مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آیا راتلونکې پنجشنبه افغانستان او ایرلینډ ته پوره غړیتوب ورکول کیږي؟

خپلواک دریځ

کریکټ یوه خورا مشهوره لوبه کوم چې په راز کې یې د کریکټ نړیواله شورا یا (ای سي سي) واقع ده، دوی د کریکټ لوبډلې  په بېلابیلو کټګوریو وېشلي لکه: لومړی درجه چې اوس پکې یوازې لس غوره لوبډلې دې او افغان لوبډله یې د ترلاسه کولو خوبونه ویني، دوهمه درجه چې د افغانستان په شمول اوس پکې اته لوبډلې دي، څلورمه، پنځمه...
دې لوبډلو ته د خپل مقام په اندازه د کریکټ نړیوالې شورا له لوري، د کاله  ځانګړې بودیجه ټاکل شوې، چې لومړی مقام لرونکي یې تر نورو ډېر امتیاز وړي خو ای سي سي نور هم پر دې کار کوي چې پر دریو لویو هیوادونو لکه: هند، استرالیا او انګلینډ تمرکز وکړي، چې دوی به تر ۱۰۲ هغو هیوادونو ډېر واک لرونکي وي چې له ای سي سي سره ثبت وي، دا د هغې هوکړې پر اساس چې په ۲۰۱۴م کال کې شوې ده.
یو پوره غړیتوب لرونکی هیواد زمبابوې په یوه کال کې اووه میلیونه اضافه پیسې ترلاسه کوي، نسبتاً سکاټلینډ ته چې یو دوهمه درجه هیواد دی، تېره جمعه سکاټلینډ په حیرانوونکې توګه زمبابوې ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه.
د سکاټلینډ له ۲۰۱۵م کال نړیوال جام راهیسي دا لومړی سیالۍ وه چې د یوه ټیسټ هیواد سره یې ترسره کول او بری یې وموند، حال دا چې زمبابوې ۲۳ سیالۍ د نورو ټیسټ لوبډلو خلاف ترسره کړي خو تر ټولو د پام وړ دا ده چې زمبابوې ۲۵ کاله وړاندې پوره غړیتوب ترلاسه کړی دی، مګر بیا هم دوی اړ دي ترڅو د سکاټلینډ غوندې لوبډلې سره ولوبیږي ځکه چې دوی اوس هم ددې هیوادونو سره په لوبو کولو کې بیره لري د ګټلو او یا بایللو، که څه هم کریکټ د پرمختګ کچې ته ډېر نږدې شوی.
د کریکټ نړیوالې شورا د کلني کنفرانس په پایله کې دا تمه وښودل شوه، چې افغانستان او ایرلینډ ته به ډېر ژر د ټیسټ غړیتوب حق ورکول شي.
چې د یادونې ده له ۲۰۰۰م کال راهیسي هیڅ یو هیواد هم د ای سي سي د ټیسټ غړیتوب نه دی ترلاسه کړی او نه هم د ۱۹۳۰م کال راهیسي په یوه وخت کې دوه هیوادونه د کریکټ نړیوالې شورا د غړو په حیث منل شوي.
همدا ډول د کریکټ نړیواله شورا هیله لري چې د ټاپ دولسو هیوادونو ترمنځ چې زمبابوې، افغانستان او ایرلینډ به هم پکې وي یو لوی لیګ جوړ کړي، چې کېدای شي ۱۳م هیواد سکاټلینډ هم پکې شامل شي.
دا ټوله د دوهمه درجه هیوادونو لپاره ښه زیري دي، افغانستان او ایرلینډ هغه بیرغ وړونکي یا رپوونکي هیوادونه دې چې نوي به د پوره غړیتوب لرونکو جدول ته راشي.
مالوم او څرکند پرمختګ دادی چې لیګ سپینر راشدخان ارمان کېدای شي د نړۍ مشهوره او حیرانونکې څېره و اوسي، ده تېره اونۍ د یوې ټیسټ لوبډلې خلاف ۱۸ـ۷ کامیابي ترلاسه کړه او دا د تېزو توپ اچوونکو لپاره د ډېرې کینې راپارونکی استعداد دی.
دغه غونډه د کریکټ نړیوالې شورا له لوري راتلونکې پنجشنبه په لندن کې ترسره کیږي، چې ډېر قوي احتمال دی افغانستان او ایرلینډ خپلو هیلو ته ورسیږي.
د افغانستان ورستۍ د پوره غړیتوب لرونکو لکه: بنګلدیش، زمبابوې او ویسټ انډیز خلاف د لوبو ګټل، د کورني کریکټ وده او مشهور لیګونه په کور دننه جوړول هغه څه دې چې د کریکټ نړیواله شورا یې نوره قانع کړې او د دوی په وړاندې هیڅ کومه بهانه ور پاته نه ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery