مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ستونزوله منځه وړل

اېمل افغان

 

 د اقتصاد پياوړي کول اوستونزو له منځه وړل د یو انسان د ژوند په چاروکې ډېرمهم اود هغه د ژوند ټولې چارې ورپورې تړلې دي، پوهانو هم په دې اړه ډېر په زړه پورې اومنلې نظريې خپلې ټولنې اوځوانانو ته په واک کې ورکړې دي، تردې پورې چې د هغه د پېژندلو په اړه د نړۍ ځوانان په پوهنتونوکې ماسټري اودوکتورا ترلاسه کوي، چې هغه وپېژني اود ښه کولوپه اړه یې له بېلابېلولارو د خپل ژوند په چاروکې کار واخلي، هغه جوړکړي، ترڅو یوځوان د هغه په وسیله وکولای شي خپله ټولنه، کورنۍ اوبیا دکورنۍ ټول غړي د پرمختګ په لور روان کړي.
اقتصادي ستونزه، چې د انسان ژوند پورې تړلې اود ژوند ترپایه له ده سره ملګرې ده د هوارولواوله منځه وړلولپاره يې څه کول په کار دي؟ ترڅو یوځوان خپل ځان له دې ناوړه ناروغۍ څخه چې هغه کمزوری اقتصاد دی، د ژوند په چاروکې خلاص کړي اود دې ټکي په له منځه وړلو د بریا اوکامیابۍ په لور په ژوندکې چټک ګامونه واخلي.
د دې ستونزې د پيداکېدو په اړه که وګورو، همېشه زموږ دولتي چارواکواوترڅنګ يې وګړو دا خبره په کرتوکرتوکړې اوویلي دي، چې افغانستان یو ډېر بېوزله هېواد دی، موږ ځوانان دا خبره بلکل نه تایدوو، ځکه موږ په دې خاوره کې هرڅه لرو، د اقتصاد د تشريح کولو او پېژندلو په اړه ډېر ښه اوغوره پروفیسران او ډکټران په ټولنه کې لرو، دکانونو ډېرې ښې زېرمې شته، ښه د اوبو ډک سیندونه بې ځایه روان دي، ډېره ښه دکرهڼې لپاره وړځمکه شته، ولې له هغوڅخه زموږ چارواکي اوبیا يې ترڅنګ ولس ته زمينه نه برابروي چې ګټه ترې پورته کړي؟ اونه ورته دولتي ادارو په دې څلورلسيزوکې کومه اسانتیا برابره کړه، ترڅو له دې لارې دا کمزوری اقتصاد چې په مخ کې مودی پياوړی يې کړو.
خو د وخت ناوړه حکومتونو اود هغه اداره کوونکو په دې ستونزو د خپل ولس لپارکار ونکړ، چې یوه د برېښنا فابریکه يې په دې هېوادکې د کار د پرمخ بيولو لپاره رامنځ ته کړې وی، چې د دې کار په کولو به هېواد د صنعت اوپرمختګ له پلوه یوګام مخ په وړاندې تللی وی اوهم به ورسره بېکاره کسانو ته په دې هېوادکې دندې پيدا شوې وای، خو دا کاريې په رښتینې توګه سرته ونه رسوه، چې په نتیجه کې افغانستان د نړۍ له هېوادونو څخه ډېر وروسته پاتې هېواد نن ګڼل کېږي.
بل د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره موږ ځوانان باید له ډول ډول لاروڅخه په خپله ټولنه کې کار واخلو، چې هغه پياوړی کړو اوخپل ژوند مو په راتلونکي کې د پرمختګ اوبریا په لور ګامونه واخلي.
معنی دا چې شته نظام اوترڅنګ يې ځوانانو ته په کار ده، له دې وروسته په ښواوغوره پالیسیو د خپل ژوند د جوړولو لپاره کار وکړي، یوڅه د خپل ژوند په اوږدوکې رامنځ ته کړي، چې د دې کار په کولو به له یوې خوا خلک په ټولنه کې مصروف شي، له بلې خوا به يې ورځ په ورځ اقتصادي ستونزې د ورکېدو په حال کې وي اوهم به يې روهي ارامتیا ترلاسه کړې وي.
دا خبره پرځای او اړینه ګڼم، چې د زده کړې له سرته رسولو وروسته د خپل ځان لپاره دکار د پيداکولوپه لټه کې شو، ځکه دکار په کولو په یوه ټولنه کې ښه ښکارو.که چېرته زموږ اقتصادي حالت ښه وي، څرګنده خبره ده، چې هرځوان به ورسره د بریالیتوب په لور روان هم وي، هغه ناخوالې اوناهيلۍ يې چې د اقتصادي ستونزو په اړه په ذهن کې ناوړه ځای نیولی هغه به يې د دې کار په پياوړي کولو اوښې تګلارې په عملي کولو له منځه وړې وي.
کله چې زموږ اقتصادي حالت د ځانګړوکارونو، خو تګلارو اوپروګرامونو په عملي کولو سره ښه شو، موږکولای شو، خپله شته سرمایه، چې په لاس او واک کې موده هغه هم د دې سرمايې په نسبت په کار واچوو اویوڅه ګټه د خپلې کورنۍ لپاره پيدا کړو،که چېرته خپل کار اوسودا ګرۍ ته ورسره پراختیا ورکړو، دغه ځوان بیا کولای شي د خپلې کورنۍ اویا ټولنې نورځوانان هم له خپل ځان سره په کارکې شریک اویا مصروف کړي، چې د دې کار په کولوخو به دغه ځوان له یوې خوا نور ډېر له وزګارتیا خلاص کړي وي، له بلې خوا به د هغو ځوانانو اقتصادي چارې د پرمختګ په لور روانې شي اوخپله به په یوه افغاني ټولنه کې د ځوانانو په وړاندې اسانتیاوې رامنځ ته شي اوهغه ناخوالو، چې د نېستۍ له امله نن د دوی ذهني وضعیت خراب کړی، هغه به يې هم دکار په کولوجوړ شي.
که د یوې کورنۍ اوځوان اقتصادي حالت په ټولنه کې خراب وي، هغه نه شي کولای د ژوند خوشحالي اوبریالیتوب د خپلې کورنۍ اوځان لپاره ترلاسه کړي، په هېڅ وخت کې به دی د منصب اوچوکۍ خاوند نه شي، هدف دلته له ټولو پورته ذکرشوخبروڅخه د یوځوان لپاره کار کول دي، چې دغه ځوان باید په دا یوېشتمه پېړۍ کې وزګار پاتې نه شي، ځکه وزګارتیا هم یوه لویه ناروغي ده، چې له یوې خوا به ورته کورنۍ ترغاړې وي اوبل خوا به یې ورځ په ورځ اقتصادي حالت د خرابېدو په حال کې وي.
په کارده، د اقتصاد د ښه کولو په اړه ښه په کلکه ملا وتړو او د خپل ژوند په اوږدوکې له داسې ستونزو سره مبارزه وکړو، ترڅو هغه جوړ او د خپل ژوند ټولې چارې اوناخوالې ورسره سمې کړو، که په خپل ذهن کار وکړو، زموږ په ذهنونوکې ډېرې زیاتې نظریې اوپياوړي فکرونه شتون لري، هغه باید د خپل اقتصاد د ښه کولو لپاره په لار واچو، ترڅود دې کار په کولو خپله کورنۍ اوبیا یوه ټولنه د لوړو اهدافو په لور روانه کړو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery