مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-23   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

«فضل الغني شرح قدوري ،۴سبق

علامه ابوالفضل دامت برکاته وطالت حياته،
«فضل الغني شرح قدوري ،۴سبق» [متن،وَالْاَصْلُ فِيْ وُجُوْبِ َالطَّهارَةِ قَوْلُهُ تعالي] ټکي په ټکي ترجمه: (وَ) او (الْأَصْلُ) دليل ( فِي)په باره کي ( وُجُوبِ) دفرضوالي ( الطَّهارَةِ) دآبداسه ( قَوْلُه) داقول دۍ دده ،يعني دالله پاک(تَعَالي)چي ډېرلوړدۍ په مرتبه کي ياډېرلوي دۍ،يعني مثلاکه له تاڅوک پوښتنه وکړي ياتاته پخپله دافکرپيدا سي چي دلمانځه دپاره ابدس پرموږولي فرض دۍ دليل يې څه دۍ نوته به داسي وايي چي دليل دواجب والي اوفرضوالي دابداسه لپاره د لمانځه داقول دالله پاک دۍ چي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا)الخ سوال په دغه آيت سره خو داثابتېږي چي اودس فرض دۍ نه داچي واجب دۍ اوحال داچي مصنف داآيت دوجوب داوداسه دليل بللۍ دۍ «جواب»مراددمصنف له وجوب څخه فرضوالی دۍ«سوال» واجب اوفرض خودامام صاحب په نزدسره جلادي نومصنف بايدداسي ويلي وای چي «والاصل في فرضية الطهارة» ځکه چي اودس خودلمانځه دپاره فرض دۍ«جواب» واجب لکه چي وروسته بې تفصيل راسي درې قسمه دۍ دوه قسمه يي له فرضوڅخه جلادي اودريم قسم يې عین فرض دۍ نوواجب وفرضوته هم ويل کېږي [تفصيل] : دملااوطالب دپاره : پوسه چي داصل لفظ په لغت کي ومايبتني عليه الغيرته ويل کېږي که په حسي ابتناسره وي لکه بناوالي دبام پردېوالوباندي اوکه په عقلي ابتناسره وي لکه بناوالي دمعلول پرعلت باندي اوکه عرفي ابتناسره وي لکه بناوالي دعاراودشرم پردې باندي چي ديوچاکونډبل څوک وکړي اوپه شرعي ياپه اصطلاحي ابتناسره وي اوداصولوپه اصطلاح کي اصل څلورماناوي لري «۱»قاعده کليه«۲»راجح«۳»مستسحب،۴»دليل دلته مرادورڅخه دليل دي همدارنګه پوسه چي واجب اوفرض دامام صاحب په نزدسره جلادي خوکله کله ديوه پرابل باندي اطلاق کېږي دلته په دې قول دقدوري کي چي،والاصل في وجوب الخ،مرادله وجوب څخه فرضيت دۍ،،نوربيا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery