مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اختر

فضل الرحمن عليزی


 لنډه کيسه
په سپين مخ کې يې له ورايه د غم او پرېشاني نښانې داسي ښکارېدي، لکه د څوارلسم سپوږمۍ ته چې څوک يوه لمن خاورې ور وشيندي، په ګلابي مخ کې يې  اوښکو لارې جوړي کړې وې،  پخوانۍ ښايسته سترګې يې د ژړا له وجې د وينو په سرو کاسو اوښتې وې؛ له خپلو وړو ماشومانو سره ناسته وه او په غرېب نيولي غږ يې د هغوی له سپېرو مخونو څخه د خپل شلېدلي ټيکري  په پيڅکه خاورې پاکولې، کله، کله به  د ډېري ژړا له امله سولګو واخيسته او په سولګو کې به يې  خپل واړه  ماشومان خپلې  غېږې ته ور نژدې کړل او په مهربانه غږ به يې ورته وويل: « بلا مو را باندې وګرځه، هر څه د الله تعالی په اراده کې دي، له اوښکې تويو لو پرته، زما هيڅ په وس کې نه دي پوره، زه به له تاسي سره څه وکړ؟ تر دا سپېرو مخونو مو جارسم، د الله به دغسي رضا وي!!
تر اختر څو ورځې مخکې به يې  له خپلو ماشومانو سره په دې  په دې مجلس  ګرم کړی وو، چې پلار جان به مو اختر ته، نوی کالي، نوي بوټونه او نوي شيان درته را وړي، په ټولو هلکانو کې به لکه ګلان داسې ښکارېږي، ټول هلکان او خلک به په تاسې پسې ګوري او ټول به پوښتنه درڅخه کوي، چې دا کالي او دا شيان چا در ته را وړې دي؟
دمور په دې خوږ خبرو به د وړو ماشومانو خولې له خندا ډکې شوې او مور ته به يې په وړه ژبه وويل: مولې  موږ به څه ورته وايوو؟ موږ به ورته وايوو، چې مور لاته لاولي او که اباجان؟ مور به يې د دوی له دې وړو خبرو څخه خوند اخستل او خپلو ماشومانو ته به يې وويل: زه خو له تاسو سره ناسته يم، ستاسو په کالو پسې څوک تللی دی، زه تللې يم او که ستاسو اباجان؟ ماشومانو په کټ- کټ وخندل يا اباجان! مور به يې ورته وويل: نو اباجان به مو نوي، کالي، واسکت، بوټونه او زما  وړکۍ ملالۍ ته به وړوکی او ښايسته ټيکری را وړي ، چې بيابه يې د اختر په ورځ ور په سر کم.
د هرې ورځې په تېرېدو سره به اختر يوه، يوه ورځ را نژدې کېدو  او وړو ماشومانو به  له خپلې مور سره د خپل اباجان د څه وخت راتلو په اړه خبرې کولې او د خپل اباجان را تګ ته به هوسېدل، واړه ماشومان په  دې انتظار وو، چې کله به اباجان را شي او دوی ته به نوي جامې او نوي شيان را وړي. خو اختر ته  اته  ورځې پاتې وې، چې د خپل ګران پلار  تابوت  يې د خپل کور څنګ ته  د نژدې مسجد له مخې ورته کېښود،  د ماشومانو مور  له خپلو وړو ماشومانو سره د خپل ګران خاوند د سوځېدلي جسد مړي ته چې په تابوت کې يې ورته را وړو سرته کېناسته او په چغو، چغو يې  ژړل او پر سر يې خاورې بادولې؛ د خپل خاوند مړ يې تر نوي ګوره پوري  بدرګه کړ.  واړه ماشومان اوس د نويو کالو د غوښتلو پر ځای د خپلې نتلې مور رڼو اوښکو ته ګوري او  د مور په ځنګانه يې سرونه ايښې او ورسره ژاړي،  نه نوي کالي او نه هم د اختر نوم اخلي، اوس نو د دوی اختر هم د هغو وړو او ګل ګل  ماشومان په څېر شو، چې خپل ګران پلرونه يې د بد مرغې جګړې له امله له لاسه ورکړې دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery