مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2012-08-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کي څنکه د خبریالانوژوند خوندي کولای سو

خالدهادي حیدي

دبېنوادپوښتنو په برخه کي  مو دا ځل خپله  پوښتنه د افغانستان د ژورنالیستانو دساتني دخپلواکي ادرې دمشر ، وتلي ژورنالست  ښاغلي خپلواک ساپي سره مطرح کړې ده

پوښتنه  ( بېنوا) : افغانستان د نړۍ په کچه  د خبریالانو لپاره دخطرناکه هیوادو د لیست  په سر کي قرار لري په دغسي یو هیواد کي چي خبریالي دسر په بیه تمامیږي  رسنۍ څنګه کولای سی چي عامه ذهنیت ته تغیر ورکړي او دغه ګراپ په تدریجي دول کښته بوځي ؟ که په سپینه ووایو رسنۍ په دغسي حالاتو کي څه مکلفیت لري چي دخبریالانود ژوند په خوندیتوب کي رغنده رول ولوبوي ؟


جواب  (خپلواک ساپي ) :
 اجازه راکړۍ ستاسو پوښتنې ته تر ځواب وړاندې د ژورنالستانو د فعالیت لپاره د نړۍ له تر ټولو د خطرناکې سیمې او هیواد په اړه له خپل لورې لنډ وضاحت ولرم او هغه دا چې په دې برخه کې افغانستان د لست په سر کې نه بلکه پنځم ځای لري. یعنې تر پاکستان ، مکسیکو ، عراق او لیبیا شا ته دی. د ریکاډ شویو معلوماتو له مخې په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې په پاکستان کې ۸ ، په عراق کې ۶ ، په لیبیا کې ۵ ، په مکسیکو کې ۴ او په افغانستان کې ۲ ژورنالستان وژل شوي و. په روان کال یعنې ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې هم پا کستان د ۱۱ ژورنالستانو په وژل کیدو د دغه لست په سر کې دی او ورپسې مکسیکو د ۱۰ ژورنالستانو په وژل کیدو دوهم ځای لري، خو په افغانستان کې په روان کال کې  د دې کرښو د لیکلو تر مهاله یو ژوزنالست ( صادم خان بهادرزی په ارګون کې ) وژل شوی دی. البته د دې معنی کله هم دا نه ده چې ګواکې په افغانستان کې ستونزې کمې دي. هسې چې تاسو ګڼلې حقیقت دا دی چې په افغانستان کې ژورنالستان په خورا سختو شرایطو کې کار کوي او قدم په قدم په منظم ډول ګواښل کیږي. په دې کې د چارواکو ، پخوانیو
 ټوپک مارو او جنګسالارانو ، ځینې وخت د بهرنیو پوځیانو، د حکومت د وسله والو مخالفانو او د چرسو تریاکو او پوډرو د کاروباریانو له لورې له رټنو او ډبوونو نیولې بیا په مردکي د ویشتلو او په چاړه د ستونې د پریکولو تر بریده بیلابیل ګواښونه شامل دي. تر ټولو لویه ستونزه د تحقیقي ژورنالیزم په برخه کې ده. کله چې تاسو د دې ډول کوم رپوټ د جوړولو تکل وکړۍ نو له بیشانه ګواښونو سره به مخامخ شۍ. په دې کې تر ډيره بریده تنبل او په مزو کې ورډوب حکومتي چارواکي خپل فرمایشونه لري او د حکومت بې تپوسه مرګ ته ولاړ مخالفان  خپل فرمایشونه ، هغه چې وایي په مرګ خو دې وژنم خو پروا مه کوه که بی ګناه وې جنت به ځې او که ګناهکار وې نو بیا خو دې  بې له دې هم مرګ روا اودوزخ ځای دی . بس هر یو به له تاسو همدا غواړي چې له نیمګړتیاو او بدو یې د سکې یو داسې  کوچنی غونډوسکی جوړ کړۍ چې له خپل ذاتي دروند والي سره سره لږ تر لږه په بډه د پټیدو وي خو د سیال له لږو بدو یې باید د وریځو داسې اوښان جوړکړۍ چې نه یوازې د پټیدو نه وي بلکه هر سړی یې په لیدو د ږلۍ او توپان د راتلو فکر وکړي.

په هر حال داسې بریښي چې خبره اوږدیږي او ښه به دا وي چې په خپل ناقص قیاس ستاسو د پوښتنې په ځواب کې هم څو کرښې تورې کړم. البته زما دا قیاس تر ډيره زما پر شخصي تجروبو ولاړ دی او هیڅ کوم داسې ضمانت پکې نشته چې هرو مرو دې ستاسو په لیکنه عامه ذهنیت واړوي او سمدستي دې ژورنالستانو ته د وژل کیدو په ګډون د  ټولومتوجه ګواښونو ګراف راښکته کړي . په اصل کې زما په ګډون له هیڅ یو کس او هیڅ یوې رسنۍ سره نه داسې  کومه نسخه نشته او نه داسې کوم چوف - کوف چې پر مټ یې په یوه ساده مشوره د شته  ګواښونو او مرګونو لمن ورټوله شي . که داسې څه وای نو بیا خو به هرو مرو په تیرو لسو دولسو کلونو کې کاریدلي وای او خبره به زما په څير له یوه بیوزلي ستاسو تر پوښتنې نه رارسیدای.

ستاسو مخامخ پوښتنه د ژورنالستانو د خوندیتوب له اړخه د رسنیو د رسالت په اړه وه . زه په یقین سره همدومره ویل غواړم چې هیڅ رسنۍ نه غواړي کوم کارکوونکی یې وګواښل شي یا ووژل شي خو ورسره جوخت چا ته د ژوند د خوندیتوب ضمانت هم نشي ورکولی. یوازینی د کیدو کار همدا دا دی چې د رسنیو چلونکي او مسوولین باید په خبر یا رپوټ پسې د خپل کوم ژورنالست له استولو وړاندې دا خبره یقیني کړي چې لږ تر لږه ظاهرا د پیښې سیمه  خوندي ده او د ژوبلیدو او وژل کیدو خطر پکې کم دی. بله مهمه خبره د  احتمالي ګواښ او خطر د احساسیدو په صورت کې پخپله ژورنالیست ته د وروستۍ پریکړې د واک ورکول دي ، یعنې دا چې پیښه او دپیښې پرمختیا تعقیب کړي او که د خپل سر د خوندیتوب لپاره له نیمې لارې بیرته راوګرځي. 

په هره صورت د ځاني خوندیتوب ذمه واري د یوې رسنۍ پر تله تر ډيره پخپله د ژورنالست په خپله غاړه ده او په دې کې څو مهمو ټکو ته پام پکار دی.

اول: په بشپړه توګه بې پرې اوسۍ او کله چې د خبر او رپوټ لپاره قلم پورته کوۍ ، نور ټول تړاوونه هیر کړۍ. داسې وګڼۍ چې نه مو کوم خپل شته نه پردی، نه دوست لرۍ نه دښمن ، نه پر چا خفه کیږۍ او نه پر چا خوشحالیږۍ . بس د ناپیژاندو خلکو تر مینځ د کومې شخړې تماشا کوۍ او محض هغه څه لیکۍ او وایاست چې وینۍ یې. یعنې په خبر او رپوټ کې خپل احساسات مه شریکوۍ . په دې سره ستاسو سر ته د خطر  کچه تر ډيره ډيره کمیدی شي.

دوهم : دقت وکړۍ ، د پیښې په اړه سم معلومات راټول کړۍ او څو چې یقیني شوي نه یاست خبر مه خپروۍ . لږ تر لږه د جګړو او  تلفاتو په اړه په خبرونو کې د شمیرو په تړاو ډیر احتیاط وکړۍ . د دود له مخې هره غاړه مقابل لوري ته د زیاتو تلفاتو د اړولو ادعا کوي نو ځکه خو پکار ده چې د مستقلو سرچینو تاید ولرۍ ، یا دا چې د دواړو لورو ادعا ته په شک سره وګورۍ . په یوه کلمه پر هغه څه مه غږیږۍ چې پخپله پرې نه پوهیږۍ.

دریم : انصاف له پامه مه غورځوۍ او د چا سپکاوی مه کوۍ . په رپوټ کې نا انصافي او د یو چا د سپکاوي درد کله دومره درندې او تود وې  پایلې  درلودی شي چې تاسو له لوی ګواښ سره مخامخ کولی شي. زه د خپلو مسلکي تجروبو او دا راز د افغانستان په شرایطو کې د تیرو دولسو کلونو د کاري تجروبو پر مټ په دې یقین لرم چې بي انصافي تر ډيره هغه ژورنالستان کوي چې یا سیاسي او سمتي تړاوونه پالي او یا د پیسو او سوغاتونو په وړاندې د ټینګې نه وي. باور وکړۍ زما ډيره اندیښنه له همدغه وروستي ټکي یعنې په فساد کې د ژورنالیزم د ورډوبیدو له اړخه ده. بس فاسدو چارواکو اوس ژورنالستان هم روږدي کړي دي ، چا ته پيسې ، چا ته له بهر نه سوغاتونه ، چا ته د کور نمره او ځمکه او په بدل کې د ژورنالست کوزې سترګې چې په پایله کې د سر خطر هم د دې یوه احتمالي پایله راوتی شي. 

څلورم امانت داري: په سمه او دقیقه توګه د معلوماتو او اطلاعاتو رسول لویه امنت داري ده . په دغه امانت کې خیانت مه کوۍ او پر مټ یې خپل سر ته خطر کم کړۍ.

او وروستۍ خبره : هیڅ خبر ستاسود ژوند خو لا څه چې ستاسو د یوه نوک ارزښت نه لري. خپل ژوند او امنیت ترهر بل هر څه بره او غوره وبولۍ . په تیرو ۱۲ کلونو کې وژل شوي خبریالان در په یاد کړۍ چې اوس یې نومونه هم په هیریدو دي . پخپله پر  ځان پام کوۍ ، پخپله مناسبه پریکړه کوۍ او په بې پروایي سره نه بلکه په مسوولیت سره خپل قلم چلوۍ. او ختم یې پر دې دعا کوو چې الله تعالی دی  موږ او تاسو ټول په خپل امن کې وساتي.

 

ipower mainport aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery