مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګَل (ګهل)

احمدجان ماڼو

 زمونږدآریایانودتاریخ یو بل زوړلرغونی مشهورښایسته ګُل اوبریښیدونکی ځلاندغمی د(ګَل) نوم داصلي آریایې ژبې (پشه یي ـ آریک) پوری اړوند ګڼوهغه څېړو ژورې حیرانوونکې ادبي ریښې یې راباسو د شننې لاندی یې راولوژب پوهانوته یې ادبې ښکلا ،معناوې ،تعریفونه،مفاهیم ،خوندونه ،رنګونه اوحیرانوونکي سمبولونه چی، په خپله خټه اوذات کی دځان سره نغښتې لري وړاندی کوو. ترڅوورته دا په ډاګه شي چی، (پشه) یې لرغونې آریایې (آریک ـ آرېک) یوه کره په علمې انډیووبارمنډیزه په خپل ځان متکي اودژورې پوهې په بنیاد داصلي آریایانوداوږده علمی کلتوری،فرهنګي  باري، ګټوراوحاصل خیزژوند دهلو ځلو تاریخي محصول اولاس ته راوړنه ده .
هرنوم یې په خپله ریښه کښی ځانګړې ښکلې ښکلا اوځلا لري ،لرغوني نومونه یې په خپل ځان متکي او دنورو ژبو څخه یې په قرض نه دي اخیستي، نخښي نښانې اوڅرکونه یې په ټولوزړولرغونوآریايې لوڼوژبوکتابونواوډبرینو متونونوکښی لکه ویدا ،اوستا دبغستان دغره میخي اودبغلان دسرخ کوتل د اورتون په یونانی ، لیک دود او لیکل شوونومونوکی چی ترجمی یې په لاتین اوعربی رسم الخط د ښاغلوژب پوهانو اوڅیړونکوله خوا ترسره شویدي پوره دیادونې وړ دي اودا مونږ ته راښایې چی، نوموړي نومونه ټول پشه یې اواصلي آریایې ژبې آریک پوری اړه لري . ما پخپله دا سیمه اوکوتل نه دی لیدلی خو،دومره حدس وهلی شم چی دا د (سرخ) نوم به دپشه یې ژبې( سُور – لمر - افتاب) ،« سُور کوتل» یعنی (لمریز کوتل) (وي.......
اوس نو، مونږ دخپلې ادعا دثبوت دوړاندی کولو په خاطرد(ګَل - ګهل)مشهورنوم چی،زمونږ دګران هیواد افغانستان په ختیځه جغرافیه کی دلرغونو زمانوڅخه په ډیروسیموایښودل شوی اوښایې دنړۍ په مخ په ډیرونورو سیموکی به هم په همدی یا په ورته بڼه اومعنا سره شتون ولري په توضیح اوتشریح یې پیل کوو.
ګَل – ګهل : دپورتنیووڅرګندونو څخه دا ښکاري چی، د(ګَل - ګهل) نوم دلرغونو زمانو څخه رانیولې ترننه په لوی شمیر کښی زمونږدهیواد په ختیځوسیموکی شتون لري دساري په توګه : نورګل- ،ډیوه ګل ، ویګل ،بشګل ،کوړن ګل ( ګهل) په نورستان اولغمان کی د وېګل  ، سایګل اوپه لس ګونوډیرنورداسی ځایونه چی د(ګَل- ګهل)وروستاړی دځان پوری نښتی لري شته دی چی دډیرو خوړونو ،کلیوو ،بانډو، درو، سردرونومونه ورباندی ښکلي شویدي خو، لاترننه زمونږ هیوادوال اوښایې چی، حتی زمونږ پشه یې ژبي هیوادوال یې هم په اصلي مانا اومفهوم نه پیژني اوښایې چی ،په ټوله کښي هغوی هم لکه پښتانه د(ګل -ګهل) څخه د(خوړ) په مانا یې ومني چی اوبه ورکی روانې دي . همدا شان د هرې سیمې پښتانه د(ګَهل) معنا په (خوړ) کوي ،ګَل یا خوړهغې برخې ته ویل کیږی چی ورکې واورینې یا دهماغوسیمو دچینورودي اوسیلابي اوبه دغرنیولوړوبرخوڅخه مخ په کښته روانې وې اوداموقعیتونه معمولآ دغرونو په مینځ کی وي اوپه خپل مسیرکی دځمکو دخړوبولو دپاره دخلکوله خوا ورته مناسب بندونه جوړ او دخپلو ځمکو د خړوبولو په خاطرورڅخه ګټه پورته کوي اوددغو اوبو په مرسته ورته څیرمه دغرونو په لمنوکی پرتې کږې وږې هندسي ښکلې کڅئ (کوراړي/ پټي ) کرهنیزې ځمکې چی زمونږ دپخوانیوو زمانو نیکونو په بیساري ربړ او زحمت په ګاللو په ښکلو اوقوي مټو اوپنجو جوړ اومونږ ته په میراث را رسیدلي دي خپله ځانګړې ښکلا لري.
دا د هغوغیرتي انسانانو کار دی چی نن یې درو او سردرو ته ښکلا وربخښلې ښکلي میوه لروونکي شنه بڼونه ،خټینې اوډبرینې قلاګانې اودیری یې درو اوسردرو ته عجیبه رنګینه بی مثاله ښکلا وربخښي اووګړي یې هم دهماغه ( ګَل ـ خوړ )په نوم یادیږي لکه د نورګهل کلي (برنورګل اوکوز نورګل یا کوز ښار اوبر ښار) اویاهم په لرغونې زمانه کښی ددی سیمې ننۍ دمزار دره دنورګل د درې په نوم به یادیده اوهم یې اداري موقف دنورګل روبات ، دنورګل علاقه داری اونن سبا دنورګل د ولسوالي په نامه یادیږي، پاتی دی نه وي چی داسلام د دین دراتګ څخه وروسته د زیارتونو په راټوکیدلودنورګل دری نوم به دمزار درې په نوم اوښتې وي، ښایې په ډیرو نورو سیمو کښی همدا کار په (ګلونو=خوړونو) ګهل - خوړ) باندی شوی وي اود (ګل ) نوم به یې په نورو نوو نومونواوښتي وي.
دتاریخي شواهدو له مخې د(مزار دره ) نوم ښایې داسلام څخه دوروسته زمانې پوری اړوند وي، دا په دی خاطر اودلیل چی ، (نورګل دره ) یې لرغونی ،زوړ اودپشه یې ژبې پورې اړوند نوم دی خیر په هرصورت دامهمه نه ده چی کوم مخکینې اوکوم یو یې وروستنی دی د(نورګل دره یا مزار دره) په دی برخه کښی مونږ د(ګل/خوړ،شیله)نوم په پشه یې ژبه کښی څیړو.
 اوس دښکلي لرغوني آریایې تاریخي  (ګل-ګهل /خوړ/شیله) د نامه دپیدایښت دریښو په اړوند یوحیرانوونکی زړه پوری علمي معلومات ښاغلوآریایې ژبې، ژب پوهانو اولرغون پوهانوته وړاندی کوو چی، دا د(ګل -ګهل) نوم دکومې ژبې پوری اړه لري څه ډول لاس ته راغلی اودټوکیدو دلایل ،لاملونه اوفلسفه یې کومه ده پام یې ورته را اړوو.
کله چی ، دژمي په سړو میاشتوکښی واوری ووریږي اوپه هسکو واورینو غرونو پریوزي ،ځای ونیسي کنګل شي هوا مخ په سړیدوشي ، بیا د یومعین وخت څخه وروسته، کله چی ، دلمر تودوخه زیاتیږي په پایله کښی یې ورو ورو واورې ویلې ورڅخه داوبو ډنډوکي جوړاودزیا دښت سره یې اوبه په یون پیل اودځان سره دخپل محل خاوره، شګه ،خس اوخاشاک چی په وړاندی یې مقاومت کوي په ډکه کوي اودځانه سره یې وړي اودخپل دتوان په اندازه یې ژوروي اوله هرې خوا دناوونواوبه په بهیدواوډیریدوشي ،خپله مخه کوي، په ټاکلي مسیرحرکت کوي خوړ په اوبوډک روان شي داکار دلرغونو زمانو د پیل څخه ترننه دوام لري په ورو ورو روانې اوبه دخوړونوغاړې  خوري لکه څه ډول چی ، واورې ویلیدلې همداسی داوبوجریان هم دځانه سره په خپل مسیر کښی غاړې مورګې خوري اودځانه سره یې وړي اود خوړونوفزیکې شکلونه هم تغیرمومي اوکله چی سیلابونه رامینځ ته شي لاپسی په مستۍ راځي ډیرې ورانې کوي اوسیمې دځانه سره خرابوي اوژوروي یې (ګل/خوړ ) په پوره مستۍ کښې وي اوهرڅه له ځانه سره اخلي اودمرګ له  کومي یې تیروي .
دنوموړې تشریح څخه دا په ډاګه شوه چی ،( ګل /خوړ/شیله ) د لرغونې زمانې څخه په ورو ورو اود پرله پسی زمانوپه تیریدوخپل بستر جوړوي اود (ګل -ګهل/خوړ) شکل رامینځته کوي اوپه دوامداره توګه ناوونه اوخوړونه چی یادی شوې اوبه پکښی روانې وي تل یې ژوروي چی عملآ داحالت ناوونه اوخوړونه دځانه سره لري.
دپسرلي په موسم کښی چی کله هوا مخ په تودیدوشي په هڅکو کښی هم واوره په ویلیدوپیل کوي او ورځ تر ورځې اوبه زیاتې اودواورینو سوکواوسیموڅخه دناونودلارې مخ په (ګهل ،ګهلونو/ خوړونو،شیلو ) راووځي چی، په دغه وخت کښی دسیمې پشه یان په خپلو مینځوکښی  په خپله ژبه داسی وایې :
ګل منډهتچ ، ورګ کوچئ بوو بیتیک .
خوړ مات شوی ، اوبه ورکښی ډیرې شویدي .
سور تهپیتچ ، ګل منډهتچ .
لمر تود شوی، خوړ مات شوی .
په پورتنیوو جملو کښی دا مفهوم اومقصد رسوي چی ،په هڅکو واورینو سوکو کښی واوره دلمر په تودوخه په ویلیدو ده او اوبه ډیرې شویدي.
دادی اوس مونږ د(ګل -ګهل) دنامه پیدایښت په دی لاندی دپشه یې ژبې د(ګلیک، ګلېک/ویلې کیدل) مصدر په ګردان کښی وینو .
ګل : په پشه یې ژبه کښی د (ګلیک ـ ویلې کیدل /اب شدن) دمصدرڅخه په کوم ډول لاس ته راځي ورته ستاسی پام ور اړوو.    
 
                                                                      ګلیک /ویلې کیدل
دپشه یې ژبې دګرامر پر بنیاد دمصدر دګردان څخه یې نومونه ،فعلونه اوصفتونه په لاس راځي . ددغه کار دترسره کولو لپاره مونږ لومړی دمصدر وروستۍ برخه (یک) غورځوو چی ،په پایله کښی یې مونږد(ګل - ګهل) نوم چی په پښتو اودری- فارسی کښی ورته (خوړ/ شیله) وایې په لاس راځي،اوس د(ګلیک) مصدردفعلونو دجوړولوپه خاطر ګردانوو.
             
آ- زه                  ګلیم – ویلی کیږم
تو- ته                 ګلي – ویلې کیږی
سی- هغه              ګلګا – ویلې کیږی
امو – مونږ           ګلیس – ویلي کیږو
ایمو - تاسی          ګلیدا – ویلي کیږئ
تې – هغوی         ګلین – ویلي کیږي

داوو دنوموړي مصدر ګردان چی،مونږ ورڅخه افعال په لاس راوړل . صفتونه یې په لاندی ډول دي.
د نارینه نوم دپاره – ګلیوا  = ویلي شوی.
دښځینه نوم لپاره – ګلیوې = ویلې شوې.
دجمع لپاره      -   ګليوي = ویلي شوي.
ګلیوا =ویلې کړل شوی.
د ګل - ګهل/ خوړ ، دجمع ډول یې د نوم په پای کښی د (یلا ـ ینا) کلیمې راځي اوپه یوځای کیدلویې ورڅخه ( ګل -ګهل+ یلا = ګهلیلا، ګهلینا / خوړ = خوړونه ) په لاس راځي. دبیلګې په توګه : ګهل منډهوې شې = خوړ مات شوی دی ( په خوړکښی اوبه روانې دي) اوکه ووایو چی : ګهلیلا منډهتینچ = خوړونه مات شویدي ( په خوړونو کښی اوبه روانې شویدي) .
همداشان د (ګل- ګهل) نامه ته ورته په پشه یې اونورو ژبو کښی هم نور ورته نومونه شته دی لکه :
په پشه یې ژبه کښی . ګل -ګهل = خوړ؛ ګهلۍ = ژاله ؛ ګهلا =سوری؛ ګهلي = کوڅه؛ په هندي ژبه کښی، ګال = ښکنځل؛ ګهلي = کوڅه ؛ اوپه دنمارکي ژبه کښی هم gade = لویه کوڅه او gyde = تنګه،کم سورې اوتورتمه کوڅه معنی لري.
 دپشه یې ژبې په لوړې تشریح کښی دپشه یې اود دنمارکي ژبو دلغاتو مشابهت او ورته والی هم دیادونې وړ دی !
دا وو په پشه یې ژبه کښی د مشهورآریایې لرغونې (ګل - ګهل/ خوړ- شیله) نوم چی ،ښایې دپشه یې ژبوویونکو اودآریایې ژبو څیړونکودپاره زړه پوری وي، دستاسی دلارښودولارښوونواو تصحیح کولوپه هیله!
په درنښت .
       ماڼو – دنمارک ۲۴ داکتوبر۲۰۱۷.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery