسير کښي ذکر کړي دي سره له لږ اضافه توبه زما په بيان کښي، نودلته که اوله معني مراد سي نوتقديردالي به ورسره ملاحظه کيږي اوکه دوهمه معني مراد شي نوتقدير دلام جاره به ورسره ملاحظه کيږي اوکه دريمه اويا څلرمه معني مرادسي نو بيا ملا حظه دتقدير دحرف جرنه کيږي سوال = ددي مبارک ايت له مخکښي ايت سره څه مناسبت دئ؟ جواب = دغه مبارک ايت دمخکني ايت دواياک نستعين له جملي سره تړلي دئ په دي ډول چي زموږ له خوا داوويل سي چي واياک نستعين يعني اوخاص له تا څخه معونت غواړو نوګويا دالله تعالي له طرفه داسي راته وويل سوو چي په څه ډول زه کومک اومعونت درسره وکړم نوموږ دخپل رب په جواب کښي داعرض وړاندي کوو چي داسي کومک راسره وکړه چي دحق پرلارباندي موږ محکم اوثابت ولره ،سوال = هر لمونځ کونکي دلمانځه په هررکعت کښې سورت فاتحه وايي نودَیْ چي داووايي چي موږ ته هدايت وکړه دصراط مستقيم نوداخو ده دداسي شي غوښتنه وکړه چي هغه وده ته ورکړسوي دئ ځکه دَيْ چي لمونځ کوي نوخو مسلمان دئ نودصراط مستقيم کوم چي دين داسلام دئ هدايت خو حتماً ورته سوۍ دئ جواب = ددي سوال مختلف جوابونه سته اول جواب دادئ چي مرتبي دقرب اونزديکت دبنده والله پاک ته بيشماره دي نولمونځ کوونکئ چي په هره مرتبه کښي وي نودَي سوال دهدايت دهغه صراط مستقيم کوي چي وهغه ته لاهنوز دَي نه دئ وررسيدلۍ دوهم جواب دادئ چي مقصود له دغه سواله څخه ثبات اوټينګوالي پر صراط مستقيم دئ تر مرګه پوري اوداسي نور جوابونه هم سته خودغه هغه بيخي عمده جوابونه دي،سوال = دمفعول ضميرکوم چي په اهدنا کښي دجمع په لفظ سره راوړل سوئ دئ په دي کښي څه حکمت دئ ، جواب = يوحکمت دادئ چي دنعبد اودنستعين له صيغوسره موافق سي ځکه هغه هم دجمع لفظونه دي اودوهم حکمت دادئ چي په جمع واري سره دعاښه مقبوله ګرزي دريم حکمت دادئ چي يوانسان لکه چي دځان وهدايت ته مجبور دئ داډول دخپل ماحول دخلګو وهدايت ته هم مجبور دئ ځکه يوه خوداوجه ده چي کله يوانسان پر سمه لار روان وي اونوربي لاري وي نودغه انسان په دغه بي لارې ټولنه اوجامعه کښي له سختو کړاوو اوستونځو سره مخامخ ګرزي اوبله داوجه هم ده چي هر انسان لکه چي دخپل ځان پر اصلاح مکلف دئ همدارنګه پر امر بالمعروف اونهي عن المنکر هم مکلف دئ نو په دي وجه هر مسلمان ته ضرور دئ چي دنورو دهدايت سوال هم کوي په دي وجه چي دامر بالمعروف له ستونځو څخه تر يوحده پوري خلاص سي . سوال = هدايت پر څو قسمه دئ جواب = هدايت بي حسابه نوعي لري خوسره له دي په شپږو جنسوکښي حصر دئ اول هدايت هدايت الهامي دئ په ابتداء کښي دولادت دوهم هدايت هدايت الهامي دئ وروسته له دي چي انسان وسِن دتميز ته ورسيږي دري يم هدايت په ذريعه دوحي دئ څلرم هدايت په ذريعه دصادقو خو بو دئ پنځم هدايت په ذريعه دفراست دئ شپږم هدايت په ذريعه دکشف دئ اوم هدايت په ذريعه دحواسو دئ اتم هدايت په ذريعه دعقل دئ نهم هدايت په ذريعه ددلائلو دئ لسم هدايت په واسطه درسولانو اوپه واسطه دانزال دکتابو دئ اخيري هدايت بيا پر دوه قسمه دئ يوعام دئ اوبل خاص دئ عام بيا پر دوه قسمه دئ يو تبياني دئ بل توفيقي دئ خاص بيا پر دري قسمه دئ يومن الله دئ بل الي الله دئ بل بالله دئ ، دذکر سويو اقسامو تفصيل ، پوسه چي کله يو کوچني څنګه له موره پيداسي نو الله پاک ده ته داښوونه مثلا وکړي چي کله وږي سي نوژاړه چي موردي په دي پوسي چي ته وږۍ سوۍيي اودارنګه ددي ښوونه ورته کوي چي دي بايد په څه رقم دمور تۍ ورودي دغه ته هدايت الهامي په حال دطفوليت کښي ويل کيږي اوکله چي و يوه صالح انسان ته ويو ولي ته دخداي پاک ديوي خبري معلومات په زړه کښي خداي پاک ورواچوي نوودي ته هدايت الهامي وروسته له سِنه دتميزه ويل کيږي چي ودي ته وحي عرفاني هم ويله کيږي اوکله دوحي فطري له لاري ويوه حيوان ته الله پاک ديوه کار نقشه معلومه کړي لکه دعسلوومچمچيو ته اولکه عنکبوت ته ودغه قسم ته هدايت فطري ويل کيږي اوکله يوه انسان ته عام له دي که کافر وي اوکه مسلمان وي ديوه شي دجوړولو نقشه په ذهن کښي ورواچوي لکه دتياري (جهاز) اويا دموټر ياداسي دنورو شيانودجوړه ولو نقشي چي اول واري الله پاک دځينو انسانانو په ذهنو کښي ورواچولي چي ودغه قسم ته هدايت ايجادي ويل کيږي اوکله داعلام بالشرائع له لاري الله تعالي يوچاته هدايت وکړي چي ودي ته هدايت په واسطه دوحي شرعي ويل کيږي دغه قسم هدايت تر نبيانو اورسولانو پوري خاص دئ اوکله دخوب ليدلو په ذريعه الله پاک يوڅوک په يو شي خبر کړي ودي ته هدايت په واسطه دخوب ويل کيږي خو نسبت ونبي اوورسول ته حکم دوحي لري اوکله دفراست له لاري الله پاک چاته هدايت وفرمايي چي ودي ته هدايت په واسطه دفراست ويل کيږي اوکوم معلوما ت چي انسان ته دظاهري حواسو په واسطه کيږي لکه دسترګو ليدل دغوږ اوريدل په پَزه ديو شي بويه ول په خوله ژبه ديوه شي څکل په مسه کولو ديوه شي دګرم والي يايخوالي مثلا معلومه ول اودارنګه دباطني حواسو په واسطه ديوه شي معلومول ودي ته هدايت په ذريعه دحواسو ويل کيږي همدارنګه الله پاک چي وانسانانو ته عقل ورکړۍ دئ اودوۍ ته دهمدغه عقل په ذريعه دحقائقو معلوماتونه کيږي ودي ته هدايت په ذريعه دعقل ويل کيږي اوکوم دليلونه چي الله پاک پرخپل ذات اوپر خپلو صفاتو باندي پيداکړي دي لکه مخلوقات چي هر شي په مخلوقاتو کښي دلالت کوي پر ذات اوپر صفاتو دخداي پاک باندي و دي ته هدايت په واسطه ددلائلوويل کيږي اوهمداراز پيغمبران نبيان اورسولان چي الله پاک وانسانانو ته راليږي دي اوددوئ په سبب انسان حق اوباطل معلومه وي ودي ته هدايت په توسط دپيغمبر ويل کيږي اوکومه لارښوونه چي الله پاک يي په واسطه دخپل نازل سويو کتابو وبندګانو ته کوي لکه وموږ ته چي يې په واسطه دقران کريم کړيده ودي ته هدايت په واسطه دکتابو ويل کيږي اوکوم هدايت چي په واسطه دهغو معجزو وو چي دنبيانو په لاس وخلګوته ښکاره سوي وي وهغه ته هدايت بالمعجزات ويل کيږي دانبيا وو اوکتابو په ذريعه عام هدايت دادئ چي دخير اودشر لار الله پاک وموږ ته ښکاره کړي ده په دغه عام هدايت کښي بيا تبياني هدايت دادئ چي الله پاک هغه څه چي نبي اورسول دخداي پاک له طرفه وموږ ته راوړي دي اوهغه څه چي دخداي پاک په کتاب کښي دي ويوچاته داسي ښکاره کړي چي هيڅ شک اوشبهه دده په زړه کښي نسي پاته اوکامل اوپوخ يقين باندي ورته حاصل شي اوتوفيقي هدايت ودي ته ويل کيږي چي الله پاک وبنده ته پر دغه هدايت باندي دکامل اوټينګ عمل توفيق ورکړي اوخاص هدايت دادئ چي دنبي ياولي په واسطه الله جل جلاله يوقسم نور ديوه سړي پرمدرکه قوه باندي وځلوي چي په نتيجه کښي ددي حقائق په واقعي توګه ودته منکشف سي اودغه خاص هدايت به يامن الله وي کوم چي په دغه قول دخداي پاک سره اشاره ورته سويده ( قُلْ اِنَّ هُدَی اللهِ هُوَالْهُدَي) اويابه الي الله وي کوم چي په دغه قول دخداي پاک کښي اشاره ورته سويده ( اِنِّيْ ذَاهِبٌ اِلَي رَبِّيْ سَيَهْدِينِ) اويابه بالله وي کوم چي په دغه قول کښي درسول عليه السلام اشاره ورته سويده ( لوْلَااللهُ مَااهْتَدَيْنَا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery