مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دجرګې قانون !!

زمردخان منګل
جرګه دافغانانو ترټولو لرغوني دود دی دجرګې اهمیت ستر ارزښت په هېواد او ولس باندې يې اغیزې لکه دلمر په څیر ښکاره دي ،دذفغانستان حقوقي سیستم پنځګونو سرچینو څخه یو هم عرف او عادات دي متوجی باید ووسو ،چې عرف عادات په دوو برخوویشل کیږي عرف پسندیده یامنل شوي عرفونه اوعرف ناپسندیده یا نه منل شوي دودونه ،جې منل شوي عرف او عادات په ځینو مواردو کي دقانون ملاتړ کوي برعکس نه منل شوي عرفونه دقانون خلاف دشریعت خلاف دي ولي په ټولنه حاکم دي چې داباید بیل شي او تعریفونه ورته معلوم شي .
پدې وروستیوکي د جرګو قانون چې دعدالت غیر رسمي په نوم سره نومول شوی پرطرحه یې کار روان دی مسوده یې بشپړه شوې ولې هغه ورستي ناسته کې چې موږ وربلل شوی وو په قانون کې په مهیاوي لحاظ ، تخنیکی لحاظ د اجرایوي له اړخه ستونزې او نیمګړتیاوي لرلې چې موږ ورته واصح کړې ولې خبره داده ، چې یاد قانون ، تسوید ، تدقیق مرحله طی کړې دوزیرانو شورا د تایید او ملی شورا د تصویب مرحله پاتې دي دولسی جرګې دقانون دبررسی کمیسیون څخه هیله کیږي ،چې پورته یادومواردو کې قانون په خورا دقت سره وڅیړي او تعدیلات او تغیرات پکې روالي ترڅو یو داسی قانون ټولنی ته وړاندې شي داجرا او تطبیق وړ وي دقانون دخاصیتونو له جملي ( عام والی ، مجردوالی ، الازمي والی ،اوکتبي والی ) چې پدې قانون کې د الازمي والي موارد بیخي راغلي نه و کله ،چې قانون الزامیت ونلري نوبې معنی نوهیله ده، چې ولسی جرګه په خورا دقت سره پرې کار وکړي ځینی نور مواردپکی و ،چې قانون جوړونکي او تخصصي خلک پًرې پوهیږي له پامه ونه غورځول شي . زمردخان منګل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery