مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نوې کیدونکې انرژي د اقتصادي پراختیا لار

بریالی «نایاب»


بریالی «نایاب»
لکه څنګه چې انرژي د بشري ژوندانه اساسي اړتیا ده، د دې اړتیا د پوره کیدو لپاره په نړیواله کچه غوښتنه ورځ تربلې مخ په ډیریدو ده، ځکه چې د نړۍ نفوس ډیریدونکی ده او هرڅوک د ښه ژوندانه په موخه هڅه کوي ترڅو انرژي ته لاس رسی ولري، له بل پلوه د فوسیلي انرژي په تولید سره د ځمکې د هوا درجه لوړیږي چې همدا ګرموالی د ستر ناورین را پیداکیدونکی کیدای شي، نو بشر ددې ستونزې د حل په موخه د نوې کیدونکې انرژي(د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي ) انرژي د رامنځته کولو په موخه هلې ځلې کوي چې له نیکه مرغه دغو هلوځلو د پام وړ پایله هم ورکړې ده.
 دا چې افغانستان د اوبو د سر شاره زیرمو، تیلو، ګازو لمرینې او بادي بریښنا او د سکرو خورا سرچینې په واک کې لري، د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتو له مخې په هیواد کې شته سرچینې کولای شي د هیواد اړینه انرژي تولید او د صادرولو لپاره هم  انرژي برابره کړي په پام کې ده چې د هیواد د بریښنا د اړتیا زیاته برخه له (د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي ) بریښنا څخه برابره شي .
له تیرو څو کلونو راهیسې افغان دولت د نړیوالې ټولنې په مرسته د هیواد د اوبو او بریښنا ستر بندونه چې په تیرو جګړو کې خورا زیانمن شوي وو بیا ورغول او د هیواد دعاجلې اړتیا د پوره کولو په موخه یې له ګاونډیو هیوادونو ایران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه بریښنا وپیرله چې دا چاره د هیواد د اقتصادي اوسیاسي کارپوهانو له نیوکو سره مخ شوه، شنونکي په دې آند وو چې باید ترهرڅه وړاندې په هیواد کې د اوبو په مهارولو او د بریښنا په لویو بندونو اساسي کار ترسره شي او د تل لپاره د هیوادوالو ستونزه حل شي خو افغان حکومت د عاجلې اړتیا په پوره کولو غور وکړ او دې کار ته یې لومړیتوب ورکړ چې له ګاونډیو هیوادونو څخه بریښنا وپیري.
بل لورته نړۍ د ۱۹۷۰ لسیزې راپدیخوا پدې فکر کې شوه چې د اوبو او تیلو د بریښنا ترڅنګ باید چې د نورو انرژيکي سرچینو په لټه کې شي، چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره پدې بریالي شول ترڅو د (د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي )بریښنا وسایل تولید او په کار واچوي، د هغو راپورونو له مخې چې د لمرینې او بادي انرژي په برخه کې پدې وروستیو کې خپاره شويدي داسې ښیي چې د امریکا او کاناډا هیوادونه د (د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي ) بریښنا د تولید ستر مخکښان دي یاد هیوادونه هڅه کوي چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې خپله ۳۰ سلنه انرژي له لمرینې او بادي انرژي څخه ترلاسه کړي.
زموږ هیواد چې زیاته سلنه وګړي یې باسواده ندي او نشي کولای له هغو وسایلو کار واخلي چې پوره پوهاوي ته اړتیا لري، نو له لمرینې او بادي انرژي څخه باید چې ګټه پورته کړي، لمرینه انرژي چې یوازې یو سولر(شمسي) بیټرۍ او یوه ساده مولد ته اړتیا لري کولای شي په اسانه یې وکاروي او خپله د اړتیا وړ انرژي ځینې ترلاسه کړي، همدا راز بادی انرژي هم یوه پکي چې لومړی پلا نصبول یې یوڅه ګران دي، یوې بیټرۍ او یو مولد ته اړتیا لري  ترهغه وروسته ورڅخه په اساني سره کولای شي ګټه پورته کړي، د دې انرژی ښه والی داده چې د خرابیدو په وختکې اوس د هیواد په ګوډ ګوډ کې د دې وسایلو د بیا رغولو امکانات شته او هیوادوال کولای شي په لږ لګښت سره ارزانه او اسانه انرژي ترلاسه کړي، د هیواد په هغو سیمو کې چې بریښنا نشته خلکو د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه همدې لمرینې او بادي بریښنا ته مخه کړې ده، نړیوالو پانګه والو او ملي پانګه والو ته پکار ده ترڅو د انرژي پدغه برخه د پام وړ پانګونه وکړي او کولای شي له لدې لارې مناسبه ګټه ترلاسه کړي او په لویه کچه بریښنا د ښارونو او کلیو په سطح برابره کړي.
هغه ښارونه چې د نفوس کچه پکې له اندازې زیاته ده له ډیرو سترو ناخوالو سره مخ دي، چې د هغو له ډلې څخه کابل، هرات، مزار، ننګرهار او داسې نور یادولی شو، پدې ښارونو کې د موټرو د زیاتې ګڼه ګوڼې له امله او د یوشمیر دفترونو له لوري د جنراټورونو استفاده د دې لامل شوې ترڅو یې هوا د ژمي او یا هم د ګرمي په موسم کې ډیره خرابه شي، کابل یو له هغو پلازمینو څخه ده چې د نړۍ په کچه یې د هوا د ککړتیا د اندیښنې وړ بلل کیږي په کابل کې هم د موټرو د ګڼه ګوڼې په دفترونو کې جنراټورونو کارونه او د ژمي په موسم کې د لرګیو، ذغالو، ګازو او تیلو له بخاریو څخه ګټه اخیستل دیته زمینه برابره وي چې د هوا تنفس یې د تدریجي مرګ سبب شي، پکار ده چې د یادو موادو پرځای په کابل ښار کې هم د کورونو د ګرمولو په موخه له نوې کیدونکې انرژي څخه ګټه پورته شي.
افغانستان چې په زرګونو دښتې، درې، غونډۍ، تنګیان او غرونه لري د بادي انرژي د ځای پرځای کولو لپاره ښه مساعد دي چې پدغو سیموکې د باد چټکتیا ۶ متره پر ثانیه او په ځینو سیمو کې د باد چټکیتا ۲۸ متره پر ثانیه ده چې کولای شي د (۱۰۰) د سلو کیلو واټه انرژي د تولید دستګاه وڅرخوي او له دې لارې خپله د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کړي
په آسیایې هیوادونو کې چین د هغو هیوادونو په ډله کې ده چې د نوې کیدونکې انرژي په برخه کې خورا ډیر کارکوي او د دې ترڅنګ چې د خپلې انرژي د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي د نوې کیدونکې انرژي په برخه کې د نړیوالې سوداګري ډګر ته هم کار کوي، په هیواد کې پدې وروستیو کلونو کې د نورو تولیدي انرژیو ترڅنګ د لمریني بریښنا په برخه کې د خصوصي سکتور او خلکو له لوري د پام وړ کار تر سره شوی چې ښه بیلګه یې د هیواد په ګوډ ګوډ کې د لمرینې او بادي انرژي د فعالولو نمونې دي، خلک اوس د ژر ترلاسه کوونکې او ارزانه انرژي لپاره له لمرینې بریښنا څخه ګټه اخلي، چې داپخپله د هیواد په اقتصادي او پرمختیایي برخه  کې ستر رول لوبولی شي .
په اوس وختکې تر ډیره بریده د فوسیلي او کاربني تولیدیدونکې انرژي په پایله کې نړۍ د اقلیمي بدلون له ستونزې سره لاس او ګریوان ده، هڅه کیږي ترڅو د فوسیلي او کاربني سون توکو د مصرف کچه راټیټه او له منځه یوړل شي او پر ځای یې له داسې بدیل څخه کار واخیستل شي چې چاپیریال ته ضرر ونلري او هم ارزانه وي، په پای کې کارپوهان او څیړونکي دې پایلې ته ورسیدل چې (د اوبو،لمرینه، بادي او د ځمکې دګرموالي ) انرژي کولای شي د فوسیلي او کاربنی سون توکو ځای ډک او پاکه انرژي د خلکو په واک کې ورکړي او په نړیواله کچه اقلیم ته راپیښیدونکي زیانونه مهار کړای شي .
 څرنګه چې افغانستان په کال ۲۰۰۹ میلادي کې د نوې کیدونکې انرژي د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، پکار ده چې په یاده برخه کې په هیواد کې شته سرچینې وڅیړي او د پانګې اچونې زمینه برابره کړي، دهیواد د اوبو او انرژي وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل کیږي چې په هیواد کې د(۲۰۰۰۰۰) دوه سوه زره میګاواټه لمرینې او(۶۶) شپږشپیته میګا واټه بادي انرژی ظرفیت شتون لري، داچې افغانستان یوازې (۵۰۰۰) پنځه زره میګاواټه انرژي ته اړتیا لري نو کولای شي له دې لارې د انرژي په صادرونکي هیواد بدل شي،  افغانستان د لمرینې بریښنا د تولید لپاره په کال کې (۳۰۰) درې سوه لمرینې ورځې لري چې دا تر ټولو ښه زمینه ده ترڅو لمرینه انرژي تولید کړي، د یادونې وړ ده چې په اوس وختکې افغانستان یوازې ( ۶۰۰)  شپږ سوه میګاواټه انرژی په واک کې لري چې یوه اندازه یې له خپلو بندونو ترلاسه او پاتې برخه یې له ګاونډیو هیوادونو څخه پیري.
د نوې کیدونکې انرژي کاپورهان په دې آند دي چې تر راتلونکو ۵ پنځو کلونو پورې به د نړۍ په ځینو هیوادونو کې د لمرینې او بادي انرژي د تولید کچه له ( ۳۰ څخه تر ۸۰ ) سلنې پورې لوړه شي، چې دا رقم کولای شي د اقلیمي ناوړه پیښو مخه ونیسي او د راپیداکیدونکي ناروین  ویره به کمه کړي، بل پلو ته افغان دولت ژمن دی ترڅو د نوې کیدونکې انرژي په برخه کې هغه پانګوال او نړیوال مرسته کوونکي چې غواړې پدې څانګه کې کار وکړي ملاتړ یې وکړي او شته کاري فرصتونه ورته په ګوته کړي، د اوبو او انرژي وزارت د نوې کیدونکې انرژي ریاست په هیواد کې د شته فرصتونو څیړنه کړې او هغو پانګوالو او نړیوالو مرسته کوونکو ته یې د پانګې اچونې زمینه برابره کړې او د (۲۱) یویشتو په شاوخواکې یې سترې ملي پروژې په پلان کې نیولي ترڅو په پلي کیدو سره به یې تر یوه بریده د انرژي د کمښت ستونزه یوڅه هواره شي.
نو دې موخې ته د رسیدو لپاره راځئ چې په هیواد کې د نوې کیدونکې انرژي د ملاتړ او پرمختګ په موخه سره په ګډه کار وکړو ترڅو مو خپل چاپیریال سالم او پاکه انرژي مو ترلاسه کړي وي .

  

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery