مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(راشه زما جانانه) شعري ټولګه چاپ شوه

 

(راشه زما جانانه) د هېواد د ځوان او تکړه شاعر مطيع الله صالح شعري ټولګه ده چې په ۹۹ مخونو کې  تازه له چاپه راوتې ده.

په کتاب باندې تکړه ليکوال او ژورنالست فضل هادي فضليار سريزه ليکلې ده.
فضليار صاحب د مطيع الله صالح په شاعرۍ اوږدې خبرې کړي او د هغه د شعر بېلابېل اړخونه يې څېړلې دي.

ښاغلي فضل هادي فضليار د کتاب په سريزه  کې مطيع الله صالح د ولسي شاعرۍ ترڅنګ په کلاسيکې شاعرۍ کې هم د لوړ مقام خاوند بللی او په ځينو هغو ولسي شاعرانو يې کلک کلک ادبي ټکونه کړي چې په خپلو شعرونو کې د ټولنې ارزښتونه له پامه غورځوي او ولسي شاعري د خوشو اوتو بوتو او بازاري خبرو په توګه خلکو ته ورپېژني.

د کتاب کمپوز شفيع الله مصور، ډيزاين يې احسان الله جبارخېل او د پښتۍ ډيزاين يې بلال عزيزي کړی دی.

تر دې وړاندې د مطيع الله صالح شعرونه د بېلابېلو پښتنو سندرغاړو په غږونو کې له موسيقۍ سره ټولنې ته وړاندې شوي وو.

د کتاب نوم (راشه زما جانانه) د مطيع الله صالح د هغې  سندرې د مطلع څخه راخيستل شوې چې عثمان سحاب په خپل خواږه غږ کې د ډېر ښکلي کمپوز سره ويلی ده.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery