مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پر «نيکه» ناول څو خبرې

بصيرالحق عادل

پر «نيکه» ناول څو خبرې / بصيرالحق عادل
  تاريخ لوستل مهم دي، د هر چا او هر وګړي لپاره. که موږ له خپل تېر خبر نه شو، نو اوس هم سمه لار نه شو موندلی.
خو د تاريخ په برخه کې لويه اندېښنه دا ده چې زموږ مورخين په يوه خوله نه دي، هر چا د خپل طبيعت سره سم تاريخ ليکلی دی، کره مالومات ډېر لږ لرو، خو د ډېرو لوستل شويو تاريخونو وروسته هم انسان دا قضاوت کولی شي چې سم څه دي.
 يوه بله ستونزه چې موږ يې د تاريخ برخه کې لرو، وچ کلک مالومات دي، لوستل يې په انسان غميږي، يا مالومات داسې ژباړل شوي دي چې دوې جملې څوک نه شي ويلي، يا مو د تاريخ ليکونکو فقط وچ کلک مالومات ليکلي دي.
نيمه لسيزه وړاندې چې دولسم ټولګي کې وم، يوه ورځ مې ملګرو سره ټوکې کولې، ورته ومې ويل که چېرته د نصاب کتابونو د ليکلو او خپرولو واک ماته وسپارل شي نو زه به د تاريخ ليکلو ته کسيه ييز ميتود جوړ کړم، ځکه کيسې د انسان په فکر کې تر ډېره ژوندۍ وي، خو وچ کلک مالومات لکه زموږ د تاريخ يو شمېر کتابونه، دوې ورځې وروسته هم د سړي نه وي ياد.
  نصير احمد احمدي چې زموږ ټولنه کې کيسه ليکلو کې نوم لري، په دې وروستيو کې يې د «نيکه» په نوم يو ناول ليکلی چې تازه له چاپه راوتلی. دا ناول د ميرويس نيکه د ژوند کيسه ده، مرکزي کرکټر يې هم ميرويس بابا دی، د صفويانو د حکومت او کندهار کې د ګورګين د ظلمونو روڼ انځور پکې وړاندې شوی دی.
د «نيکه» په لوستلو مې پېړۍ وړاندې کندهار وليد، د ميرويس نيکه سره څنګ په څنګ وګرځېدم، د له اهنګر سره خبرو کې شريک شوم، کندهار کې جنګي کلا ته ورسره ولاړم، د صفوي حکومت د مشرانو سره د ميرويس نيکه خبرې او په ډېر هنر هغوی ته ورنزدې کېدل مې زده کړل. بالاخره اصفهان کې مې هغه زندان هم وليد چې ميرويس نيکه پکې اعتماد الدوله ته باز واخيست او خپل ارمان يې پرې پوره کړ. ميرويس خان له هغه ځايه د دېوان بېګ د وراره د تښتولو پلان جوړ او عملي کړ او د اصفهان تر پاچا يې ځان ورساوه. له هغه ځايه يې په لوی هنر د بيت الله شريف طواف وکړ او هوښياري يې دومره ډېره وه چې صفوي حکومت ميرويس خان د مهر شويو مکتوبونو سره کندهار ته را واستو او ګورګين يې ورته په ګونډو کړ.
 ناول کې لوی کمال شوی دی، په لوستلو يې پېړۍ وړاندې کندهار د سړي سترګو ته ودريږي، د هاغه وخت له خلکو سره اشنا کېږي او داسې فکر کوي چې زه هم له ميرويس نيکه سره په ټولو جګړو کې ملګری يم او برخه مې اخيستې ده.
د دغه ناول له لوستلو يو شمېر داسې څه هم راڅرګنديږي چې پېړۍ وړاندې هم زموږ ټولنه کې يو شمېر هغه ستونزې وې چې اوس ورسره موږ مخ يو.
د بېلګې په ډول:
د هماغه وخت پښتانه يووالی نه لري ګنې د ګورګين له ظلمونو به يې په لومړيو کې ځان ژغورلی وای. ميرويس خان بابا خپلې مېرمنې ته د پښتنو له بې اتفاقۍ داسې يادونه کوي: «زموږ خلکو په زړورتيا کې وړې ده، خو دوه په يوه لاره نه ځي، اتفاق نه لري، په يوه خوله نه دي، د يو بل پښې وهي، هر يو ته خپل قوم مهم دي»
دويمه ستونزه چې هماغه مهال پښتنو لرله د مخکنۍ خبرې په تړاو د يو بل پښې يې وهلې، يو شمېر خلک و چې نه غوښتل خپله ټولنه له غلامۍ وژغوري او ښايي دې کې يې خپلې ګټې ليدلې، کټ مټ لکه زموږ د ټولنې اوسنی انځور، چې ځينې خلک د خپلو ګټو په خاطر نه غواړي جګړه ختمه شي.
ميرويس خان نيکه چې د ګورګين د ظلمونو په ضد د خاکران جرګه جوړوي نو د ملک قاسم په نوم يو سپين ږيری دا ټول احوال ګورګين ته ورکوي چې بالاخره ميرويس خان نيکه په دې بريالی کېږي چې خپلو خلکو کې هغه جاسوس پيدا کړي چې ګورګين ته يې د جرګې ټوله کيسه کړې او دغه سړی ملک قاسم و.
ډېر نور داسې شيان هم پکې شته چې اوس هم زموږ ټولنه کې ښکاري. د هماغه وخت د ظلمونو داستانونه په ډاګه وو، تېری به په ښکاره کېده خو اوس هم زموږ ټولنه کې زموږ پر خلکو تېرې کيږي، وژل کېږي خو وروسته ويل کېږي چې دا هر څه ناپامۍ کې کېږي، فقط همدغه توپير پکې دی.
  له «نيکه» ناول زموږ هېر شوی تاريخ زده کېږي، د خپل هېواد په اړه مو يو لوی باب په فکر کې راژوندی کېږي او زما په څېر هغه خلک چې فقط يې د ميرويس نيکه نوم پېژانده د يو لوی نړيوال او مدبر نيکه هوښيارۍ ته ګوته په غاښ کېږي.
  «نيکه» کې ډېر څه راټول دي. پښتانه چې د بل زور پر ځان نه مني، د ميرويس خان نيکه وخت کې هم دغه ډول و، د ظلمونو پر وړاندې به احساساتي کېدل، خپل دښمن يې ټکول غوښتل خو په چل يې نه پوهېدل، فقط به يې ځانونه د ګورګين د توپونو خولې ته ور رسول خو هغه خلک بختور وو چې د ميرويس خان نيکه په څېر هوښيار مشران يې لرل چې خپل خلک يې بربادۍ ته نه ورکول خو جګړه يې هم ګټله.
د ميرويس خان نيکه په څېر لوی انسان چې هم لوی سوداګر او هم لويه سياسي څېره په څومره لوی هنر، په لوړ تدبير او په عالي مفکورې لومړی د صفوي حکومت باور خپلوي او دومره تدبير کاروي چې صفوي حکومت خپل زنداني چې ميرويس نيکه دی بېرته يې د خپل حکومت لخوا کندهار ته را استوي، دلته ميرويس نيکه په پټه پښتانه چې ده خپله ويلي دي، دوه په يوه لار نه ځي، پر يوه ټغر راټولوي، ګورګين او د هغه زرګونه پوځونه په ډېر هنر له جنګي کلا راباسي او شاړه دښته کې پر ګونډو کوي، ميرويس نيکه د خپلو خلکو لپاره ازادي اخلي او د «نيکه» لقب ګټي.
  له «نيکه» د جګړې يوه لويه فلسفه هم زده کېږي، جنګي اخلاق پکې تعريف شوي دي، ميرويس نيکه سره له دې چې د ګورګين او صفوي حکومت ټول ظلمونه يې په خپلو سترګو ليدلي دي خو هغوی سره ظالمانه چلند نه کوي، له وژلو وروسته د ګورګين جسد بې عزتۍ ته نه پرېږدي او د خپل دښمن مړو ته هم د قبرونو د کېندلو امر کوي.
«نيکه» د تاريخ په برخه کې لوی زياتونه ده او زموږ د ګونګ تاريخ روڼ مشال دی، ډېر ځوانان به يې ولولي او له تاريخ به خبر شي، خو ماته پکې دوې نيمګړتياوې هم ښکاره شوې.
نصير احمد احمدي په اوسني وخت کې ښه او غوره کيسه ليکوال دی، د کيسه ليکلو پر ټولو تخنيکونو پوهېږي چې په دې برخه کې يې کتابونه هم کښلې دي او نورو ته يې لارښوونې کړي دي. خو د «نيکه» ناول کې هنري رنګ  تت ښکاري. ما چې لوستو داسې فکر مې کاوه چې تاريخ لولم، داسې نه راته ايسېده لکه ناول.
ځکه کيسه او ناول که څه هم تر ډېره واقيعتونه پکې راخيستل کېږي ليکوالان يې په هنري بڼه ليکي. «نيکه» کې فقط مالومات راټول شوي دي، په ډېرو کمو ځايونو کې پکې هنري ژبه کار شوې ده.
دا ناول کوچنۍ کوچنۍ برخې لري، چې يوه پېښه يې له بلې جلا کړې ده، دغه کوچنۍ برخې د  ****له مخې يو له بل جلا ښودل شوي. د دغو برخو پيل هنري شوی دی، کله چې مې د هرې برخې پيل لوسته نو بيا مې داسې فکر نه کاوه لکه تاريخ چې لولم، دغلته هنر کار شوی دی او بل لوی کمال پکې دا دی چې هره برخه په ډېرې قوي تلوسې پای ته رسېدلې چې دا لوی هنر دی، که دغه ناول فلم شي نو د هرې برخې له پای سره به د نوې برخې پیل ته له تلوسې د خلکو زاره وچوي.
ما د عربي ليکوال «نسيم حجازي» ناولونو پښتو ژباړې لوستي دي. هغه هم تاريخونه دي، جګړې پکې دي خو په ډېر عالي هنر ليکل شوي دي. ډېر خواږه دي، کله چې د «نيکه» له چاپ خبر شوم نو داسې فکر مې کاوه چې هماغه ډول به وي، د ميرويس نيکه جګړې او سوبې به په هنر لړل شوي وي خو اټکل مې ناسم و.
بله مهمه دا چې دا کيسه ډېره لنډه ليکل شوې ده، د ميرويس نيکه پر سوبو، هنر، تدبير، سوداګرۍ، د هماغه وخت د خلکو پر ژوند، ټولنې، حکومتونو، ادب، فرهنګ، اقتصاد او يو شمېر نورو مسايلو باندې لوی لوی ناولونه ليکل کېدلی شي، که چېرته «نيکه» ناول کيسه يو څه اوږده وای، له مالوماتو غني وای، پورته يادو شويو موضوعاتو ته پکې تفصلي ځای ورکړل شوی وای، نو مالومات به مو هم څو برابره ډېر شوي وای.
ټولو لوستو ته د «نيکه» د لوستلو په هېله

۱۳۹۵ / لړم / ۲۲

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery