مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اسلامي جمعیت د توطیو په معراج کې!

سرلوڅ مرادزی


که طالبانو او داعش د ځینو امریکایي سرچینو په وینا، افغان دولتي نظام په پوځي ډګر کې له بن بست سره مخ کړی، په ورته وخت اسلامي جمعیت په کور دننه د دولت د بدلون او سمون هڅې شندې کړي او په دې وروستیو کې يي پخپلو لنډه غریوعامه نظم او اداره له سخت بن بست سره مخ کړې ده.
که طالب او داعش له بهر لوري د هېواد نظم، امنیت او دولتي واکمني ګواښوي؛ اسلامي جمعیت په نظام کې دننه لکه مضر حشرات نظم خوري، ظام د ريښې ټینګولو او پیاوړتیا ته يي نه پریږدي او په حقیقت کې دا دواړه لوري د یوې سېکې دوه مخونه ګڼل کیږي!
که په ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ کلونو کې د کابلښار د کنډوالې او د ۷۰ زره کابلیانو د ټولوژنې او وروسته بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په مهال د اسلامي جمعیت او دې ډلې ته د خواخوږو د ورانکاریو لیست یوخوا ته کړو؛ دې سمتي او مذهبي افراطي ډلې خپلو توطیو او تباهیو ته هغه مهال لا زور ورکړ چې د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو په دوهم پړاو کې یقیني شوه چې ولسمشر اشرف غني ټاکنې وګټلې.
لومړی دې ډلې غوښتل د منتخب ولسمشر په وړاندې د لويي جرګې په خیمه کې عبدالله عبدالله ته د موازي حکومت په نوم د دوهمې سقاوۍ پګړۍ ورپرسر کړي او په عمل کې یو ځل بیا د نوې یمې لسیزې کورنیو جګړو او یا د ۱۹۲۸ کال د بچه سقاو د مهال اړودوړ او بغاوت ته هېواد ورټېل وهي، خو په هېواد او نړۍ کې نویو حالاتو هغه شېبه د دوی تګلار شنډه کړه او د موازي حکومت توطیه يي نورو وختونو او مناسبو فرصتونو ته خوندي وساتله.
دا ډله د موازی حکومت چلوټه لکه په ايرو کې پرته سرکروټه غلې او پټه ساتي او کله چې هېواد له بهر لوري د کوم کړکېچ او ستونزې سره مخیږي او یا په کور دننه د پرمختګ او سوکالۍ په لور ګام اخیستل کیږي، ډله لاس پکاریږی او د مدارې له پېټاره توطیې د موازې حکومت، موقتي حکومت او یا په کوم بل نوم پرلپسې راباسي.
د ولسمرغني د حکومت په رامنځته کېدو سره، د دې ډلې خوب او ارام نشته. د ولسمشرهرکاري نووښت، د ولس خیر ښېګڼه او رغانیز اقدام د ځان په تاوان بولي، مرکزي حکومت چې د مختګ هر ګام اخلي، دوی کوښښ کوي چې مخه يي ډب کړي. هڅه کوي خپل پلویان د مرکزي حکومت په هر اقدام شکمن کړي او د هغه پیاوړتیا ورته یوه بلا انځور کړي.
بېځایه نه ده چې پرون، ولسمشر اشرف غني د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهلیز د پرانیستې په غونډه کې وویل:« کله چې د کابل پوهنتون مشر وم، د پوهنتون له انګړ څخه مې دېوال تاو کړ. هغه مهال ځینو ویل چې له پوهنتون څخه يي د ګوانتنامو محبس جوړ کړ. اوس د نوموړي دېوال اړتیا ټول محسوسوي، داسې به زما په نورو اقداماتو یو وخت ارمان وکړۍ!» په دې ناسته کې د بهرنیانو په تړاو هم ولسمشر غني وویل« هغه کسان چې افغانستان کې کړکېچ جوړوي، د دې دهلیز په جوړېدو دې پوه شي چې افغانان کړکېچ په فرصت بدلوي.»
اسلامي جمعیت ولسمشر غني په دې هم نه بخښي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ يي اسلامي ګوند سره روغه جوړه وکړه. کابل ته د حکمتیار په راتګ سره ځمکه او اسمان په اسلامي جمعیت تنور ښکاري، که په لنډ تېر مهال يی د مرکزي حکومت په ښکاره لږ خیال ساته، د حکمتیار په راتګ او دولت سره د هغه په یو ځایکېدو اوس مرکزي حکومت په ډاګه غندي.
د امنیت شورا سلاکار ښاغلي حنیف اتمر او د ملي امنیت د مشر معصوم ستانکزي په وړاندې جمعیت خپله توره هغه مهال په بېلو(سوان) تېره کړه چې اتمر، حکمتیار سره د سولې تړون په پلیتوب کې رغنده ونډه واخیسته.
که د زنبق د څلورلارې خونړۍ پېښه چې د هر زار غندنې وړ ده هم نه وای شوې، جمعیت له مخکې پلان درلود چې د (کابل بهیر) په نوم غونډه بریالۍ پایته ونه رسیږي. د بهرنیو چارو سرپرست، صلاح الدین رباني په دې غونډه کې پخپل نه ګډون دا وښوده چې دوی د غونډې په وړاندې، مخکې له مخکې په توطیه کې وو. په داسې مهال د افغان دولت په وړاندې د اسلامي جمعیت د دوښمنۍ چلند، پر پاکستان باندې د حکومت د نیوکو لحن پڅ او پیکه کړ او له دې لارې يي اسلام اباد ته لویه ګټه ورسوله.
د زنبق په څلورلارې کې شهیدان او ټپیان د هېواد اتباع او په ټول افغان ملت پورې اړه لري، پوښتنه دا ده چې اسلامي جمعیت ولې له دې پېښې د دولت په وړاندې د حضرت عثمان کمیس جوړوي؟ د اسلامي جمعیت پشان څه د پاسه سل ګوندونه او ډلې په افغانستان کې سیاسي فعالت کوي، خو یوازې اسلامي جمعیت او دې ډلې ته خواخوږي کسان د دولت د نوم بدۍ او په دولت کې د ټاکلو کسانو د بدلون بولاله سرکوي.
بلخوا د پدرام په خوله چې له بده مرغه، د ولسي جرګې غړی هم دی د افغانستان د درې سوه کلن نظام د بدلون شعارونه، د زنبق څلورلارې د شهیدانو او ټپيانو سره چې په بهرني ترهګریز یرغل کې قرباني شوي، څه تړاو لري او هغو سره څه مرسته کولای شي؟ همداراز ضیا مسعود چې د احمدشا مسعود ورور او د جمعیت د مرکزي کړۍ غړی دی، د شته حکومت په وړاندې د موقت حکومت ډرامه د څه لپاره نندارې ته باسي او د حکومت او نظام ضد د هغه داسې شعارونه له پېښې سره څه اړه لري؟
 د اسلامي جمعیت ټوله هڅه دا ده چې د زنبق څلورلارې پېښه او هغې سره په تړاو د لاریونوالو او پولیسو شخړه د مرکزي حکومت په وړاندې د یوه لوی بغاوت د راپاڅولو لپاره د یوې وسیلې پتوګه وکاروي.
د بلخ والي عطامحمد نور چې د اسلامي جمعیت د اجراییه جرګګۍ مشر هم دی لامخکې ویلي وو، که ولسمشر اشرف غني زما شرطونه او غوښتنې د ۱۳۹۶ کال له پیل څخه ونه مني او هغه پلې نه شی، اسلامي جمعیت به نورو چاروته لاس واچوي.
د دې غوښتنو یوه بېلګه داسې وه«د پوځي ګمارنو لپاره د پنځه کسیزې کمیټې ټاکنه چې دوه تنه به يي د جمعیت څخه وي. د سیمه یزو اورګانو د ریاست په ګډون یو شمېر مستقل ریاستونه ، سملاسي لږترلږه دیرش سفارتونه، سملاسي دیرش معینیتونه، په نړۍ کې نیمايي قونسلګرۍ، پنځلس تنه انتصابي سناتوران، لس ــ پنځلس ولایتونه او همدارنګه په ملي، نړیوالو او خارجې تذکرو کې ( چې مفهوم يي مبهم څرګندیږي) جمعیت ته ونډه ورکول»
خو د داسې غوښتنو په وړاندې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا امریکا غږ سره مرکه کې ویلي وو«حکومت وحدت ملی در چهار چوب یک سلسله اصول و در راستای اصل توسعه مشارکت و استفاده از ظرفیت ها و توانمندی های افراد و جریان های سیاسی مباحثی را با آقای عطا محمد نور آغاز کرده و هنوز بحث آمار و ارقام مطرح نیست»
د زنبق څلورلارې له پېښې وروسته د دې ډلې پاروونې او لمسونونه ښۍ هغه چارې چې عطامحمد نور ورته مخکې اشاره کړې وه نورې پیل شوي دي، ولس او حکومت باید د هغو په مخنیوي کې لاس پکار شي. بلخوا اوس که دوی که څه هم په ښکاره د اتمر او ستانکزي د ګوښه توب خبره کوي خو په شا کې د دوی د غوښتنو منځپانګه همغه ده چې د ضیا مسعود، پدرام او عطا محمد نور په څرګندونو کې په ډاګه شوې دي.
پولیس وايی چې لاریونوالو وسله او لاسي بمونه درلودل، نو ځکه د پولیسو او ځینو لاریونوالو تر منځ شخړه رامنځته شوې. بلخوا پولیس دا هم وايي چې د لاریون په تګلار ، پیل او پای دوی ته خبر نه وو ورکړل شوی. بلخوا د لاریون لارښوونکو چې ضیا مسعود، لطیف پدرام او احمد سعیدي پر غاړه درلوده، د لاریون له روا غوښتنو اخوا د نظام د بدلون، د موقت حکومت او د یوه بغاوت د راپارولو هڅه درلوده.
نن شپه هم کله چې پولیسو په زنبق څلورلارې کې د تحصن په نوم خیمه ړنګوله، ځینولاریونوالو چې لاسي بمونه او وسله يي درلوده، پولیسو سره شخړه کړې. د دې شخړې مسولیت هم د هغو کسانو پر غاړه دی چې له پیله يي د لاریون لارښوونه کوله.
د عامه نظم د ګډوډۍ او په دې اړه د دولت د پرلپسې خبرتیاوو سره سره د اسلامي جمعیت سرکشي باید وڅېړل شي او د عدليي وزارت باید د دغه ډلې فعالیت د یوه تنظیم پتوګه بند کړي. بلخوا هیڅ تنظیم باید پرېنښودل شي چې وسله ولري. همدارازد دې ډلې د مشرتوب ځیني سرکښه او باغي کسان لکه احمد ضیا مسعود او پدرام باید د عدلي او قضايی تعیب لاندې ونیول شي.
د ۲۰۱۷ کال د مۍ ۲۰ مه

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery