مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

في البديهه مشارعره

غورچاڼ او ترتيب : محب الله آرمل

 


برخه اخستونکي، عزيز الرحمان حقيار، ايمل خان، غازي هجومي، ضيا زم زم، ضيا روښان، رفيع الله آرمان، اکبر راحل، محب الله آرمل، ځلاند وردګ، بازمحمد طالب، رحيم خوشال... او نېک محمد ذکي.
د طالبانو له تلو وروسته کلنيو دو ديزو مشاعرو لکه، مڼې ګل، انار ګل، نښتر، نارنج ګل... زور ونيوه، د شعر د آسمان ستوري زيات شول ځينې ښه و ځلېدل او ځينې نور ژر ولوېدل يو تعداد نور بيا پيکه پيکه لا اوس هم ښکاري، خو د خوښۍ ځای دادی چې دا ستوري وار په وار ډېريږي. اوس چې کلنۍ مشاعرې بېرته يوڅه کم رنګه غوندې ښکاري يو لامل يې انټرنېټ او خواله رسنۍ، فی البديهه مشاعرې او ګڼ شمېر ادبي بهيرونه ... دي چې د شعر تږي پکې خپلې تندې ماتولی شي.
دا چې شعر ښه دی که بد بېل بحث دی خو تکړه شاعران د ولس ژبه وي، د مصر تکړه شاعر محمود دروېش چې مړ شو نو خلکو وويل چې د مصر ژبه مړه شوه، شاعر چې دومره هم تکړه کېدای شي نو ماته شاعري د کار شی ښکاره شي او چې ښه شعر وليکم نو ډېره طبعه مې سمه وي، مخکې شپو کې  مې په فسبوک يو بيت وليکه او ملګري مې را وبلل چې فی البديهه مشاعره وکړي، مشاعر ګرمه شوه او آن زما له تصور لوړه شوه دلته مې را غونډه کړې او تاسې ته يې د لوستو بلنه درکوم البته د هر شاعر بيتونه يوځای ليکم، بيا د بل ليکم يانې ګډوډ يې نه ليکم ، يوازې هغه بيتونه يو ځای ليکم چې ورته اړتيا ده او د سوال او ځواب بڼه لري، که د في البديهه مشاعر قانون داسې نه وي نو بښنه کوئ.
لومړي د محب الله آرمل بيتونه .
چې په زړه د پروت د کرکې ګرد غبار وي
څـــه به ته وې څه به ستا نامرده يار وي

څوک به څه رنګ جرات د مينې وکړي
چې په مينه کې ګناه وي خوف وي ډار وي

هو منمه په تا ګران يم په ما ګران يې
هو منمه چې له زړه نه زړه ته لار وي

ته به هله زما چاودې شونډې حس کړې
ستا د شونډو چې له ماسره اختيار وي

جنګ د مينې يې په زړه کې وي ساتلی
ګلابـــــــونه يې منګلو کې تيار وي

تاسې داسې واقعه چرته ليدلې
چې روان وي چې ګارډان يې انتظار وي

چې ورګوري چې څېره يې پکې نه وي
چې ورګورئ په هېنداره کې ښامار وي

ژوند هغه دی چې جانان وي او امکان وي
انسانيت وي، نه ټاپي وي نه سنګسار وي

زه به وايم چې شيدايم او په تايم
که په غاړه کې مې پروت پړی د دار وي

ما به مړ کړې مابه خپل وجود کې خښ کړې
چې پر ژبه د همېش همېش انکار وي

هغه کومه زمانه ده برخليکه
چې په غاړه کې مې پروت د لېچو هار وي ؟

چې و جود يې قدرتي ښايسته نه وي
څه ښايست به د پوډرو د سينګار وي

که نور هم نه وي تکميل به شي آرمله
چې ميوند وي چې زم زم وي چې حقيار وي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د عزيز الرحمان حقيار بيتونه :
راته ښایه یې چې نوې کیسې څه دي؟
چې د چا په (دولتشه او چنګه) لار وي
+++
ځواب محب الله آرمل
د وطن کيسې خبرابي دي حقياره
څه به ښې وي چې اغيار پکې واکدار وي
د يار کلي ته به څنګه سړی لاړ شي
چې ملا ورته د مرګ کړی اخطار وي
+++
یوه وړه خندا یې څه لوی کیفیت دی
خوړین وي مست وي سړی څه ډول خومار وي؟

لېونو په خپل لاریون کې دا هم ووې
چې په عشق کې ډیر اعلی درجه سنګسار وي
+++
ځواب محب الله آرمل
ليوني له لېونيانو سره ښه دي
جوړ را نيسه چې لږ عقل يې د کار وي
+++
له سجدې سره یوه یوه په سر چپه کړم
تل میدان وړی په عشق کې پرهیزګار وي

انتحاره! انفجاره! دې خدای لاره
اوس به هم یو څوک لګیا په دې ګفتار وي

د غریب په زړه ترخه څړیکه شوه تېره
چا ویل عزت والا اکثر مالدار وي


واه مطربه! مګر یو غږ پکې کم دی
هسې نه چې یې شلېدلی دې درد تار وي

ته مزې کړه، دنیا ماته جهنم ده
شيخه دا هم خدای منې که د خدای لار وي !

نن یې ان د محراب منځ کې ټپه وکړه
ویل هرڅوک چې مین وي بدي دار وي

پام یې نه و ملا دا خبر هم وکړه
په جنت کې به د هرچا خپل خپل یار وي
++++
د بيت ته د د ميوند يوسفزي ځواب :
ملا جان صاحب مې لږ شان غلط شوی
په جنت کې خو اویا دانې په شماروي
+++
دا خبره دې منمه یوسفزیه
خو خپل یا ر ددې اویا واړو سردار وي

نو (آرمله) شپه را توره شوه زه لاړم
ښه پوهېږې څوک به ځي د چا به کار وي!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ضياالرحمن زم زم بيتونه
تبدیلي به مو د زړونو سره وشي
چي منګی وي چي ګودر وي چي چنار وي

په دې ټول وجود کي هغه د کار څیز دی
چي کامل يي کړې سالم به دي کردار وي

د مینو زړونو درد به ختم نه کړو
شپه به تيره وي په مونږه به سهار وي

د ژوندون له رازه هله به خبر شې
چي نه کور وي او نه کلی وي نه ښار وي

چي له سترګو مې د وينو څاڅکي راغلل
دا په زړه به مې د کوم ظالم ګوزار وي

په پښتون قوم مې هر چېرته سلام دی
که په کوټه يا کابل يا کندهار وي

چې يې ژوند د محبت له تورو جوړ وي
زما سر به تل له هغې پيغلې جار وي

چې د زړه او د خولې لاره يې يوه نه وي
دا سړی به يا کاذب يابه غدار وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غازي هجومي بيتونه :
د خندا او د مسکا په تمه یې مه شه
غټ غټ پېتي د غمونو چې پرې بار وي

څه له غم ورته په زلفو کې رانغاړې
چې د ګلو نه نازک د چا رخسار وي

دلته هر سړی پښتو پښتو نارې کا
چې میدان د تورې راشي بیا په شمار وي

ستا د وصل په خوږو سیرابه نه شوم
خو یادونه به دې ماسره کتار وي

لکه عمر هسې مه رانه تېرېږه
چې ریښتینی وي هغه یار له ایسار وي

دلته لاس تر زنې هریو بدرنګ ناست وي
خو په ښکلو به قسم که چرته وار وي

دښمني خو یا په توپ او یا په ټانګ شي
خو د مینې یو نازکه غوندې تار وي

لاس په سر دې شي له خپلې معشوقې نه
چې وړوکی نه وی غټ د چا ریبار وي

 چې ژوندون راسره څو پورې یاري کا
هجومي غازي به تاسې سره یاروي

درست عالم د شپې په یخه سینه خوب کا
هجومي غازي په غم کې ګرفتار وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اېمان خان بيتونه :
په صحرا کې له لیوانو نه ډارېږم
چې په جیب کې مې د ستا د زلفو تار وي

رندانه بیتونه مه لیکئ یارانو!
هسې نه دلته په موږ کې کوم بیمار وي

د غزل د ناوې سپین تندی مچو کړي
پتنګ وګوره مین په سره انګار وي

په مزار د شهیدانو ډیوې بلې
د بلبلو او طوطیانو پرې چغار وي

سترګې توره کړه اېمان لالیه راشه
زما ډولۍ وړي، که دیدن مې دې پکار وي

خدایه مکړې چې مو نرم زړه وپلوري
خدایه مکړې چې زموږ جانان تجار وي

د جانان له اننګیو بوسه خوند کړي
پروا نکوي که سور دوزخي نار وي

دا ستر کیف د نیمې شپې څه خوندور دی
چې په څنګ کې دې آرمل، ځلاند، حقیار وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ځلاند وردګ بيتونه :
زہ ھم راغلم دسندرو جام په لاس کې
خوښ د اوسي که کوم څوک می انتظار وی

چی اودس په خپلو اوشکو باندی نه کړي
د عشق ښار کی ،خدای وھلی گنھکار وی

د خپل ذھن محصول دلتہ درتہ لیکلم
بخشش غواړم قافیہ یی کہ تکرار وي

یو شاعر دی نوم یی نہ اخلم ملگرو
دسندرو پہ جامو کی یی زرتار دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نېک محمد ذکي بيت :
ﺩﺍ د ﮐﻠــﻲ ﮊﻭﻧﺪ به څـﻪ ﺩﺭﺗﻪ ﺗﻌـــﺮﻳﻒ ﮐړﻡ؟
ﺳړﯼ ښه ﭘﮑﻲ ښکنځلو ﺗﻪ ﻭﺯګار ﻭﻱ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د باز محمد طالب بيتونه :
که رادرومی هله وخت دی دراتلودی
لاترڅوبه می زړه داسی ناقراروی
داچی داسی دوهشت په اورکی سوځو؟
راته کړی به چی کوم مظلوم ازاروی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د رفيع الله آرمان بيت :
هرماښام ترې بې توافه کورته نه ځم
ته وا داکانې به ټولې دچنار وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د سيد صديق الله صديق بيت :
د وطن روزمره کار می همدغه دی.
انفجار وی شهیدان قطار قطار وی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د رحيم خوشال بيت :
چې دخپل وطن په مينه ځان قربان کړي
 هديره کې يې معلوم قبرمزار وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د څانوال ضيا روښان بيت:
دملګرو دا بنډار به کله بیا شي؟؟
چې روښان او آرمان هم ورته ازګار وي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
او د اکبر راحل بيت :
ژوند په زهرو، په لوګو تیروو یاره
ستا په عشق کې خو به خود زړونه ازار وي
پای
۱ : دولتشه او چنګه د وردګو د جلګې ( دايميراد ) ولسوالۍ دوه کلي دي .


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery