مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کیسه

امین الله عادل

 

 لوی چارواکی ؤ، بله ورځ حمله پرې وشوه او ووژل شو. یوازنی زوی یې جنازې ته را ونه رسېد، خو فاتحې ته باید راغلی وای. زوی یې په استرالیا کې خپل کاروبار چا ته وسپاره او هېواد ته راغی. د پلار د مړینې دریمه او یا څلورمه شپه به وه چې د وړکوالي د وخت له ملګرو او همځولو سره مخ شو، هغوی هم د غمشریکی لپاره راغلي وو. د کلي یادونه یې سره وکړل. بیګا دی، ځوانانو ته وايي راځئ [کیتې] وکړو. یو ځوان ورخوا ته شو. "بده خبره ده پلار دې مړ دی." نوموړی غوسه غوندې شو. " نو څه خبره ده؟ مړ شو، مړ شو! نو څه وشول، پر ما یې څه!. دری د ټېلو ټانګونه کابل کې، درې حویلۍ په وزیر اکبرخان او شیرپور کې، یو ښارګوټی په ولایت کې. ښه مزه دار کاروبار په استرالیا کې لرم.... پلار پسې دې هغه ژاړي چې د بېګا دېګ یې بار کړی وي او د پلار راتلو ته انتظار وي، چې له ځان سره وچه ډوډۍ راوړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery