مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان، پاکستان او نوې ستره لوبه

احمدشاه انګار

 

خلاصه:
د نړیوالو قدرتونو د پالیسیو پر بنسټ هر هغه هدف چي د لسو کلونو لپاره وي، هغه ستراتیژیکه موخه نه ده، بلکي یو تکتیک دی. د امریکا  د متحده ایالاتو د( ۱۹۹۰ م) کال د وخت د ولسمشر جورج بوش  د حکومت د ملي امنیت د ستراتيژۍ یو سند په ډاګه  کوي چې امریکا د پیړیو راهیسي خپلي ګټې په دې کي لټولې، چې د هر هغه قدرت مخه ونیسې، چي غواړي پر منځنۍ اسیا باندي ولکه ولري. دغه پالیسي د هالفورډ میکندر د هارلټ لینډ د تیوري سره مستقیمه اړیکي لري، چې پکښي راغلي هر قدرت چې پر هارټ لنډ ولکه پیدا کړي هغه به په نړیوال سیاست کي په یو ستر قدرت بدل سي.
 زما دغه مقاله  پر همدا مسایلو تر بحث لاندي نیول سوېده؛
- چې پاکستان څنګه او د کوم هدف لپاره جوړ سوی؟
- په اوسنۍ ستري لوبي یا (ګریټ ګیم) کي د امریکا ،اروپايي ټولني ، چین او  روسيي بهرنی پالیسیاني پر کومو  ځایونو  متمرکزي دي؟
- افغانستان څنګه خپلواکي تر لاسه کړه ،څنګه او ولي د لويو  قدرتونو د سیالیو ډګر وګرځېد؟
زما په اند او  د امریکا د ستراتيژیکو  موخو ته په کتو سره افغانستان ته خپلواکۍ په دې خاطر غربیانو ورکړل چې دلته د غربیانو ګټي وساتي، کم  وخت چې افغانستان د شوروي سره اړیکي جوړي کړې، نو د دې پلان د پلي کولو لپاره يي پاکستان جوړ کړی، ځکه هم  هندوستان او هم افغانستان  د دې پلان خلاف وه، په دې خاطر يي نیمه خاوره د افغانستان او نیمه د هندوستان جلا کړل او پاکستان يي جوړ کړی.
معرفي:
په( ۱۹۰۴م) کال  کي یو برتیانوي جغرافیه لیکونکي او ستراتيژيست هالفورډ میکندر په نړیوال سیاست کي د جیو پولیټیکس ارزښت د خپلي تیوري هارټ لڼد د لاري یو ځل بیا را برسیره کړ. ښاغلي میکندر په دې تیسیس کي چي عنوان يي د تاریخ  جغرافیايي محور وو ، زیاته  کړه چې په صنعتي دور کي د منځنۍ اسیا طبیعی زیرمي دومره ډیري او جیو  ستراتيژيک ارزښت  پیدا کوي ، چې هر قدرت يي تر لاسه کړي په یوه نړیوال قدرت به بدل سي.او ټوله نړۍ به يي تر تسلط لاندي راسي.
د میکندر د تیوري پر بنسټ هارټ لنډ تر ټولو ارزښت لرونکي جغرافیايي موقیعت دی، چې د نړې په زړه کي واقع دی ، هغه زیاتوي چې د نړي زړه ایرو اسیا ده. دی وايي هر قدرت چي هارټ لنډ تر خپل کنترول لاندي راولي، هغه  پراخ اقتصادي او سیاسي امکانات تر لاسه کوي، چې ددې له امله د نړۍ جزایر تر خپل کنترول لاندي راولي او ور سره به ټوله نړې تر خپل کنترول لاندي راولي.
په یاد ولرئ؛ چي په دغه دوره کي لویه برتانیا د نړۍ تر ټولو ستر بهري قوت وو، چې ټول د نړۍ جزیرې يي په لاس کي وې. د میکندر د خبرو پر بنا، زیاتره دغه جزیرې لکه د هورموز تنګی، د سویز کانال او داسی نور، چي د نظامي او ملکي شیانو د لیږد رالیږد ډیر مهم ځایونه دي، هر قدرت چې پر دې جزایرو  کنترول ولري، په اساني سره کولای سي، د نړۍ ټولو ځایونو ته شیان  ورسوي. میکندر همدارنګه  وايی چې ایرو اسیا (اروپا او اسیا) دا امکانات هم لري چې ډیر قوي صنعتي قدرتونو پکښی پیدا سي.
میکندر دغه جغرافیی تاریخي محور د مځکي د کورې پر مرکز باندي رسم کړي چې زیاتره سیندونه تر خپل کنترول لاندي نیسي، لکه د امو  رود، سیر دریا، والګا دریا، یانسې دریا، د کسپین جزیره او ایرال سیند.  دا سیندونه هم د پخوا زمانو څخه لیږد رالیږد هم ځایونه وه ، نو ځکه د میکندر په تیوری يي هم مهم ځای لاره.
د دې تیورۍ پر بنسټ هارټ لنډ د دوو هلالونو لخوا محاصره سوې ده ، یوه يي داخلي هلال چې  اروپا ،سویلي اروپا او د سویل لودېځه اروپا ټول بندرونه او ختیځه اسیا چې پکښي ترکیه ، ایران، افغانستان او چین سیمي  پکښي شاملي دي . دوهم هلال چي بهرني هلال دی ، په دې هلال کي کښی برتیانیا ، فرانسه ، افریقا ، هندوستان، او داسیا هیوادونه چي تر چاپان پوری سیمي رانغاړي. نوموړي باور درلود چي په تاریخي لحاظ هم هارټ لند همېشه د قدرت د تر لاسه کولو مرکز وو.
دغه تیوري وايي: چې همېشه پر دغه داخلي هلال باندي رقابت روان دی، تر څو هیڅ قدرت بل پرې نه ږدي ، چې دغه هلال تر خپل کنترول لاندي راولي، ځکه د قدرت مرکز همدا سیمه ده. هغه  وايي چي ختیځه اروپا د هارټ لند د تر لاسه کولو کیلي ده چې د روسيي د سایبریا څخه پیلیږي او تر ختیځ جرمني پوري را رسیږي.
میکندر خپله تیوري په دغه ډول خلاصه کوي. 
• هر قدرت چي ختیځه اروپا تر خپل کنترول لاندي راولي هغه هارټ تر خپل واک لاندی راولي.
• هر قدرت چې هارټ لنډ تر خپل واک لاندي راوستي هغه د نړۍ پر جزایرو باندی واک چلوي.
• هر قدرت چي د نړي جزایر تر خپل واک لاندي راوستل هغه پر ټولي نړي واک چلوي.
تاریخي شالید:
دا وه د میکندر تیوري اوس به راسو خپل اصلي موضوع ته. د زاړه ګریټ ګیم  پر مهال تزاري روسیه و توانېدل چي زیاتره هغه سیمي چې د هارټ لنډ په تیوری کي يي ستراتیژیک ارزښت لاره تر خپل کنترول لاندي راولي او ځان  يي د افغانستان تر پولو ورساوه.
په( ۱۹۱۴ م) کال کي لومړۍ نړیواله جګړه و نښتله ، چې روسیه د متحدو  ځواکونو په کتار کي ولاړه وه، همدارنګه جرمنی چي د مرکزی ځواکونو مشر وو ، عثماني خلافت هم  د همدې ځواکونو  غړی هیواد وو. په دې جګړه کي روسیې ډیره بده ضربه و خوړل او په یو اړخیز ډول يي د جرمني سره د جګړې د ختم تړون لاسلیک کړ او د جګړې څخه  ووتل.
دا چي تزاري روسیه د جګړې له امله ډیره کمزورې سوې وه، نو زمینه  په اسانی سره  کمونیستانو ته په لاس ورغلي او په( ۱۹۱۷م) کال کي بولشویک انقلاب په روسیه کي رامنځته سو. تزاري امپراتوري له منځه ولاړل،  یو نوی هیواد د شوروي د جمهوریتونو په نامه  يي جوړ کړئ، چي زیاتره د هارټ لندي یا ختیځي اروپا هیوادونه پکښي داخل ول. په یاد ولرئ، چي کمونیزم په اصل کي د کمپیټلیزم ضد ایډیالوژي ده ، نو د دې سیمي واک د کمونستانو  لاس ته ورتلل د کمپیټلیزم د بلاک  لپاره تر ټول ستر خطر وو.
په ( ۱۹۱۸م) کال کي مرکزي ځواکونو هله ماته وخوړل چي د امریکا متحده ایالات جګړې ته را ودانګل، په دې سره عثماني خلافت هم له منځه ولاړ، دا چي عثماني خلاف زیاتره د اسیا سیمي تر خپل کنترول لاندي لرلې، هغه هم د متحده ځواکونو لاس ورغلې چې اوس يي رهبري  د امریکا لاس ته لوېدلې وه.
دا چې امریکا په نړۍ کي د کمپیټالیزم او لیبرالیزم د نظامونو پلوي کوي او غواړي همدا ایډیالوژي په نړي کي تسلط ولري. نو په  مقابل کي يي کمونیزم لوي خطر احساس کړی، چې په اصل کي د لیبرالیزم خلاف ایډیالوژي ده . او اوس چي د هارټ لنډ ډیري سیمی يي هم تر خپل کنترول لاندي راوستلې ، نو پوهېدل چې په راتلونکي وخت کي د دوي واکمنی ته سخته خطر دی.
لکه څنګه چي موږ د میکندر په تیوري کي دا یادونه وکړه چې د تاریخي پير راهیسي داخلي هلال د رقابت مرکز وو او په زاړه ګریټ ګیم کي هم رقابت پر همدې سیمه وو. نو په دغه وخت چي عثماني امپراتوري له منځه تللې او زیاتره دا سیمي ، دغربت سره مخ وې، کمونیزم ورځ تر بلي وده کول . او په خپله بهرني پالیسی کي يي دا ځآی کړی وه چې د اپریالیزم خلاف ، ازادي غوښتونکو سازمانونو ملاتړ کوي. او د کمونیزم ایډیالوژي په نړۍ خپرول غواړي.
د هغه تر څنګ يي د ټولي نړۍ پرولیتاریا د یو ځای کېدو ږغ پورته کړې وو. او پر ټولو کارګرو سازمانونو يي ږغ کړی وو چې د امپریالیزم خلاف مبارزه پیل کړي. او شوروي يي ملاتړ کوئ.
غربیانو د دې لپاره چې شوروی مهار کړي، او هغه تشه چې د عثماني امپراتورۍ د ړنګېدو  له امله رامنځته  سوې وه، ډکه کړي، نو اړینه وه چې نوي هیوادونو  چې  غرب پلوه  وي او د غرب ګټې په دې سیمه کي خوندي کړي ، رامنځته  سي. نو ځیني هیوادونو يي لکه ترکیه ، افغانستان، لتوانیا، ایستونیا، پولنډ، فنلنډ، اسټریا،یوګسلاویا، چکسلواکیا،هنګري، او لتویا جوړل کړل . که و کتل سي ، زیاتر دا هیوادونو د شوروي پر شاوخوا ،د میکندر د تیورۍ پر بنسټ په مرکزي هلال کي او په خیتځه  اروپا چې هارټ لنډ کیلي ورته ویل کیږي پراته دي.
دا چې پورته ذکر  سوي هیوادونو زموږ د بحث اصلي محور نه دی، نو موږ به خپل اصلي بحث ته راسو چې افغانستان او پاکستان پکښي محوري رول لري.
افغانستان
ایا افغستان خپلواکي واخیستل او که د یو لوی هدف لپاره خپلواکي ورکول سول؟
د افغانستان بهرنی پالیسی د امیر عبدالرحمن  خان  له وخته د انګریزانو  تر تسلط لاندی وه  ، په( ۱۹۱۴ م) کال په پیل کي ، کم وخت چې لومړی نړیواله جګړه لا نه وه پیل سوې، د هند وایسرا د اګسټ پر اتمه  نیټه افغانستان ته یو لیک ولیږه ، چې پکښی  د لومړي نړیوالي جګړې وړاندوینه سوې وه او د امیر حبیب الله خان  څخه  غوښتنه سوې وه، چې په دغه جګړه کي افغانستان بېطرفه اعلان کړي او کوښښ وکړې چې سرحدونو کي امنیت خوندي کړي. امیر حبیب الله خان هم انګریزانو ته ډاډ ورکړي چې همداسي به کیږي. 
کم  وخت چې نړیواله جګړه پيل سوه ، هغه وخت هم یو ځل بیا انګریزانو د افغانستان د امیر څخه وغوښتل چې افغانستان په جګړه کي بېطرفه اعلان کړي ، او د هغه ګروپونو چې کوښښ کوي دافغانستان د لاري هند ته ځان ورسوي او هلته انګریزانو خلاف ګروپونو سره مرستي وکړي،  مخه ونیسي، همدارنګه  د  حبیب الله خان څخه غوښتل سوې وه چي په افغانستان کي د انګریزانو  خلاف د تبلیغاتو مخه  ونیسي، چې د عثماني خلاف څخه متاثره سوې دي، امیر حبیب الله  هم ورته  اقدام  وکړ، هم يي په مسجدونو کي د انګریزانو خلاف تبلیغات بند کړل او هم يي سراج الاخبار چې د محمود طرزی لخوا خپرېده او پکښي د انګریزانو خلاف خپرونی کېدې بند کړ.
د لومړی نړیوالی جګړې په سر کي تزاري روسیه د متحدینو په ګروپ کي شامله وه ، خو په( ۱۹۱۷ م) کال کي په روسیه کي بلوشویکي یا کمونیستي انقلاب وسو ، روسیه په یو اړخیزه ډول د جګړې څخه ووتل ، او روسیه په شوروي بدله سوه. چې په روښانه ډول يي امپریالیزم خلاف اډیالوژي لرل  او هم يي د ازادي غوښتونکو سازمانونو ملاتړ کاوه، په یاد ولري چې تر دا مهال لا افغانستان د انګریزانو متحد هیواد وو، او د انګریزانو ټولو پالیسیو ته تسلیم وو.
په( ۱۹۱۸ م) کال کي جرمني ماته وخوړل  چې ورسره عثماني خلافت هم له منځه  ولاړ، چې ورسره سم ځیني نوي هیوادونه رامنځته  سول لکه ترکیه او بیا وروسته افغانستان ، چې اکثره دا هیوادونو د شوروي سره پر قلمرو باندي پراته وه ، او ډیریو هیوادونو د غربیانو سره ښه اړیکي لرلې.
دا چې فرانسه او برتانیا د جګړې له امله ډیر کمزوري سوې وه ، او امریکا هم د امپریالزم خلاف ، د خپلواکی غوښتونکو سازمانونو ملاتړ کاوه ، ځکه د امریکا ولسمشر ودرو ویلسن په خپله ۱۴ ماده يي پلان کي د self determination  یا د ملتونو لخوا پخپل لاس د ځان جوړولو د اصل ملاتړ کاوه . نو برتانیا زیاتره هغه سیمي چي پخوا د برتانیا لخوا اداره کیدې امریکا ته وسپارلې ، چې نړیوال جزایر هم پکښي شامل وه ، چې د میکندر په تیوري کي يي خاص ارزښت لاره.
همدارنګه کله چې انګلیستان د انګلیس افغان د جګړې وروسته د افغانستان خپلواکي و منل، نو د امریکا ولسمشر وډرو ویلسن دا غوښتنه کړې وه چې د بلوشویکیزم څخه باید افغانستان په انزوا کي و اوسي، دوي داسي پلان کړې وه چې افغانستان ته د ریل پټلي و غځوي او نوري همکاری به  هم ورسره کوي. 
د دې خبري څخه داسي څرګندیږي چې  افغانستان ته د خپلواکۍ په وروکولو کي د امریکایانو موافقه هم  شامله وه ، چې دغه خبره زما هغه ادعا په اثبات رسوي چي غربیانو افغانستان خپلواکۍ په دې خاطر ورکړل چې دلته د شوروي په محاصره کي د غربیانو ګټي ځوندي کړي.
الحضرت امان  الله شاه غازي ځان  خپلواک ګاڼه، د هغه  ستراتيژیکو پلانونو په اړه افغاني پوهان اګاه نه وه ، چې غربیانو ټاکلي وه ، نو افغان دولت د شوروي سره د ډیپلوماټیکو اړیکو جوړولو غوښتنه وکړه چې د لینن لخوا چې د شوروی مشر وو ، په ورین تندي و منل سول، شوروي د افغانستان خپلواکۍ منل د مسکو راډیو څخه په انګلیسي ژبه خپره کړل.
د افغانستان او شوروي تر منځ دا اړیکي د هغه ستراتيژیک هدف تس نس کول وه ، چې غوښتل يي  افغانستان به د شوروي خلاف رول لوبوي او دلته  به د غربیانو  ګټي خوندي کوي. خو بیا هم لکه څنګه چې د ریالیزم تیوري يي وایی ، دولتونو ریشنال یا منطقي لوبغاړې او منطیقي پرېکړې کوي. نو ځکه يي ژر د امان الله د راپرځولو اقدام و نه کړ.
کله چې الحضرت امان الله شاه غازي اروپا ته  سفر وکړئ، هلته انګریزانو  دا یادونه ورته کړې وه؛ چي د شوروی سره اړیکي ډیري مه نژدې کوه ، خو امان الله خان  دا خبره رد کړې وه، نو کله چې امان الله خان  افغانستان ته بیرته راغلي انګریزانو هم د امان  الله د راپر ځولو هڅي پيل کړې، په پښتون میشتو  سیمو کي يي اوازې خپرې کړې چي امان الله خان کافر سوي، د امان الله خان د میرمنی ملکې ثریا جعلې عکسونه يي په قبایلي سیمو کي خپاره کړل. د هغه تر څنګ لکه زما په یوه بله انګلیسي مقاله کي یادونه کړې چې انګریزانو د امیر دوست محمد خان له دورې څخه په دې سیمه کی پر اسلامي تندلارۍ پانګونه کړې وې، تر څو په افغانستان کي همېشه دولتي حاکمیت کمزوري وساتي، ځکه هغوي پوهیدل چي په افغاني ټولنه کي ملا د ملاشاهی خوب ویني او په ټولنه کي زیات نفوذ لري او د قدرت یو برخه ځان ګڼي، نو انګریزانو د همدې قدرت څخه په استفادې خلک د امان الله خان پر خلاف را و پارول، چې له امله يي نه یوازي امان الله خان له قدرت لیري کړ، تر څنګ يي د سل کلونو ټول دولتي تاسیسات د سقاو د ډلي لخوا له منځه یوړل سول. که د کمو خلکو د مجاهدینو دوره یادوه ، چې د نظام ټول تاسیسات ملکي او نظامی له منځه یوړل سول، همدا ډول هڅه د سقاو په وخت کي هم وسول.  انګریزانو  د سقاو په واسطه ملا شاهي رامنځته کړل، ځکه يي تر اوسه ملایان هم خادم دین رسول الله یادوي. 
دا چې عثماني خلافت له منځه تللې وو، او اسلامی نړۍ بې رهبره وه ، په خاص ډول د هارټ لنډ په تیورۍ کي د منخنۍ اسیا هیوادونه اصلي د طبیعي زیرمو او نفتو مرکزونه دي او د نړیوال قدرت د پیاوړتیا او بقا اصلي مرکز هم همدا ځای د ی، خو په دې سیمه کي چې تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان ، قزاقستان، قرغزیستان او نور هیوادونه کي اکثریت خلک مسلمانان دي، نو انګریزانو غوښتل چې په افغانستان کي د امان الله خان تر واکمني لاندي اسلامی خلافت رامنځته کړي، تر څو د همدې لاري  شوروي خلاف مسلمانان راوپاروي او سرخوږۍ ورته جوړ کړي. خو  امان الله خان د انګریزانو خلاف د شوروي سره اړیکي ټنګي کړې.
کله چې امان  الله  خان  راوپرځول سو، انګریزانو د خادم  دین رسول الله لقب حبیب الله کلکانی ته په همدې خاطر ورکړی ، چې وروسته د اسلام د خلیفه په نامه د دې سیمي ټول مسلمانان پر راټول کړي، چې نه یوازي د منځنی اسیا مسلمانان بلکي د هندوستان مسلمانان هم ، ځکه هلته هم د خلافت په نامه حرکت روان وو، چې د دغي لاري هغه حرکت هم تر کنترول لاندي راتلای سواي.
غربیانو د دې کار لپاره لوي پلان لاره ، ځکه يي په هندوستان کي TWO NATIONS یا دوه ملته په نامه ږغونه د مسلم لیګ لخوا راپورته کړې وو، د هغه ترڅنګه يي د دیوبند مدرسه له وخته جوړه کړې وه، چې د وهابیزم د افراطي اسلام دوهمه بڼه ده، تر څو دا سیمه کي افراطیت ته ښه وده ورکړي .
دا چې ورسره سم ، د نادرشاه لخوا سقاو ژر له واکه لیري کړل سو، نو د انګریزانو پلان هم دلته بیا ناکام سو، په دې وخت کي اروپا کي یوه نوې ایډیالوژۍ مخ پر وده وه، نازیزم  او فاشیزم  ، چې دغرب تمرکز يي ځانته جلب کړې وو، لکه څنګه چې ما مخکي وویل چي هارټ لنډ د سایبریا څخه پيلیږي او تر ختیځ جرمني پوري سیمه تر خپل قلمرو لاندي نیسي. 
نو هټلر هم د دې سیمي لاندي کولو هوډ لاره ، په( ۱۹۱۹ )م کال کي چي ورسلیز تړون وسو  ، پکښي جرمني ته  شرط ایښوول سوي وو چې تر سلو زرو به سرتیري نه ډیروي ، خو هټلر د کمونیزم د له منځه وړلو په نامه ، هغه تړون مات کړي ، انګلیس، امریکا او فرانسې هم ځکه څه نه ویل چي د دوي کار اوس بل چا یعني نازیزم په غاړه اخیستی وو، د هغه تر څنګ هم  برتانیا او هم فرانسه د لومړۍ نړیوالي جګړې له امله په اقتصادي ډول کمزورې سوې وه ، په( ۱۹۲۹ م) کال کي اقتصادي کړکیچ یا GREAT DEPRESSION هم اروپا سخته ځپلې وه ، همدارنګه انګلیستان  او فرانسې ته د عثماني خلافت د ړنګېدو له امله هغه سیمي تر قیمومیت لاندي وې، نو ځکه  افغانستان  ته يي تمرکز کم وو.
دوهمه نړیواله جګړه هم پر همدې سیمه یعني هارټ لنډ باندي د تسلط پر سره وه ، جرمني هڅه کول چې دا سیمه لاندي کړي، او هم شوروي ، دواړو هیوادونو جرمني او شوروي په( ۱۹۳۹ )م کی پر دواړو هیوادونو د نه برېد تړون هم لاسلیک کړي وو، ان پولڼد يي خپل په منځ کي سره تقسیم کړي، خو دا چې دواړو هیوادونو د هارټ لنډ د سیمي لاندي کول اصلي موخه ، نو د جګړې په  درېیم کال یعني ( ۱۹۴ م) کال جرمني پر شوروي برېد وکړئ. ځکه  سایبریا هم د نفتي زیرمو له امله په نړۍ کي ډیره غني سمه ده.   
کله چي دوهمه نړیواله جګړه ختمه سوه ، نو ټولي هغه سیمي چې په هارټ لنډ کي تر ټولو مهمي یادي سوې ، یعني خپله هارټ لنډ د شوروي اتحاد تر تسلط لاندي راغلی، چي ختیځ جرمني، پولنډ ، لتوانیا، لتویا، اکراین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او نور.
لکه ما چی یادونه وکړل میکندر وروسته خپله تیوري هم اصلاح کړل، او زیاته يي کړل که د انتلانتیک هیوادونو خپل په منځ کي اتحاد وکړي او دنړۍ جزایر تر خپل کنترول لاندي راولي، کولای سي د دغه جیوپولیټکي نوي ابرقدرت سره موازنه د قدرت رامنځته کړي، چي پر همدې اساس په( ۱۹۴۹) م کال غربي ځواکونو د شوروي خلاف د ناټو تړون رامنځته کړ.
پاکستان څنګه او د کم هدف لپاره رامنځته سو؟
لکه څنګه چي موږ  د دې تحلیل په لومړي سر کي یادونه وکړل، چې د یو  نړیوال قدرت لپاره د هارټ لڼد هایدرو کاربوني منابع تر ټولو اړیني دي، چې د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته ، دا زیرمي د شوروي اتحاد لاس ته ورغلې، ورسره سم ، پر نړې باندي د ‌‌Balance Power  سیسټم هم په Bipolar  یا دوه قطبې باندي واوښتې، شوروي اتحاد د هارټ لنډ په ترلاسه کولو په یوه نړیوال قدرت بدل سو، یعني د میکندر تیوري رښتیا ثابته سوه، او په مقابل کي لکه څنګه چي میکندر وړاندوینه کړې وه، د اتلانتیک سیمي کي واقع هیوادونو کډ پوځي تړون د ناټو په نامه رامنځته کړ.
دا چې افغانستان هم د شوروي متحد هیواد سو، او په ورته وخت کي چين هم د شوروي ملاتړو ماویستانو تر خپل کنترول لاندي راوستي، نو د برتانوي هند موضوع حل کېدل غوښتل، نور برتانیا نسوای کولای چي دا سیمه په ښکاره ډول تر خپله اپریالیستي تسلط لاندي وساتي، ځکه د ملګرو ملتونو سازمان د ملتونو پخپل لاس د سرنوشت ټاکلو اصل ته معتقده وه او نوره نړۍ هم د دوو سترو قدرتونو تر منځ وېشل سوې وه. هم شوروي او هم امریکا د نوو هیوادونو د خپلواکۍ ملاتړ کاوه، او شوروي د کمونیزم د اډیالوژۍ خپرول غوښتل او په ښکاره يي د اپریالیزم خلاف جګړه پیل کړې وه .
په هندوستان کي هم د ګاندي د عدم تشدد مبارزې د نړیوالي ټولني توجه جلب کړې وه ، او د انګریزانو واکمني يي ننګولې وه، نو دوي دې ته اړه وه چې نور دا سیمه پرېږدي، خو د بلي خوا يي نسوای کولای ، چي په خپل لاس دا سیمه خپل دوښمن شوروي اتحاد ته تسلیم کړي. نو يي د خپلو روزل سوو ، ګروپونو مسلم لیګ او دیوبند مدرسه يي په کار واچول، او هغه نظرېي یعني دوه ملته هندو او مسلمان موضوع ته کش ورکړ.
که څه هم ګاندي، مولانا عبدالکلام ازاد، خان عبدالغفار خان، ډاکتر ذاکر حسین او علامه اقبال ، د پارټیشن خلاف وه ، خو مسلم لیګ چې انګریزانو لخوا جوړ سوی وو ، او اوس يي رهبري هم د دوی اجنټ محمد علی جنا کول  ، هغه دا ږغونه پورته کړل چې موږ د مسلمان ملت لپاره جلا هیواد غواړو، جواهر لال نهرو د ږغ خلاف وو، او هغه د یو متحد هندوستان غوښتونکی وو.
اصلي خبره د هندوستان د خپلواکۍ، یا د مسلمانانو لپاره خپلواکۍ نه وه، اصلي موضوع د سترو قدرتونو لپاره د شوروي اتحاد مهار کول وه ، ځکه ورځ تر بلي شوروي پلوه هیوادونه پرډېرېدوه ، همدا ډول ستونزه په کوریا ټاپو کي هم روانه وه ، عیني موضوع په چین کي هم روانه وه ، شوروي پلوه ځواکونه مخ پر وده وه . نو غربیانو نه غوښتل چې ورته موضوع په هندوستان کي هم رامنځته سي، ځکه ګاندي او نهرو دواړه د غربیانو خلاف ،د شوروی سره ښه اړیکي لرلې.
ایران د امریکا پلوي هیواد وو، نو د دې سیمي پرېښول شورویانو لویه ماته وه ،ځکه افغانستان يي د لاسه وتلې وو، چین هم د ورته حالت سره مخ وو. نو ځکه د یو داسی هیواد رامنځته کول اړین وه چي بیا وکولای سي، دلته د غربیانو ګټي خوندي کړای سي، که هغه اسلام په نامه وه ، خو دا به ډیره ښه وي. خکه په دې کار سره به نه یوازي سویلی اسیا مسلمان پر راټول وې، بلکی د مرکزي اسیا هیوادونو مسلمان چي اوس د شوروي تر تسلط لاندي دي  هم د دې ځای د نفوذ اړیکي جوړی سي.
لکه څنګه چي موږ مخکي هم وویل چي د امان الله خان لپاره ان د اسلامي نړي د خلافت موضوع په نظر کي نیول سوې وه ، خو هغه کارهلته ناکام سو ، نو يي پاکستان د اسلام په نامه جوړ کړی. په دې هیواد کي يي د دیوبندي افراطي اسلامي اډیالوژي پر بنسټ  په مستعار نامه فوځ جوړ کړی او د افراطي اسلام د خپرېدو  لپاره په زرګونه مدرسې جوړي کړې.
انګریزانو د ملتونو په لاس د خپل سرنوشت ټاکلو اصل ته پام و نه کړ، په جبر سره يي د هندوستان او افغانستان خاوره جلا کړل، او دغه هیواد خپلو ګټو د ساتلو لپاره جوړ کړي. د دوي تر قبظې لاندي سیمو افغانانو ته یی د ټول پوښتني اجازه ور نه کړل. او د اسلام په نامه يي د خپلو ستراتيژکو موخو قرباني کړل.
دا چي سوسیالیزم یا کمونیزم چي د امریکا او انګلیس ټولي مستعمرې لاندي کړې او ټولي کارګري ډلي په امریکا او اروپا کي ددي سوسیالیستي نظام سره پټي اړیکي درلودلي او مخ پر وده روان او د نړي اول قدرت ته درسیدو په حال کي وو یعني شوروي اتحاد. نو په  دي وخت کي امریکا په ساړه جنګ پیل وکړئ. امریکا ته دامعلومه وه چي د شوروي اتحاد اقتصاد دومره قوي نه دی لکه د امریکا او د امریکا د متحیدینو، نو يي د وسلو په جوړولو سیالي پيل کړه. چي شوروي اتحاد هم ورسره سیالي پیل کړه چي د هر اوږد واټنه توغندي په جوړیدو سره د شوروي اتحاد اقتصاد ښه درنه ضربه ورکول کیدل. د بلي خواه يي د فارس په خلیج او عربي هیوادونو کي پوځي اډې جوړي کړې، چي له دې سره شوري اتحاد هم مجبوره سو هلته اډې جوړي کړي، چي دا بیا یو بله اقتصادي ضربه وه شوروي اتحاد ته ځکه دا ټول پوځیان او آډي تجهیزات غواړي. نو شوروي اتحاد مجبور سو چي د افغانستان له لاري ژر د هند سمندرته ځان ورسوي او د امریکا او ناټو مخه ونیسي چي امریکا همدا غوښتل چي یواري شوروي اتحاد د خپل قلمرو نه پښه راوباسي او ددوي په تلکه کي چي په  افغانستان   کي ورته جوړه کړي وه ونیول سي. 
امریکا د سعودي عربستان په ملاتړ د پاکستان او افغانستان په سرحد کي زرګونه دیني مدرسي جوړي کړي وې. چي په دغو مدرسو کي یي د شورویانو په مقابل کي تدریس کیده. او کوم وخت چي شوروي اتحاد افغانستان ته راغلی نو جنګ د امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ مخامخ شروع سو. هلته امریکا خلکوته وسلي پیسي ورکولي چي ورسې جهاد وکړي، سعودي عربستان او نور عرب ملکونه خو د وخته ددوي په لاس کي وه هلته يي هم تبلیغات شروع کړل چي پر مسلمانانو باندي جنګ دي جهاد وکړي.ورسره سم چې د القاعدې په ګډون سلګونه نور بهرني جنګیالي افغانستان ته د شوروي سره جګړې لپاره راغلل.
د هغه تر څنګ  پاکستان د دې لپاره چې د اوږد مهاله جګړې لپاره دا سیمه تیاره  و اوسې،  د افغانستان د جهاد  په وخت کي يي اکثریت روڼ اندي او  علمي  کادرونه ووژل،  تر ټولو خطرناکه  لوبه  یی داوه چې د خپلو روزول سوو، ملایانو  چې اکثریت يي افراطي دي، په لاس افغانستان ښوونځې د کفر بنسټ معرفي کړل، چې ور سره سم خلکو د ښووني څخه لاس واخیست، چې تر اوسه همدا فکر په ډیرو سیمو او خلکو کي حاکم دی.
پاکستان د شوروي د  وتلو وروسته و توانېدی چې مجاهدین هم یو د بل سره وجنګوي، او د افغانستان پیاوړې پوځ يي د مجاهدینو په لاس له منځه یوړ، ور سره سم يي طالبانو ته لار هواره کړه ، سلګونه پاکستاني  مدرسو افراطي روزل سوې طالبان ، چې پکښي د دوي د استخباراتو غړې هم شامل وه ، د طالبانو لیکو ته ور جذب کړل، په دې کار سره يي د افغانستان ټولي جګړه ماري ډلې بې وسلې کړې.
پاکستان په دې کار سره د امریکا لپاره سیمه کي د طالبانو په لاس امنیت راوستی، امریکايي کمپنیو ته يي زمینه مساعده کړه، چې د دافغانستان د لاري د تیلو نل لیکي وغځوي، چې ډلټا او یونیکول په کندهار کی د طالبانو سره قراردادونه  هم لاس لیک کړل، چې وروسته د طالبانو او القاعدې د اړیکو له امله دغه کارونه هم خراب سول.
دا هم د یادوني وړده چې پاکستان ،د امریکا لپاره و توانېدل چې د چین سره اړیکي جوړې کړي، په (۱۹۷۰ م) یمو کلونو کي چې د شوروي او چین تر منځ درز رامنځته سوې وو، د هغه څخه ګټه پورته کړې او امریکا او چین سره نژدې کړي.
پاکستان هغه ستراتيژیک ماموریت چي د شوروي اتحاد د مهار لپاره ورکول سوې وو، هغه په ښه توګه اجراء کړي، خو  دا ماموریت تر اوسه ختم سوې نه ده ، ځکه همدا ویره اوس هم حاکمه ده ، هر قدرت چې پر داغه هایدرو کاربوني زیرمو ولکه تر لاسه کړي، هغه په یو نړیوال هجمون، یا هم ریجنال هجمون بدل کیږي. نو پاکستان تر اوسه د دغي پروژې چې دا سیمه باید بې ثباته وساتي، قرارداد په لاس کي لري.
که  موږ وګورو امریکا د( ۲۰۰۲ م) کال راهیسې ، که په سلګونه ډالره مرسته د افغانستان سره کړې، په همدې اندازه  مرسته يي د پاکستان سره کړي، او امریکا افغانستان ته د پاکستان له عینکو ګوري، د امریکا او غرب لپاره پاکستان ستراتيژیک ملګری دی، امریکا خپل ستراتيژيک پلانونه د پاکستان د لاري پلي کوي، او هغه د پاکستان سره شریک کوي، افغانستان هغه ځای چي پاکستان د امریکا په ستراتژيکو موخو کي لري، افغانستان يي نه لري.
په نړۍ کي ټول هیوادونه پوځونه لري، خو پاکستان یوازنی هیواد دي چې پوځ  د خآن لپاره یو هیواد لري، د پاکستان ولس په دې خاوره کي اوس هم تر استعمار لاندي دی، او یوازي د لوی قدرتو د سیالیو د سون توکي دي. په همدې ډول افغانستان چې هارټ لند کي پر لومړي هلال باندي پروت هیواد او کمزوري ، خو ستراتیژيک ارزښت لري، نو ځکه د جګړې په میدان بدل سوې.
نوې ستره لوبه New Great Game:
زه  به دلته خپل پیل په تهاجمي ریالیزم یا  offensive realism چي د ساختاري ریالیزم یا  structural realism  د تیوري یو اړخ دی، پیل کړم. د تهاجمي ریالیزم پر بنسټ نهايي موخه د یو دولت په نړیوال سیسټم کي د برلاسۍ یا Hegemonic  موقف ځانته پیدا کول دي. نو د تهاجمی ریالیزم پر بنا دولت همېشه  داسي فرصتونو  لټوي ، چي خپل قدرت  نور هم پیاوړی کړي ، چې د نا معلوم راتلونکي لپاره خپل امنیت نور هم ټینګ کړای سي. تر هغه چې د دغه دولت په یوه نړیوال   Hegemon   نه وي بدل سوي، د دې دولت کوښښ په جاري وي.
تهاجمی ریالیزم پر پنځو فرضیو یا assumptions  باندي ولاړ دی. 
1. نړیوال نظام یو انارشیک نظام دي.
2. ټول ستر قدرتونو یو لړ تهاجمي نظامی وړتیاوي لري.
3. یو دولت د بل دولت پر نیت باندي هیڅکله نه سي یقیني کېدای.
4. دولتونه د خپلي بقا لپاره کار کوي.
5. سترقدرتونه عقلاني لوبغاړي یا سترتيژيک حساب کوونکي دي.
نو د د غو فرضیو پربنسټ معلومیږي چې د( ۲۰۰۱ )م کال د سپټمبر د پېښي وروسته د امریکا د تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندي په افغانستان او عراق کي جګړه ،د تهاجمي ریالیزم اهداف وه ، چې د سړې جګړې وروسته د امریکا د سوپر پاور موقف په نړیوال نظم کي ثابت کړي.
د ریالیزم د تیورۍ پر بنسټ د قدرت ډیرول د بقا لپاره اړین ګام دی، لکه چې څنګه د تهاجمي ریالیزم تیوریسن جان میرشامیر وایی: (ستر قدرتونه تیري کوونکي په دې خاطر نه دي چې دا يي خپله غوښتنه ده ، بلکي په دې خاطر تیری کوي ، چې د خپل ځان د بقا په خاطر باید دیر قدرت پیدا کړي، کني یو بل هیجمون  را منځته کیږي او دوي له منځه وړي.  )
لکه خپله چې میرشایمر وايي، چين په سولییز ډول نور نسي پیاوړی کیدای، ځکه په هره اندازه چې د چین قدرت ډیریږي ، په هغه اندازه چین ، په یوه سیمییز هیجمون بدلیږي. چې په هغه صورت کي به امریکا د خپلي ساحي څخه په زوره باسي. همدا کار امریکا هم وکړ، کله چې امریکا خپلواکي واخیستل، نو اروپایانو  ته يي وویل چي هر وخت چي موږ قدرت پید اکړ، تاسی ټول به ددې western hemisphere  څخه وباسو،  او همداسي یی وکړل،  کله چې امریکا په یوه ریجنال هجمون بدل سو، ټول اروپایان يي د خپلي سیمي څخه وشړل، او امریکا هیڅکله دا نه غواړي چې د دوي په ساحو کي یو بل قدرت راسي، لکه په ۱۹۶۲ م کال کي یی سخت غبرګون د شوروي خلاف و ښود، چې د کیوبین میزایلونو د کرکیچ په نامه شهرت لري. په همدې ډول چین هم نه غواړي چې د امریکا سمندرې ځواکونه دي د چین شاوخوا کي وګرځي. نو میرشامیر وايي هر کله چي چین په هجمون بدل سي، نو امریکا به  د دې سیمي څخه په زوره وشړي.
همدارنګه د امریکا د National Resources Defense Council  ویلي چې د جورج بوش ټیم پلان لاره چې اټومي وسلې به د  پنځوسو کلونو لپاره  نور هم د امریکا په فوځ کي و اوسې، د هغه تر څنګ امریکا پلان لري چې د Intercontinental Ballistic Missile (ICBMS) په شمول  خپلي شته وسلې تر( ۲۰۲۰ م) پوري نورې هم موډرني کړي. همدارنګه د امریکا د پنټاګون ته امر کړې وو،  چې پرداسي پلان کار وکړي ، چې د هغه لاري پر عراق، ایران او شمالي کوریا تر څنګ پر روسیه ، چین ، لیبیا او سوريي باندي اټومي بریدونه وکړای سي، همدارنګه د بالیسټیک مزایلو د دفاع لپاره قوي سیسټم هم جوړ کړي. د دې کار په مقابل کی روسیه او چین هم د خپلو اټومي وسلو د موډرن کولو پیل وکړ. 
د سړې جګړې په دوران کي امریکا کوښښ کاوه چې شوروي اتحاد مهار  کړي، او په اوسني وخت کي په یوه کمه اندازه روسیه  او په ډیره اندازه د امریکا هدف چین دی، دا چي چین په یوه سیمییزهجمون بدلېدونکی دی ، نو ځکه  د هارټ لنډ سیمه یو ځل بیا رقابت په میدان بدله سوې ده . 
د شوروي تر ړنګېدو پورې د مرکزي اسیا سیمه د نړۍ پر مخ تړلې وه ،  خو کله چې په ( ۱۹۹۱م) کال کي شوروي اتحاد له منځه ولاړ، نو داسیمه  هم د سترقدرتونو تر منځ د رقابت ډګر وګرځېد، ځکه و هایدرو  کاربوني زیرمو  ته په نړیواله کچه اړتیا ددې باعث سوې چې ، په دې سیمه کي ستر قدرتونو رقابت وکړي.
که څه هم امریکا د تیلو په برخه کي خپل داخلي کمبود د منځني ختیځ په تیلو پوره کوي، خو پر منځني اسیا د تیلو د ولکي لپاره ، د امریکا موخه خپلي کورني اړتیاوي نه دي، بلکي پراخي ستراتيژیکي موخي دي، امریکا کوښښ کوي چي د هغه  ستر صنعتي زونونه لکه جاپان، چین، کوریا، روسیه  او اروپايي اتحادیه مخنیوي وکړې ، چې غواړي پر دې هایدرو کاربوني زیرمو ولکه پیدا کړي، ځکه تر اوسه اکثره دغه زونو د تیلو په برخه کي امریکا ته احتیاج دي ، او امریکايي کمپني پر دوی باندي تیل پلوري.
امریکا د خپل ګلوبلایزیشن د ستراتيژۍ  په چوکاټ کي پر دې نفتي زیرمو د ولکې په خاطر د ورېښمو د لاري ستراتيژي غوره کړې ده ، لکه څنګه  چې کاګرې الحان  وايي، د ورېښمو لار د امریکا هغه ستراتيژي ده چې د هغه لاري د منځني اسیا د نفتو اصلي واک به امریکا په ولکه کي وي او نور هیوادونه به هم د دې ستراتيژي په چوکاټ امریکا ته اړ وي. 
د امریکا دوخت ولسمشر جیمي کاتر د ملي امنیت سلاکار ژبینو برژنسکي په مکرر ډول د ایرواسیا پر جیوستراتيژیک اهمیت باندي ټنګار کړي، هغه وايي امریکا باید په ۲۱ پیړۍ کي خپل د هجمون سوپر پاور موقف وساتي ، او ددې لپاره اړه ده چې په ایرواسیا کي د قدرت موازنه وساتي. بریژنسکي دا موضوع په خپل کتاب Grand Chessboard: American primacy and its geostrategic importance کي روښانه کړې ده ، هغه وايی ایرو اسیا د نړي تر ټولو مهمه ستراتيژیکه سیمه ده ، او د نړي ټولی نفتي زیرمي هم دلته واقع دي، هر قدرت چې په دې زیرمو ولکه پیدا کړي، هغه قدرت به افریقا ، اسیا او اروپا تر خپل حاکمیت لاندي راولي او په یوه سوپر پاور او نړیوال هجمون به بدل سي، نو امریکا د دې لپاره چې ددغه ډول قدرت مخه ونسي، باید کوښښ وکړي ، هیڅ قدرت بېله امریکا پردې زیرمو ولکه خپله نه کړي. 
د امریکایانو دغه پلانونه چنایانو او روسانو درک کړي، نو ځکه يي په مقابل کي د شانګهای تړون رامنځته کړي، تر څو په ګده سره د دغه رقیب مخه ونیسي، ځکه چین تر اوس لا خپلي نفتي اړتیاوي د منځني ختیځ څخه پوره کوي، دا په دې معنی چې تر اوسه لا چین امریکا ته د تیلو په برخه کي اړ دي، نو چین اړ دي چې خپل ځان ته بدیل و لټوي، چې همدا منځني اسیا ورته نژدې بدیل دي.
روسیه هم نه غواړي چې امریکا دي په دې سیمه کی دغه منابعو ته لاس رسي پیدا کړي، ځکه روسیه د منځني اسیا خپل جیو اکانمیک، جیو ستراتيژيک او جیو پالیټک ساحه ګڼي او په دې سیمه کي امریکا نه غواړي ، چې ورته سرخوږي جوړ کړي.
امریکا د چین او روسيي د مهار لپاره ۷۵۰ پوځي اډې جوړي کړي او اکثره دغه اډې د چین شاوخوا کي پرتې دي.د هغه ترڅنګ امریکا کوښښ کوي چې هند د چین په مقابل کي ودروي ، تر څو د دې لپاره هم د چین په مقابل کي موازنه د قدرت رامنځته کړي.
لکه څنګه چي پروفیسور جان میر شایمر وايي: د روسيي پولو ته د ناټو پراخول د امریکا ستراتيژیکي ګټي په خطر کي اچوي، ځکه روسیه د امریکا لپاره لوي خطر  نه دی ، بلکی د امریکا لپاره چین لوی خطر دی، ځکه چین ورځ تر بل په سیمییز هجبون بدلیږي. نو امریکا باید روسیه د چین خلاف خپل ملګرې کړي، لکه څنګه چې يي د سړې جګړې په وخت کي يي چین د شوروي خلاف خپل ملګرې کړی وو.
خو روسیه د امریکا په دې پلان پوهیږي، ځکه يي د چین ملګرتیا خپله کړې، لکه د روسيي ولسمشر ولادیمیر پوټین وايي، د امریکا سره تر دوستي ، دوښمني غوره ده ، روسیه او چین په افغانستان د تروریزم تر نامه لاندي د امریکا جګړه خپلو ځانونو لپاره د امریکا یو چل ګڼي، په ځانګړې ډول د داعش پیدا کېدل ، چې چین فکر کوي ددې لاري د یغور مسلمان راپاروي او همدارنګه روسیه فکر کوي چي امریکا د داعش په نامه دمنځني اسیا هیوادونه نا امنه کوي، ور سره سم د امریکا د پوځي اډو شتون په افغانستان کي ځان لپاره بولي.
 دواړه هیوادونه افغان دولت په خانګړی ډول د ملي یوالي حکومت مشر محمد اشرف غني امریکا ته وفاداره کس ګڼي او د هغه پر پالیسیو باور نه لري، نو ځکه  يي په وړاندي لاس سره یو کړي. او داسي ګنګوسې دي چې  د طالبانو سره غیر مستقیم ډول اړیکي ساتي، ځکه دوی طالبان د داعش په وړاندي موثر قوت ګڼي ، چې د دوي ګټو خطر نه دي، طالبان په ډاکه وايي چې یوازي کورني اجنډا لري او د ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه اړیکي غواړي.
نو لکه څنګه چې ژبینو برژنسکې وايي د اوسني جیوستراتيژیک رقابت ډګر افغانستان دی، چې پاکستان پکښي ډیره مهمه ونډه لري، نو  معلومیږي هغه ډول چې د شوروي خلاف يي د جګړې لپاره د سون توکی برابرول، اوس هم پاکستان همدا پروژه اخیستې.
نتیجه ګیري:
افغانستان د پیړیو راهیسي د لويو قدرتونو د سیالیو قربانی دي، چي اصلي علت يي زما په نظرد نړیوالو سترو قدرتونو د ستراتیژیکو لوبو څخه  د هیواد د مشرانو نه پوهاوی دی، هر کله چې یو کوچني هیواد د لويو قدرتونو سیالی ته ځان واچوي تر پښو لاندي کیږي ، لکه افغانستان ، چې په ۱۹ او په شلمه پيړۍ کي  او اوس په ۲۱ پيړۍ کي هم ورځ تر بلې همدا لور ته روان دی.
محمد ظاهر شاه  یوازنی مشر وو چې په دوهمه نړیواله جګړه او هم يي د ساړه جنګ په جریان کي د افغانستان لپاره داسي بهرني پالیسي جوړه کړې وه، چې  هیواد يي د سترو قدرتونو د سیالې د ډګر څخه ایستلې وو،  خو سردار داؤد خان  چې کله واک ته ور ورسېد او د لوي پښتونستان د مضوع په مطرح کولو يي ، د لويو قدرتونو پام افغانستان ته راجلب کړي، ځکه د لوي پښتونستان د موضوع مطر کول، امریکا د شوروي پلان وګاڼه ، چې غواړي ګرمو اوبو ټه ځان ورسوي او پاکستان له منځه یوسې چې د امریکا ستراتيژک ملګري هیواد وو.
اوس هم د اوسنی حکومت  بهرنی پالیسې عکس العملي  بڼه لري،او زیات وخت دسترو قدرتونو رقابت ته زیان اړوي، چې له امله يي د امریکا خلاف هیوادونو باور پر افغان دولت ختم کړی، که د طالبانو او روسانو تر منځ اړیکي په رشتیا وي، نو دا به افغانستان یو ځل بیا د ستر قدرتونو تر منځ د رقابت په میدان بدل کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery