مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اقتصاد

سحرګل سحر

 

هر هغه علم چي ژوره څېړنه پکښي وسي هتمن دپخواني یونان دعلومو دتاریخ او فلسفوپاڼو ته ګرځي او دهغه وخت فلسفي او علمي عقایدو او نظریاتو ته دمبداء په بڼه کتل کیږي، دا ځکه چي یونان لومړی هغه مځکه وه چي هلته د طبیعت له مخه پوړونی ایسته کیږي او دهغه مځکي انسانانو دتفکر دقدرت په زور دطبیعت او دهغه دحوادثو او پېږندلو څخه  بحث او څېړني کړي دي، اجتماعي مکتبونه یې پرانیستلي او پر ډول ډول مؤسساتو د انسانانو دپیدایښت او د کائناتو دڅرنګوالي په باره کي یې نظریې ورکړي دي.
د اقتصاد مفهوم هم لکه دسیاست علم داخلاقو په ساحه کي موندلای سو، اقتصادي رژیمونه لکه سرمایه داري، ملکیت، کمونیسم، سوشیالیسم او دغسي نور مفاهیم دیادوني وړ دي، ډیری علماوؤ د اقتصاد لفظ د اکونومي دکلمې څخه اخیستی دی چي د اکونومي دکلمې جوړښت هم دیوې یوناني کلمې ایکونومس څخه اخیستل سوی دی، ایکونومس یا اکنامکس ( Economics )  د پولټيکل اکانومي ( Political Economy ) مخفف دی  چي ددې کلمو بشپړه معنا دکور اداره او یا دکور تنظیم او تدبیر دی او له دريو يوناني الفاظو ( Oika ) ( Polis ) او ( Nama ) مجموعه ده چي Polis  مانا ښار،  رياست او يا منظمه ډله د Oika مانا کور واله او Nama دقانون مانا لري دا په دې مانا چي يو کور واله څنګه توليدي چوپړتياوي ترسره کړي، عوايد په لاس راوړي او په مقابل کي توکي او چوپړتياوي وپيري تر څو خپلي اړتياوي په پوره کړي چي له دې وروسته پولټيکل اکانومي د هيواد داقتصادي کړنو لپاره وکارول سوه او موخه يې له هغو قوانينو او اصولو څخه وه چي يو هيواد يې نافذوي، داکونومي دلفظ تاریخ ندی مالوم چي څه وخت دغه مفهوم استعمال سوی دی او اساساً داقتصادینو په عقیده دمخه ترهغه چي اقتصادي عقاید او نظریات بیان سي بعضي مفهومونه او اقتصادي طریقې موجودي وې او داسي نده مالومه چي دکومو فیلسوفانو لخوا بعضي مفاهیم لکه پیسې، قیمت، بازارونه، ګټه، سرمایه، اجوره او مالیات وضع سويدي، معمولاً اقتصادي روش او حرکت هغو فعالیتونو ته ویل کیږي چي انسانان یې دخپل ژوند دسمون او تنظیم لپاره په کار اچوي.
څرنګه چي څو لیکي دمخه همدغه موضوع داکونومي دلفظ او مفهوم ترساحې لاندي بیان سوه چي څه ډول یوکور، ټبر یا ملت کولای سي چي خپل دغړو د ژوند دسمون لاره برابره او دهغو لپاره ډوډۍ، پوښاک او د استوګني ځای تیار کړي او هم نور هغه شیان چي دغه غړي اړتیاوي ورته لري تولید او توزیع کړي چي د اقتصاد پوهه و دغو نوموړو هدفونو ته د رسېدلو لپاره لاري پیدا کوي چي هغو لارو ته موږ اقتصادي روش او یا اقتصادي سیاست وایو.
د اقتصاد دعلم او پوهي څېړنه دخپل آخیرینۍ زاویې له پلوه خیر او ښېګنه ده، څرنګه چي داخلاقو دفلسفې اصول هم پر مطلق خیربنا سويدي نو دپخوانیو یونانیانو له خوا دغه دوې موضوع ګاني په یوه ساحه کي څېړل سوي دي او دا چي پولټیکل اکونومي یا ښاري اقتصاد حتما د دولت او حکومت سره ارتباط او اړیکي پیدا کوي نو اقتصاد او سیاست هم یو ځای څېړل سوي دي چي په دغه توګه سره اخلاق، سیاست او اقتصاد درې سره په یوه رڼا کي مطالعه سويدي او بېلوالی یې ډېر نه برېښي،
اقتصادي عقاید او نظریات په پخواني یونان کي داخلاقو او سیاسته پرته په دیني او مذهبي عقایدو او کتابونو کي هم بریښي، د تورات په کتاب کي د سود، حرص او طمع په باره کي ارشادات او ښووني سته، دغه اسماني کتاب خلک د مادي ثروت او ګټو څخه بېروي او امر کوي چي په اقتصادي مسایلو کي دعدل او انصاف څخه کار واخیستل سي، خو پردې سربېره اقتصادي فلسفه هیڅکله په پخوانیو دورو کي دیوې مستقلي فلسفې په ډول څېړل سوې نده، خو په راوروسته دورو کي د اقتصاد د فلسفې او پوهي لمن ډېره اوږده سوه چي په اوسني مفهوم سره د اقتصاد فلسفه او عقاید د انسانانو د ټولو اقتصادي اړتیاوو او هم دکارګر او دکار امر کوونکي او د سرمایې او په سرمایه پوري مربوط د ټولو شیانو څخه بحث کوي، په معاصرو کلونو کي داقتصاد علم او پوهه  پر ډیرو څانګو وېشل سوېده چي یوه له هغو څانګو څخه یې اقتصادي نظریات دي چي دبېل علم په څېر یې څېړني کیږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery