مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کلیمو او توریو بې ځایه کارول‏

توریالی ملیار


ځینې وخت د کلیمو او توریو بې ځایه کارول د دې سبب کیږي چې د کلیمې او جملې په مانا، جوړښت او مفهوم کې د پام وړ بدلون راشي- ځينې بېلګې یې چې په بېلا بېلو رسنیو کې خپرې شوې دلته راوړم:
(او قبلې ته مخ ګرځول د لمانځه له شرایطو نه دي) دغه جمله دوه مفهومه وړاندې کوي یو دا چې قبلې ته مخ ګرځول د لمانځه له شرایطو بلل کیږي او بل مفهوم یې دا دی چې قبلې ته مخ ګرځول په شرطونو کې نه بلل کیږي، نو لیکوال که دلته له (نه) کلیمې تېر شوی وای جمله به د مفهوم له اړخه سمه وه- البته ډېر وخت په لیکنو کې همدغه (نه) بې ځایه کارول دې ته ورته ستونزې پیدا کوي.
(تر دې پخوا هم په افغانستان کې په ځانکړي ډول په عدلي اوقضايي ادارو کې د رشوت ورکولو خبره شوې) په جمله کې دا نه څرګندېږي چې له (ورکولو) موخه (ورکه) ده که (ورکړه) که (ورکه) وي ښايي د (ورکې) (له منځه وړلو) له کلیمو کار اخیستل شوی وای او که د لیکوال مفهوم (ورکړه) وي نو ښايي د (ورکولو) پر ځای د (ورکړې) کلیمه کارېدلې وی او په دې سره به د معنی تضاد له منځه تللی وی.
(ایران نوي وزر لرونکی راکټ و ازمویه) (ایران نوی وزر لرونکی راکټ و ازمویه) لومړۍ جمله د (۹۰) او دویمه د (نوی) مانا لري لیکوال جمله په لومړۍ بڼه لیکلې وه، خو له بي بي سی مې ومونده چې موخه یې (نوی) دی (۹۰) نه دی.
(سعودي د بی ګنا خلکو غچ اخلي) (سعودي له بې ګنا خلکو غچ اخلي) لومړۍ جمله په دې مانا ده چې سعودي له بې ګنا خلکو دفاع کوي او دویمه جمله په دې مانا راځي چې سعودي د اصلي دښمن پر ځای له بې ګنا خلکو غچ اخلي- مګر لیکوال لومړۍ جمله د دوهم مفهوم لپاره لیکلې وه.
(کارتن کې څه ډول مېوه ځای پر ځای شي) (کارتن کې میوه څه ډول ځای پر ځای شي) جملې په یوه متن کې دیوه مفهوم لپاره کارېدلې وې خو دلته لومړۍ جمله دا ښيي چې د کارتن نوعیت ته په کتو کوم ډول میوه په کارتن کې واچول شي مګر دویمه جمله داښيي چې په کارتن کې د میوې ځای پر ځای کولو سمه لاره کومه ده.
(د سوداګرۍ په نړۍ کې د اړیکې سم نیول کیدل) او (د سوداګرۍ په نړۍ کې د سمې اړیکې نیول کیدل) لومړۍ جمله د اړیکې څرنګوالی بیانوي او دویمه جمله د اړیکې د نیول کیدو څرنګوالی. جمله په لومړۍ بڼه لیکل شوې وه چې زه یې په مفهوم پوه نه شوم.
(مچ یې ورکړ) (مچي یې ورکړه) لومړۍ جمله د (مچ- مګس) ورکول ښيي او دویمه د (مچي) مګر لیکوال لومړۍ جمله د (مچي) په مانا کارولې وه.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery