مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په درېیو لوموکې د بند پاکستان اصلي ملګري درپېژنم

محمد انور ولید

 

د ؤلسمشر د پام وړ څو ټکي :

افغانستان ته دټولې سیمې اونړۍ سترګې وراوښتې ، خوپا کستان بالکل زړه ورباندې بایللی اوټول حواس یې له لاسه يه کې ورکړي دي ، له تېرو(۶۸) کلونورا په ایسته یې په نامه ناست دي چې ګني نن په سبا به یې د امیدونوغوټۍ پکې وغوړېږي ، عمریې تېرشو، زوړشو، خودا هیله یې پوره نه شوه . د برتانوي استعمارد مصنوعي وارث په څېره کې یې له تزاري روسانو سره د افغانستان د نیواک له پاره سیالي پیل کړه  ، خو روسانو وار ور باندې رومبی کړ اود نږدې پوځي ، تعلیمي ، تجارتي اوسیاسي اړیکو پرمټ یې لومړی د سپینوکود تاوواو ور پسې د سروکود تاووله لارې د افغانستان مستقیم اشغال ته لاره او پلمه پرې جوړه کړه .

پخواني شوروي اتحاد لومړی په (۱۳۵۲ ) لمریزکال د چنګاښ په (۲۶ مه ) دسردار محمد داؤد خان په مشرۍ پرظاهرشاه باندې سپینه کودتا وکړه خوروسي پلوه اجرائیه یې د هغه په کابینه کې ورځای پرځای کړه چې د زیاتو فشارونو له امله یې افغان مسلمانان پاکستان ته په لوی لاس پرې ورټېل وهل .

په (۱۳۵۷) لمریزکال کې دغوایي په (۷مه) د پنجشنبې په ورځ یې د خپلو چپي پلویانو په لاس بله سره کودتا وکړه چې په هغې کې یې د آل یحیی کورنۍ ته د تل له پاره د پای ټکی کېښود او د سردار محمد داؤد په شمول د هغه ټوله (۲۹) کسیزه کونۍ له منځه په کې ولاړه .

ورپسې یې د (۱۳۵۸) لمریزکال د مرغومي (جدی) په (شپږم ) تورماښام د تاجکستان ، اودوشنبې له هوایي اډوڅخه د څمکې اوهوا له لارې (۱۲۰۰۰۰) پوځونه افغانستان ته را داخل او دا خاوره یې اشغال کړه .

خو پاکستان له روسانوسره د تزاریانوهمغه زوړتاربیا له سره وغاړه کوم چې د برتانوي استعمارپروخت یې پوره سل کاله وړاندې د پښتنوپرضد د هغوی پرسینه باندې د ډ ېورنډ د منحوسې اوغیررسمي کرښې په نوم یوه عائقه او صفري سیمه را بېله کړې وه ، ځکه روسانوله هغې غاړې او پاکستان له دې غاړې ددې هېواد پرځـپلواوتخریبولوباندې پیل وکړ.

د افغانستان ټول سرحدونه اوپولې د ښي اړخو، کیڼ اړخواوخنثی افغانانو پرمخ په دې پلمه پرانیستې پاتې شوې چې ګواکي دافغانستان شمالي ، غربې اوحنوبې ګاونډیان له افغانانو سره خواخوږي ښیي ، خوهغسې نه وه ، ځکه دوی په اصل کې د افغانستان خاوره د ځان بلې وه ، ددوی افغانان نه وو په کار، بلکې چا د افغانستان خاوره اوددې خاورې سرشاره زېرمې د ځان بللې ، چا یې اوبه اوخاوره د ځان بلله ، چا یې اوبه اوترمینالوژي د څان بلله اودچا یې سترا تژیک موقعیت په کارؤ.

ځکه د توراوسره استعماردغه پیشوګانوپه اصل کې زموږدهېواد د ځمکنیوزيرمود د ېګ سرپورته کاوه او هغه یې را څخه وړلې ، خوروسانوماتې وخوړله اوپاکستان پوره (۴۲) کاله په غرونواوصفري سیموکې ورته تېرې کړل ، افغانانوته یې خپل اوپردي ټول کټ مټ لکه د امان الله خان په وړاندې ولمسول ، د کورني اړدوړله پاره یې په کورد ننه اړدوړورته جوړکړ، هرځای يې اورونه په کې بل کړل ، په یوه لاس یې د جګړې سوټي ورته تیارول او په بل لاس کې یې د بې رحمه قصاب په څېرد قومي ، ژبني ، سمتي ، ګوندي اومذهبي تعصباتوتېزه چاړه په لاس کې ورته نیولې وه چې د مجاهد ینوله بري سره سم یې ټول د خپلمنځي فتنو په چاړه سم دم بې تکبیره ژوندي له تېغه تېرکړل .

(۱۴) کاله یې اسلامي عقیده اوکمونېستي مفکوره په وسله واله مبارزه کې ، (۴) کاله یې د شراوفساد ، ټوپکي او(۵) کاله یې د طالب په نوم په خپلمنځي جګړوکې سره وجنګول ، (۱۷) کاله یې د ترورېزم په نوم مبارزه اوپردي مافیایي د القاعده ، ترورېست اوداعش په نومونوجګړه ورباندې وروتپله چې ټول ټال نږدې د ( دوه میلیونه ) افغانانوژوند یې واخیست ، په هرکوراوکلي کې یې د بد یوبریدونه ورته ښخ کړل اوپه میلیاردونوډالرومنقول اوغیرمنقول ، ملي اوشخصي جایدادونه ، زېرمې اوتأسیسات یې ورباندې لوټ اوله منځه یووړل .

فساد ، تخریب ، مطلقه بېسوادي ،غربت ، بېکاري ،غیرسیاسي اوغیراداري ترټولود وخت رذیل مافیایي قشرپراصیل اولرغوني ملت باندې حاکم ؤچې له ټولې نړۍ سره یې اړیکې پرې او نړیواله دښمني او پردۍ تپل شوې جګړه یې ملت ته په غاړه کې ورواچوله . په افغانستان کې د سړیوتول د اسلامیت ، افغانیت ، انسانیت ، عقلانیت اوعلمیت پربنا نه ، بلکې په زر، زور، تزویراومافیایي کارونوسره ؤ. یوې خواته له پوځي قرارګاه ووڅخه د ( آی اس آی ) اوبلې خواته د ( کې جې بې ) او(ساواک) د پوځي ملېشوطویله خانې جوړې وې .

هلته هم د افغانانووژنه مباح اوعامه وه اواوس هم د استعماراواستکبارد پټ استخباراتي حکم له مخې افغانان وژل کېږي .

کله چې په (۱۳۸۰) لمریزکال کې له ننه څخه (۱۶) کاله وړاندې نړیواله ټولنه افغانستان ته له دې شعارسره راغله چې ګواکي د ترورېزم ځالې به له منځه وړي ، د افغانستان ځمکني اوهوایي حریم ته به په درنه سترګه ګوري او پرافغان خاوره باندې به هېچاته دتېري اجازه ورنه کړي ، په افغانستان کې به روغه حکومتداري منځته راوړي ، خلکوته به کارروزګارپیداکوي ، افغانانو ته به آرامي اوسوکالي راولي .

خو کله یې چې د خپلوعسکرواواړوند پرسونل شمېره په افغانستان کې پوره اوخپل حضوریې (۱۵۰۰۰۰) کسانوته ورسا وه ، مړترورېزم هم ورسره یوځل بیا راژوندی شو، وده یې وکړه اوپه افغانستان کې ترورېستي بریدونه مخ پرډ ېرېد و شول اوله کومې ځالې څخه چې طالب سرراټوکولی ؤ، له همغې ځالې څخه ترورېزم هم سررا پورته کړ، ځالې په پاکستان کې دي اوجګړه یې په افغانستان کې ورباندې توده ساتلې ده .

د خاورې تمامیت اوهوایي حریم ته درناوی ټول اوبو یووړل .ځکه افغانستان ته راغلو پردیوځواکونوهېڅ یوه یې دافغان خاورې اوهوایي حریم درناوی ونه کړ، ځکه په هرشواروزکې به له دوه تردوه نیم زره پوځي اوملکي پروازونه افغانستان ته ، اوله افغانستان څخه بهرترسره کېدل ، خوهېچا یې درناوی ونه کړاو پرته له خاک پولۍ څخه یې په خپل سرالوتنې په کې کولې اودغې وضعې ترتېریوه کال پورې پوره (۱۵) کاله دوام درلود . 

ناټوهم کټ مت لکه ، پخواني شوروي اتحاد اوپاکستان د افغانستان له ځمکې اوهوا څخه د خپلواهدافو له پاره مفته ګټه پورته کړې اوافغانستان ته یې هېڅ ټکس هم نه دئ ورکړی  .( لس ) کاله پخواني شوروي اتحاد او (پنځه ) کاله پاکستان پرته له ټکس ورکولو څخه زموږخاوره اوهوا دواړه کارولي دي . که موږ د نړویوالوقوانینوله مخې د یوې الوتکې خاک پولې د پخوا په څېر(۴۰۰) ډالرحساب کړو، نو د (۲۵۰۰) الوتکو د پروازونو په یوه شواروز کې (۱۰۰۰۰۰۰) ډالرکېږي ، د یوې میاشتې (۳۰۰۰۰۰۰۰) ډالر کېږي ، د یوه کال (۳۶۰۰۰۰۰۰۰) ډالر او د (۱۵ ) کالو (۵۴۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالر کېږي ، چې تقریباً له (پنځه نیم ) میلیارده ډالرو ټکس څخه یې یوه ټنګه هم افغان حکومت ته چا نه ده ورکړې اوخاوره اوهوا یې دواړه (۱۰) کاله روسانو او (پنځه کاله پاکستانیانو او (۱۵) کاله ناټو ټلوالې مفت کارولي دي .

پخوانې جمهور رئیس حامد کرزي په خپلوخبروکې یوه ورځ وویل چې ؛ کله مې چې د ترورېزم او د افغانستان پرخاوره  باندې د ډله یئیز تیري په برخه کې خارجیانوته وویل چې په افغانستان کې ترورېستي بریدونه څه بولۍ ؟  هغوی را ته وویل چې دا د افغانانوخپل کاردئ ، خوکه پرموږ ( امریکایانو ) باندې څوک تروریستي برید ترسره کړي ، هغه تروریستي برید بولو ځکه زموږ ګټو ته خطر دئ . ښاغلي کرزي وویل چې بیا مې ترې و پوښتل چې : که پرافغانستان باندې طالبان یا بل څوک دری یا څلورسوه تنه ډله ئیزبرید وکړي هغه بیا څه بولۍ ؟ ښاغلی کرزی وایي ؛ چې دوی ( امریکایانو ) را ته وویل ؛ دا د افغانانو اوګاونډیانوخپل کاردي ، په دې باندې زموږ کارنه شته . بیا ښاغلي کرزي وویل چې ما د همدې له پاره امنیتي قرارداد دده په خوله ورسره لاسلیک نه کړ.

له د ېنه داسې څرکند ېږي چې ناټو هغه وخت یوازې د خپلو مفاداتوله پاره د افغانستان خاوره اشغال کړې او کارولې ده اود افغانستان له پاره یې چې کوم شعارونه په لومړي سرکې ور کړي ووهغه ټول درواغ وو، ځکه خوهغه مهال د امریکې په مشرۍ د ناټوشتون په افغانستان کې یوازې د امریکي اوناټو ټلوالې په ګټه ؤ ، نه د افغانانو په ګټه .

خو اوس چې امریکې او ورسره ناټو ټلوالې د افغانستان ستونزه اود پاکستان منافقت درک کړي او پردې باندې پوه ده چې د پاکستان دوه مخی سیاست د امریکې او افغانانو په زیان تمامېږي ، له مجبورۍ یې مخ  پاکستان ته ور واړاوه او ترې ویې غوښتل چې ، یابه د څو اوونیو په اوږدو کې د ترورېستانو ځالې له منځه وړې او د ترورېستانو (۷۵) تنه به امریکې ته ورسپارې او یا به امریکه په خپله لاس په کارشي اود پاکستان په خاوره کې به پرترورېستانو باندې خپل عملیات ترسره کړي . امریکې له پاکستان څخه هغه چورلکې هم بېرته یووړې چې دترورېستانوپه پلمه یې دخپلوګټوله پاره کارولې .

همدلته پاکستان په خپل لاس اېښودل شوي تلک کې له درېیوخواووڅخه بند پاتې شو ، چې د روسیې  ، چین ،ایران په څېر سیمه ئیزو، دافغانستان کورینومخالفینواودپاکستان خواخوږویې له تلک څخه د خلاصون له پاره پرله پسې منفي غبرګونونه وښودل . هو ! همدغه د پاکستان اصلي ملګري دي . ځکه چې د افغانستان د نورومرګ ژوبلواوخپلوتخریب کاریو په اړه یې بیا هېڅ هم نه ویل چې موږ یې خپل ؤلس ته د هریوه د پېژندلو په اړه دلته بېلابېلې څېړنې اوشننې لرو :

لومړی : فدرالي روسیې له تېروڅوکالورا په ایسته له پاکستان سره خپلې د یپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي ، روسي چارواکوهغه مهال پاکستان ته د اړیکوتود ېد و مخ ورواړاوه چې کله د پاکستان د بادي درآمد اقتصادي غواګۍ د ناټو په ترورېستي پروژه یي بډایوقصلونواواکمالاتي کتارونوکې وچه شوه . که څه هم په لومړي سرکې روسانوهم امریکایاانوته د ماناس هوایی اډه په واک کې ورکړې وه چې له یوې خوا یې افغانان ورباندې ځپل اوله بل پلوه یې خپل باج پرې اخیست ، خو بیا هم اوبوپه سراخیستي روسا ن هغه مهال په افغانستان اوسیمه کې د ناټوځنډ ېد ونکي دوامداره مأموریت اوپوځي حضور په اند ېښنه کې اچولي وو، ځکه یې هرخس اوخاشاک ته لاس واچاوه .

روسانودوه ځلې په ننګرهارکې د مخدروموادود لابراتوارونود له منځه وړواو مخنیوي په پلمه خپلسري عملیات ترسره کړل ، په داسې حال کې چې په تاجکستان کې روسانوخپله په لوی لاس د مخدروموادواوپوډرولوی اوواړه مارکېټونه جوړکړي چې له همغې لارې د روسي مافیا له خوااروپایي بازارونوته رسول کېږي .

په منځنۍ آسیاکې د لویوامریکایي کمپنیوشتون اونفوذ له روسانو څخه خوب تښتولی ، افغانستان چې د هند سمندرګې تودو اوبوته دروسانودرسېدوترټولولنډه اوآسانه دروازه وه ، د جهاد پرمهال همدغه پاکستان چې نن ورسره روسانوپرطالب نانځکو د معاملې خپله نوې خېښي کړې ـ د روسانوپرمخ د افغان مجاهدینو په لاس وتړله ، ورپسې یې ناټوټلواله ورته را وستله ، په پېښورا وبلوچستان کې یې هوایي اډې اود اکمالاتي کتارونوځمکنۍ لاره ورکړه ، خو روسان اوس تاوده شول ، ولې خبرنه دي چې پاکستان په دغه ډول حرفوي یارانه کې ډ ېرداسې یاران له کوڅې تېرکړي اورنګ یې هېرکړی دئ .

اوس چې پاکستان له روسیې سره په دې وروستیوکلونوکې د طالبانوپه ورنکاح کولوسره خپلې اړیکې تودې او پرطالبانو یې له روسانوسره د کال پر(۲۳۵۰۰۰۰) امریکایي ډالرو مهرمعامله وکړه ، خود افغانانوهم خپل یونیم مېلیون بېګناه افغان شهیدان له یاده نه دي وتلي . ځکه خوافغان ؤلسمشرپرپکتیا د ډله ئیزوځانمرګي بریدونوپه تړاودغونډې پرمهال د ترورېستانوپرهغو مالي ملاتړکونکوباندې لفظي حمله وکړه ، د چا له لاسه چې (یو نیم میلیون) افغانان ددوی د نیواک پر مهال په شهادت رسېدلي دي .

د روسیې ؤلسمشر پوتین د افغانستان له رسمي آدرس څخه د ؤلسمشرمحمد اشرف غني پردې خبروغبرګون وښود اوویې ویل چې دغه ډول پاروونکې څرګندونې مناسبې نه دي ، خوکله چې ښاغلي پو تین د طالبانوله مشرانولکه ملامنصوراود قطرددفترله سیاسي مسؤولینوسره پټې خبرې د پاکستان په ملتیا په مسکوکې څوڅو وارې د افغان حکومت اوافغان پالېسۍ خلاف ترسره کړې پرهغویې هېڅ ونه ویل اونه یې هم دا پوښتنه له ځانه وکړه چې د طالبانوله غیررسمي ډلې سره د روسیې له دغه رسمي ادرس څخه د افغانستان د رسمي حکومت په نه شتون کې د روسیې خبرې له طالبانو سره څه مانا لرله ؟ په داسې حال کې چې په هغوغونډوکې د افغانستان حکومت د سامع په توګه هم برخه نه لرله . آیا مسکو کوم وخت د افغانستان ځمکې ، هوا ، خلکو ، نظام او قانون ته درناوی کړی ؟ نه ، هېڅکله هم نه .

روسیې له دې وړاندې په افغانستان کې یوه واړه ګروپ ته وسلي ، مهمات او پیسې ورکولې ، اوبیا یې غرامت  د کرزي په واکمنۍ کې د افغانستان له دولت څخه وغوښت اوویل یې چې : افغانستان زموږ لس میلیارده ډالرپوروړی دئ ، که له موږ سره اړیکې رغول اوتودول ساتي ، ور بښو یې ، که نه. نوموږهم خپل غرامت غواړو . نو د روسانو دغه ډول اعمالو ته د سولې نوم ورکول بیا څه مانا لري .

دوهم : چین هم له هغو ګاونډیانو یودئ چې له افغانستان سره یې د جهاد پرمهال اوله جهاد څخه وروسته ښې اړیکې لرلې دي ، خوله افغانستان سره د چین دغه اړیکې څو نوراړخونه هم لري ؛

 لومړی اړخ یې دا دئ چې ؛ د جهاد پرمهال یې له افغان مجاهدینوسره په دې خاطرمرستې کولې چې له پخواني شوروي اتحاد څخه په ویره کې ؤ او داسې یې پتیلې وه چې که شوروي اتحاد افغانستان لاندې کړي ، د چین ګټې او ټولې پانګونې  په پاکستان کې له ګواښ سره مخ کېږي ، او شوروي اتحاد پرافغانستان هم بسنه نه کوي اوغواړي چې د هند سمندرګې تودواوبوته ځان ورسوي . کېدای شي غیرخود مختاره اوقرباني نه منونکی پاکستان په لنډ وخت کې لاندې کړي .

دوهم اړخ یې دادئ چې ؛ چین له پخواني شوروي اتحاد سره روغې اړیکې نه لرلې ، ځکه په سرحدي سیمو کې یې څو لسیزې وړاندې پرچینایي پوځیانولایزرویلې کوونکې شعاع وې استعمال کړې وې .

درېیم اړخ یې دادئ چې ؛ چین په سیمه او نړۍ کې مخ پرودې یو اقتصادي هېواد دئ چې په منځنۍ اسیا کې خپلې ګټې وینې . خود خپلودغوګټو په وړاندې امریکا د ځان په وړاندې یوستررقیب اوخنډ ګڼي ، ځکه که امریکه په افغانستان او سیمه کې حضورولري ، نوکېدای شي چې د چین لاس به منځنۍ آسیا ته ونه رسېږي او د هغې سیمې له طبیعي زېرموڅخه به محروم پاتې شي ، مخ پرودې اقتصادي پرمختګ به یې په ټپه ودرېږي اولوی مصرفوونکی چین به اقتصادي ځان وژنه وکړي .

څلورم اړخ یې دادئ چې؛ په منځنۍ آسیااوافغانستان باندې به دورېښمواومرکزي آسیا له لارومحروم اوچاه بهاراوګوادردواړه بندرونه به د امریکایانولاس ته ولوېږي . پاکستان به په توکړوسره ووېشل شي اوچین به د شمال شرقي آسیا په لویه وچه کې له دېخوا بند اومحصور پاتې شي . ځکه یې د افغانستان د حکومت اوامریکایانو ضد پټه مبارزه پیل کړې د افغان نظام له مخالفینوسره مرستې کوي ، د پاکستان ملاتړکوي او په سیمه او نړۍ کې دوه مخی سیاست پرمخ وړي . په داسې حال کې چې همدا اوس چین د پاکستان له خوا د ایغورد مسلمانانو په لاس چیچل کېږي ، تبت ایالت یې په خطرکې ورته غورځولي او پاکستان د چین پرضد له ایغوریانوسره معامله کړې ده . نوچین په څه خاطرد پاکستان ملاتړی دۍ ؟ په داسې حال کې چې چین له افغانستان سره د لوګر د میس عینک د کان او ځینو نورو پروژو هوکړه لیکونه هم کړي دي . اوس دې چین خپله فکروکړي چې آیا دوی د افغانستان سولې ته د کومې زاویې له کنجه ګوري او څه ډول مرسته ورسره کوي ؟

درېیم : ایران هم له هغو دولتونویودئ چې په افغانستان کې د افغان نظام اود بهرنیوځواکونود شتون مخالفت کوي .ځکه دوی د پخواني شوروي اتحاد له وخته بیا ترنن ورځې پورې د افغانستان د اوبو د بندونو مخالفت کړی اود موسی شفیق له قانوني قرارداد څخه ناوړه ګټه پورته کوي ، د افغانستان دغرب اوبه مفتې استعمالوي ، د کجکي ، کمال خان او سلماد بندونو رغېدل نه غواړي ، بلکې په تخریب او په ټپه ودرېدو باندې یې کارروان کړی . افغان طالبان له یوې خوا او په دولت کې په اصطلاح اپوزیسیون له بلې خوا لمسوي اوله هلمند څخه ترهرات اود ایران له پولوڅخه یې دارزګان ، بامیانواو بغلان پورې د کانالونوله لارې د افغانستان شمالي ولایتونه له پاکستان او تاجکستان سره په همغږۍ کې نا آرامه کړي دي.

څوڅوځلې د ایران وسلې په افغانستان کې نیول شوې ، د افغان مخالفو وسله والوطالبانومرکزونه اود هغوی فعالیتونه د افغانستان په خاوره کې تثبیت شوي . د سمت ، ژبې ، مذهب اوترمینالوژۍ له لارې یې افغانان په خپلو کې سره اخته کړي اوخپله یې د یوه کتلېست خصلته منافق په توګه پرته له تعامل څخه رول په کې ادأ کړی .آیا په داسې حالت کې ایران د افغان سولې له پاره کومه ګټه رسولی شي ؟ 

څلورم : پاکستان په هېڅ شکل اوهېڅ بیه د افغانستان سولې ته ژمن نه دئ اونه به وروسته له دې څخه ژمن پاتې شي . ځکه چې پاکستان له یوې خوا د افغانستان د پنځمې صوبې جوړېدوخوبونه لیدلي وواوهغه انګرېزي بابولالې یې اوس هم په بې ضمیره او بې وجدانه ذهنونوکې انګازې کوي . دوی پوره (۴۰ ) کاله دا خاوره لومړی په روسانو باندې او وروسته یې په خپله او ور پسې یې پرناټو ټلوالې باندې اشغال ، لوټ او وځپله. چې پردې هم ددوی پر وس پوره  نه شوه ، نوخپلې بې صبرۍ ته یې ملا وتړله او پوره (۱۶ ) کاله کېږي چې هم د افغانستان په خاوره کې په پردۍ تپل شوې جګړه باندې خپل باجونه اواجارې اخلي ، هم بمونه اوځانمرګې افغانستان ته را لېږي او جګړه یې توده او اوږده ور باندې ساتلې ، هم د افغانستان اوبه د ځان بولي ، هم منځنۍ آسیاته پرافغان خاوره باندې مفته لارغواړي ، هم د ډېورنډ نا منل شوې کرغېړنه کرښه په رسمیت ورباندې پېژني اوهم له افغانستان څخه یوبې واکه ، کاواکه ، بد نام ، محتاج او د خپلو بې کیفیته توکوپلورلو یومصرفي مارکېټ جوړول غواړي .

پاکستان په یوه لاس کې د سولې او مرستې بیرغ نیولی ، او په بل لاس کې چاړه په لاس او یوازي افغانان ورباندې ذبح کوي . ټوله نړۍ او ټوله سیمه یې دا څو کاله پرله پسې وغولوله ، هو ! د پنجاب شاهي اصلي سترا تیژي همداده .

پنځم : د افغانستان په نظام کې د ننه د نظام مخالفین بله ستونزه ده چې هریو یې ددولت پرحساسو پُستونوورننوتی ، ددولت له امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره بېرته ددولت پرضد لګیادي او تل پردولت نیوکې کوي ، بس همدا یې اصلي پروژه او دنده ده ، خود رغېدواولارښوونې هېڅ پروګرام اوطرح ورسره نه شته ، خو کله چې په ملې ، سیمه ئیزه او نړیواله کچه ددولت پرضد د افغان دښمنانو له خوا کومه پلان شوې توطئه په لاره ولوېږي ، نودوی ورسره سم فعال ، د مخالفینو په ملاتړاوددولت پرضد پروګرا مونه سره همغږي کړي اوپه یوه آواز ددولت او خپلوحریفانو پرټکولواوکوبلو باندې له مختلفوآدرسونوڅخه پیل وکړي ، ترڅو دولت بدنام او ملامت ، اوپه دلت کې د ننه  مخالفین په حقه وښیي . دغه ډول عناصرو له تېروڅو لسیزودا کارونه ترسره کړي دي اوترهغو پورې دې کارته ادامه ورکوي ترڅوچې یوځل بیا له دې غیرمعقولې اوغیرقانوني دریڅې څخه ځانونه واک ته ورسوي .

پایله : 

اوس چې امریکا او د ټرامپ اداره ور باندې پوه شوه چې اصلي ستونزه خو پاکستان جوړه کړې ، نو د خپل پخواني بادار انګلیس او ورسره د نوروکړیود څادر پيڅکې یې ورغوټه کړې او نانواتې ورباندې کښېناستل . لومړی یې خپلې دیپلو ماتیکې هڅې پیل کړې ، چې په هغو کې هم پاتې را غلل ، ور پسې یې ژر ژر د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې پر اغزن تار او خندق کیندلواودروازو جوړولو پیل وکړاو له صفري سیمې یې هم دې خوا خپلې تاڼې را د مخه کړې دي .

خود غني بابا په مشرتابه سره افغان چارواکود پاکستان دغه عنکبوتي جالونه اودامونه ټول ورڅیرې کړل . اوس پاکستان له درېیوخواووڅخه په درېیولوموکې داسې بند پاتې دئ چې هېڅ خوا ته دخلاصون لاره نه لري .

افغان دولت  ته په کارده چې پاکستان ته نوره د خلاصون لاره اوفرصت په خپل لاس برابرنه کړي . ځکه کله چې پاکستان په خپل جال کې بند پاتې شوی نوبیا یې د خپلولوړپوړوچارواکو د ید و واد ید پیل کړي ، افغان چارواکوته یې بلنې ورکړې ، ولې ترشا یې تل په افغانستان کې د ځانمرګې بریدونوپه باروتوبارکاروانونه په خپلواهدافو کې ځای پرځای کړي اوزموږ دولتي نهادونه ، جوماتونه ، څلورلارې ، روغتونونه ، اوسړکونه یې د بېګناه افغانانو په وینو رنګولي ، خپلې پوستې او دروازې یې د افغانستان خاورې ته را وړاندې کړې او د افغانستان کلي کورونه او فصلونه یې سره بېل کړي دي .

افغان دولت ته زما مشوره داده چې نور په دغه ډول کورنیواو بیرونیوجعل بازیو باندې تېروتنه ونه کړي ، ځکه دولتي مشرتابه اوس د ملت اصلي محورتشکیل کړی ، که دولت یوه وړه تېروتنه هم وکړي  د ملت د ډېرې مرګ ژوبلې او بربادۍ سبب ګرځي . چېرې نه چې د افغانستان کورني او بیروني دښمنان ددولت او ملت ترمنځ درځ پرې را منځ ته او ملت خپل دولت ته شا کړي اودښمن یې بېرته ددولت پرضد لکه د پخوا په څېراستعمال کړي . دولت دې خپل ملت سره یو موټی کړي او دکورني او بهرني دښمن په وړاندې دې په فزیکې او معنوي لحاظ  ټینګ ودرېږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery