مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

له بې دینه نجلی سره د ساده شیخ مینه

 ژباړه : حسیب الله نوري

 
 یو ساده ځوان چې ناڅاپه یې یوې نجلۍ ته وکتل ، و یې نشوای کړای چې خپل نظر له هغه څخه واړوي ، څو شیبې یې هغه ته وکتل د نجلۍ مینه د ساده ځوان په زړه کې ولویده. سمدلاسه د مسجد له منارې را ښکته شو او بیدون لدینه چې په جماعت سره خلکو ته لمونځ ورکړي له مسجد څخه ووتلو او د هغه نجلۍ کور ته ورغی.
له دروازې ټکولو وروسته د نجلۍ پلار دروازه خلاصه کړه . ځوان ځان ورته معرفي کړ او کیسه یې ورته وکړه له هغه څخه یې د هغه له لور سره د واده کولو غوښتنه وکړه . د کور خاوند هم ورسره موافقه وکړه او ويې ویل : ستا شهرت ته په کتلو سره زه هم موافق یم اما یو مشکل شته او هغه دا چې مونږ کافران یو .
ځوان چې د شیطان فریب یې خوړلی وو او کاملا د نجلۍ په مینه کې ډوب وو وویل : مشکل نشته زه هم کافر کیږم، او بې له ځنډه یې له اسلام څخه خپل وتل اعلان کړل او کافر شو.
وروسته د نجلۍ پلار وویل : غوره ده چې له واده کولو مخکې یو ځل له نجلۍ سره هم وګورې شاید هغه هم څه شرط ولري تر څو ستا سره واده وکړي. ځوان قبوله کړه او نجلۍ ته ورغلل ، نجلۍ له ځوان څخه وغوښتل چې د خپلې مینې د ښکارولو لپاره باید یو ګیلاس شراب و خوري ځوان سمدستي قبوله کړه او یو ګیلاس شراب یې و څښل.
نجلۍ د شرابو په خوړلو اکتفا ونکړه ویې ویل : زما آخري شرط دا دی چې قران شریف به زما په مخ کې څیروي. ځوان چې ځان یې د نجلۍ سره د واده کولو په یو قدمی کې ولیدلو آخري شرط یې هم و منلو او له هغه وروسته چې یو جلد قران شریف یې ورته راوړ قران شریف یې د نجلۍ او د هغه د پلار په مخکې و څیرلو.
نا څاپه نجلۍ عصباني شوه او په چیغو سره یې ځوان ته وویل : زمونږ له کوره بیرون شه ، ته چې د یوې نجلۍ لپاره خپل ۳۰ کاله عبادت پریښودلی شې ، څه تضمین شته چې د یوې بلې نچلۍ لپاره څه وخت وروسته به ما چې په ډيره کم وخت کې ستا ژوند ته راغلې وم پرینږدې؟!
ځوان چې ناکام شوی وو ، په نا راحتی سره د نجلۍ له کوره ووت او د تل لپاره یې خپل ښار پريښود.
نامحرمو کسانو ته په کتلو سره د ځوان سرنوشت څه شو؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery