مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشره!لویه پکتیا دحقانې له سترو ګواښونو وژغوره!

برهان پکتین
د سترې خونې او یاغي حقانې شبکې د تیرو څه باندې دریو لسیزو نارواوو چې د جهاد پر مهال یې له ټول افغانستان او بیا د افغانستان هوايي ځواک کباړ کولو او په تیره یوه نیمه لسیزه کې د خپل پنجابي بادار په غوښتنه له لویې پکتیا سره کومه جفا وکړه یوازې د لویې پکتیا ولس ته پته ده. دا شبکه که څه هم اوس د طالبانو امارت اړوند ځان بولي خو کړنې او دریځونه یې سل په سلو کې بیل دي او هغه دا چې په کومه کچه چې دې شبکې او د حقاني لویې کورنۍ ته پاکستان په خپله پلازمېنه اسلام آباد تر ټولو امنه سیمه کې ځای ورکړی د طالبانو امارتیان ترینه بې برخې دي او کوم طالب لوړ پوړي مشران چې د کوټې شورا له آدرسه او یا په پیښور کې د طالبانو شورا څخه له افغان دولت سره سولې ته زړه ښه کړي او یا په دې تړاو د کوم ګام د اوچتولو نیت وکړي، نو د طالبانو کوټې شورا پوځي کمیسیون مشر ملارازق په څير نظر بند او یا د استاد یاسر په څیر په ډیر وحشتناک ډول د پاکستان استخباراتي شبکې او پوځ له لوري ووژل شي.
خو د حقاني شبکې لپاره دا ډول هیڅ ممانعتونه نشته؛ ځکه دا شبکه څلور لسیزې پخوا له خوست ولایت څخه پاکستان ته د آی ایس آی لخوا وړل شوې او هلته ورته په پلازمېنه اسلام آباد کې تر ټولو امن ځای کې ځای ورکړل شوی دی. ددې شبکې پاتې څانګې د اسلام آباد مرکزي برخې په غوښتنه ، خوښه او سپارښتنه کار کوي او تر ټولو ستر هدفونه هم په دې خاطر په نښه کولای شي، چې کابو نیمه پیړۍ یې له پیدایښت او کار څخه وزي. لکه د کابل پر وزیر محمد اکبرخان روغتون برید، پر شاهین قل اردو برید او په کابل کې وروستي لوی بریدونه، چې دا پرته له منظم پیاوړي پلان شوي سیستم او ددې سیستم لپاره مخکینيو مهمو عناصرو شتون څخه پرته ناشونې دی.
د لیکنې په پیل کې مې ځکه د حقانې شبکې پر څرنګوالي او بحث وکړ، چې دې شبکې په پلازمېنه کابل کې د بریدونو ترسره کولو لپاره ټول تنظیمات له لویې پکتیا او لوګر څخه کوي او په بل هیڅ زون کې په هومره کچه حضور نه لري او نه هم ترینه خپل هدفونه تنظیمولای او بشپړولای شي ځکه د لویې پکتیا پر ټوله سویلي او سویل ختیځه سیمه د کورمې ایجنسي او وزیرستان پروت دی او یادو سیمو کې د حقانې شبکې تر ټولو سترې د دیني مدرسو په نوم حقانیې چې د پوځي جګړو تر ټولو ستر مرکزونه دي شتون لري او دا مرکزونه په تیره نیمه پیړۍ کې پاکستان د افغانستان ورانولو او تروریزم صادرولو لپاره فعال ساتلي دي، نو ځکه له دې مرکزونو څخه افغانستان ته په آسانۍ سره خپل فعالیتونه لیږدوي او خپلو موخو ته په آسانۍ سره رسیدلای شي او ګواښ یې هم تر بل هر ځای پلازمېنې کابل ته په دې خاطر زیات وي، چې له وزیرستان او کورمې ایجنسۍ څخه په آسانۍ لویې پکتیا بیا لوګر او د میدان وردګو تنګي درې او کابل ښار ته خپل هدفونه په آسانۍ سره تنظیم او رالیږدوي.
نو افغان حکومت په تیره افغان ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار ته په کار ده چې په دې اړه جدي اوسي او په هغو تګلارو کې چې د حقاني شبکې ځپلو لپاره له پوځي مسؤلینو سره هوکړې ته پرې رسیدلي د پام وړ پراخ بدلون راولي ځکه ددې شبکې ګواښ له داعش کم نه دی؛ ځکه په تیره یوه میاشت کې حقانې شبکې په پکتیا کې تر ټولو ستر ګواښوونکی کار دا کړی، چې خلک یې خپلو ځنګلونو او ځړځایونو ته له ورتګه منع کړي تر څو په دې توګه ځنګلي سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي او د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې وزیرستان او کورمې ایجنسۍ څخه پوځي اکمالات په آسانۍ سره وکړای شي او لوګر ته د پوځي اکمالاتو او جنګیالیو د لیږدولو لار ورته تر ټولو خوندي تمامه شي.
پر دې موخې سربیره دا شبکه له په تیر کې چې یې له پاکستان څخه پنجابیان د لویې پکتیا د ځنګلونو ځڼغوځو حاصلاتو اخیستو لپاره له ډیورنډ کرښې په خوندي توګه رالیږدول او پر خلکو یې د زور او فشار له لارې په آرزانه بیه یاد حاصلات پنجابي سوداګرو ته اخیستل له دې وروسته به یې ځنګلونه په بشپړ ډول په خپل واک کې شي او د حاصلاتو پر پیسو به یې خپل ټول لګښتونه پرته د پاکستان له مرستې پوره کوي، ځکه په دې توګه غواړي د کوټې شورا د طالبانو په څير چې د هلمند پر تاریاکو پايي دوي هم یو بدیل ولري او په دې کې هیڅ شک نشته چې دا تګلاره ورته پاکستان جوړه کړې ده.
ددې لپاره چې لیکنه ستومانوونکې نه شي نو د پای ټکو په توګه به په یو پاراګراف کې څو مهمې مشورې د سرکار او د پلازمېنې لوړ پوړو چارواکو لپاره ولیکم او هغه دا چې ؛ ۱ : د حقانې شبکې یادو نویو هدفونو د پرمختګ مخنیوي لپاره باید تر ټولو مخکې په پکتیا ، خوست ، پکتیکا او لوګر کې د والیانو ، امنیه قوماندانانو د ملي امنیت او ملي اردو لوړ پوړو مسؤلینو ګمارنو برخه کې پراخ بدلون راشي او دا یوه جدي اړتیا ده او په عامه اصطلاح باید پاخه او داسې مسؤلین په دې ولایتونو کې په دندو وګمارل شي؛ کوم چې په سیمو کې اوسیدلي له جغرافیې او خلکو سره یې پوره بلدتیا ولري او ددې شبکې سترو ګواښونو شنډولو لپاره جدي او پر وخت اقدامات وکړي؛ ځکه په دې زون کې چې کله هم کوم بې کفایته او یا د ټیټې کمې تجربې مسؤل په نظامي او ملکي برخه کې په دنده ګمارل شوی پخوانۍ لاسته راوړنې یې هم له تباهۍ سره مخ او له خاورو سره یې خاورې کړي دي. ۲ : پر لوړ پوړو مسؤلینو سربیره دې د ولسوالیو ولسوالان او د ولسوالیو امنیتي مسؤلین هان تر پوځیانو پورې تبدل شي، ځکه په ډیرو سیمو کې له مخالفینو سره د مسؤلینو پټو لاسونو په اسناد خپاره شوي دي.۳ : له کوچني اختر وروسته دې د سویل ختیځ زون په کچه د پکتیا مرکز ګردیز او یا خوست ښار کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو جرګه جوړه شي او ددې زون د هر کلي ، هر جومات ملاامام،ملک او د کلیو شوراګانو مسؤلین راوغوښتل شي او له دوي څخه دې دې جرګې کې ولسمشر په خپل ګډون سره په جدي ډول وغواړي څو په خپلو سیمو کې د حقاني شبکې د فعالیتونو جدي مخنیوی وکړي او لکه څنګه چې د لویو قومي ستونزو لپاره سیمییزې جرګې جوړوي همداسې دي په خپلو سیمو کې د حقاني شبکې ځايي مشران دې جرګو ته ور وغواړي او غوښتنه دې ترینه وکړي چې یا دې له افغان دولت سره سولې ته غاړه کیږدي او په سیمه کې د دولت لویو پوځي عملیاتو کې ملکي وګړو ته د زیان رسیدو مخنیوی وکړي او یا دې هم ددوي سیمه پریږدي. ولسمشر دې یادو مشرانو ته په وروستي ځل ووایي چې په سیمه کې د افغان دولت پراخو سترو پوځي عملیاتو له پیل وړاندې دې د حقانې شبکه له خپلو سیمو وباسي، ځکه په ټول افغانستان کې د قومي جوړښتونو تنظیم او ددې جوړښتونو د پریکړو او کارونو اغیزناکتوب کې لویه پکتیا تل مخکښه او بریالۍ ثابته شوې ده او دا چاره ورته آسانه ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery