مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بشریت له پاره د تلپاتې آسماني تړون پیلېد وشپه

محمد انور ولید

د نبي کریم (ص) امت څومره بختوردئ چې د بشریت سترناجي ، د دواړوکونینوسرداراودانسانیت ستره بېلګه ، حضرت محمد مصطفی (ص) یې پیغمبر، د آسماني ادیانو وروستي اوترټولواکملترینه تل پاتې الهی وثیقه یې قانون اوپه ټولوادیانو کې د الله (ج) له خوا خوښ کړی دین یې ورته اسلام غوره کړی دئ .
 
خود بشریت دغه آسماني دستوراووثیقه څه وخت ، د چا له لوري ، د چا په واسطه ، پرچا باندې ، د چا له پاره اود څه له پاره را نازله شوه ؟
 
آیا دغه آسماني برنامې ( دستور) د کوم سمت ، ژبې ، قوم ، مال ، نسب ، یا مذهب سره تړاو درلود اوکه له بشپړانساني شرافت ، علم او ادب ( اخلاقي مکارمو) سره ؟
 
که چېرته الهي دساتیراووثیقې دمال اونسب پربنیاد سره را نازلېدلی ، نورسول الله (ص) خو د قریشو د سترو قبیلو او د روم اوفارس ددوولویوامپراتوریوپه منځ کې بې موره اوبې پلاره یوداسې یتیم ؤچې دثروت له مخې ترټولوغریب ، خود انسانیت ، امانت ، ایمان ، تقوا ، حلم ، صبر، وفا ، سیرت او صورت له مخې ترټولوغني ؤ.
 
ښکاره خبره ده چې الله (ج) د آنحضرت محمد (ص) په وجود کې خپلې ټولې ښېګڼې ، سجایاوې ، حمیده ملکوتي صفات اوددعوت ، دیانت اوبشپړامانت سپارلوترټولوغوره خصلتونه اووړتیاوې ځای پرځای کړې وې ، ځکه خوددغه الهي سپېڅلي اوتلپاتې دستورد ابلاغ اورسولو د منصب له پاره د الله تعالی له لوري غوره شوی ؤ .
 
الله(ج) خپله له هرڅه سپېڅلی یوداسې ذات دئ چې د سپېڅلوکارونوترسره کولوله پاره همداسې سپېڅلي او وړکسان له خپلو بنده ګانوڅخه ټاکي،خودغه خارق العاده ټاکنې د انسانانوپه څېرنه دي چې دستوراوظابطې په کې د روابطود سرصدقه شي . په دغه الهي دستوراوآسماني ظابطه کې ځانګړي صفات اود وضعي دستورونو خلاف په کې بېل ممیزات موجود دي . ځکه چې آسماني دستورتل ترتله ، په هرچا (نر، ښځه ، واړه ، زاړه ، بادار، غلام ، ظالم او مظلوم ) اوهرڅه باندې په حال ، استقبال او تېره ماضي کې د تطبیق وړؤ، دۍ او وي به . خو پرخلاف یې وضعي دستورد وخت د واکمنوترواکمنۍ پورې په نیمګړي ډول په همغه محدوده جغرافیه کې دوام مومي ، ولې څه وخت چې رژیم یې بدلون مومي ، د هغه وضعي دستوراوظابطه ورسره سمه له منځه ځي اوپرځای یې بل واکمن ځانته بله وضعي وثیقه اودستور( قانون ) جوړوي . بل دا چې آسماني دستوراوظابطه د ټولوانسانانوله پاره یوه هراړخیزه الهي صنع ده چې د همغه یوه خدای (ج) له خوا را لېږل شوې ، ولې وضعي دستور( قانون ) د نیمګړي او محتاج انسان د مغز زاده اوتراؤش دئ چې د خپلې محدودې ټولنې اوخپل نظام له پاره یې جوړوي . 
 
هو ! د بشري تاریخ په همغه مقطع کې د انساني لارښوونې د اړتیا له مخې د آنحضرت (ص) په څېرهمداسې یوه ناجې اوعلمبردارته اړتیا وه چې الله (ج) ورته په پیغمبري منصب ټاکلی دئ .
 
خو آنحضرت (ص) څه ډول دې منصب ته رسېدلی ؟ آیا ددنیا سړې او تودې یې هم ترشا پرې اېښې دي او که په ناڅاپي توګه د پیغمبرۍ مقام ته رسېدلی دئ ؟
 
آیا نوروپیغمبرانو(ع) ته هم همداسې درانه مسؤولیتونه او مأموریتونه ورپه برخه شوي وو ؟   
 
د پوښتنې ځواب واضېح دئ ، که موږ د آنحضرت (ص) سیرت له ماشومتوب څخه دده تربعثت ، اوله بعثت څخه بیا آن تررحلت پورې مطالعه او و څېړو، را ته په ډاګه به شي چې د رسول الله (ص) ټول ژوند توحید ته د بشریت پررا بللو(دعوت ) سربېره له خپل خدایه په وېره او خپل خدای ته په تمه ( بشپړایمان ) کې تېرشوی دئ . ځکه هغه هم بشیرؤاوهم نذیر. یا پربله وینا هغه (ص) هم د الله صالحو بنده ګانو ته د موعودونعمتونوزېري ورکول اوهم یې د طغیان اوسرغړونې په اړه د قهارالله(ج) له لوري په عذاب څکلو باندې وېرول .
 
 د الله (ج) نورنازولي اولی العزمه پیغمبران ، رسولان او نبیان هم د بشري تاریخ په هره مقطع اود انسانانو د طغیان او سرکشۍ او بې لاې کېدو په موقع کې دانساني مکلف ځوځات داصلاح اوانساني لارې ته د هغوی د راګرځولو په خاطر رالېږل شوي ، چې ځینې په کې په شهادت رسول شوي او ځینو خپل رسالت په کې ترسره کړی دئ .
 
د آنحضرت (ص) شمائل داسې ووچې تربعثت وړاندې به په کال کې یوه میاشت د قمري کال په نهمه میاشت په ځانګړي ډول دالله (ج) پرعبادت باندې لګیا ؤ، هغه هم د حرا په غارکې ، خود آنحضرت (ص) دغه عبادت له روژې سره مل ؤ. کله چې د خپل عمرپاخه سن (۴۰) کلنۍ ته ورسېد ، پرآنحضرت (ص) باندې په همدې غارکې د عبادت پرمهال د الله (ج) له لوري د جبرا ئیل (ع) په واسطه د هغه په خپله اصلي قیافه ( څېره ) کې لومړنۍ وحی را نازل شوه اود الله (ج) ترټولولومړني آیتونه ( آقراء باسم ربک الذی خلق ، خلق الانسان من علق ، اقراء وربک الاکرم الذي علم بالقلم ، علم الانسان من علق .... ) یې ورباندې را نازل کړل .
 
اوس به راشو دېته چې رمضان ( روژه ) څه ته وایي ؟
 
رمضان (روژه) په لغت کې رمض ته ویل کېږي ، اورمض په لغت کې د تیږې هغې سوځېدونکې (شدیدې تودوخې) ته وایي چې په لمرباندې ډېره توده شوې وي . څرنګه چې دغه میاشت د تودوخې د علت پراساس د رمضان (روژې) په نوم سره شهرت درلود ، نوپه اصطلاح کې دې میاشتې ته د شدیدې تودوخې میاشت هم ویل کېدله . له بله اړخه ( رمضان ) دالله (ج) یونوم دئ ، خوالله (ج) یوتل ترتله ذات دئ ، نویوازې د رمضان نوم باید ورته وا نه خیستل شي ، بلکې میاشت باید ورسره ذکرشي ، یعنې ( د رمضان میاشت ) .
 
د روژې (رمضان) میاشت هغه میاشت ده چې په هغې کې قرآن د الله (ج) له لورې را نازل شوی ، ځکه الله (ج) په همدغه خپل را نازل شوي کلام الله مجید کې فرمایلي دي : (( شهررمضان الذي انزل فیه القرآن ، هُدا اللناس و بینات من الهدی والفرقان ...... )).
 
د بشریت له پاره همدغه د هدایت اولارښوونې کتاب (قرآن) دالله له طرفه د کال په همدې سپېڅلې میاشت کې د بشرپه ترټولوسپېڅلي ، ریښتیني اوامین پیغمبرحضرت محمد (ص) باندې را نازل شوی ترڅولارورکي فراموش کاراو ظلوم الکفارانسان ته حق له باطل څخه پرې بېل او ورته په ګوته کړي چې انسان یې د انسان له غلامۍ ، پلورلواوناروا استعمالولوڅخه په کې خلاص کړی دئ .  
 
د لارورکي بشرله پاره دالله (ج) اود هغه د مبعوث شوي پیغمبر(ص) ترمنځ ددغه تل پاتې آسماني تړون لومړنۍ ماده ( آیت ) د حضرت محمد (ص) په استازیتوب په همدې شپه را نازله شوه چې وروسته نورموادات ( آیتونه ) یې د بشري ظرفیت او اړتیا پربنأ په (۲۳) کالوکې د حجة الوداع په ورځ بشپړاودغه الهي سند چې په هغه کې(۲۰۰۰)د امراو(۲۰۰۰) د نهی احکام او پاتې نوریې د پند ، موعظو ، حکمت او قصصو برخې احتوا کړې دي ، د الله ( ج) او بنده ګانوترمنځ تکمیل شو.
 
کله چې انسان ته د داسې داعي بشرپه دغه ډول پسته اونرمه له حکمته ډ که ژبه په بشپړه امانته توګه دا کلام رسېد لی اوهغوی د خپل خدای ورکړي علم ، عقل او حیأ په لرلوسره د زړه له تله منلی دئ ، نوتعمیل یې هم سملاسی ورباندې واجب دئ . چاچې دا دعوت منلي ، هغوی د فلاحت اورستګارۍ لارې ته پرې برابرشوي . امام شافعي رحمة الله علیه په دې اړه داسې دعأ کړېده : (( اې خدایه ! ته زما مرسته وکړه ترڅو په ټول زړه تا خپل کړم او په ټوله هڅه ستا اطاعت وکړم .))
 
اوچا چې ترې انکارکړی هغوی په لوی لاس د خپلو نفسیاتي هوس رانیو اوابلیسي غوښتنوقرباني شوي دي . د هغوی زړونه کاڼه شوي ړانده شوي چې دغه عزیزقرآن نه اوري ، نه یې ویني اونه په کې ځای لري . په کوم زړه کې چې هوس رانیو( فسق ، فساد ، فتنو اوفحشاوو ) ځای نیولی وي ، په هغه زړه کې بیا قرآن ته ځای نه شته اوترې وځي .
 
زړه یوداسې کوردئ چې یا به یوازې (قرآن) په کې اوسېږي ، او یا هم یوازې ( شیطان ) ، ځکه قرآن او شیطان دوه متضاد اړخونه دي چې هېڅکله  هم یو پربل نه سره ګډ ېږي، بلکي یود بل پرضد د تل له پاره په مبارزه او مغلوبولو باندې لګیا دي .
 
له نفس او شیطان سره د مبارزې له پاره اخلاقي مکارمو ته اړتیا ده ، ځکه رسول (ع) په یوه حدیث کې خپل امت ته فرمایلي دي :
 
ژباړه : (( زه د اخلاقي ښېګڼو له پاره مبعوث شوی یم .)) بل ځای یې فرمایلي دي : (( د ایمان له نظره د مؤمنانوترټولود بشپړایمان څښتن هغه څوک دي چې اخلاق یې غوره وي . )) د قیامت په ورځ به هم د مؤمن په تله کې ترټولو دروند شی ښه اخلاق وي . ځکه د الله تعالی له خوا انسان ته ترټولوغوره شی د نېکو اخلاقوورپېرزوکېدل دي .
 
له حضرت عائشې (رض) څخه روایت دئ ؛ له رسول (ص) څخه مې اورېدلي چې فرمایل یې : (( انسان په خپلو ښو اخلاقو د هغو کسانو مقام ته رسېږي چې د شپي نفلي لمونځونه کوي او د ورځې تل روژه وي . ))
 
قرآن اوحدیثود رذیله اخلاقوپه وړاندې د مبارزې له پاره پرحمیده اخلاقوباندې ډېرټینګارکړی دئ . پیامبراکرم (ص ) د ګاونډي په برخه کې پرله پسې دری ځلې سو ګند یاد کړی او ویلي دې دي : (( پرخدای (ج) سوګند مؤمن نه دئ ، پرخدای (ج) سوګند مؤ من نه دئ ، پر خدای (ج) سوګند مؤمن نه دئ . ترې و پوښتل شول ؛ یا رسول الله (ص ) څوک ؟ ویې فرمایل : هغه څوک چې ګاونډی یې له ازیت او آزارڅخه په امن او خوندي نه وي . ))
 
خواخلاق څه دي ؟ اخلاق د قرآن له نظره عبارت دي له صبر، توکل ، ریښتیا ویل ، امانتداری ، پروعده باندې وفا کول، اخلاص ، له الله اورسوالله (ص) سره بشپړه د نورو په پرتله خیرغوښتل ، د نورو په اړه سم ګمان اونیت ، عیب پټول ، رحم ، بښنه اوتېرېدنه ، قهر زغمل ، سخاوت ، عدل اوانصاف ، تواضع اوخاکسري .
 
یاد خصلتونه ټول هغه درسونه دي چې انسان ته د قرآن په لارښوونه ورپه برخه شوي دي . هغه قرآن چې په فرضي روژه کې د قدرپه شپه  پرحضرت محمد (ص) باندې را نازل شوی .
 
هو!  د بشرت له پاره دغه د هدایت الهي کتاب د انساني کرامت د اکمال اود جهالت د زوال له پاره راغلی . دغه الهي وثیقه د انسان اود عالمونود رب ترمنځ په ترټولوغوره بنده باندې را نازله شوې چې د تعمیل له مخې یې انسان ترعرش مُعلی اود تردید له امله یې تراسفل من النارپورې رسېدلی دئ .
 
په قرآن اوسنتوکې پرانسان باندې د اسلام پرپنځو بناوو، د ایمان پرارکانو، د ایمان اواسلام پرحقیقي معنا وو او دین اواسلام باندې او په روژه کې پررغنده صالحواعمالوترسره کولوباندې په تېره د قدر په شپه کې ډېرټینګا شوي دئ، ځکه دغه ډول اعمال ترسره کول د ایمان د پیاوړتیا اوالله (ج) ته د ورنږدې کېدونښه ده .
 
له ابوعبدالله (رض ) څخه روایت دي : (( د قدرشپه په هرکال کې یوه ده ، او ورځ یې لکه د شپې په څېرده ‎.)) 
 
په بل حدیث شریف کې رسول الله (ص) فرمایلي : (( که د قدرشپه دې ولیدله ، له خدای (ج) څخه (عافیت) وغواړه . ))
 
بل حدیث کې یې فرمایلي : موسی (ع) فرمایلي دي : ژباړه : (( اې خدایه ! غواړم تاته درنږدې شم ، الله ورته وفرمایل : ماته را نږدې کېدل د هغه چا دي چې د شپې پاڅي ، ورته ویې ویل : ای خدایه ! ستا رحمت غواړم ، ورته ویې فرمایل : زما رحمت پرهغه چا باندې دئ چې د قدرپه شپه پرمسکینانو باندې رحم کوي ، ورته ویې فرمایل : اې خدایه ! له پل صراط څخه د تېرېدواجازه له تاڅخه غواړم ، ورته ویې فرمایل : هغه د هغه چاده چې په قدرشپه کې صدقه ورکړي .ویې ویل : د جنت د ونو مېوې غواړم ، ورته ویې فرمایل : هغه د هغه چا دي چې د قدرپه شپه د تسبیح لمونځ وکړي . ویې ویل : اې خدایه ! له جهنم څخه خلاصون غواړم . ورته ویې فرمایل : هغه د هغه چا دئ چې د قدرپه شپه استغفارووایي . ویې ویل ؛ اې خدایه ! ستا خوښي غواړم . ورته ویې فرمایل : زما خوشحالي د هغه چا ده چې د قدر په شپه دوه رکعته لمونځ وکړي . ))
 
دقدرپه شپه قرآن را نازل شوی دئ ، اود قدرظاهرې معنا تقدیراواندازه کول دي ، په دې معنا چې الله تعالی له همغې شپې څخه تربلې قدرشپې پورې د یوه کال پېښې ټولې لکه ( ژوند ، مرګ ، رزق ، نېکبختي ، بدبختي ، اودېته ورته نورشیان ) په همدې شپه مقدروي او روژه د نورد لارویانود توښې جوړولومیاشت ده .
 
د روژې میاشت د کال د نورو میاشتو سردئ ، خو د قدر شپه د رمضان د میاشتې زړه دئ . ځکه په دې میاشت کې په همدې شپه قرآن را نازل شوي چې عبادت اوپه ویښه د قدرشپه سبا کول په کې ترزرومیاشتوقبول شوي عبادت هم غوره دي ، خیرات اوصدقات په همدې شپه را نازلېږي ، د الله خاص رحمت پرخپلو بنده ګانو باندې را نازلېږي ، په هغه شپه روح الامین ( جبرائیل ) (ع) اونوروې ملائکې را نازلېږي .
 
د قدرشپه یوه سپېڅلې او د اسلام له مبارکو شپو څخه یوه ده . قرآن د دې شپې لویوالی په یوه ځانګړي سورت کې یاد کړی دئ . د قدر په شپه د ریښتیني مؤ من سړي او ریښتینې مؤ منې ښځې ، مسلمان سړي او مسلمانې ښځې د یوه کال ټول ګناهونه بښل کېږي .     
 
د بشریت له پاره همدغه د هدایت اولارښوونې کتاب (قرآن) دالله له طرفه د کال په همدې سپېڅلې میاشت کې د بشرپه ترټولوسپېڅلي ، ریښتیني اوامین پیغمبرحضرت محمد (ص) باندې را نازل شوی ، ترڅولارورکي فراموش کاراوظلوم الکفارانسان ته حق له باطل څخه پرې بېل اوورته په ګوته کړي.
 
کله چې انسان ته د داسې داعي بشرپه دغه ډول پسته اونرمه له حکمته ډ که ژبه په بشپړه امانته توګه دا کلام رسېد لی اوهغوی د خپل خدای ورکړي علم ، عقل او حیأ په لرلوسره د زړه له تله منلی دئ ، نوتعمیل یې هم سملاسی ورباندې واجب دئ . چاچې دا دعوت منلي ، هغوی د فلاحت اورستګارۍ لارې ته پرې برابرشوي . امام شافعي رحمة الله علیه په دې اړه داسې دعأ کړېده : (( اې خدایه ! ته زما مرسته وکړه ترڅو په ټول زړه تا خپل کړم او په ټوله هڅه ستا اطاعت وکړم .))
 
اوچا چې ترې انکارکړی هغوی په لوی لاس د خپلو نفسیاتي هوس رانیو اوابلیسي غوښتنوقرباني شوي دي . د هغوی زړونه کاڼه شوي ړانده شوي چې دغه عزیزقرآن نه اوري ، نه یې ویني اونه په کې ځای لري . په کوم زړه کې چې هوس رانیو( فسق ، فساد ، فتنو اوفحشاوو ) ځای نیولی وي ، په هغه زړه کې بیا قرآن ته ځای نه شته اوترې وځي .
 
زړه یوداسې کوردئ چې یا به یوازې (قرآن) په کې اوسېږي ، او یا هم یوازې ( شیطان ) ، ځکه قرآن او شیطان دوه متضاد اړخونه دي چې هېڅکله هم یوپربل نه سره ګډ ېږي، بلکي یود بل پرضد د تل له پاره په مبارزه او مغلوبولوباندې لګیا دي .
 
له نفس او شیطان سره د مبارزې له پاره اخلاقي مکارمو ته اړتیا ده ، ځکه رسول (ع) په یوه جدیث کې خپل امت ته فرمایلي دي :
 
ژباړه : (( زه د اخلاقي ښېګڼو له پاره مبعوث شوی یم .)) بل ځای یې فرمایلي دي : (( د ایمان له نظره د مؤمنانوترټولود بشپړایمان څښتن هغه څوک دي چې اخلاق یې غوره وي . )) د قیامت په ورځ به د مؤمن په تله کې ترټولو دروند شی ښه اخلاق وي . ځکه د الله تعالی له خوا انسان ته ترټولوغوره شی د نېکو اخلاقوورپېرزوکېدل دي .
 
له حضرت عائشې (رض ) څخه روایت دئ ؛ له رسول (ص) څخه مې اورېدلي چې فرمایل یې : (( انسان په خپلو ښو اخلاقو د هغو کسانو مقام ته رسېږي چې د شپي نفلي لمونځونه کوي او د ورځې تل روژه وي . ))
 
قرآن اوحدیثود رذیله اخلاقوپه وړاندې د مبارزې له پاره پرحمیده اخلاقوخپلو لو باندې ډېرټینګارکړی دئ . پیامبراکرم (ص ) د ګاونډي په برخه کې پرله پسې دری ځلې سوګند یاد کړی اوویلي دې دي : (( پرخدای (ج) سوګند مؤمن نه دئ ، پرخدای (ج) سوګند مؤ من نه دئ ، پر خدای (ج) سوګند مؤمن نه دئ . ترې و پوښتل شول ؛ یا رسول الله (ص ) څوک ؟ ویې فرمایل : هغه څوک چې ګاونډی یې له ازیت او آزارڅخه په امن او خوندي نه وي . ))
 
خواخلاق څه دي ؟ اخلاق د قرآن له نظره عبارت دي له صبر، توکل ، ریښتیا ویل ، امانتداری ، پروعده باندې وفا ، اخلاص ، له الله او رسوالله (ص) څخه په بشپړه توګه د نورو په پرتله خیرغوښتل ، د نورو په اړه سم ګمان او نیت ، عیب پټول ، رحم ، بښنه اوتېرېدنه ، قهرزغمل ، سخاوت ، عدل اوانصاف ، تواضع اوخاکسري .
 
یاد خصلتونه ټول هغه درسونه دي چې انسان ته د قرآن په لارښوونه ورکړی شوي دي . هغه قرآن چې په فرضي روژه کې پرحضرت محمد (ص) باندې را نازل شوی .
 
هو!  د بشرت له پاره دغه د هدایت الهي کتاب د انساني کرامت د اکمال اود جهالت د زوال له پاره راغلی . دغه الهي وثیقه د انسان اود عالمونود رب ترمنځ په ترټولوغوره بنده باندې را نازله شوې چې د تعمیل له مخې یې انسان ترعرش مُعلی اود تردید له امله یې متمرد انسان له انساني بعد څخه وتلی اود حیوانیت له کچې یې هم آخوا ور اړولی او تراسفل من النارپورې یې رسولی دئ .
 
په قرآن اوسنتوکې پرانسان باندې د اسلام پرپنځو بناوو، د ایمان پرارکانو، د ایمان اواسلام پرحقیقي معنا وواودین اواسلام باندې ټینګار شوی .
 
لنډه داچې د نفس اوشیطان لرونکی انسان د خپل ژوند په بهیرکې له سختیوآوآسانیو، حمیده اورذیله دواړوڅپوسره مخ وئ چې د مدوا اودرملې له پاره یې قرآني اونبوي لارښوونې اود هغوی تعمیلول انسان ته ترټولوغوره نسخه ، اوترک کول یې ترټولوبد اووژونکی بد پرهېزي دئ . ځکه په دې سپېڅلي هادي کتاب الله کې د انسان د حال ، استقبال اوتېرې ماضي تضمین او پرېکړې پرتې دي . خود الله اوبنده ترمنځ ددغه تضمین دوه اړخیزتوافق د انساني اړخ له ژمنتیا اوتعمیلولو، اونه ژمنتیا اونه عملي کول یې له توافق څخه د سر غړاوي اوتمرد سره تړاولري . الله (ج) دې د پیغمبر(ص) امت د هرډل ناروا ، تمرد اود حق څخه له سرغړاوي وساتي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery