مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سکاټ کهنینګم، اشرف غني که سلام رحیمی؟ ولسمشر څوک ده؟

مریم وردک: کابل

 

په تيرو درې كلونو كى تاسو د ميډيا د لارې شاهد ياست چې جمهور رئيس د ډيرو مشكلاتو سره مخ دې. بعضی وایی چې دده نږدې ياران لكه سکاټ کهنینګم  او سلام رحيمي، دده هر کاره دي. خو راځۍ چی وګورو چې د ارګ قدرت چاسره دې؟
سلام رحيمي  او سکاټ دواړه امريكايان دي، خو سلام رحیمی د خپل كور ټول أعضاء ارګ کی د قدرت کی د ټول كنترول پخاطر په كليدي پوستونو وگمارل. رحيمي ارگ كى خپل گيم او هر مخالف سره د جمهور رئيس د نومه په استفاده گيم مخ ته وړي. د خپل غلطو کارونو د توجیه په خاطر سکاټ سره د غرمی ډوډۍ په مهال خپل ګزارش وړاندی کوي چی جمهور رئیس ته دده کړنې پرځای و ښایې.
رئيس جمهور ته سلام رحيمي خپل مخالفين د رئيس جمهور مخالفين معرفي كوي، لكه ټلوالې به چى د طالب په نوم هر پښتون ځپلو، همدا رنګه سلام رحيمي خپل مخالفين د رئيس جمهور په لښته ټكوي. د مثال په توګه د سلام رحیمی ټیم خپل سیاسي حریفان، داخلي حریفان د ارګ د تشکیلاتو څخه په رنګارنګ نومونو د صحنې لرې کړل.
نعمت الله ثایر چې څه موده پس خپله هم بیرته د هماغه سیاست ښکار شو، دوې بیګناه او وړ کسان د پیر پولیتکس دتیوری په رڼا کې د سلام رحیمی د خوشالولو په موخه ترسره کړل، خپله یی هم ښکار او د ارګه لرې شو. د مثال په ډول، عتیق نوشېر، د سلام رحیمی معاون او نبي حبیبی د بین المللي روابطو آمر ته کاملې صدیقی، نعمت الله ثایر  او عاتف مشعل دسیسې جوړې او د ارګ څخه یې بدون د کوم ملاحظې هغه مهال لرې کړل چې دوې د جمهور رئیس په حکم په رخصتي ول. چايي پوښتنه هم ونکړه.
نادر نادري چى د اداري اصلاحاتو رئيس و ټاكل شو، دا جناب د سلام رحيمي اوښې دې. آغلې ليدا نادري، چى د نادر نادري خور ده د پروموټ د ٤٠٠ ميلون  ډالرو د پروژې ريسه مقرره شوه. دده خپل سكتر ويس رحيمي، چى اوس يي معاون سو،  دا یې هم د خپل كور نږدي خپلوان ده. د سلام رحيمي لورگانې باندينيو چارو وزارت كې، د اقتصادي معينيت كار كوونكي مقررې شوۍ. دائي فقط څو مثالي گمارنى دي.
پاته سو جلالتمآب جمهور رئيس چى د پاس یاد شوو کسانو علاقات به د سلام رحیمی سره پيژني كنه؟ نو دا یوه داسې پوښتنه ده چی ارګ باید ورته جواب ووایي.
بله پوښتنه داده چې ارګ دا كسان د اداري اصلاحاتو د کومو قوانینو له مخې ګمارل شوي؟
سلام رحيمي، بیشکه جمهور رئيس د خپلو نږدې دوستانو او مشاورينو ښه لرې وساتلو، د ارگ څخه يي ورته صالون برگزاري محافل جوړ كړ، Event Center هغه كسانو چى کمپاین کې ورته شپه او ورځ يوه كړې وه، په هغوي يي إمكانات د ملاقاتونه بند كړل. حتی بعضې مشاورين دارگ ته د ننوتول په مهال توهين شول.
دا ټول هغه گيمونه دي چى سلام رحيمي او دده گروپ او معافيا يي بانډ يي روزانه ارگ د رئيس جمهور د تكړه متحدينو سره كوي او د جمهور رئيس ملاتړي  جمهور رئیس څخه خوابدي کوي.  د سلام رحیمی ټیم خپل ټول وخت د جمهور رئیس د کسانو د ټکولو په خاطر وقف کړې.
پدې درې کالو کې سلام رحيمي د رئيس جمهور او خلكو مينځ كى دومره واټن جوړ كړ چې اینده انتخاباتو به رئیس جمهور ددې کړنو ډیر تاوان ورکړي. خو بيا له بلې خوا د سلام رحيمي معاونينو همدا سیاست د سلام رحيمي سره هم وكړ. د ریاست دفتر څخه د کسانو ویستل او په هغوۍ محض بهتان لګول ددوې د اخوا کولو لپاره کافي ول.
كله چى سلام رحيمي د چارو د ادارى رئيس وو، تيرو درى كالو كى دوه ځله اداري امور ته راغئ. يو ځل يي د مور فاتحه وه. او بل ځل يي كومه جلسه وه. په زغرده ویلاۍ شم چې سلام رحيمي د ادارى امور د ١٠ ريسانو نومونه هم نه پيژندل. سلام رحيمي ته به چي خپلو معاونينو کوم ريپورت ورکاوه هغه به کیدل. بيا سلام رحیمی  چى څه جمهور رئيس ته وايي، هغه يي په پټو سترګو كوي.
د تقرر موضوع، يي د چارو ادارى نه اداري اصلاحاتو ته د يو حكم په ذريعه منتقل كړه. هلته نو دده اوښئ  نادر نادري ورته ناست دئ نو څه  چې سلام رحيمي وايي هلته تعميليگي.
سکاټ کهننګم هسی یو پروپوزل لیکونکې او د جمهور رئیس لپاره دده سپیچ لیکونکې دې. خو سلام رحیمی تير درې كلونو كې،  دده كړو وړو ته په كتلو سره دومره بايد ووايم چى اصلي متفكر سلام رحیمی دې. جمهور رئیس ته په ټول احترام باید ووایم چې ده کې دومره فكر نشته چى خلك/ مشاورین، دده کارمندان، او ولس ولې چيغي او سورې وهي.؟
خو د هغه څخه  ډيره د خفگان خبره داده، سلام رحيمي فقط او فقط د پيسه دار سړي غلام دئ. د وزير د ځوى، د وكيل د ورور او ځوى كار په ټي ثانيه كى خلاصيږي. د جمهور رئيس حكم هم په هماغه ورځ اخيستل كيږي. خو هغه كسان چى جمهور رئيس ته، حكومت ته، او ملت ته ژمن كسان دي، هغه کسانو چې په واقعاَ قرباني ورکړه، هغوئ د ارگ څخه هم وويستل شول.
همدا مشکلات ول چې، جمهور رئیس یوځل بیا تصیم ونیولو چی ریاست ددفتر او د چارو اداره یوځل بیا جدا کړي. او بلآخره داوود نورزئ يې د چارو د ادارې رئیس وگماره، نورزي هم په خپل وار سره د سفير لور، د وزير لور، او يو څو په دري او پښتو مطلق بيسوادان يي په داسي څوكيو و گمارل چى ځان يي پرې خراب كړ.
تاسو پاس درې كلنونه د میډیا په رڼا کې ارزیابي کړۍ، چى سلام رحيمي څوك گمارلي او څوك يي ټآكلي.  بيا به پوه شئ، جمهور رئيس څوك ده، سلام رحيمي، سکاټ او كه اشرف غني؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery