مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ترهګر اصلآ د پاکستان دولت دی!

سرلوڅ مرادزی
ډیری خلک داسې انګیري چې پاکستانی دولت د افغانستان، کشمیر او نورې سیمې د ناارامۍ او ویجاړۍ لپاره ترهګر د یوې وسیلې پتوګه کاروي، خو د دې ترڅنګ باید په دې فکر وشي چې اصلآ ترهګر په سیمه کې د واکمنۍ او خپلو موخو لپاره له پاکستاني دولت څخه د یوې وسیلې پتوګه کار اخلي.
د ګاونډیو هېوادو او نړیوالو د پرلپسې څرګندونو، لاسوندونو او فشارونو سره سره، د پاکستان خاوره د ترهګرو په ټاټوبي بدلېدل او د ترهګرو په ساتلو او روزلو کې د پاکستاني دولت ټینګارڅرګندوي چې ترهګرو څخه د وسیلې پرځای، خپله دولت د ترهګرو په وسیله بدل شوی دی!
ترهګر په ډېرو نورو هېوادو کې هم شته. نن ترهګر په سوریه، عراق، افغانستان او ځینو نورو هېوادو کې جنګیږي، خو په دغو هېوادو کې د دولتونو او ترهګرو موخې او اندیښنې سره جلا او یوله بل سره په ټکر او جګړه کې دي. په دغو هېوادو کې ترهګر د بهرنیو استخباراتي کړیو لخوا جګړې ته هڅول کیږي، په داسې حال چې پاکستان کې ترهګر د بهرنیو استخباراتي کړیو په وسیله نه دي رامنځته شوي، بلکې د پاکستان کورني پیداوار دی او د ترهګرۍ د پلیتوب لپاره په سیمه او نړۍ کې د خپل دولت سره په ګډه او یوځای جنګیږي.
پاکستان کې د ترهګرو او د دې هېواد د دولت ترمنځ په اندیښنو او موخو کې توپیر نه لېدل کیږي؛ هغه څه چې دولت يي په کور دننه او بهر کې غواړي، ترهګر يي ترسره کوي او هغه څه چې بیا د ترهګرو موخې او اندیښنې دي، دولت يي په ورین تندي پلي کوي.
په نورو هېوادو کې د ترهګرو د روزلو مدرسې نشته او ترهګر هلته په پټه لکه غلو پشان له نورو ځایو او سیمو ورځی؛ خو د پاکستان په هر کلي، کوڅه کې په ښکاره او رڼا ورځ په مدرسو کې د ترهګرۍ زده کړه کیږي او دولت او استخبارات ورته پوځي تریننګ ورکوي.
بلخوا که یوازې د پاکستانی دولت غوښتنې په پام کې ونیسو، افغانستان سره به د ډیورنډ پر کرښه اختلاف لري او په افغانستان کې به د ستراتیژیک کنډو(Strategic depth) غوښتنه لری او یا هندوستان سره به د کشمیر پر سر ستونزه لري، په داسې حالاتو کې پاکستانی دولت خپلو غوښتنو ته نورې لارې هم لري، خو له هغه ځایه چې ترهګر د افراطي مذهبي اندیښنو په لامل د اسلامي هېوادو ترمنځ او د نړۍ په کچه سرحدي پولې نه پېژني او ځان نړیوال غورځنګ راپېژني، لېدل کیږي هغه ترهګر چې اروپا کې جنګیږي، ریښه يي پاکستان ته رسیږي او که د نړۍ په بله سیمه کې ځانمرګی برید ترسره کیږي، د بریدګر سر له اسلام اباد او لاهور څخه راوځي. دا ډول پېښې څرګندوي چې ترهګرو پاکستانی دولت قبضه کړی او په دې لامل پاکستاني دولت د خپلو سیمه یزو موخو سربېره په نړیوال ډګر کې هم تروریستي موخې لري او یو نړیوال ګواښ بلل کیږي.
په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر لارنس هوګو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن له قوله وايي«هغه تروریستان چې په پاکستان کې فعالیت کوي د خپل قدرت او طاقت د زیاتولو په حال کې دي». دلته ښای د سفیر موخه دا وي چې په سیمه یز او نړیوال مارکیټ کې د ترهګرو د راکړې ورکړې ارزښت او بیه پورته تللې وي او پاکستاني دولت اړ شوی د ترهګرو په عرضه کې خپل فعالیت زیات کړی. دا خبره اوس له هیچا پټه نه ده چې پاکستانی دولت، په سیمه یز او نړیوال مارکیټ کې، ترهګر لکه بل هر ډول جنس، مال او یا د څارویو پشان پلوري. کله چې په داسې مارکيټونو کې ترهګرو ته اړتیا زیاتیږي، په پاکستان کې د ترهګرو د روزلو مدرسي لا فعالیږي او په پوځي روزنتونو کې د هغو تریننګ ته پاملرنه ډېریږي.
کله چې دولت او ترهګر سیمه یزې او نړیوالې ګډې موخې او یوشان اندیښنې ولري، باید د ترهګر جوړولو بټۍ دولتي شي او دولت باید د ولسي خیر ښېګڼو لګښت او بودیجه هم د ترهګرو د روزلو او زیاتولو لپاره ولګوي.
په دې لامل د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پخپلو تازه څرګندونو کې وايي چې اوس په روسیه، ایران او ترکیه کې هم د ترهګرو بازار مخ په غوړېدو دی. دلته ښاغلی خواجه په خورا خوښۍ دا خبره یادوي او ډاډه دی چې د خپلو ترهګرو د خرڅلاو لپاره يي نوی او لوی مارکیټ موندلی دی.
خو چین بیا خپل سین کیانک ولایت ته په پاکستان کې د ترهګرو د زیرمه ګواښ په تړاو خپلې اندیښنې له پاکستانه نه پټوي. کابل کې د چین سفیر ښاغلی یانو جینګ وايی، هېواد يي پاکستان سره په پوله کې د ترهګرو د پټنځایونو څخه په اندیښنه کې دی.
چین ښای په نورو مارکیټو کې د پاکستان د ترهګریز محصول په خرڅلاو او راکړه ورکړه کې په پټه بې پرې نه وي، خو نه غواړي چې د سین کیانګ مارکیټ کې پاکستاني ترهګر خرڅ راخرڅ شي.
دا چې د امریکا د بهرینو چارو وزیر ټیلرسن پاکستان ته خبرداری ورکوي چې په یو اړخیز ډول به د تروریستانو پرځالو برید وکړي، ښه خبر ګڼل کیږي؛ خو دا مهال یوازې د تروریستي ځالو ړنګول ځکه بسیا نه کوي چې که د پاکستان دولت چې خپله تروریست دی سزا ونه ویني، د هېواد په بله برخه کې بیا او نورې تروریستي ځالې جوړوي او د ترهګرو د تولید لامل چې خپله دولت دی پخپل ځای پاتیږي!
پکار خودا دي چې د تروریزم سرچینه چې د پاکستان دولت دی ختم شي، په دې صورت کې به سیمه او نړۍ له تروریستي ګواښ څخه په ریښتیني توګه خویندي شي.
د پاکستان اتومي وسله یوه بله جنجالي موضوع ده. هیڅوک نه شي ویلای چې تروریستان دې اتومي وسلې ته لاسرسی ونه لري! په وروستیو کې د امریکا په یوه څیړنیز مرکز کې ویل کیږي چې د پاکستان اتومي وسله د څو تنو جنرالانو په لاس کې ده، که دوی کله وغواړي هغه په خپل زړه کارولی شي.
د اندیښنې وړ ده چې اتومي وسله دې، د پاکستان پشان د یوه تروریست دولت په لاس کې وي چې ټولې نړۍ ته يي اور اچولی او نړۍ دې په کیمیاوي او نورو وسلو پسې بل ځای ګرځي!
تر هغو چې د پاکستاني دولت چاره ونه شي، که پاکستان کې د ترهګرو ځالې په بمونو والوځول هم شي، نړۍ به بیا هم د ترهګرو له شره نه وي خوندي!
د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۲۸ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery