مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان ځلانده تاریخ ته یو نظر

زرغونه حداد فرهاد

زرغونه حداد فرهاد

 په دی کی هیڅ شک نشته چی افغانستان د ځلانده تاریخ څښتن دی او د نامتو او قدروړ تاریخ پوهانو ځاله دی. دوی هغه خلک دی چی خپل خلکو ته قیمتی اثاثه په میراث کی پریښی دی او د هغوی نومونه همیش د پاره په تاریخ کی ثبت دی.د هغی جملې څخه ستر تاریخ پوه فلسفه نګار او د لوی افغانستان تاریخ لیکونکې ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد [ خداې دی جنت ورنصیب کړی]، دی. هغوی یو داسې اثاثه خپل خلکو ته پریښې چې نسل تر نسل ترې ګټه اخیستلې شی. په ځانګړی توګه هغه بیوزلی او بد مرغه نسل چې د جنګ په حالت کې پیدا شول او د امن په امید کې ځوانان شول. زما پلار همیشه به یې ما ته ویل [ بچې ما دومره لیکلی چې په پاڼه اړولو به هم ستړی شی] هیله منده یمه چې هغې لیکني به یوه ورځ په ښوونځیو او پو هنځیو کی تدریس شی. د هغوی له کتابونو له شمیرو څخه د افغان ملی تاریخ او فلسفه دوه جلده چاپ ته رسیدلې او د هغوی نورو لیکلو باندې کار پیل شوی دی.انشاالله ډیر ژر به ګران او مینې ډک هیوادوالو ته وړاندې شی.
زمونږ مشرانو خپله دنده سر ته رسولی دی. اوس زمونږ نوی نسل په اوږو لویه دنده په غاړه پراته دی. دا د زوړ تاریخ پاڼه چې واړوو په دې تیرو ۳۵-۴۰ کالو کې یو بل نوې تاریخ زمونږ په تاریخ کې اضافه شوی یعنی زمونږ نوې تاریخ. په دئ نوی تاریخ کی هغه خلک دی چی سیاسی او حکومتی رتبې یی نه درلودلې مګر خپل مبارزې یی په مختلفو ډولو کړی دی، یا یی ځانونه د لاسه ورکړی ، شهیدان شوی دی یا د لیکلو او بیان په شکل. داسې ډیر مثالونه مونږ سره موجود دی نو دا زمونږ د نوی نسل مسولیت دی چې تیګه تیګه دی اوچت کړی او د هغه
 شاه زلمیانو سوانح دې پیدا کړی، او هغه ملالی، زرغونه انا او نازو انا کومو چې هغه شاه زلمیانو شهیدانو ته اسلحه، چاې، ډوډئ او پناه ځایونه ورکړی وو. نو په دی صورت کې به یو بل تاریخ به په تاریخ کې ثبت شی. نو د نوی نسل پام په مثبت لارې ته راواړول شی.
لکه څنګه چی حمزه بابا وایی:

په دوړن غوندي ماحول کې زه
 څه مستقبل به د انسان لټوم
 د ځان ځانی چپه مې وړی په مخه
 له ځانه ورک یمه خپل ځان لټوم
 نه د مذهب چیرته نشان پاتې شو
 نه زه هندو نه مسلمان لټوم
 نه اعتبار په زمانې پاتې دی
 نه د وختونو زه کاروان لټوم
 د مستقبل په تاریکیو کې زه
 که لټوم فقط افغان لټوم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery